میراث

د نن ورځ دودونه

مسله 02, 2020

د نن ورځ دودونه

وینیک سوریا سوامی |لیکوال

مسله 02, 2020


د میراثي کسب ژوندي کول نه یوازې د پخواني هنر تمرین کول دي. بلکه د معاصرو وختونو سره تړاو ورکول دي چې د خلاقیت بشپړه ازادي ولري او پروسه یې تل پاتې وي. د راجستان لرې پرتو هنرکارانو ته ځینې کمپنیو دا زمینه برابره کړې ده

پروسکال، د 2019 کال د اروپا تولید ډیزاین غوره او نامتو جایزه د هنر اصلي ډیزاین لپاره یوې غالۍ وګټله چې د ساوان کا لهاریا په نامه یادیږي. دا جایزه چې د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه د ډیزاین ځانګړې تجربې پیژني، جیپور ته نږدې د کیکري کلي څخه پروتي او باګ چاند وګټله. د ایالت دودیزه لاسي غالۍ اوبدونکي ټولنې غړي، هغوی دواړو داسې غالۍ واوبدله چې ډیزاین یې د هغوی دښتي کور شاوخوا څخه اغیزمن شوی و. دې ښځې او خاوند وویل چې لومړی ځل و دوی ته بشپړه ازادي ورکړل شوه ترڅو د خپل د خوښې ډیزاین جوړ کړي او دومره ستاینې ورته زړورتیا ورکړه.

هغوی د اوبدونکو ټولنې غړي دي چې د هندوستان جیپور غالیو JRI لخوا یې ملاتړ کیږي، دا څلور لسیزې زوړ نوم چې د هندوستان د پخوانیو پارچو اوبدلو دودونو ساتونکو نومونو لړ کې راځي. بل ګروپ چې د راجستان ژوندي هنري دودونو ژوندي پاتې کیدلو لپاره کار کړی او کورونو سره کار کوي، نیله هاوز دی. د نیله هاوز د هنري کارونو پراختیا آمر جوهي پنډې وایي: د دودیز کسب هره ټولنه د خپل په ژوند ویاړي او ورباندې باور لري او که چیرې مونږ دا ارزښتونه د هر ډول مداخلې لپاره وکاروو، هغوی هر ډول بدلون منلی او ورسره سازګاره دي.

اسانتیا

نن سازمانونو دا منلې چې د هنرکارانو په کار کې هغوی ته ازادي ورکول ځانګړې پایلې لري. د بیلګې په توګه د دروازې مخ نوښت چې JRI پیل کړی ښځینه کارکوونکو ته په کور کې د اوبدلو مسلکي روزنې سره نه یوازې خام مواد بلکه اړین تجهیزات لکه د اوبدلو لاسي کارځای، تارونه او نور اړوند شیان ورکوي. اوبدل شوې غالۍ ټولیږي او د نړۍ ګوټ، ګوټ ته صادریږي او ګټه یې په مستقیمه بڼه اوبدونکو ته لیږدول کیږي چې د منځني کسانو او اخیستونکو او پلورونکو څخه مخنیوی کوي. نیله هاوز دوه چنګک لرونکی کار مخ ته وړي. یو عمل یې په مستقیم ډیزاین پرمختګ او تولید باندې کار کول دي، چې د هنرکارانو سوداګري ته وده ورکوي. دویم یې په جیپور کې د نیله هاوز مرکز کې نندارتون دی چې هلته کارکوونکي خپل کارونه نندارې ته وړاندې کوي او دې سره خپل کارونو ته پراختیا ورکوي.

د نیله هاوز نندارتون څخه د کور مزین شوي دودیز رنګونه، یوه غالۍ چې د جیپور د ښار توپوګرافي څخه اغیزمنه شوې

بل پړاو

د معاصرو وختونو سره سازګاره کیدو لپاره اړینه ده چې کسب او کار کې ځینې بدلونونه راشي. د نیله هاوز رئیس انورادا سینګ وايي: د دې کسب د تل پاتې کیدو او خوندي ساتلو کیلي ننۍ نړۍ ته د هغه ژباړل دي. دا دواړو دودیزې بڼې او د هغه ننۍ بڼې سره د حوصلې، پوهې، تعهد او علاقې پورې تړاو لري. او بدلون یې نړیوالې ښکارندویې سره هم تړاو لري. متیو سیبیک پيژندل شوی ایټالوی ډیزاینر، د JRI سره ګډه په یو تجربوې ډیزاین کار وکړ، ترڅو داسې لاسي غالۍ جوړې کړي چې د اروپايي ډیزاین سره سمون وخوري. د جيپور ونډرکامر په نامه یادیږي، دا غالۍ چې په دودیز راجستاني سټایل کې واوبدل شوې د همدې ایالت مهندسۍ او دودونو ښکارندويې کوي. سیبیک وايي: دا غالۍ د هنر کار دی. زه د دې غالیو استعمالونکو او کتونکو څخه غواړم چې د یوې ځمکې په احساساتو پوه شي. زه له خلکو غواړم چې دا زیار وستايي چې د غالیو په اوبدلو کې ګالل شوی ترڅو ورڅخه یوه ښکلی ټغر جوړ شي.

په ننداره کې د نیله او انا ولنټاین ټولګه

برتانوۍ ظریفه اغوستونکې ډیزاینره انا ولنټاین چې راجستان کې د کپړو هنرکارانو سره کار کوي هم د تل پاتې کیدو تائید کوي. ولنټاین وایي: هرڅومره چې د خپل چاپیریال په اړه ډیر پوهیږو هومره ډیر ویښیږو، نه یوازې چې څه واخلو او چیرته جوړ شوي بلکه یوه کپړه څو ځلکه کارول کیدای شي. هغه وروستیو کې د نیله هاوز سره یوځای شوې ترڅو د لاس اوبدلو او طبیعي هندي رنګونو دودیز تخنیکونو یوه ټولګه برابره کړي او د راجستان صنایعو ته د میرمن بمفورډ بنسټ رئیسې، میرمن بمفورډ لخوا معرفي شوې ده.

د بڼو غوره کول

هڅول شوي هنرکاران، د ژوند کولو تلپاتې وسیله او د  نوښت ملاتړ سیستم چې دولت په لاره اچولی د دې تضمین کوي چې دا کسبونه مروج شي  او وساتل شي. اوس شرکتونه ډول ډول نوښتونه لري ترڅو خپل ټولنیز مسؤلیت ادا کړي، هغوی د سیمه ایز اقتصاد په جوړولو بوخت دي. سیمه ایزې ټولنې یو غږ ته اړتیا لري چې هغوی بهر نړۍ ته وپیژني او نن سازمانونه دا اسانتیاوې برابروي چې زمونږ هیواد په داخل او بهر کې د اړونده بنسټونو او ادارو سره ونښلي.

وینیک سوریا سوامی

وینایک سوریا سوامي یو ډیلي میشته ژورنالیست دی. هغه په میخانیک انجنیري کې لسانس لري او د هند بحري ځواکونو سره یې د کښتۍ جوړونکي په توګه کار کړی. د ځوانۍ څخه هغه د نور کارونو ترڅنګ لیکوال هم دی، هغه خپل مسلک ژورنالیزم ته واړاوه ترڅو د لیکوالۍ او سفر لپاره خپله مینه ښکاره کړي.
error: Content is protected !!