د ژوند ساینس
آیورویدا د مصؤنیت لوړوالي او د بدن اړین مایعاتو پوره کولو پرته د ټولیز جوړوالي ډاډ هم ورکوي. ډاکټر سنجیف رستوګي پر دې روښنايي اچوي چې څرنګه دا دودیز عمل د نن ورځ وخت سره په ځانګړي توګه د وبا مهال سره کلک سمون خوري
آیورویدا د څو لاملونو له کبله د هندوستان د درملنې دودیز سیستم په توګه پيژندل کیږي. د ژوند پوهه ده چې د درملنې او روغتیا په تړاو هم ټولیز نظر لري. د دې برسېره، آیورویدا د درملنې بشپړ سیستم په توګه پیژندل شوی چې د فزیکي، رواني، فلسفي، اخلاقي او روحاني روغتیا څخه جوړ شوی. د هندوستان لومړي وزیر، نریندرا موډي تل د آیورویدا پر ګټو زیات تاکید کړی او د ټولیزه روغتیا دې دودیزه پوهې ترویج لپاره یې هڅه کړې. کله چې تېر کال هیواد او نړۍ د کرونا ویروس وبا سره لاس په ګریوان وه، لومړي وزیر موډي مشوره وکړه چې خلک د مصؤنیت لوړوالي او روغتیا ساتلو په موخه ګرمې اوبه او کډا (یو ډول آیورویدي څښاک چې د بوټو او/یا مسالو څخه جوړیږي) په مکرر ډول وڅښي. لومړي وزیر موډي د 2020 کال اپریل په 14 ملت ته په وینا کې وویل: د خپل بدن مصؤنیت (دفاعي سیستم) لوړوالي لپاره، د آیوش منترالیا لارښوونې تعقیب کړئ. په مکرر ډول ګرمې اوبه او کډا وڅښئ.
د روغتیا تعریف
مونږ د ”روغتیا ثروت ده“ خبره ډېره اورېدلې خو مونږ ډیری وخت دواړه سره نه دي نښلولي. سالمه روغتیا د ښه کار کولو ډاډ ورکوي چې پای کې د یوه کس مطلوبه فردي او ټولنیزو ګټو لامل کیږي. په زړه پورې ډول، آیورویدا کې روغتیا د ذهن، روح او بدن مثبت حالت په څیر تعریف شوې ده. آیورویدا د ناروغۍ په پرتله پر روغتیا ډیر تاکید کړی. دا د اساسي موخه هم ده چې د روغتیا ساتل د ناروغۍ درملنې څخه غوره ده. آیورویدا د روغتیا ساتلو یو څو ساده ستراتیژي وړاندې کوي چې ثابت شوی ارزښت لري. د ناروغۍ وقایه تر ډیره د هغو فکتورونو مخنیوی دی چې د ناروغۍ لامل کیږي. د داسې تدابیرو نیول اړین دي چې دننه روغتیا ځواکمنه کړي. اهارا (پرهیز)، نیدره (خوب) او براهماچاریا (د روغتیا ډک ژوندون عمومي راز) هغه درې اصلي برخې دي چې په ګډه د تلپاتې روغتیا لپاره مطلوبه پایله لري.

د باکیفیته خوړو خوراک
خواړه که په سم ډول وخوړل شي په خپله د روغتیایي پاملرنې یوه لویه مداخله ده. د آیورویدي ټول پخواني اثار د یو کس انفرادي اړتیاوو پر بنسټ د خوړو کوایف، کمیت او ځانګړنو ستاینه کوي. د خوړو او تغذیې آیورویدي ساینس د تغذیې معاصر ساینس څخه یو قدم وړاندې دی، د روزمره اړتیاوو لپاره په بیلا بیلو اندازو خواړه برابروي. آیورویدا د هرکس اړتیا وړ انرژي د کالوري پر بنسټ نه محاسبه کوي بلکه د خوړو اندازه د فوري اړتیاوو او هاضمې وضعیت پر بنا برابروي. په ورته ډول د باکیفیته خوړو خوراک د شپږ خوندونو (شاډا رسا) په شتون ډاډمن کیږي – خوږ، تریو، مالګه لرونکي، تند، تریخ، تند او تیز – په خوړو کې کال بوجان (د خوړو پوره هضم وروسته خوراک) د روغتیا لپاره د آیورویدا بله ارزښتناکه لار ده. د آیورویدا دا طرحې د نړیوالو تغذیې متخصصینو پام ځانته اړولی او د تغذیه معاصر ساینس کې د محدود وخت تغذیې (TRF) په توګه کاروي.
راسایانا، د تغذیې فکر
راسایانا چې د لویې تغذیې څخه تر کوچنۍ حجروي تغذیه لري او د ځوانېدو آیورویدي درملنه ګڼل کیږي. د بدن اړین مایعات بېرته پوره کوي، اوجا (د ژوند حیاتي ځواک) او مصؤنیت سیستم لوړوي، چې په زوړوالي کې یو کس د ناروغیو ناوړه اغیزونو څخه وساتي. د راسایانا کارول د دې وبا پرمهال په سمه بڼه خلکو ته ښکاره شوه او ډیری بوټي لکه امالکي (هندي فرنګي انګور)، اسواګندا (هندی جنسینګ) او براهمي (شین شوبی یا د اوبو ویلنی) د راسایانا اغیز لري چې فزیکي مصؤنیت لوړوالي لپاره ګټور دي او د کویډ ځینې اوږدمهاله کیسونو کې د کویډ-19 وروسته عوارضو کچه ټیټوي. آیورویدا د معاصره/غربي درملو په څیر د ناروغیو څخه چټک خلاصون نه، بلکه د ناروغۍ د لامل کیدو اساسي ستونزه له منځه وړي. دې وبا مونږ ته په دې اړه ډیر څه زده کړل. لومړي وزیر موډي تل د آیورویدا د ګټو ستاینه کړې ده. په حقیقت کې چې کله هغه په 2014 کال کې په څوکۍ کیناست د آیورویدا، یوګا، طبیعي درملنې، یوناني، سدا (هغه څوک چې روحاني پوهه لري)، سوا-رګپا او هومیوپتي (بالمثل درملنه) یا AYUSH وزارت یې جوړ، چې دې سره لرغونو او دودیزه هندي عملونو ښه وده وکړه. که څه هم آیورویدا یو پخوانی او دودیز عمل دی خو د وبا پرمهال کارول شوې ځانګړنې او ورڅخه لاسته راوړل شوې ګټو څرګنده کړه چې د ورځینی ژوند سره د آیورویدا ګډوالی، د پوره روغتیا ډاډ دی.