هغه دیوالونه چې خبرې کوي
لکه څنګه چې د هنر دوه تاریخ پوهان د نوي ډیلي د لودی هنر سیمه ګوري، دوی پوهیږي چې عامه هنر کولی شي د ټولنیز بدلون لپاره نرم کار شي، خو بیا هم د لیدو ارزښت لري
د تولې پلورونکی د سړک په غاړه خپل آلې پلوري؛ یو سردارجی د کتابونو ترشا ناست دی او ورځپاڼه لولي؛ په لږه فاصله کې یو هټيوال د خپلو اورا شویو خوږو باندې نظر اچولی او ان یوه غوا هم خپلې سترګې خښې کړي… داسې ښکاري چې دا ښار د نورو هندي ښارونو څخه هیڅ عادي تغیر نه لري. یوازینی ځانګړی اړخ دا دی چې ټول ژوندې نقشونه د ژوند په پرتله ډیر لوی دي او د کوڅې دیوال برخې دي، دا د باور وړ نه ده مګر دې ښکلي او رنګین کارونو په ډهلي کې په بشپړ ډول یو آرام استوګنځای بدل کړی دی. د غیر توصیفي ګاونډ څخه نیولی چې یو څان تعمیرونو لرلو، نن د لودي کالوني د نړي سره موازي په یو شکل نما بدله شوې ده. یوه ژوندۍ نقاشي چې زموږ شاوخوا او زمونږ پخوا څخه زموږ د ژوند کیسې راوړي! د کوڅو په اوږدو کې خالي خالي دیوالونه د هند او نړۍ څخه د هنرمندانو لپاره د نقاشي ځای شوی دی، چې دا سیمه یې په هندوستان کې د لومړي عامه هنر سیمه باندې بدله کړه.
تیروخت
د لودی استوګنځای ودانۍ په سویلي ډیلي کې شاوخوا 1940 کلونو کې د حکومتي کارکوونکو لپاره جوړې شوې. دا استوګنځای، د استوګنې وروستی ګاونډ چې د بریتانیا د دورې پرمهال جوړ شوی، د عسکرو کوټو په شان دی چې د استعمار دورې مهندسۍ معیار وو. نن چې د هغې برخې د هنرپوهانو له خوا په نقاشۍ انځور شوې دا استوګنځای بدل شوی. د دې ځای دیوالونو، لارو او کوڅو چې په ښایسته رنګونو سره پوښل شوي، هټۍ او کفې چې د هنر ګالریانو باندې بدلې شوي او د لیدونکو لپاره یو دوامداره تمځای ګرځیدلي، دې ګاونډ ځان په نوې نوم مشهوره کړی: د لودي هنر سیمه. د سړک هنر یا عامه هنر، لکه څنګه چې اوس مشهوره ده، یواځې د یو ساده نظر څخه زیږیدلی و چې هنر یوازې د ټاکلو خلکو یو ګروپ لپاره په رنګونو پورې تړلی نه دی. دا اوس په حقوقي او ټولنیزه توګه منل شوی دی او له همدې امله یې د 1960 کلونو د ګرافیکي حوزې وحشیګري څخه توپیر لري. داسې ویل کیږي چې عامه هنر د د نفوس څخه ډک ښارونو لپاره خوښي زیاتوي، د مصروف ښار میشتو خلکو ژوند کې آرامي راولي. د لوډي په لوډي کالوني کې، دا بدلون په ټولو برخو کې لیدل کیږي.

د ذهنونو بدلول
هنري کارونه نهیواځې د لودي کالوني دیوالونه ښکلي کړي، داسې ښکاري چې دوی دا ګاونډ هم پاک او هم خوښ کړی دی! د دې پروژي له مهمې پایلو څخه یو دا ده چې اوسیدونکي، د سړک پر سر پلورونکي، هټۍ وال او د ښاروالۍ کارکوونکي په ټولیزه ډول دا ټولنه د ځان لپاره ویاړ ګڼي. هنر اوس د کالونی ټولنې د ټغر یوه ټوټه ده. د هغو اوسیدونکو څخه نیولی چې ځان یې د نقاشۍ په ساتلو ډاډمن کړی چې د دوی د کورونو بیرونۍ برخې ورباندې ښکلي شوي دي او هغه ماشومان چې د هنر په ساتلو ویاړي، تر سیمه ایزو هټیوالو چې په ویاړ سره هنري کارونه او انځورونه نندارې ته ایږدي چې په د خاورو ډکو المارۍ ګانو څخه یې راټولې کړي، ټول ګاونډ هنر لمانځي. ان مشهوره زنځیري رستورانتونو د خپلو پخوانیو یو سان یادګاري داخلي ډیزاین سره د هنر پراجیکشن دیر کړی. دې سیمې د واټ او کوڅو هنر ته نوی درناوی راوړی، د هند هنر میله په څیر لوی پروګرامونه د فبروري په میاشت کې په سیمه کې د قدم وهلو پروګرام تنظیموي او د انځورونو البمونه په اسانۍ سره د هرپوهانو البمونه پ خپل فهرست کې څرګندوي.
پروژه
څه چې په 2015 کې د درې دیوالونو څخه د تجربې په څیر پیل شو دا نظر یې را څرګند کړ: د پروژې ترشا خلک، د غیر دولتي مؤسسې سټارټ هند Street + Art) ) د سړک هنر هند احساس کړه چې لودی کالوني ټول هر هغه څه لري چې د هنر سیمه ورته اړتیا لري: پراخ دیوالونه، پراخه سړکونه او یو پروت منظم شکل. په 2016 کال کې، د لودي هنر لمانځغونډې د برخې په توګه، هنر 25 کارونو ته پراختیا ورکړه او په 2016 کې یې د هنر ولسوالۍ بڼه واخیسته. سږکال، نړیوالو نقاشانو ته هم بلنه ورکړل شوه چې دیوالونو ته رنګونه ورکړي. اوس په سیمه کې د نورو نقاشانو په خوا کې د هندي هنرمندانو لکه د ساجد واجد، سمیر کولور او حنیف قریشی، او نړیوالو هنرمندانو د هالینډ څخه دان بوتلیک، ، د سنګاپور هنرمندانو یاک او شیریو، او د جاپان یوهو ناګو کارونه شته دي. مخکې له دې چې غونډه پرانستل شي، پوښتنلیک پاڼې په ګاونډ کې نږدې 7،500 کورنیو ته ووېشل شوې چې دوی ته یې په غونډو کې د برخه اخیستنې بلنه ورکړې وه. کله چې غونډه پرانیستل شوه، د یو ځانګړې دیوال چې په “سات سات” باندې انځور شوي وو ترڅو د اوسیدونکو او هنرپوهانو هڅه ښکاره کړي چې غواړي هنر په ریښتیا سره دیموکراتیک کړي او د خلکو د ویاړ احساس راژوندی دی.

د ټولو ګډون
د سټارټ بنسټ ایښودونکي ، آرجون بهل، اکشت نوریال، تنیش توماس، حنیف قريشي او ګولیا امبروګی ، غواړي چې هنر زیات شمیر لیدونکو ته ښکاره کړي او دا چې هنر ټولو ته د لاس رسۍ وړ وي. دا سازمان موخه لري چې د دودیزو ځایونه د هنر له لارې د ښار د فضا برخه وګرځوي. خلک وایې چې “هنر په عامه ځایونو کې خلک پیاوړي کوي او دوی ته د دې توان ورکوي چې د سرحد څخه بهر فکر وکړي. د خلکو تر مینځ خبرې اترې پرانیزي. “
مخ پر وړاندې لار
د ټولنیزې او کلتوري شرایطوپه تړاو سره او ټولو صفتونو په نظر کې نیولو سره، په دې معنی چې هیڅ ډول سیاسي یا مذهبي انځورونه نشته، د هنر کارونه واقعیتونه لکه د ځنګلونو له منځه وړل، اقلیم بدلون او ټولنیز تنوع ښکارندویې کوي. سربېره پردې، د سټارټ بنسټ، هنر ټولو لپاره د لاسرسي وړ تر شعار لاندې پنځه دیوالونه په ځانګړي هنر باندې د هغو ماشومانو لپاره نقاشي کړي چې د لید ستونزه لري. دا پروژه اوس د اروپایي اتحادیې لخوا ملاتړ کیږي. کوم څه چې لیدل کیږي د عامه هنر دوامدار اثر دی، او د څو اړخیزو همکاریو پراختیا ده. په دې کې شک نشته چې د لودی هنر سیمه د دې بدلون د ترسره کیدو د ملا تیر په توګه عمل کړی او د دې سفر ښکاره کولو لپاره د خلکو برخه اخیستنه اړین ده.