دودیزه اوبدل
د پیړیو راهیسې د هندوستان قبایلي جامې د ټولنیزو اړیکو، کلتور او افسانو نښه ده. پروفیسوره وندانا بندري د دوی غوره تاریخ او ځانګړي هویت باندې رڼا اچوي
د هندوستان سیمه ایزې جامې د هغه خلکو د ژوند اصلي برخه ده چې پرې ویاړي. دې ورځو کې هندي ډیزانران هم د هندوستان لرې پرتو قبایلي ټولنو لږ پیژندل شوي مواد او اوبدلو تخنیکونه خلکو ته پیژني. د دودیزو جامو اوبدونکو اراداه او عزم د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي دوامداره هڅو پیاوړې ساتلې چې د دواړو، تګلارو او شخصي اړیکو له لارې یې هنرکاران په کلیوالو سیمو کې هڅولي دي. هغه کله کله د خپلو عامه ویناوو پر مهال د آسامي ګاموسا (د غاړې دودیز دستمال چې سپین رنګ لري او سره ګلان ورکې کار شوي) او هیماچلي خولۍ په شمول هندي سیمه ایز کالي اغوستي.

په هندوستان کې د یوې ټولنې جامې اوبدل د هغوي ټولنیزو کپړو او جامو، کلتور او ورځيني ژوند برخه ده. د هغوی د جامو اوبدلو ډول او انداز د هندوستان د قبایلو ټولنیز – کلتوري هویت په نښه کوي.
د شمالختیځ اوبدل
د شمالختیځ سیمې جامې کوښښ کوي چې د خلکو دودونو، کلتور او لمانځغونډو کیسې او افسانې انځور کړي. د بیلګې په توګه، د تیجیمولا کیسه، چې یوه آسامۍ پیغله وه، او کیسه یې آسامي لاسي اوبدل شوي نامتو میکیلا څادر کې منعکس کیږي. دا کیسه د تیجیمولا پات میکیلا – ریها (وریښمین کالي)، زیړ طلايي زري څادر او د هغه پیغلې هوسي اړیکې دې جامو سره بیانوي. په ورته ډول، د آسامي کاربي ښځو دودیز کالي، پيکاک (د بدن پورته برخې کالي یا ګڼډک)، چې پينيکامفلک (د ملا څخه در زنګون اغوستل کیږي یا لمن)، چې د رنګیونو ګلانو او نښو سره ښکلی شوی وي، د هغوی مدني حالت ښکاره کوي.

د تریپوري ټولنې د تریپورا ښځو، دودیز کالي، ریها د هغوی کلتور ښکاره کوي او د هغوي ژوند بیانوي. د ارونچل پردیش آدي ټولنه کې، ښځې خپلې جامې د ګیکانګ-ګلانګ (یوه سیمه ایز بانس یا بامبو دستګاه) کې اوبي. د جامو اصلي برخه، د لمنې چاپیره نښې په دې دستګاه کې جوړیږي.
د آسام مجولي جزیرې میشینګ (میسین) قبیله د بامبو دوره اي چوکاټ کې اوبدل کوي، د دې جامو نښه د لمر او سپوږمۍ چاپونه دي – ویل شوي چې د ټولنې مور او پلار ګڼل کیږي. د میشینګ اوبلو کې یو مکرر ډیزاین د الماسو دی چې د چانګ ګر ښکارندوي کوي، چانګ ګر یو کور دی چې په لوړه جوړ شوی ترڅو اوسیدونکې د سیلابونو څخه وژغوري. هغه ډیزاینونه چې د ورځیني ژوند څخه یې الهام اخیستی وي هم په آسامي ګموسا (ګمچا) کې موندل کیږي، چې د ټولنې په منځ کې د درناوي په پار یو بل ته تحفه ورکول کیږي.
د دود ګل دوزي
ګلدوزي د اندرا پردیش د لمباډي قبیلي ځانګړیتوب دی. د دې قبیلې ښځې خپل ځانونه او خپل کالي ډیری وخت خپل زړې جامې د ښکلو ګنډلو سره په ګلدوزي ښایسته کوي. د مادیا پردیش، ګجرات او راجستان رباري او بیل قبیلو کې د اغمیو لګول عام دي. د رباري قبیلې خلک په خپل ګلدوزۍ کې ډیری وخت د بیلا بیلو شکلونو او اندازو آینې کاروي او ورسره د تارونو څوکې، شیشه اي غمي او پلاستیکي دکمې نښلوي. د ټامیل ناډو نیګري تپو ټوډا قبیلي خلکو لپاره د ګلدوزي ویاړ ګڼل کیږي، چې پګور ورته وايي. دا دود له نسلونو راپاتې، او یوه ګنډل شوې غوټه (خوا په خوا څو کتاره سیده لیکې) کاروي. د طبیعت څخه الهام اخیستل شوي نښې د سور او تور تارونو سره ګنډل کیږي. د هغوی دودیز ګلدوزی شوی شال چې د پوتوکولي په نامه یادیږي، د عزت او ښکلا سمبول دی.

د اودیشه چتیسګر او ګاونډ کوراپوت سیمه کې د باستر قبایلي ټولنې د کتان کالیو لپاره یو ډول طبیعی رنګ کاروي چې د آل په نامه یادیږي. د باستر د توکپال، ناګرنر او کونداګون کلیوال د بې رنګه پخته اي تارونو سره دستګاه ګانو کې د پتا په نامه جامې اوبي، چې ځۍ ګانې ېې د آل سره رنګیږي. دا جامې د موریا او ماریا ټولنو ښځې اغوندي او د هغوی اوچت ټولنیز وضعیت څرګندوي. همدارنګه آل په میرګان سای د کوتپاد اوبدونکو یوه برخه کې کارول کیږي چې د اودیشه کوراپوت ولسوالۍ کې موقعیت لري. هغوی د تارونو بنډلونه د کستر آیل او غوشایو کې وهي، او بیا یې د آل رنګ کې دننه کوي چې سور، خرمايي او نصواري رنګونو سوری واخلي.
په دې وروستیو کې لومړي وزیر نریندرا موډي د هندي جامو په اړه نړیوال ویبینار ته د وینا پر مهال وویل چې په طبیعي ډول رنګ شوې پخته او وریښم اوږد او زرین تاریخ لري، او د جامو ډول، ډول رنګونه د هیواد غني کلتور ښکارندويي کوي. هغه د هندي کليو، ټولنو او ایالت ځانګړو جامو ته په اشاره کې د ملت د قبایلي ټولنو جامو نوملړ باندې رڼا واچوله. د قبایلي جامو کیسه د تاریخ، دود، بیرته اودریدو او پرمختګ کیسه ده. دې ورځو کې ډیري لږ پیژندل شوي جامې بیرته نوم ایستلی. د دې کلیوالو جامو کسب کې نه یوازې د لومړي وزیر نریندرا موډي “په هند کې جوړ شوي” کمپاین رغنده رول درلود بلکه هنرکارانو ته یې پیاوړتیا هم بخښلې او تل پاتې فیشن یې هڅولی دی.