همکاري

بیرته ښه راغلاست!

مسله 03, 2020

بیرته ښه راغلاست!

انیل واهدوا |لیکوال

مسله 03, 2020


ان پداسې حال کې چې هیواد د کویډ – 19 د خپراوي مخنیوي په جګړه کې بوخت و، د هندوستان دولت مصروفه و چې د وانده بهارت ماموریت پلان کړي، چې د نړۍ تر ټولو لوی بیرته راتګ ماموریتونو څخه د وبا پرمهال شمیرل کیږي. د مې په 7، د دې عمل لومړی فاز د ابو ظبي څخه پیل شو. پخوانی سفیر انیل وادوا د دې ماوموریت پرمختګ په اړه د ځمکې، هوا او اوبو له لارو د را غوښتل شویو مسافرینو په نوښت بحث کوي

د وبا او کویډ- 19 د خپراوي مخنیوي لپاره د هندوستان دولت اړ شو ترڅو په بشپړ ډول د مارچ 24 څخه ګرځ بندیز عملي کړي. د دولت، صنعت، سوداګریز بنسټونو او عامه خدمتونو لکه د اوسپنې پټلیو او بسونو او همداراز د هوايي لیکو تګ راتګ هم په شدید ډول مختل شو. د 1.3 میلیاردي نفوس هیواد لپاره د وړاند وینې پرته کړکیچ رامنځ ته کړ. هندوستان همدا راز 30 میلیونه پیاوړي بهرمیشتې لری چې بهر کار کوي او درس وايي، برسیره پر دې، ګڼ شمېر هندیان بهر د کار یا د رخصتۍ په موخه سفرونه کوي. څرنګه چې ټول هوايي لیکې په ټپه ودریدلې او د هندوستان په شمول هیوادونو خپلې پولې وتړلې، نو ګڼ شمېر هندیان بهرنۍ ځمکو کې بند پاتې شول. دا دبهرنیو چارو وزارت ته یوه ننګونه وه، چې د دولت نورو وزارتونو سره په ګډه لکه د ملکي هوايي چلند وزارت، او کورنیو چارو وزارت سره د درې واړو وزارتونو ګډ مسؤلیت و، ترڅو یوه محفوظه لار پرانیزې چې هندیان بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.

د بهرنیو چارو وزارت ترټولو ډیر مسؤلیت، چې په چالاکي، دې غټ کوښښ لپاره د کویډ – 19 خونه جوړه کړه چې 100 پرسونل او مسلکیان ورکې بوخت و. د نورو وزارتونو کارمندانو ته هم دنده ورکړل شوه چې د مشخص شوي دولت سره اړیکه وساتي او په بهرمیشتو باندې یې د قرنطین موده کې پام وي او د هغوی بیرته راتګ کوښښ دې وکړي، او د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار په خپله تنظیماتو څخه کتنه کوله چې د بیرته راتګ پروسه لا ګړندۍ کړي. د بهرنیو چارو سکرتر هارش وردان شرینګلا د ګڼ شمیر هیوادونو عمومي سکرترانو او مشرانو سره ویډیو کنفرانسونه ونیول ترڅو د هغو هیوادونو د همکارۍ سمې هماهنګۍ څخه ډاډمن شي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د واندې بهارت ماموریت تیاریانې په بهر کې د ماموریت مشرانو سره د مجازی ناستو له لارې څیړي.

د جون تر 25 مه د 513،047 ډیر هندیان د نږدې د نړۍ 100 هیوادونو څخه ځان ثبت کړی و چې بیرته کورونو ته ستانه شي. ډیری ېې زده کوونکي، مسلکيان، او لنډ مهاله ویزه لرونکي لکه سیلانیان و. هندیان په ځانګړي ډول د  GCCهیوادونو (د خلیج همکارۍ شورا) څخه چې د ویزې معافیت څخه هم ګټور شوي و، ځانونه ثبت کړي. دولت لومړیتوب هغه چاته ورکړ چې ښه عذر یې درلود لکه د وظیفې له لاسه ورکول، د لنډ مهاله ویزې پای، طبي بیړنی وضعیت، په کور دننه د کورنۍ غړي مړیه، زده کوونکي، امیدواره ښځې او ډیر عمر لرونکي.

ګڼ شمیر

  • په درې فازونو کې د 364،209 هندیان د 875 الوتنو سره بیرته ستانه شوي چې مهالویش یې د واندې بهارت ماموریت جوړ کړی
  • د واندې بهارت لومړی فاز چې د مې 7 څخه پیل شو او د مې تر 16مه یې دوام وکړ د نړۍ 12 هیوادونو څخه 64 الوتنې وشوې.
  • دویم فاز چې د مې 16 څخه پیل شو د جون تر 13مه یې دوام وکړ او تر 47 هیوادونه یې تر پوښښ لاندې راوستل
  • د ماموریت دریم فاز اوس مهال جریان لری چې هندیان د بهرنیو هیوادونو څخه بیرته راوړي.
  • د واندې بهارت ماموریت 4م فاز د جولای 3 څخه پیل کیږي او هغه هیوادونه به یې موخه وي چې ډیر شمیر هندیان هلته بند پاتې وي
  • د چارټر شویو الوتنو عملیاتو شمیره چې د کښتیو څخه خلک بیرته راوړي، لوړه شوې. د جون تر 25مه یې نږدې 130،061 خلک د چارټر شویو الوتنو په مرسته بیرته راوړل.
  • د بیرته راتګ بله برخه د سمودرا سیټو عملیات و، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د هند بحرنیو ځواکونو هندیان د مالدیف، سريلانکا او ایران څخه راوستل

د ماموریت لومړی فاز د ایر انډیا، ایر انډیا ایکسپریس، الاینس ایر په عملیاتو د هندي هوايي ځواک او د هند بحرنیو ځواکونو سمودرا سیتو عملیاتو سره په ګډه پیل شو. پياوړو محدودیتونو، په هوايي ډګرونو کې محدود سهولتونو، او د ټولنیز واټن نورمونو سره سره لومړي فاز کې 64 الوتنې وشوې او د بحرني ځواکونو کښتۍ هم وکارول شې چې په مرسته یې 16000 کسان یوازې د GCC هیوادونو، سویل ختیځه آسیا، انګلستان او د امریکا متحده ایالتونو څخه بیرته راوستل.

INS جلاشوا تیار دی چې د کولمبو څخه بیرته خپل هیواد ته 700 بند پاتې شوي هندیان یوسي،

د واندې بهارت ماموریت دویم فاز د مې په 16مه پیل شو. د دې فاز پر مهال، د لومړنیو مقصدونو سربیره د CIS (د خپلواکه دولتونو هیواد) هیوادونو، اروپا، روسیه، افریقا، آسټرالیا، نوی زیلاند او کاناډا څخه الوتنې درلودې.

د واندې بهارت ماموریت دریم فاز د جون 12 څخه پیل شو او اوس هم جریان لري. په دې فاز کې د شخصي الوتکو او الوتنو شمیره کې زښت ډیر زیادوالی راغلی. د بیرته راستون شویو کسانو شمیره هم لوړه شوې ده، داسې ښکاري چې هندوستان د قرنطین ظرفیت څخه ګټوره کار اخیستی.

په بهر کې د هند سفارتونه، لوړې کمیټې او قونسلګرۍ د واندې بهارت ماموریت کې مرکزي رول درلود. هغوي متعهد او څو اړخیزه مرستندویه لیکې پرانیستې، او په ټولنیزه رسنیو کې فعال پاتې شول ترڅو بند پاتې شوې هندیانو سره په هغه هیواد کې په اړیکه کې اوسې چې د دوی د پوښښ لاندې وي. د نړۍ سرتاسر هندي سفارتونو فعاله ونډه واخیسته چې هندیانو ته د اوسیدو ځای او خواړه برابر کړي. هندي ماموریتونو هغه محلي دولتونو سره هم اړیکه کې پاتې شول چې د هندیانو لنډ مهاله ویزو موده وغځوي ترڅو د هغوی غیرقانوني اوسیدو څخه مخنیوی وکړي. هغوی دا مسؤلیت درلود هغه معیاري پروسه چې د کورنیو چارو وزارت او ملکي هوايي چلند وزارت لخوا ورکړ شوې، عملي کړي ترڅو بیرته ستانه کیدونکو مسافرینو سره اړیکه کې پاتې شي.

په وروستیو کې هندوستان څو پراخه تخلیې ترسره کړي دي. چې د کویټ ایرلیفټ او رهات د یمن څخه او همداراز د عراق او لیبیا څخه د بیرته راتګ ماموریتونه ورکې شامل دي. که څه هم یوځل د واندې بهارت ماموریت او د سمودرا سیټو عملیات بشپړ شي، نو هله به په معاصر تاریخ کې د هندوستان د کویډ – 19 تخلیه به ترټولو بې څارې، پراخه، او خورا بریالی ماموریت وي.

انیل واهدوا

انیل واهدوا په ایټالیې، پولنډ، عمان او تايلنډ کې د هند سفیر و. د جولای د 1، 1979 څخه د می 31، 2017، د هند د بهرنیو خدماتو غړی، واهدوا په هانګ کانګ، بیجینګ، جنیوا، وارسا، مسکو، بانکاک او روم کې د هند په ماموریت کې خدمت کړی دی. نوموړی اوس مهال په ډیلي کې د وینوکاننډ نړیوالې بنسټ کې یو لوړ فیلو او کلستر لیډر دی.
error: Content is protected !!