میراث

طبیعي اصول

مسله 03, 2020

طبیعي اصول

ډاکټر سنجیف رستوګی |لیکوال

مسله 03, 2020


هندوستان د یو څو هیوداونو څخه دی چې هلته د درملنې پیژندل شوي دودیز سیستمونه کارول کیږي. دا سیستمونه د طبیعي جوړښت بڼو سره ښه نغښتي دي، او د دولت ملاتړ څخه په مننه دا لرغونې فلسفې بیرته د ژوندي کیدو په حال دي. ډاکټر سنجیف رستوګی دلته لیکي چې څرنګه د طبیعي درملنې سیستم د سالم ژوندانه لامل کیدای شي

روانې نړیوالې وبا د ټولې نړۍ پیاوړتیا او ضعیفوالی په یو وار راښکاره کړ او د خلکو پام یې د بدن طبیعي دفاعي سیستم ته واړاوه. د لومړي وزیر نریندرا موډي ترلاس لاندې د دولت ملاتړ سره، د درملني دودیز عملونه په ځانګړي ډول ایورویدا وده وکړه. دولت د نوښتګره کلینیکي ازمایښتونو اعلان وکړ ترڅو ایورویدي درمل د کویډ- 19 درملنې لپاره په مصؤن او ګټور ډول استعمال کړي، دا لومړۍ بیلګه ده چې د درملو جوړونې دودیز او معاصر متخصصین په ګډه کار کوي ترڅو ناروغۍ ته درمل پیدا کړي. د آیوش وزارت (آیورویدا، یوګا او طبیعې درملنې، یوناني، سیدا او د بدن معافیت) هم خپل رعیت پوهاوي لپاره یو لړ مشورې خپرې کړې ترڅو خلکو ته د آیورویدي فورمولونو پوهاوی ښکاره کړي چې د هغوی معافیت سیستم لوړ کړي او د کویډ- 19 پر وړاندې پیاوړي پاتې شي. نو ځکه په ازمایل شوي او وقایوي عملونو د درملنې په پرتله ډیر تاکید کیږي، ان د خپل جوړ شوي وخت پيړۍ وروسته هم اړونده ناروغیو لپاره کارول کیږي. هغه وقایې چې د اوسنی وبا پر مهال یې مونږ کاروو د دودیز آیورویدي اصولو څخه اخیستل شوي او د خپریدونکو ناروغیو مخنیوی یې کړی چې په پخوانیو هندي متنونو کې یې هم یادونه شوې ده.

د سیدا حساسیتونه

  • د سیدا سیستم د نړیوالې درملنې لومړیو سیستمونو څخه دی او سویلي هندوستان کې په پراخه کچه کارول کیږي. د هغو ساتل شوو اصولو پر بنسټ چې د پیړیو راهیسې د متخصصینو (سیدار په نامه یادیږي) او بیلابیلو نسلونو له لارې را پاتې دا سیستم په دواړه فزیکي او روحي درملنه تاکید کوي.
  • داسې انګیرل کیږي چې د سیدا سیستم هغه ارګانونه بیرته راژوندي کوي او په کار یې اچوي چې د ناروغۍ لامل کیږي.
د آیورویدیک طب زده کوونکي د درملو د ترکیب عملي اصول زده کوي

آیورویدي مرسته

د پریکریتي ویګټ اصل له لارې آیورویدا د ناروغیو د وقایې عمل پر مخ وړي، او دا د پخواني ساینس، آیورویدا یو اصل دی. دې کې چاپیریال په داسې ډول برابرول دې چې د میکروبونو د ودې لپاره تیار نه وي، ترڅو د میکروبونو تکثر او میکروبي ناروغیو څخه مخنیوی وشي. د دې لپاره چې میکروبونه زمونږ شاوخوا په ټولو ځایونو کې شته، دوی د مناسب کوربه په لټه کې وي ترڅو ورته لاسرسی پیدا کړي او هلته ورته د اوسیدو او د تغذیې فرصت پیدا شي. د آیورویدي بوټو لکه مولیتي (شیرین بیان)، ګیلوی (تینسپورا کارډیفولیا، د درملنې او مصؤنیت ډیرو ځانګړنو درلودلو له کبله ورته ډیری وخت د دایمي ژوند سرچینه ویل کیږي)، او اشوا ګندا (د ژمي آلبالو هندی جینسنګ) د درملنې برخو کې غوره بیلګې دي. دا بوټي په بیلا بیلو پړاونو کې هماغسې عمل کوي، د ویروس د ننوتلو څخه مخنیوی کوی او اخیستونکي بندوي او همدارنګه د هغوی ژوند د خطر سره مخ کوي، د هغه انزایمونو د ترشح لامل کیږي چې د له منځه وړلو اړتیا یې شته. هغه مشورتي رساله چې د 2020 کال په لومړیو کې خپره شوه، د آیوش وزارت د ځینو آیورویدي درملنو وړاندیز وکړ، د کویډ- 19 ناروغانو درملنې لپاره یې وقایوي اصول/ او د مصؤنیت لوړولو درمل د آیورویدي اصولو مطابق ورکړل.

د سیدا کاروونکی ډاکټر ګویتا مونان اچاري د طبي پاڼو او بوټو څخه یو ډول درمل جوړوي

د یوناني درملنې پوهه

  • ابن سینا د یوناني درملنې لوی عالم پخوانۍ درملنه داسې تعریفوي: هغه پوهه چې مونږ د بدن د روغتیا او ناروغۍ بیلا بیل حالتونه زده کړو او هغه لارې چې کله روغتیا له منځه لاړه شي، بیرته د رغیدو امکان ولري، هغه ته یوناني درملنه وايي.
  • د سویلي هندي او منځني ختیځ سیمو کې په دودیز ډول کارول کیږي، د یوناني درملنې پام ډیری وخت د ناروغانو په مزاج وي.

ذهني پیاوړتیا

کویډ- 19 نه یوازې پر مونږ فزیکي اغیز کړی بلکه مونږ یې په لوړه کچه په رواني ناروغیو اخته کړې یو چې یوازیتوب، تشویش او اظطراب یې رامنځته کړی. دا ښکاره حقیقت دی چې د تشویش ډیروالی د بدن مصؤنیت کچه ټیټوي، او د بیلابیلو ناروغیو لپاره یې تیاروي، چې هغې کې ساري او تنفسې ناروغۍ هم شامل دي چې یوه یې هم کویډ- 19 ده. یوګا، په ځانګړې ډول د ژور تنفس تمرین، ویل کیږي چې د سږو ظرفیت لوړوي او تنفسي ناروغیو پر وړاندې یې ځواکمن کوي. لومړي وزیر نریندرا موډي د یوګا شپږمې نړیوالې ورځ کې د 2020 کال د جون په 21مه په خبرو کې وویل، لکه څنګه چې کرونا ویروس په ځانګړي ډول تنفسي سیستم باندې برید کوي، نو پراینما یا تنفسي تمرین د تنفسي سیستم پیاوړتیا کې مرسته کولی شي.

د معافیت لوړوالي له لارې درملنه

  • په هندوستان کې په ملي کچه د درملنې یو پيژندل شوی سیستم د معافیت لوړوالی دی او تر ډیره د سیمیلیا سیمیلبس کرینچر (لاتین) اصل پر بنسټ ولاړ دی، چې معنی یې ده، پریږده چې مشابه شیان د مشابه څیزونو پام ونیسي. د معافیت لوړوالي ډاکټران همدا اصل منلی او داسې درمل کاروي چې ورته اغیزونه ولري ترڅو د ناروغۍ علایم سره مقابله وکړي.

یوناني درملنه او مصؤنیت ورکول

د کویډ-19 مشورو کې، د آیوش وزارت د مصؤنیت ورکولو او یوناني درملنې له لارې ورباندې هم رڼايي اچولې. د مصؤنیت لوړوالي لپاره د آیوش وزارت یو ډول درمل وښوول چې د کرونا سرایت پر وړاندې باید لږه اندازه استعمال شي، او د نورو انفلوینزا ډوله ناروغیو مخنیوي لپاره هم کارول کیږي. لکه څنګه چې د کویډ- 19 وبا پراخیږي، ډیر خلک د ژوند طبیعي لارو ته مخه کوي، او د روغ ځان لپاره پخوانۍ پوهه کاروي، او دا کیدای شي د کویډ – 19 وروسته نړۍ کې نوی معیار وي. اوس د دې وخت را رسیدلی چې د دې دودیز عملونو ریښتنې راز کشف کړو او اوس د هندوستان لپاره هم دا وخت رارسیدلی چې د آیوش سیستمونو ځواک ښکاره کړي ترڅو په نړۍ کې د نړیوالو سیستمونو کړکیچ له منځه یوسي.

د طبیعت له لارې خنثی کول

  • د طبیعت له لارې خنثی کول د درملنې سیستم هغه فکتور جوړونه کې رغنده رول لري چې د بدن دننه ځانګړنې ورغوي چې ورته مصؤنیت هم وايي.
  • د طبیعي لارې خنثی کول د درملنې یو څو سیستمونو څخه دی چې د درملو پرته درملنه کوي.

لومړی وزیر نریندرا موډي (مرکز)  د شريپاډ نایک، د آیوش وزارت وزیر سره (کیڼ لوري ته)، د طبیعي طب متخصصینو په یاد بود یې د پوسټ ټاپه خپره کړه

ډاکټر سنجیف رستوګی

ډاکټر سنجیف رستوګی، MD، PhD د آیورویدا برخه کې د خپل څیړنې لپاره پیژندل شوی. هغه په دې برخه کې د 100 څخه ډیرې څیړنیزې رسالې خپرې کړي او د آیورویدي درملنې تاریخ مشر ایډیټر دی، دا یو څیړنیز ژورنال دی چې د UGC، هندوستان لیست کې راغلی.
error: Content is protected !!