سینما

مسؤله میرمنې

مسله 02, 2020

مسؤله میرمنې

ارتي کپور سنګ |لیکوال

مسله 02, 2020


له کومه چې غوڅ اکثریت هندي فلمونه منلي، په ښځینه جنس د ژورو نظرونو رول لوبولو فلمونه نندارې ته وړاندې شول. آرتي کپور سینګ وایي: هغه عمومي لیدلوری بلاخره اوس بدلیږي، اوس خلکو ته د ښځینه رول په غیر دودیزه کرکټرونو کې د منلو وړ دی او خلک ورسره کومه ستونزه نه لري

د هغو ښځو په ژوند یو فلم نندارې ته وړاندې شوی چې په هندي کلیو کې یې د صحي او پاکو عصري تشنابونو غوښتنه کوله. یو بل فلم د ښځو میاشتني عدت پر وړاندې، ننګ باندې جوړ شوی. بل فلم د هغې انجلی په مبارزه جوړ شوی چې د تیزابو حمله پرې شوې ده. یوه ښځینه مخکښه اداکاره په فلم کې د خپل خاوند د تاوتریخوالي ډک اعمال تر پوښتنې لاندې راوړي. دا چې د هندوستان د فلم لوی صنعت، بالیوډ، څرنګه د ښځو حقوقو اړوند موضوعاتو ته پاملرنه کوي، د کارونو یو څو بیلګې دي. پداسې حال کط چې ډیری فلمونو مرکزي رول ښځې لوبوي خو ځینو فلمونو کې نارینه هم مخکښ رول لري. د پډمن فلم ډایریکټر ر. بلکهي وايي: هغه وختونه اوس تیر شول چې ښځو به په بالیود فلمونو کې یوازې دوه ډوله رول لوبوه – ضعیف او مهربانه ډول، او هغو چې ځانونو سره ټوپکونه ګرځول.

اداکاره شبانه عظمي چې دواړو موازي او اصلي سینماګانو کې یې ښه رول لوبولی، پدې آند ده چې د ښځو پخواني او اوسني رول کې توپیر لیدل کیږي. هغه وايي: پخوا ښځو ته یوازې د فحاشي او د وخت رایج رول ورکول کیده، او ښځې داسې انګیرل کیدې چې دودیزه بخښونکې میرمنې، قرباني ورکونکې مورګانې، او مهربانه خورګانې، او داسې نورې دي. زه په دې ویاړم چې د آرت برخه یم چېرته چې د ښځه توب پوره ترکیب باندې پوهه شوم. خو په ټولیز ډول دا شان نندارو شمیر لږ و. او اوس وګورئ چې څرنګه د بدلون حالت کې دي.

وختونه بدلیږي

د تور او سپینې سینما څخه رنګه فلمونو ته بدلون څخه داسې انګیرل کیږي چې هندي سینما کې لوی بدلونونه راغلي او همداراز د ښځو موضوعات هم بدل شوي. هندي سینما خورا ډیر لیدونکي لري، او څرنګه چې د ښځو ژوند په ټولنه کې د ننګونو سره مخ وي، سینما یې هماغه ډول نندارې ته وړاندې کوي. لیدونکي نه یوازې په پطنوس کې د پلیو او کولا سره د سینما مرکز ته ځي بلکه فلم هم په ټول جدیت سره ګوري.

نن په هندي سینماګانو کې د ښځو رول په څو بڼو بدل شوی. د ښځوحقوقو مدافعینو د رسنیو مخ د ښځو مبارزو ته اړولی او همدا رنګه یې د هغوی سره مرکې کړي. په تیرو کلونو کې په تجارتي هندي فلمونو کې د ښځو رول بدل شوی او ځینې لوی فلمونو ښځو ته اصلي رول ورکړی. خو ارزښتناکه پوښتنه دا ده چې دا رولونه څه معنی ورکوي.

د پډمن په شان فلمونه ارزښتناکه موضوعات وړاندې کوي لکه د سیمه ایزو ښځو لپاره د ارزان بیه کوتکس ورکول.

ریښتوني ساتل

اداکاره ویدیا بالان، چې د ښځو مرکزي رول لرونکو ډیرو فلمونو کې یې کار کړی وایي: پخوا هندي فلمونو کې ښځو ته داسې رول ورکول کیده چې دودیزو ارزښتونو ته تسلیم ول او نارینه و به ښځې کنټرولولې. د هغوي په رول کې له ورایه ښکاري – بیلابیلې لومړۍ میرمنې – دوه بعدي وې هیڅ مفهوم یې نه درلود. خو بیا هم اوس زمونږ له منځ څخه – خورا ډیرې ښځې ريښتینې دي. دا هغه زړورې ښځې دي چې د خپل په خوښه ژوند کوي.

یو سکوت د تمهاري سولو (2017) فلم څخه چې ویدیا بالان یې د مینه ناکې کور جوړونکې په څېر مرکزي رول درلود.

زړورې ښځې چې بالیوډ کې ورباندې فلمونه جوړ شوې هغه ښځې دي چې په ريښتینې نړۍ کې شته – د پخوانیو فلمونو په څیر خیالي رول نه لوبوي. رول لوبول اوس ډیر ريښتوني شوي. فلم جوړونکی سنجې لیلا بهانسالي وایي: د هندوستان په څیر هیواد کې، چې هره پنجشنبه یا جمعه ورځ د فلم سرنوشت معلومیږي، دا شونې نه ده چې په عمومي ډول ووایو د ښځو رول په بالیوډ کې پرمختګ کړی یا شاتګ کړی. د ډایریکټرۍ له نظره، زړورو ښځو زما زړه ګټلی. زه د هغوی غوښتنو پر وړاندې د مرکزي رول څخه تیریدلی نشم. لکه د پدماوت په څیر فلم او د مستانې په شان شخصیتونه شته.

تیرو څو کلونو کې ښځینه رول خپله په څو فلمونو کې راغلی – ملکه، چټل انځور، کهاني، تمهاري سولو، او نور. بالان وايي: په حقیقت کې دا بدلون اوس د لیدلو وړ دی او په تدریجي ډول نور هم ښه کیږي.

: شبانه عظمي، داسې اداکاره چې د سینما پارمیترونو بیا تعریف کولو لپاره پیژندل کیږي، اداکاره تبو، چې د خپل دندې په اوږدو کې غیر دودیزه رولونه لوبولي ترڅو د ښځو ستونزمنې سناریو نندارې ته وړاندې کړي، د بالیوډ اداکاره په مبهم، پیاوړتیا او د ښځو مرکزي رول لرونکو فلمونو کې په بیلابیلو ډولونو ښکاره شوې

راتلونکی لیدلوری

خو تل د ښه والي لپاره امکانات شته. د کانګانا رانوت په وینا: د هندوستان مشهوره سینما تل غواړي چې تجارتي خطرونو کچه یې ټیټه وي. او دې لپاره د فورمولي تګلارې جوړول غوره کار دی. دا فورمولونو کې کورنۍ ډرامې، سندرې او نڅا، د مینې کیسې، د خوښې پای او د ژوند څخه اوږدې ډرامې او داسې نور. د ښځو او د ښځو موضوعاتو غلط رول جوړولو لپار لا هم باید ډیر څه نور وشي.

هیله بخښونکې برخه یې دا ده چې لیدونکو غیر دودیزه داستانونه په کثرت منلي. لکه څنګه چې ټولنه د بدلون حال کې ده او د جنسیت برابروالی یې په ریښتیا منلی، هندي فلمونه هم پر مخ روان دي – نمونه جوړوي، خلکو ته الهام ورکوي او داسې زړور رول لوبوي چې د لیدونکو د حالت منعکسوونکي وي.

ارتي کپور سنګ

آرتي یوه خپلواکه لیکواله ده، په بیلابیلو رسنیو کې نږدې دوه لسیزي تجربه لري. په فلمي زده کړو کې د دوکتورا اخیستلو وروسته اوس هغه د خپل خوښې کار کوي چې نړۍ کې نوې شیان ومومي. هغه په خوړو، سوکالي، فلمونو، سفر، روغتیا او فلمي ستورو لیکنې کوي.
error: Content is protected !!