هندي تکنالوژي پرمختللې او زرین دور کې واقع ده
د هندوستان د تکنالوژي ایکوسیسټم ارزښتناکه وده د چټک ډیجیټلي سیستم، تکنالوژيکي بدلونونو او د دولت ازاده تګلارو لاسته راوړنه ده. لیکوال او د عامه تګلارو متخصص اشیش چندورکار وايي چې: بل ګام کې به یې موخه نړیواله پراختیا وي
په تیرو څو کلونو کې د هندي نوښت ودې اساسي اصول اقتصاد سره د کارورکوونکو یوځای والی او د دوی څخه ملاتړ و. د هندوستان چټک کاري ځواک ته په کتنه، د خطر قبلوونکو نوي نسل نوښتګرو یو ارزښتناکه اقدام دی چې نوي کاري فرصتونه پیدا کړي، چې غواړي د هندوستان څخه بهر پیاوړي نړیوال شرکتونه جوړ کړي. تکنالوژيک نوښتګر پيلونه د دې فکر په لومړي سر کې قرار لري. په نړۍ کې 500 تکنالوژیک نوښتونه دي چې یو میلیارد امریکايي ډالرو ته یې ارزښت رسیږي او 44 یې هندوستان کې دي – چې د ټولې نړۍ نهه سلنه کیږي. په 2020 کال کې د دې نوښتونو څخه 12 شرکتونه خپل د تمې موخې ته ورسیدل.د هندي سوادګریو پیل نوښتونو پياوړتیا چې د دوام وړ سوداګریز ماډلونه وړاندې، د نورو څخه ځانګړي شوي. د تکنالوژي 44 مخکښ نوښتونه د 106 میلیارده امریکايي ډالرو ارزښت لري. چې دې ته وګورو، د ملي اسعارو تبادلې بازار 2.7 تریلیونه امریکايي ډالر ارزښت لري. مخکښ 44 شرکتونه د نړۍ څلور سلنه اقتصادي ارزښت لري، ځینې یې خپله برخه کې نړیوال مشران دي.
همدا راز دې 44 شرکتونو 1.5 میلیون کسان په مستقیمه او غیر مستقیمه بڼه په دنده ګمارلي دي. د دې دندو ډیر برخه د ګیګ اقتصادي سکتور (یو ډول ازاد بازار چې موقتي بستونه عام دي او خپلواک کارکوونکي د لنډمهال ژمنو لپاره ګمارل کیږي) برخه دي، چې په مستقیمه بڼه هغو دنده اخیستونکو ته ګټه رسوي چې کیدای شي غوره تعلیمي وړتیا ونه لري، خو د خپل ځان او خپل کورنیو د ژوند معیار اوچتولو لپاره سخت کار ته تیار دي.دا د تعجب وړ خبره نه ده چې د هندوستان سوداګریز نوښت ایکوسیستم دې کچې ته رسیدلی. هندوستان تل د نړۍ په کچه د لویو تکنالوژیک شرکتونو شاته مغزي ځواک درلود. څو کاله وړاندې دې مغزي ځواک د بهرنیو کمپنیو لپاره کار کاوه. اوس ډیری په خپل سیمه کې د فرصتونو په لټه کې دي او موندلی یې شي.د هندي سوداګریو پیل کې، پانګې ته لاسرسی هم په چټک ډول پرمختګ کوي. پداسې حال کې چې نړۍ د پیسو تګلارو باندې کار کوي ترڅو د نړیوالو مرکزي بانکونو پیسو لیږد اسانه کړي، هندوستان لویې پانګونې جذب کړي. دا کال په ال د بهرنۍ مستقیمه پانګونه (FDI) عاید کې ښکاره کیږي، چې هندوستان یو له مخکښو څخه دی.د هندوستان تکنالوژي بل ګام نړیواله پراختیا او د نویو بازارنو نیول دي. دا چې د هندوستان بازار نه یواځې لوی بلکه د مصرفوونکو له لیدلوري متنوع خصوصیات لري – کیدای شي د نړیوال ایمان موضوع وي.د دې لپاره چې هندي سوداګریز پیل ته داسې ځای جوړ شي چې نورو سیمو کې د ورته شرکتونو سره کار وکړي، د صنعت او داخلي سوداګري پراختیا ډیپارتمنت (DPIIT)، چې د صنعت او تجارت وزارت په چوکاټ کې کار کوي، د پرمب: په 2021 کال جنوري میاشت کې د هندوستان نړیوال سوداګري پيل ناسته سازماندهي کړې.
دا دوه ورځینۍ غونډه کې د بیمسټیک (BIMSTEC) هیوادونو څخه څو ګډونکوونکو برخه اخیستې وه. د بنګال خلیج نوښت د څو اړخیزه تخنیک او اقتصادي همکاري لپاره (BIMSTEC) یو اقتصادي جوړښت دی چې هندوستان ورکې فعاله ونډه لري. دې ناسته کې پانګونکو، علماوو، تګلارو جوړونکو او سوداګریز پیلوونکو مسلکیانو د بیلابیلو غړو هیوادونو څخه برخه اخیستې وه.په سیمه کې داسې نړیوال جوړښتونه اړین دي، ځکه چې ډیری هیوادونه ورته اقتصادي موخه او ورته مصرفونکي خواص لري. هغه تجربه چې د هندوستان په څیر لوی هیواد کې لاسته راوړل کيږي په اسانۍ سره نورو بازارونو ته لیږدول کیدای شي چې هندي بریا هلته عملي شي. په حقیقت کې د سیمې څو هیوادونو کې د هندوستان څو تولیدونکي اپلکیشنونه کارول کیږي. داسې جوړښتونه کولای شي هندي سوداګریز پیلوونکو لپاره ښه فرصت وي چې د خپلې سواداګري جغرافیه لویه کړي.د اتحادي دولت وروستۍ وړاندې شوې بودیجه کې، دولت هندي شرکتونو ته اجازه ورکړه پرته له دې چې لومړۍ ځان هندوستان کې لیست کړي، لومړی دې بهر ځان لیست کړي. د هندوستان امنیتي بازار تنظیم کوونکي هم کار کوي ترڅو داسې چاپيریال جوړ کړي چې د داسې شرکتونو تضمین وکړي چې بهرنۍ سرمایه یې دوه ډوله قواعدو او قانونو لاندې نه وي.په نږدې وروستیو کې، تکنالوژيک پيلونه هم متنوع ول. پداسې حال کې چې لومړي سوداګریز پیلونه FinTech (مالي او تکنالوژيکي) او د مصرفوونکو اپلکیشنونه د حرکي او سوداګريز یوځای والی و، د وروستي بریا کیسې لا ډیرې وړاندې ځي. تکنالوژيک نوښتګر اوس د سوداګریز لوژیستیک، تجارتي اټومات کیدل، ودانیز مدیریت او روغتیا برخه کې ځان ته ځای برابروي.دا بدلون په ټولیز ډول د هندوستان اقتصاد لپاره هم کړکیچن دی. پداسې حال کې چې نوي لوبغاړي بازار ته راننوځي او اوږدمهاله لازمي ځای نیسي، پروني مشران مجبوره کیږي په مهرباني ځواب ورکړي. چې د څیړنې او پرمختګ برخه کې نوې پانګونو ته اړتیا لري، چې پایله يې لوی اقتصادي تولید او لوړ مزد دی.د تعلیم یافته کارکوونکو سره، چې د نړیوالو کارونو سره ښه بلد وي، او ځوان ملت چې د مبایل تکنالوژي کارولو سره راحت وي، هندي سوداګریز پیلونه چټکه وده لري. ځینې داسې لوبغاړي به په خپله برخه ملي او نړیوال سوداګریز مشران شي.