میراث

د نواب کلکته

مسله 03, 2019

د نواب کلکته

ایاندرالي ډوټا |لیکوال

مسله 03, 2019


کله چې واجد علي شاه د اواد وروستی نواب د انګلیس لخوا بنگال ته تبعید شو هغه د خوښۍ په ښار کې یو کوچنی لکنو جوړ کړ. د هغه د کړوسي زوی شهینشاه میرزا د پخوانیو ورځو ویاړ بیرته یادونو ته راوړي

څلور لسیزې وړاندې کله چې اسکار جایزه ګټونکي ډایریکټر د کلکتې په لمنو کې د میتیا بروز په امامبره کې کور ونیو ترڅو خپل مشهوره فلم شترنج کې کیلاړي ډک کړي (چې په 1977 کې بازارت ته وتلی و)، د دې ځای غوره کول یو تصادفي انتخاب نه و. د میتیابروز امامبره د کلکتې په سهیل لویدیځ کې پرته ده، چېرته چې واجد علی شاه، لسم اواد او وروستي نواب چې انګلیسانو تبعید کړ بیا یې هلته ژوند کاوه. دا د فلم ډکولو لپاره مناسب ځای و چې په ماهرانه ډول یې د نواب د رول او پاچاهۍ پای نقش ښکاره کړ. نن چې د واجد علي شاه 31 کلونو نندارې څخه په 1856 کې، یوازې پرته امامبره، د شاه مسجد چې ډیر ښکلی دی او د تبعید څخه یوه لسیزه وروسته جوړ شوی، او د هغه د کړوسي د زوی شهینشاه میرزا خاطرې پاتې دي. کله چې یې د لکنو څخه تبعید کړ، انګلیسانو نه یوازې د ده راحت واخیست بلکه د هغه ځمکې او خزانه یې ضبط کړه. مګر دې پاچا مقاومت وکړ او مات نشو. هغه د خپل د خوښې ښار نمونه په میتای بورز کې جوړه کړههغه له ځانه سره د لکنو ښار، کلکتې ته راوړ. ژوبڼ یې جوړ کړ، ګوډي پران بازي، لکنوي خواړه، د لکنو موزیک او نڅا، او د لکنو ګلدوزي چیکانکاری یې خلکو ته وښوله. بنګالي اشراف د پاچا کلتوري ښکلا ته په تعجب ول او همدا وه چې د لکنو سلطنتي میراث سره یې د بنګال ټولنه جوړه کړه.

د ننه څخه د سیبتین آباد امامبارې د دخولي دروازې انځور 

بنګله

د کلکتې په میتیا بورز کې یې 11 بنګله د خپل هستوګنې ځای جوړ کړ. چې مخکې د هغه وخت د سترې محکمې رئیس، ښاغلي لارینس پیل کور و. کله چې نواب هلته ولاړ، نوم یې ورته سلطانخانه کیښود. او سیمې پیل کړ چې د ځمکې په سر په جنت بدله شي. نن هغې بنګلې ته د BNR کور وایي، چې د سهیل ختیځ د اوسپنې پټلۍ عمومي مدیرهستوګنځای دی. دخول ممنوع دی، خو د سهیل ختیځ د اوسپنې پټلۍ په اجازه سفرونه تنظیم کیدای شي.

کوچنی لکنو

د نواب د واکمنۍ پرمهال، د هغه د کورنۍ او محکمې غړو چې شاهي دوستانو سره یې ملګرتیا وکړه او په میتیا بورز کې اوسېدل د عفیفې اوردو ژبه، شیرواني، چوریدار، شلوار کمیس، شراراهغراراه، او د چرګانو جنګولو، ګوډي پران بازي او غیږه نیولو په څیر لوبې، او منظمې مشاعرې (د شاعرۍ سمپوزیمونه) رایج کړل لکه دوی چې په خپل سیمه کې اوسيږي. د اواد واکمنان د خوړو ښه ماهرین ول، او همدا مینه یې په میتیابورز کې خپره کړه. شهینشاه میرزا وایي: د کوتربازۍ (د کوترې جنګۍ) سلطنتي دود په دې وخت کې پیدا شو، او نواب به خپله 24،000 کوترې لرلې. داسې خوندور خواړه چې خوله به ورته اوبه پریښودلې لکه مرغ مسلم، بیریاني، زرک، نرګسي کوفته، موتنجان، شیرمال او زرده به د اواد هغو اشپزانو لخوا په سلطنتي پخلنځي کې تیاریدل چې نواب سره تر بنګاله ملګري ول. او د کلکتې اشرافو څخه به په سخاوتمندانه ډول مېلمه پالنه کیدله. خو بیا هم د نواب مرګ سره هغه بریالی وخت له منځه ولاړ. د هغه د مړینې پر وخت د واجد علي شاه 257 بیګاه (د هغه وخت د ځمکو اندازه کولو میتود) د 20 کورونو سره لرلې. اوس یوازې مسجد پاتې.

شاهي مسجدد اوسپنیزه دروازې سړک

لکه د نوم څخه یې چې څرګندیږي، د اوسپنیزه درازې سړک دروازه د اوسپنې څخه جوړه شوې. هغه د پاچا ځای د ننوتلو دروازه وه. په دې سړک شاه مسجد په 1856 – 1857 کلونو کې جوړ شوی. دا کیدای شی چې د شخصي ګټې لپاره لومړس ساختمان وي چې نواب جوړ کړی. کیسه داسې ده چې هغه وویل که چا د ورځني پنځو لمنځونو څخه یو لمونځ هم پریښی نه وي، هغه دې د بنسټ تیږه کیږدي. کله چې هیڅوک هم مخکې نشو نو په خپله یې تیږه کیښوده. هغه ساختمان ګنبد او منار نه لري. او د اوبو یو فواره یې لرله چې اوس کار نه کوي. او اوس د اودس کولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

بیت النجات امامبره

بیت النجات امامبره (د فضل او کرم کور) چې د باغ پر سړک کمال ټاکیز ته نږدي جوړ شوی. حسینیه، اشورخانه یا امامبره هم وایي، او دیني غونډو لپاره  د تجمع کور ده. په حقیقت کې دا نواب په 1863 کال کې جوړ کړی چې د خپلې کورنۍ سره محرم ولمانځي. دا یو منزله ساختمان کمانونه، شنې دروازې او د اوسپنې قالب شوی کټارې لري.

امپراتور میرزا ،

 

سیبتین آباد امامبره

ثروت سره د نواب د مینې نښې په سیبتین آباد امامبره کې لیدل کیدای شي، چې هلته یې قبر دی. د لکنو بړا امامبرې یوه نمونه ده، خو اندازه یې ډیره وړه ده، په 1864 کې جوړ شوی. د هغه غنا په پالش مرمرین فرشونو کې ښکاري، بلجیمي شیشه یي ګروپونه او مزین ټوکر چې ټول نواب د لکنو څخه رواړي ول. د دخولي دروازې په سر د اواد کرتۍ نیم تنه ده. پورته یې د لاس پنجه ده چې ورته د همسا لاس وایي، یو سمبول چې اسلام کې پنځو مقدسو خلکو ته رجوع کوي. دیوالونه یې د نواب د شاعرۍ په بیتونو او اسلامی انځورنو ښکلي شوي. یو صندوق چې ډیر یادګاري شیان لري او یو پکې قرآن شریف دی چې ویل کیږي نواب په خپله کاپي کړی.

 

بیګم عمده محل امامبره

د بيګم عمده محل امامبره  د نواب یوې بنګالۍ ښځې لپاره جوړ شوی و. چې د سیبتین آباد امامبرې په لویدیځ کې پروت دی، د دې امامبارې بیرون ویجاړ شوی. د ننه یې که څه هم خراب شوي خو بیا هم ډیره ښکلا لري. د نواب لکنو څخه ډیر لږ څه پاتې، ډیرۍ سلطنتي شیان یا ویجاړ شو، یا لوټ شول او یا هم په موزیمونو کې نندارې ته ایښودل شوي. میرزا وایي: د هغه له مړېنې وروسته د نواب مشهوره ځای ویجاړ شو او شیانو بیل حالت ځان ته ونیو. که څه هم هیله ژوندۍ پاتې کیږي، هغه زیاته کړه: کلکتې کې ډیر بدلونونه راغلي د ډیرو میراثي شیانو بېرته جوړولو باندې کار روان دی او کیدای شي د نواب کیسه او بریا هم بیرته ژوندۍ شي.

 

ایاندرالي ډوټا

ایاندرالي په هر څه کې وړتیا لري لکه په خپل علاقه ګرځېدونکې، او په مسلک تکړه لیکواله، او په خپله خوښه د کور اشپزه – د نویو ځایونو، کتابونو، چای تعقیبونکې ده. د هغه ځیرکتیا د شیانو لپاره هغه په لاره اچولې او نوې شیان پیدا کوي.
error: Content is protected !!