خواړه

قبایلي خوند

مسله 05, 2019

قبایلي خوند

سنګیتا خانا |لیکوال

مسله 05, 2019


د هند قبایلو دودیز خواړه تغذیوي او برابر دي، او کیدای شي پر چاپیریال د فشار راټیټولو لپاره دې خوړو ته پراختیا ورکړل شي. سنګیتا خانا د دې خوړو میراث په ژور ډول څیړلی

ورځینۍ مینیو دال، وریجې او تنګریمبای و. دا لومړني ډولونه خو په ټولو هندي کورنیو کې پخیږي خو دا دریم ډول یې زما پام ځان ته واړاوه. زه د شیلانګ په لمنو کې د میګالیا ښکلي ټاټوبي کې وم، د غرمې ډوډۍ لپاره یو محلي دکان کې ودریدم. ښځې ماته په قاب کې وریجې راوړې او له پاسه یې لږ دال او دوه قاشقې توره او ټینګه قورمه وه. زما لارښودې انجنۍ وویل: (چې ورته تنګریمبای وایي، او ډیره خوندوره ده). د خمیره شویو سویا لوبیا، چې د کنځلو غوړو، د خنځیر غوښې او تنګتپ او یا د وچ ماهي چتني سره په قراره پاخه شوي، تنګریمبای په ایالت کې د خاسي قبیلې کورنیو کې عام ده. دا خواړه تیز بوی لري خو خوند یې تر ډیر ځنډه د خوراک څخه وروسته هم له تاسو سره پاتې کیږي.

سیمه ایز کینوا او تور ایږدن د چاتیسګار، پاندریپاني کلي کې د دروا قبیلوي مارکیټ کې خرڅیږي.

هند د څو قبیلوي ټولنو کور دی، هره قبیله د ځان سره داسې یو فرهنګي میراث لري چې ورکې د خوندونو ډولونه وي، او د هرې ټولنې جغرافیه، اقلیم، تاریخ، دین او فولکلور منعکسوي. د عمرونو راهیسې دا قبیلې په طبیعې او تغذیوي، کرل شوي او ناکرل شویو ځنګلي خوړو باندې تړلي دي. د لږو مرچو سره پاخه شوي، او اکثره یې خام، نیم پاخه، سره شوي یا خمیره شوي – دې قبیلوي د خوړو د ترکیباتو خوندونه ساتلي. د بېلګې په توګه په شمالختیخ هند کې وریجې ډیرې کرل کیږي چې اصلي محصول دی او ډیر ډولونه لري – بخار شوې، کباب شوې یا د بامبو ټیوب په شان (دې پروسې ته خولم وايي). خو تر ټولو مشهوره ډول یې سريښناکه وریجې دي. په میګالیا کې د وریجو مشهوره ډول خوړو جدو ده. په اسام کې اونله وانکرای، د وریجو پوډر او د چرګ کباب د بوډو کورنیو کې عام دی. په ارونچل پردیش کې ډونګ پو یا د بخاري وریجو کیک ډیر عام دی.

بونډو (بونډا) قبیلوي ښځه په اونیز مارکیټ په ملکانګیري، اودیشه کې خریداري کوي. د ګاند یوه ښځه د ماهوا ګلان د چاتیسګارا، مارکدیدا کلي کې ټولوي.

لکه څنګه چې دا ټولنې ډیرۍ ښکاریان ول او د ځنګل خواته د ډیرو حیواناتو سره اوسیدل، غوښه د دوی د خوړو اصلي برخه ده، خو ډیره برخه یې د خنځیر غوښه جوړوي. د شمالختیځ خوړو ډیر ډولونه سابه دي، او خمیره کول د دوی د پخلي یو اصلي طریقه ده. سینکي یو خمیره شوی ډول د خوړو دی چې د ملي سرخک څخه جوړیږي، او په سیکیم کې عام ده. په میګالیا کې د ګارو قبیلې غړي خپل ترکاري سره مینه لري، کچالو او تازه شنه سابه په کثرت سره استعمالوي. ماهي هم په دې سیمه کې مشهوره دي او کله چې تازه په اوبو کې ونیول شي بیا د کیلو په پاڼو کې کبابیږي.

د شمالي هند په تپه اي سیمه کې، نسک او غنم په دودیز خوړو کې د خلکو ترمنځ عام دي. د جانساري ټولنه (د اوترکنډ یوه قبیله)، کوپروتي (د ایږدنو ډوډۍ) د تازه مستو او مالګه یې مکمل خواړه دي، او ورسره غرني لیمو هم وي چې ګال ګال ورته وايي. دا خواړه د وچو پاڼو څخه جوړ شویو قابونو کې چې د یو بل سره نښلول شوي ورکول کیږي او یا کانسا تالي (اوسپنیز قابونو) کې ورکول کیږي او هله ډیر خوند کوي چې د لرګیو څخه جوړ فرش باندې وخوړل شي. که ته هیمچل پردیش کې هرځای ته سفر کوې، او د بیرونۍ میلې سره سروخورې، د ډوډۍ خوړونکو سره پرته له کوم دلیله ډوډۍ خوړلی شې. په ټولو خوړو کې یوه مینیو وې – تیلیه ماه (تور نسکو قورمه)، چانې کا مدرا (د نخودو قورمه)، ماهني (د خوږو او تورشو تورګرام قورمه) او میتا (خوږې وریجي چې په وچو میوو ښکلې شوي وي).

چپورا (سره میږتانه) د چاتیسګارا توکپال مارکیټ کې خرڅیږي.

په حقیقت سره د هیواد په ټولو سیمو کې هره ټولنه او قبیله خواړه مقدس ګڼي – د هغوی ټولنیز فرهنګ په ریښتینې توګه منعکس کوي چې د واړه ځنګلونو او کمو ونو ساتنه یې کړې ان که دوی د خپل ټولې اړتیاوې پیرلې خو بیا یې هم خوندي ساتلي.

د مادیا پردیش او چتیس ګاړ په څیر ایالتونه هم په زړه پورې قبیلوي خواړه لري. سیمه ایزه پانیا روټي چې د جواریو څخه تیاریږي، او په سیمه ایزو بوټو پاڼو هواریږي او په خلاص ډول نغري کې پخیږي، او د مرغانو یا چرګانو قورمې سره او د سرو مرچو چکني سره یو ځای په زړه پورې خوند کوي. او بل داسې خوندور ډول بفل دی – د غنمو غونډاري دي چې لومړی ورته بخار ورکول کیږي او بیا د دالو سره چې ترکیب کې یې ډول، ډول نسک دي او غوړو سره پخیږي ترڅو ځانګړی شکل ځانته ونیسي.

د وریجو او نورو غلو بیلابیل ډولونه لمرته اچول شوي چې وچ شي، په ناګلنډ کې د جکاما قبیلوي کلی

د ځنګلونو تر ټولو حاصل خیز تولید په ټول مرکزي هند کې ماهوا (د کوچو هندۍ ونه) ده. کله چې د ونې ګلان خمیره شي الکولي شراب ترې جوړیږي. د ممیزو په څیر وچ ماهوا ګلان په بیلابیلوخوړو کې د خوږوالي میوې په توګه کارول کیږي لکه کیر او میټي روټي.

یوه ښځه د وچ شویو ماهیانو بیلابیل ډولونه د دوروا قبیلوي مارکیټ کې په چاتیسګر کې خرڅوي

ګانډ یا ګانډواناس، د هند ترټوله لویه ژوندۍ قبیله ده، په دودیز ډول د ځنګل اوسیدونکي دي او د طبعیت سره په بشپړه سوکالۍ کې ژوند کوي.

لکه څنګه چې دا خواړه په سیمه ایزو تولیداتو پورې تړلې، نو ځکه په زراعتي سکتور فشار ټیټېدلی شي. او همدارنګه د تولید شویو خوړو ټولو برخو استعمال اړین دی نو ځکه لږ پاتې شونې تولیدوي، او دا یې یو دلیل هم دی چې قبیلوي خوړو په اړه خلک ډیرې خبرې کوي او د خوړو په میلو کې ورته پرمختګ ورکول کیږي. اشپزان کوښښ کوي چې دا قبیلوي خواړه وساتي او د ښاري خوړونکو لپاره یې په یو ډول نه، یو ډول تیارې کړي.

یو بزګر د مادیا پردیش په قبایلي کلي کې غله وچیدو لپاره اچولې

قبایلي چارې

د هند لویه وچه کې 53 میلیونه قبیلې اوسیږي چې 550 بیلابیلو ټولنو پورې اړوند دي او 227 نژادي ګروپونو څخه دي، چې په 5000 کلیو کې د هرډول ځنګلي ترکاریانو سره اوسیږي.

هندي قبیلو د 9500 څخه ډیر وحشي نباتات د درملو، د څارویو خوړو، فایبر، تیل، خوراکي توکو، ښکلا، فرهنګ په شمول نورو برخو کې هم کارولي. له دې څخه نږدې 3900 ډوله وحشي نباتات د خوراکو توکو په څیر کارول کیږي.

سنګیتا خانا

سنګیتا خانا په نبات پیژندنه کې د ماسټرۍ سند لري او مسلکي مایکروبیولوژیسته ده. هغه د تغذیې روزونکې په حیث په نړۍ کې کار کړی او ډیرو خلکو سره یې مرسته کړې چې هغوی د ورځینۍ ناروغیو څخه د پخوانيو په څیر پخلي کولو له لارې وژغوري.
error: Content is protected !!