اقتصاد

لوی بدلونونه

مسله 03, 2020

لوی بدلونونه

وینیک سوریا سوامی |لیکوال

مسله 03, 2020


ورته وخت کې چې هیواد د کویډ- 19 خپاروي سره مبارزه کوي، لومړي وزیر نریندرا موډي په خپلو پښو ولاړ هندوستان لپاره یو لړ پروګرامونه او د اقتصادي مرستو کڅوړې په لاره واچولې

د نوي کرونا ویروس پیدایښت سره، د نړیوال اقتصاد نوی اړخ منځ ته شو او د نړۍ ملتونه ورسره ځان برابروي. لومړی وزیر نریندرا موډي د دې موضوع پوهیدلو کې چټک و او ورته ګامونه یې پورته کړل او اړونده تګلارو کې یې بدلونونه راوستل او څو څو-سکتوري نوښتونه یې په لاره واچول ترڅو د 5 تریلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت خپل لیدلوری لا هماغسې پیاوړی وساتي. وروستیو کې یې بیا خپل باور تائید کړ او ویې ویل: هندوستان د کویډ – 19 کړکیچ پر وړاندې نه ژاړي او نه په ټپه ودریږي. هغه په خپل وینا کې بیا پر ملت غږ وکړ چې د هغوی ملاتړ د ځان سره ولری ترڅو دا کړکیچ په فرصت بدل کړي او هندوستان «اتما نیربار» یا په خپلو پښو ودروي. هغه د 20 تریلیونه هندي کلدارو په ارزښت د مرستو کڅوړې اعلان کړې (چې د هندوستان د GDP لس سلنه جوړوي) او موخه یې دا وه چې هیواد دې نړیوال کړکیچ کې په پښو ولاړ وي او په سخته سیالۍ کې شاته پاتې نشي. د هندوستان په خپلو پښو ودریدلو پلان یو غوره حرکت دی. لومړی ګام یې د موقت تدابیرو نیول دي لکه د اقتصادي کڅوړو مرسته د ناکامو سوداګریو سره او کډوالو کارکوونکي او ورځیني کارکوونکو سره د نغدو پیسو مرسته. په دویم پړاو کې، د اوږد مهاله اصلاحاتو اړتیا لیدل کیږي ترڅو د کړکیچن سکتورونو ودې سره مرسته وکړي او هغوی په نړیواله کچه سیالۍ ته برابر کړي.

لومړی وزیر موډي د جون په 2مه نوي ډیلي کې د هندي صنایعو کنفدراسیون CII په 125مې کلنۍ غونډه کې د پیل وینا واوروله

په سم ډول پیل کول

د لومړي وزیر نریندرا موډي پیاوړی، ګټور او په خپلو پښو ولاړ لیدلوری په چټکۍ و پيژندل شو او د امانیر بهارت (په خپلو پښو ولاړ هندوستان) پروګرام په څیر پلې شو. ځیني چټک اصلاحات اوس په تګلارو بدل شوي او سیمه ایز پیاوړتیا او د تولید کچه یې لوړه کړې.

د اتمانیربهارت ابیهان ANBA پام په ټولیز ډول د تولیداتو لپاره په مارکیټ موندنه دی چې سیمه ایز تولیدونکي وتوانیږي د بهرنۍ مرستې سره د وارداتو اړتیا کمه کړي.

Holistic approach

ANBA همداراز MSME (کوچینی، وړوکی او متوسط شرکتونو) سکتور مشخص کړی، چې GDP لوړوالي، صادراتو او کارموندنه کې ښه رول لوبولی، اقتصاد یې هم بیرته راژوندی کړی او لیاقت هم لري.

د 500 میلیونه څخه ډیر کارونو سره مرسته کیږي او خپل کارونه به بیرته پيل کړي په پښو به ودریږي او د MSME اصلاحات به عملي کړي. دې کې وړیا قرضونه (چې ټولې یې 3،000 میلیارده هندي کلداري) کیږي، 200 میلیارده هندي کلدارې مرستندویه قرضونه د سوداګریو بیا رغولو لپاره او ارزښتناکه اقتصادي مرسته د 500 میلیارده هندي کلدارو په ارزښت په سکتور کې د څو ډوله بودیجو لپاره هم شامل دي.

لومړي وزیر په مجازي ډول په نوي ډیلي کې د جون په لومړۍ د اتلانو CHAMPIONS پروګرام پیل کړ، دا د ټکنالوژي یو چوکاټ دی چې MSME (کوچوني، واړه او متوسط شرکتونه) په پښو ودروي

مساوي فرصتونه

داسې موخې سره چې کورني تولیدات لوړ کړي او با کیفیته صادرات ډیر کړي، MEIS (د هندوستان څخه د محصولاتو صادرات) پروګرام به د صادراتو مالیاتو او حقوقو معافیت پروګرام RDTEP ځای ونیسي، ترڅو زیربنايي بي کفایتي او د هندوستاني تولیداتو صادراتو اړوند مصارفو ځای ونیسي. دولت غواړی چې دا ګټې هغو شرکتونو ته وغځوي چې د کارموندلو وړتیا هم لري.

نوی لیدلوری

د هندوستان فضايي سکتور د کار موندلو برخه کې په مستقیمه بڼه د ایسرو ISRO (د هندوستان فضايي څیړنیز سازمان)، د هندوستان دولتي فضايي نمایندګي تسهیلاتو او زیربناوو څخه ګټه پورته کولی شي. دا کار ځکه وشو چې ایسرو د تکنالوژۍ لیږد نوښت پیل کړ چې نوي دولتي او شخصي ادارو ته د صنعت ښه والي لپاره کار کوي.

برسیره پر دې، دا حرکت به DSRO (د فضا دفاعي څیړنیز سازمان)، د هندوستان نوی فضا اړوند ادارې ته فرصت ورکړي چې داسې صلاحیتونه ولري ترڅو فضايي نوښتونه په خپله پيل کړي.

کلکه دفاع

په لوی لیدلوري کې، ANBA د هندوستان دفاعي سکتور ته هم رسیدلې. د FDI (بهرنۍ مستقیمه پانګونې) کچه د موجوده 49 سلنه څخه 74 سلنه ته لوړه شوه. دا به کورني تولیدونکي ځواکمن کړي چې اړینه تکنالوژي وکاروي چې په عصریتوب کې به ورسره مرسته وکړي او د دوی د تولید پروسه به بدله کړي.

په لوی لیدلوري کې، ANBA د هندوستان دفاعي سکتور ته هم رسیدلې. د FDI (بهرنۍ مستقیمه پانګونې) کچه د موجوده 49 سلنه څخه 74 سلنه ته لوړه شوه. دا به کورني تولیدونکي ځواکمن کړي چې اړینه تکنالوژي وکاروي چې په عصریتوب کې به ورسره مرسته وکړي او د دوی د تولید پروسه به بدله کړي.

بیرته ابتدا ته

په لومړیو کې دا سکتور په هندوستان کې د صنعتونو، او دولت سره په تعادل کې ښکاره کیده، د ANBA په چوکاټ کې یې یو لړ اصلاحات اعلان کړل چې په ټول هندوستان کې بزګران په پښو ودروي.

هغه نوي نوښتونه او اصلاحات چې د ANBA په چوکاټ کې اعلان شوي، د هیواد سرتاسر ټول بزګران کولی شی د خپل د ایستل شوي زیار له ګټو څخه برخمن شي

میلیونونه بزګران به په مستقیمه بڼه د 300 میلیارده هندي کلدارو  څخه د اضافي پانګې په توګه برخمن شي ترڅو په دې کړکیچن وختونو کې د تولید کچه ثابته پاتې شي. د 100 میلیارده مرستندویه پانګې سره، د خوړو کوچني شرکتونو ته اوس تکنالوژيکې کڅوړې ورکړل شي (په اوټرپردیش کې ام، په جمو او کشمیر کې زعفران، په شمال ختیځ کې بانسونه، په اندرا پردیش کې مرچ او نور) ترڅو د FASSAI نورمونو پر بنسټ معیاري تولیدات ولري.

د اصلاحاتو لیست د کرنیزو محصولاتو پر بنا دی او ورسره د اړینو محصولاتو قانون تعدیل هم دی، دې لپاره تیار شوی چې د کمبود وخت کې کافي مواد خلکو ته ورسیږي. دا تعدیلونه، د مرستندویه کڅوړو سره چې د ټرانسپورت لپاره ورکول شوي ترڅو خپل محصولات په وخت مارکیټونو ته ورسوي، د ارتزاقي موادو ګټور لاسرسي تضمین به وکړي او د هندي بزګرانو ګټې به هم خوندي وي.

د ډیجیټلي هندوستان په څیر پروګرامونو دا لاره هواره کړه چې د سیمه ایز هندوستان کورنۍ وتوانیږي په مستقیم ډول د ANBA ګټې د خپل بانکي اکونټونو څخه واخلي

لومړي وزیر موډي په وروستیو کې د سوامي ویویکنډا خبره را نقل کړې وه، او په هندیانو یې تاکید کړی و، چې کورني محصولات وکاروي او هندي محصولاتو نړیوالو مارکیټونو ته ورسوي، ترڅو د هغه د (موسیقي د محلي خلکو لپاره) نظریه خپره شي.

هندوستان اړتیا لري چې دوامداره ډول باکیفیته او موثق صادرات ولري ترڅو په نوې ظهور کیدونکې نړۍ کې ځان ته ځای خپل کړي. دا کوښښ به نه یوازې هندوستان سره مرسته وکړي چې د 5 تریلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت اقتصاد ته په چټکۍ ورسیږي بلکه د هندیان ګټې به راتلونکو کلونو کې هم خوندي وي.

وینیک سوریا سوامی

وینایک سوریا سوامي یو ډیلي میشته ژورنالیست دی. هغه په میخانیک انجنیري کې لسانس لري او د هند بحري ځواکونو سره یې د کښتۍ جوړونکي په توګه کار کړی. د ځوانۍ څخه هغه د نور کارونو ترڅنګ لیکوال هم دی، هغه خپل مسلک ژورنالیزم ته واړاوه ترڅو د لیکوالۍ او سفر لپاره خپله مینه ښکاره کړي.
error: Content is protected !!