نویزونه

د حیرت وړ بوټی

مسله 05, 2020

د حیرت وړ بوټی

یوګیش شینده |لیکوال

مسله 05, 2020


بانس (د بانس لرګي ونه) د پیړیو راهیسې د هندوستان د کلتور اصلي برخه ګڼل کیږي. د لومړي وزیر نریندرا موډي په مشرۍ دولت غواړي چې د بانس په نړیوال مارکیټ کې د هندوستان ځای پیاوړی کړي او داسې تګلارې عملي کړي چې نه یوازې کښت کوونکي ترې ګټه پورته کړي بلکه کسبه کاران هم وتوانیږي چې د هندوستان ښاري او نړیوالو بازارونو کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي

بانس ته کله شنه طلا هم وايي، او د هندوستان د کلتور او میراث ارزښتناکه برخه ده. د خوړو ترکیباتو څخه نیولی تر ساختمان پورې، دا د حیرت وړ بوټی د هندي ژونده برخه ګرځیدلی دی. دا بوټي په ډول ډول کارونو لکه د مستۍ دودیزه آلو، سبتونو او د خوب تختونو، او عصري سامانونو لکه قلمونو، کیبوردونو، ساعتونو او سپیکرونو کې کارول کیږي! د هندوستان دولت د دې ډول ډول کارول او سیمه ایز اقتصاد ته وده ورکولو لپاهر څو ګامونه اوچت کړي چې د دې بوټې کښت ډیر کړي. لومړي وزیر نریندرا موډي د 2020 کال په جولای کې د خپل من کې بات وینا کې د شمالختیځ ایالتونو آسام، تریپورا او منیپور بانس ګټې روښانه کړې او هنرکاران یې وهڅول. د بانس محصولات نه یوازې هندي اقتصاد بلکه د لومړي وزیر هندوستان کې جوړ شوي کمپاین او اتمانیربار بهارت ابیان ماموریت سره مرسته کوي.

د هندوستان لومړی وزیر نریندرا موډي (د ښي خوا دویم) د بامبو نوښتګرو سره په نوې ډیلي کې د 2018 کال بانس نندارتون کې خبرې اترې کوي، د چاپیریـالی نړیواله ورځ (د جون 5).

لوی ګام

د لومړي وزیر نریندرا موډي په مشرۍ دولت د بانس کښت کوونکو ګټې لپاره چې یو لوی ګام اوچت کړی د هندوستان د 1927 کال د ځنګلونو د قانون تعدیل دی چې هغه کې یې بانس د ونې په توګه نیولی و اوس یې بانس د کبلې په کتګوري کې نیولی. دې تعدیل په 2016 کال کې څو محدودیتونه لرې کړل چې د بانس لیږد یې بیلابیلو برخو ته پرته د پاس اخیستلو اسانه کړږ دولت د بانس بیا جوړ شوی ملي ماموریت (NBM) په 2018-2019 د دې برخې ټولیز پرمختګ لپاره پیل کړ. د ماموریت اصلي موخه د بزګرانو نښولو او سیمه ایز صنعت ته د مناسب خام موادو ډیروالی دی. د دې ماموریت لاندې داسې ګامونه اخیستل شوي چې د دې بوټي باکیفیته کښت ډیر شي ترڅو د نويو سوداګریزو خونو بنسټ کيښودلو او د شته خونو د پیاوړي کولو لامل شي. دې سره د ظرفیت لوړوالي او روزنیز پروګرامونه هم شته چې د هنرکارانو مهارتونه ډیر شي ترڅو ارزښتناکه محصولات تولید کړي چې هندي ښاري بازارنو او نړیوالو بازارانو کې پیرودونکي ولري.

د ناګالنډ څخه د فولک یو ډله هنرکاران د بانس نڅا کوي؛

د خپلواکه بزګرانو سره مرسته کول

دا د لومړي وزیر موډي لیدلوری دی چې د 2020 کال پورې د بزګرانو عاید دوچنده ډیر کړي او دې کې بانس ارزښتناکه رول لوبولی شي. ان داسې قانون یې جوړ کړی چې بزګران ډاډمن شي ترڅو خپل محصولات په ښه قیمت او اسانه خرڅ کړي پرته لدې چې د کرنې-مارکیټ قانون ورباندې پلې شي، د بانس بزګران کولای شي د ښې ګټې سره یې په آسانۍ اره کړي.

د 2019 کال د جون په 27، د مهاراشټرا دولت د اتل بانس سامریدي پروګرام عملي کړ، چې دولت د بانس کلتور په هره ولسوالۍ کې نږدې 750 بزګرانو ته په ارزانه بیه ورکړ. د ایالت دولت دې کار لپاره 25 کروره هندي روپۍ هم ځانګړې  کړې.

په وروستیو کې د بزګرانو د نیکمرغۍ او کرنې اتحادیې وزیر نریندرا سینګ تومار په نهه ایالتونو (مادیا پردیش، ګجرات، مهاراشټرا، اودیشه، آسام، ناګالنډ، ټریپورا، اوټرکنډ او کرناټکا) کې د بانس22 پروګرامونه پیل کړل او ویې ویل چې اوس د هیواد بانس محصولاتو کچه په لوړیدو روانه ده. نومړي وزیر وویل: سیمه ایزو هنرکارانو ته د NBD کورني کرل شویو بانس ډولونو ملاتړ به د (سیمه ایزو لپاره د غږ) موخه په واقعیت بدله کړي، د بزګرانو عاید لوړ شي او په وارداتو اتکا به کمه شي. هغه اضافه کړه چې، په هندوستان کې د بانس پانګونې او د صنعت لوړوالي سره، هندوستان موخه به نړیوال بازار کې دواړو انجنیری او لاسي صنعت ځای موندل وي.

د کلکتې یوه ننداره کې هنرکاران د بانس څخه سامان او د ساتلو وسایل جوړوي

د 2020 کال د اکتوبر میاشت کې، یو خپلواکه فارم په لاره واچول شو چې د بانس سکتور کې د تجارت او د محصولاتو نوښتونو ته پرمختګ ورکړي. د بانس فارم فکري نوښتګر د اتحادیې پخوانی وزیر سوریش پرابو موخه  چې د داوطلبانو 55 کسیزه ډله دې سکتور ته دننه کړي. پخواني وزیر وویل چې په هندوستان کې د بانس سکتور نږدې په 4 میلیونه بزګرانو اغیز کوي او شاوخوا 1.5 میلیونه نوښتګر به په راتلونکي پنځه کلونو کې د بانس سکتور کې برخه اخلي.

د هندوستان دولت د بانس سکتور پراختیا لپاره څو اړخیزه ګامونه اخیستي ترڅو دوامداره ژوند ولري او اقلیمي بدلون کم کړي. د دولت ملاتړ سره د بانس پراختیا لپار، د بانس کښت او تولید، او کارونه چې نوښتګر سوداګر کوي، هندوستان په نړیوالو بازارونو کې خپل ځای پیاوړی کوي ترڅو پاک او شین ملت جوړ شي.

یوګیش شینده

یوګیش شینده یو کرنیز نوښتګر دی چې د بانس محصول مشهورولو لپاره کار کوي. هغه د بامبو انډیا بنسټګر دی، یوه اداره چې نه یوازې د بانس متداوم محصولات تولیدوي بلکه د ولهې، بور، پانشیت او مولشي کلیو بزګرانو ته دندې ورکړي چې ټول پونه کې موقعیت لري.
error: Content is protected !!