هغه ځای چې آبي رنګه زبرځواک ورکې اوسېږي
راجستان، ناتدوارا پیچاوي هنر د کریشنا ژوند څخه په زړه پورې کیسې په ډاګه کوي او د خپل ترکیب روښانوالي او د بیلا بیلو ډولونو سره د مطابقت له کبله د پیړیو په اوږدو کې ژوندی پاتې شوی
د پیچاوي نقاشي پرته تاسې چېرته د ښکلا او عقیدې بشپړ انډول موندلی شئ؟ د پیچاوي نقاشي چې په عام ډول د پیچاوي په نامه یادیږي، د هند پخواني هنر یوه بڼه ده چې په راجستان کې د اودایپور ته نږدې د ناتدوار په نامه یو کوچني ښارګوټي څخه سرچینه اخیستې. خورا پیچلې او بې مثاله ژوندۍ نقاشي ده چې په ټوکر باندې ترسره شوې او د کریشنا د ژوندانه کیسې بیانوي، چې ورته ابي رنګه معبود هم ویل کیږي. په عنعنوي ډول د ناتدوارا په معبد کې د زیارت ښکلا د زیاتوالي لپاره د سریناتجي مجسمې (د کریشنا اوه کلنۍ مجسمې) شاته ځړول کیده. لکه څنګه چې کریشنا ته د ماشوم په څیر عبادت کیږي نو هغه ته خورا پاملرنه کوي او دا پاملرنه د پیچاوي هنر څخه ښکاره کیږي.

پوجا سنګال (د پیچاوي دود او لا وړاندې) سازمان بنسټ ایښودونکی، چې د دې پخواني هنر بېرته ژوندي کولو لپاره کار کوي، وایي: د پیچاوي کوچنی دود ډیر اوږد تاریخ لري، چې ریښي یې دیني منځنۍ پېړیو کې د 16مې پیړۍ ویشنوایت مذهب ته رسیږي. د پیچ (شا) او وای (ځړول) مرکب نوم دی او پیچاوي ترې جوړ شوی چې د ولابچریا (د ویشنوایت پشتي مارګ مذهب) د معبد پراخه رواجونو سره شباهت لري، چې د معبد ښکلا، د بت ښکلا او لوی غونډو لپاره به یې د تزئیني او روحاني فعالیتونو کې ترې کار اخیست.

په غوره نندارو کې وړاندې شوې لکه کوچي بینالي، د هند هنري نندا
تون – پیچاوي خپل ژوند ته دوام ورکوي او د ښکلا متخصصین یې حیران کړي
کله چې د پیچاوي نقاشي دود پیل شو، یواځې پنځو نقاشانو ته اجازه ورکول کیده چې د سریناتجي درشان (نما) د څو دقیقو لپاره د هغه ورځني عباداتو یا دینچاریا په وخت کې وګوري. هر درشان یو ځانته عبادت وه چې سواک (ښاغلو پنډتانو) لخوا به یې کالي بدلیدل. دا عبادت په ښکلو نقاشیانو سره ترسره کیده چې ښایسته جامې به په ښکلو روښانه رنګونو مزین شوې وې، چې تیاره غاړې او د خالصه سره زرو څخه جوړې شوي وې. دې ژر ځانته د هنر یوه بڼه غوره کړه چې نه یوازې په معبد کې د بت شاته ځړول کیده بلکه د کریشنا د ژوند ښکارندويي یې هم کوله.
آیا تاسې پوهیدئ؟
د کلونو په تیریدو د هنر په بڼه کې ټیټوالی راغلی، ځکه چې د ملاتړ کموالی دی او مذهبي روحانیون ارزانه خو کم کیفیته نقاشي خوښوي. دا نږدې ناممکنه ده چې پیچلی ډیزاین جوړ کړي او د اصلي پیچاوي نقاشي د خلاقیت بیلانس وساتي. او بل علت یې دا دی چې د ځوان نسل نقاشان نه غواړي د پیچاوي نقاشي ډیسیپلیني او سخت تمرین ته غاړه کیږدي.

سنګال بیانوي: په پیل کې د پیچاوي په زړه پورې ډیزاین هندسی او د ګلانو نمونې لرلې چې د مرکزي خالیګاه شاوخوا ته رسمیدل، چې هلته به د معبد بت کیښودل کیده. خو د تېرې پیړۍ په اوږدو کې نقش شویو ټوکرونه چې د معبد څخه ایستل شوي د دیوالي هنر بڼه ځانته غوره کړه او د تخصصي ځانګړتیا له کبله یې د ټولونکو په منځ کې خورا ارزښت وموند. د ناتدوارا پیچاوي څخه پرته، دکني پیچاوي هم شته چې ډیر په سختۍ موندل کیږي، بیا په ځانګړي ډول کلامکاري خو یې بیخي ورکې دي. دکني پیچاوي د ثروتمندو ګجراتي سوداګرو لپاره جوړیده، چې په حیدرآباد کې د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په موخه اوسیدل، چې هغوی به دا د شخصي معبدونو لپاره اخیستلې او یا به یې د شریناتجي مندر ته ورکولې.

که څه هم دې دود خپل تړاو د روحانیت سره له لاسه ورکړی، اوس یې معاصر ژوند باندې خپل نفوذ او اغیز پریخی. د هنري کارونو د ښکلا متخصصینو دیوالونو ښکلا لپاره د پیچاوي کارونه په دوامداره ډول کارول کیږي، هغه څوک چې د لرغوني هندي هنر سره مینه لری هغوی یې خوښوي. او ان ځوان نسل یې هم خوښوي که څه هم معاصر رنګونه او ترکیب پکې کارول کیږي او کله کله د سریناتجی بڼې هم ورکې کاروي. یو کس کولی شي چې ډیرو مختلفو ډولونو څخه یې غوره کړي ترڅو د هغو د کوچني کورونو دیوالونو، ژۍ ګانو او کنجونو سره برابر وي، چې دا هنر د اخیستونکي لپاره ډیر مناسب او د لیدو وړ وګرځوي. او دا دلته نه ختمیږي. د فیشن هندي ډیزاینران هم په خپل کارونو کې د پیچاوي عناصرو او شکلونو څخه کار اخلي. د بیلګې په توګه روهیت بال. څو کاله دمخه، غوره ډیزاینر د ګوډ ایرت ډیزاینرانو سره په همکارۍ د حسن تایرات د عنوان لاندې د کور ښایست ډیزانونو محدوده نسخه وړاندې کړه چې د ګل غټۍ، اوږده لکۍ طاووس، میوې، ګلان او د حیواناتو سرونو بڼې لرلې – ټول د انګوري پیچاوي سټایل په توګه تیارې شوې وې. د چنای فیشن هاوس چې (په هند کې د موج) په نامه یادیږي هم د پیچاوي مرغلریزه او باغ بڼه جوړولو ته وده ورکړه. د نوې ملاتړ کوونکو د هڅو څخه په مننه – لکه سنګال چې پیچاوي په بیلابیلو غوره نندارتونونو کې ښکاره کړه لکه کوچي بینالي، انډیا ارټ او د نوي ډیلي نندارتونونه – پیچاوي خپل ژوند ته دوام ورکړ او د ښکلا متخصصین یې حیران کړ.