نویزونه

راتلونکي ته ښه راغلاست

مسله 04, 2021

راتلونکي ته ښه راغلاست

ویدیاشنکر سي |لیکوال

مسله 04, 2021


د هندوستان لومړی درې بعدې پرنټ شوی کور د سږکال په لومړیو کې پرانیستل شو. دا کور چې په چینای کې د مدراس د تکنالوژي هندي انسټیټیوټ (IIT) انګړ کې د انسټیټیوټ پخواني فارغ په مشرۍ جوړ شوې بنسټ لخوا جوړ شوی. دلته مونږ دې لنډه کتنه لرو چې څرنګه دا نوې تکنالوژي کولای شي د هندوستان په کور جوړونې صنعت کې انقلاب رامنځته کړي

د مالیې او شرکتونو چارو لپاره د هندوستان اتحادیې وزیر نیرمالا سیتارامان د هیواد لومړی درې بعدې پرنټ شوی کور د مجازي پروګرام له لارې د 2021 کال اپریل په 27مه پرانیست. دې لپاره چې هندوستان کې د مخ په ډیرېدو نفوس اړتیاوې پوره شي، تل د زیربنا اړتیا لیدل کیږي کړي. او د ودانیزو چارو اوچت قیمتونو ته په کتنه، د درې بعدي پرنټ شویو کورونو نوې هیلې رامنځته کړي. که څه هم دا تکنالوژي تر اوسه په لومړنیو مرحلو کې ده، لږ وخت نیسي چې ترڅو روزمره ستونزې حل کړي.

مفکوره

درې بعدې پرنټ شوی کور چې د تواستا تولیدي حل لارو په وسیله جوړ شو، یو نوی کاري پيل دی چې بنسټ یې د مدراس IIT پخواني فارغ ایښی، او دا کار دې لپاره وشو چې اندیښنو ته ځواب ووایي. او د دې کورني تکنالوژي لکه د کانکریټ درې بعدې پرنټ، کاري موخه هم دا ده چې د هندي ودانیز صنعت لیدلوری بدل کړي، چې دې سره د ودانیز سکتور ننګونو – نفوس ډیروالی، ښاري پراختیا، د قیمتونو لوړوالی، په مزدورانو تکیه، ضایعات او نفوس – لپاره یوه حل لاره ده.

په 2018 – 2019 کال کې د مدراس IIT انګړ کې د تواستا په وسیله د هندوستان لومړنی درې بعدې پرنټ شوی کور جوړ شو. دا ساختمان، د تشناب درې بعدې پرنټ شوی ماډل، لارسن او ټوبرو، هندوستان د سواچ بهارت ابیان لپاره ورکړل شو.

د کانکریټ درې بعدې پرنټ څه دی

په ساده ژبه د کانکریټ درې بعدې پرنټ د درې بعدې حقیقي ودانیو (د اوسېدلو کورونو په سطح لوی) یو اتومات تولیدي میتود دی. دا تخنیک کې د کانکریټ درې بعدي پرنټر څخه کار اخیستل کیږي، چې د کارونکي څخه کمپیوټري دوه بعدي ډیزاین فایل مني او د هغه له مخې مرحله په مرحله درې بعدې ودانۍ تولیدوي چې هر قطار کې روان مودا چې کانکریټ دي تویوي. د پرنټر جوړولو سربېره، سواستا همدا راز تولیدي موادو ترکیب فورمولا هم جوړه کړې چې ودانۍ ترې جوړیږې، او هغه سافټویر یې هم جوړ کړی چې پرنټر سره خبرې کوې، عملیات کنټرولوي او فزیکي ډیزاین پیژني، او د جلا فزیکي عناصرو لپاره ځانګړي پرنټ ستراتیژي کاروي. د کانکریټ درې بعدې پرنټ کولو تکنالوژي غوره بدیل او د پام وړ وسیله دې چې ودانیز صنعت یې په کار اچولی شي چې د تقاضا پر بنسټ ولاړه لوبه برابره کړي.

د درې بعدې پرنټ شوي تشناب ماډل یوځای کول

ننګونې

د مدراس IIT په انګړ کې د درې بعدې پرنټ شوي کور پر مخ لویه ننګونه نړیواله وبا وه، چې د یو وخت لپاره یې ټول ودانیز فعالیتونه په ټپه ودرول. د لومړني پلان له مخې، د کور ودانیزې چارې د 2020 کال مارچ- اپریل میاشت کې پیل کېده چې په یوه میاشتې کې یې کار بشپړېده. څرنګه چې د هندوستان ګرځ بندیز قیوداتو له امله کارونه ودرول شول، او بیا ورپسې د موادو رسولو کې بندښت راغی، فزیکي ودانیزې چارې د ګرځ بندیز لرې کولو وروسته پیل شوې. او بیا، د نوار طوفان د 2020 کال نومبر میاشت کې چینای کې د سیلابونو لامل شو، چې دې سره پروسه بیا ټکنۍ شوه. بیا هم دې خنډونو سره، سره، د ټیم پرله پسې هلوځلو او ژمنتیا وکولای شول د چینای، مدراس IIT انګړ شنو ډګرونو کې فزیکي ودانۍ په حقیقت بدله کړي. د درې بعدې پرنټ شوي کار ودانیزې چارې د پیل څخه یوه میاشت وروسته د 2020 کال ډیسمبر میاشت کې بشپړې شوې.

عملي ګټې

درې بعدې پرنټ شوی کور چې د تکنالوژي په مرسته جوړ شوی د نورو دودیز کورونو په پرتله د ژوند کولو لپاره ډیرې عملې ګټې لري، چې ارزښتناکه ټکې یې په لاندې ډول ذکر شوي:

  1. د کانکریټ درې بعدې پرنټ له لارې دا شونې ده چې کورونو کې په هره بڼه پرته له اضافي مصارفو په خپله خوښه بدلون راوړو. یعنې دا چې ډیزاین او د ودانۍ نورې ساختماني بڼې به د اوسېدونکې د اساساتو او سوکالۍ له مخې انتخابیږي
  2. د درې بعدي پرنټ له لارې ځانګړې حرارت او غږونو لپاره ځایونه جوړیدلای شي. د بیلګې په توګه، په ګرمو سیمو کې، یخ ځایونه جوړیدای شي، چې د ایرکنډیشن اړتیا رفع کوي. همداراز، د ډیزاین په وسیله داسې ودانۍ جوړېدای شي چې غږونه وساتي.
  3. په خپله د ساختمان له نظره، د خام موادو ډیزاین کیدای شي د درې بعدي دیوالونو او ودانۍ پرنټ لپاره په مناسبه بڼه (په دیوال/ساختمان د وزنونو او فشارونو پر بنسټ) د بیلابیل مقاومت لرونکي مواد انتخابوي. دا په ساختمان کې د ډیر ارزښت لامل کیږي او کیدای شي ژوند یې اوږد کړي.

راتلونکی

د کور درې بعدي پرنټ بریالۍ ودانیزه چارو څخه په هندوستان کې هغه څه زده کولای شو چې تکنالوژيکې بڼې لکه اتوماتیک کیدل او ډیجیټلي کیدل په ودانیزه صنعت کې په آسانۍ سره لاسته راوړل کیدای شي. نه یوازې دا تکنالوژي د صنعت معیاري فعالیتونه لکه د ودانۍ پوره جوړول ترسره کوي، بلکه کیدای شي نورې ګټې هم ولري لکه د ودانیزو ټوله پروسه کې د کاربن ډاي اکسایډ او د کاربن نورو مشتقاتو تولید کچه را ټیټوي، د غیر مسلکي کاریګرو کموالی (دا په ځانګړې توګه د کورونا وخت کې اهمیت درلود چې د کارګرو کمبود له المه ځینې ودانیزې او ملکې پروژې ټکنۍ شوې) او په پای کې د ودانیزو چارو قیمت کموالی دی. د دې برسېره، د اتومات کیدو له لارې د دواړو عمل او ښه کارکرد لپاره ځانګړي ډیزاینونه جوړېدای شي چې قیمت کې کوم تغیر نه راځي. دې سره انفرادي تغیر او شخصي جوړونه شوني ده. د درې بعدې تکنالوژي ودانیزې چارې په زړه پورې ښکارې. څرنګه چې دا تکنالوژي تر اوسه په لومړنۍ مرحله کې ده او ګرنټي شوې پایلو سره د ودې امکان لري او د ټکنالوژي چارو کې د نورو بدلونونو له لارې یې لا ګټه لوړیږي. چټک پراختیا کولای شي د ودانیزې چارو وخت کموي، عضوي او پارامیتریک ډیزاین شونی دی، تر دیرش سلنه د ودانیزو چارو قیمت ټیټوي، د چاپيریال سره ملګري مواد کاروي او د ځمکې تداوم سره ملګري/ پایداره ودانۍ جوړوي، او داسې نورې ګټې هم شته چې دا تکنالوژي به یې راتلونکي کې وړاندې کړي. دا ښکاره ده چې د تکنالوژي د نوي پيل سره د درې بعدې ودانۍ پرنټ بنسټ د تیاري او اسانه تطبیق سره ایښودل شوی. ځکه د هغه څه لیدو انتظار چې باسو د اسانۍ او ګټورتیا څرنګوالي سره، سره په ټولیزه ډول د دې تکنالوژي منل دي.

په 2021 کال جولای میاشت کې د هندوستان مرستیال ولسمشر م. وینکیا نیډو (ښي) انسټیټیوټ ته د سفر پر مهال د مدراس IIT رئیس، ډاکټر باسکر راما مورتي سره د درې بعدې پرنټ شوي کور لیدنه کوي

ویدیاشنکر سي

Vidyashankar C د Tvasta تولیدي حلونو شریک بنسټ ایښودونکی او لوی عملیاتي افسر دی. هغه د 2016 د بیچ څخه د IIT مدراس فارغ شوی دی
error: Content is protected !!