د تکنالوژي ځواک خونه
د بهابا اټومي مرکز د ملت جوړونې ټولو برخو کې بې سیاله کارونه ترسره کړي. چې د بريښنا تولید او ملي امنیت څخه تر کرنې، روغتیا، د خزلو مدیریت، د اوبو تکنالوژي او خوړو پروسس ورکې شامل دي، د اټومي څیړنې ې مخکښې ادارې د څیړنو او نوښتونو له لارې، هیواد په نړیواله نقشه کې ځلانده ساتلی دی
د عربي سمندر پر غاړه، د ممبی ټرامبې تپو منځ کې د هندوستان اټومي څیړنې مخکښ انسټیټیوټ، د بهابا اټومي څیړنې مرکز (BARC) موقعیت لري. د خپل شعار سره سم؛ اټومونه د ملت لپاره، په 1100 جریبه ځمکه پروت بنسټ اته اټومي ریکټرونه او د څو اړخیزې پرمختللې څیړنې څو لابراتوارونه لري، چې اټومي انرژي د ملت ګټو لپاره کاروي. BARC کې داسې څیړنې جریان لري چې نه یوازې د اټومي سکتور اړتیاوې پوره کوي بلکه ډیری برخه یې د ټولنې اړتیاوو لپاره کار کوي، چې د کرنې، روغتیا، د خزلو مدیریت، د اوبو پاکوالي، د خوړو پروسس او داسې نورو برخو کې د څیړنو مخ ته وړل دي. په بیلا بیلو برخو کې د BARC د څیړنو کارول دي چې دې ادارې هیواد په غوره نوملړ کې شامل کړی او مرسته یې کړې چې د ساینس او تکنالوژي نړیوال ډګر کې پیاوړی ځای ولري.

پيل
دا ټول د راتلونکي لیدلوري لرونکي ساینس پوه ډاکټر هومي جهانګیر بهابا د لید پر بنسټ پیل شو، چې د اټومي انرژي په مرسته پیاوړی هندوستان جوړ کړي. ډاکټرا بهابا، چې د هندوستان د اټومي پروګرام د پلار لقب یې ګټلی، په 1954 کال کې د ټرامبې اټومي انرژي ادارې بنسټ کیښود (AEET)، ترڅو د اټومي پوهې او انجنیري څو ډوله پراختیايي څیړنې وکړي. د هغه د مړینې وروسته، په 1967 کال کې AEET د بهابا اټومي څیړنې مرکز په نامه ونومول شو.
د ملت ځواکمن کول
د BARC ریښتینی میراث د نړۍ په کچه برابر ریکټورونه دي، چې د اټومي شعاع ګانو او اغیزونو پوهې او مطالعې لپاره یې لار هواره کړې، او هندوستان یې ډاډمن کړی چې د اټومي بريښنا تولید برخه کې فعالیت وکړي. BARC اوسمهال دوه فعاله څیړنیز ریکټرونه لري، چې د APSARA-U (نوی شوی) او DHRUVA په نامه یادیږي. 6 زاړه څیړنیز ریکټرونه له کاره وغورځول شول، چې د هغو څخه د APSARA ریکټر د آسیا لومړنی اټومي ریکټر و او په 1956 کې په کار اچول شوی و. دا نوي APSARA-U (د هغه نوې بڼه) د 2018 کال سپتمبر کې خپل دوامداره ځنځیري فعالیت ته ورسیده. د څیړنیز ریکټرونو څخه لاسته راوړل شوې پوهې هندوستان سره مرسته وکړه چې د اټومي بريښنا تولید له کبله د ځان بسیاینې په لور روان شي، او نن اټومي بريښنا تولید، د هیواد 22 فعاله اټومي برښنا ریکټرونه په هیواد کې د ټولې تولید شوې بريښنا څخه 1.8 سلنه (6780 میګاواټه) بريښنا تولیدوي. د 2018 کال ډیسمبر میاشت کې د کایګا 220 میګا واټه اټومي بريښنا ستیشن په کرناټکا کې د اټومي ریکټر اوږدمهاله دومداره فعالیت (962 ورځې) نړیوال ریکارډ جوړ کړ. دا لاسته راوړنه د اټومي تکنالوژي ریکټر آلو او پرمختللو بريښنايي تکنالوژي کې د هندوستان د پرمختګ شاهدي ورکوي.

کرنه
د کرنې برخه کې BARC، 47 ډوله کرنیز محصولاتو ته پراختیا ورکړې چې د ډیرې ثمرې او د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت په څیر پرمختللې ځانګړنې لري، او د سوداګریز کښت لپاره بازار ته ښکل شوي. ډیر مشهوره ډولونه یې ممپلي او وریجي دي، چې په پراخه کچه کرل کیږي. د کرنیزو محصولاتو نور ډولونه اوری، مئ، فاصلیه، نخود او داسې نور دي.
روغتیا
بهاباټران، د راډیولوژي درملنې هغه آله چې BARC جوړه کړې، په هیواد کې یې د سرطان ناروغۍ درملنه کې بدلون رامنځته کړی او د اخیستلو وړ، اوچت فعالیت لرونکی Co-60 ټلیتراپي ماشین دی. د بهاباټران ماشینونه د هندوستان د سرطان ډیرو روغتونونو کې نصب شوي او همدا ډول منځني ختیځ، افریقا، سویلي امریکار او ختیځې اروپا ته هم صادر شوي.
د خوړو پروسس
BARC د پروسس شویو خوړو شعاع ورکولو کې پراخه څیړنه کړې. د خوړو اوږدمهاله ساتلو په خاطر دا خواړه سیمې او بازارونو ته صادریږي. چې د کرنیز محصولاتو خوندي ساتنه، ذخیره کولو، توزیع او صادراتو کې یې ډیره مرسته کړې. په ټولیز ډول شعاع ورکړل شوي خواړه د خوړو پروسس صنعت وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د تائيد وړ دي.
غیر اټومي نوښتونه
BARC خپل ځان د هغو تکنالوژيو برخو کې هم ثابت کړی چې د شعاع څخه ګټه نه اخلي. ځینې غوره لاسته راوړنې هغه تکنالوژي دي لکه د اوبو پاکوالی، د خزلو مدیریت او د موادو څیړنه. د اوبو اړوند څو ډوله تکنالوژي شته، یو ډول یې هغه دي چې میکروبونه جلا کوي او د څښلو پاکې اوبه تولیدوي. د اوبو کورني پاکوونکي چې به بشپړ ډول کار کوي؛ د کرومیم او فلورایډ معلومولو او د اوبو څخه د فلورایډ، اوسپنې او ارسینیک لرې کولو کڅوړې، او د اوبو تصفیه لپاره یوه پرده هغه کورني تکنالوژي ده چې د BARC لخوا جوړې شوي. د نثارګرونا کارخونه هغه تکنالوژي ده چې د BARC لخوا د عضوي موادو ریسایکل لپاره جوړه شوې چې با کیفیته پارو او د میتان ګاز تولیدوي. په آسانۍ سره نصبیدلی شي او په مستقیمه بڼه لانده اضافي عضوي مواد په سرچینه کې لکه، پخلنځی یا کانتین یا لوی روغتونونو، هوټلونو، فابریکو او استوګنیز ښارګوټو کې په ګاز او پارو بدل کړي. د موادو په پرمختللې څیړنه کې، د BARC وروستۍ لاسته راوړنه د نظامي قوتونو لپاره یوه سپک زرهي جاکټ دی چې د بهابا کاواچ په نامه یادیږي. د اوچت بالیسټیک فعالیت کمپوزیټ پاڼو څخه جوړ شوی (چې د BARC نانو پاڼو په نامه یادیږي) او د پخواني دودیزو 17 کیلويي جاکټونو په پرتله د دې جاکټ وزن یوازې 6.6 کیلو دی.

د کویډ-19 پر وړاندې کوښښونه
د کویډ-19 پر وړاندې جګړه کې د BARC پرمختګونو کې د ویروس څخه د شخص ساتلو وسایلو یا PPE پاکوالی/ بیا استعمال لپاره د شعاع کارول، د لوړ کیفیت ماسکونو جوړول او ارزانه تشخیصه کڅوړو پراختیا، هڅې شاملې دي.
نړیوال ډګر
BARC د اټومي انرژي ادارې برخه ده چې د لومړي وزیر دفتر په چوکاټ کې فعالیت کوي، او د نړیوالې همکارۍ له لارې په ارزښتناکه ډول د لویو ساینسي پروژو تطبیق کې برخه اخلي. ځینې پروژې لوی تعاملي تصادم د CERN سره، د پروتونو ضد او ایون څیړنې مرکز، د هندوستان مېشته نیوترون نظارتخونه، او داسې نور دي. BARC چې نږدې 14000 کارکوونکي لري او له دې جملې 4500 ساینسپوهان دي کوښښ چې هیواد د اټوم د ځواک په کارولو د انرژي، کرنې، روغتیا، اوبو ، خوړو او داخلي امنیت برخه کې خوندي کړي.