میراث

د مجولي ټوپک لرونکي عساکر

مسله 04, 2019

د مجولي ټوپک لرونکي عساکر

انوراګ ملک او پریا ګنپتي |لیکوال

مسله 04, 2019


د 350 کیلومتره مربع ساحې سره د هند ترټولو د سیند لویه ټاپو په ویاړ سره د براماپوترا لوی سیند منځ کې پرته ده. دا ټاپو 22 ستراګانو (د هندویزم هنري معبدونو او مرکزونو) کور دی، چې د فرهنګي او هنري فعالیتونو مهم مرکز ګڼل کیږي

مونږ په هغه کښتۍ سپاره و چې داسې ښکاریده لکه د ډیرو مسافرینو وړلو ریکارډ جوړولو په هڅه کې وي. په اسانۍ سره د سل کسانو څخه ډیر خلک سپاره و او درې درجنه بایسکلونو او څو موټرو سره، کښتۍ په کراره د براماپوترا له سیند څخه تیره شوه او د نړۍ تر ټولو لویې ټاپو ته چې د سیند په منځ کې جوړه شوي، ورسیدل. مجولي یوه ملي خزانه ده لکه دا د آسام د کلتوري میراثد 15مې پیړۍ نیو وایشناو دود مرکز په توګه کار کوي. د اسامي پنډت او دینيټولنیز اصلاحګر سریمانتا شکردیف او د هغه شاګرد مداف دیوا لخوا پر مخ وړل کیږي، دې دیني حرکت د معبد مرکزونو یو هنري او کلتوري بنسټ کیښود. چې اهام پادشاهانو څخه یې ځمکه واخیسته هر معبد یې په ځانګړي او جلا هنري او روحاني بڼې لري چې د ویشنو عبادت لپاره کارول کیږي لکه موزیک، سندرې، نڅا او د رامایانا او مهاباراتا کیسې هم شاملې دي.

د نقاب جوړولو دودیز هنر دلته د 17مې پیړۍ راهیسې رایج دی او په راس لیلا او بونا کې هم ترې کار اخیستل شوی، چې د اسامي تیاتر یوه پخوانۍ بڼه دهکریشناکانت بورا چې یو ځوان زده کونکی دی او غواړي د پخواني استاد شیشیا پرامپرا په څیر کسب زده کړي، په علاقې سره د برج څخه سرونه ایستل او د هر نقش ښودلو کار یې کاوهد نقره يي ویښتانو پوتنا څخه نیولی تر باکاسورا، لوی لک لک، او اغاسورا د شیطان مار پورې جوړیدل. مشر هنرکار او د سنګیت نتاک اکاډمي جایزې ګټونکی هیم چاندرا ګوسوامي (ګوروجي) مونږ سره یوځای شو. په ځمکه د سپین کتاني څادر (شال) سره کښیناست چې په اوږو یې پروت و، هغه د ماسک جوړولو دود بیان کړ.

د مجولي جزیرې د اوتر کمبالباري سترا کې یوه نڅا اجرا چې کریشنا ښکاره کوي.

ماسک په لمر وچ شوی او طبیعي سور او زیړ رنګونو رنګ شوی د طبیعت څخه سرچینه اخیستېلرګی، پاڼې، پوټکي او تخمونه دي. بنفش رنګ د برنجال څخه ښکل کیده، او روښانه نارنجي د نارنجانو څخه او شین د سرخس بوټو څخه اخیستل کیده. او د میراث انتقالونکو په حیث پاتې شول او د پیړیو راهیسي ژوندی پاتې، ګوسوامي تاکید وکړ چې د له منځه تلونکی هنر ساتلو ته اړتیا لري. هغه د اودیشه او لویدیځ بنګال په اسام کې د دې هنر خوندي ساتلو لپاره ورکشاپونه او کورسونه دایروي.

سنګینه بار شوې کښتۍ د اوسیدونکو او سیلانیانو سره چې د مجولي جزیرې څخه جورهات ته نږدې د براماپوترا د سیند څخه د تیریدلو وروسته نیماتي ګټ ته ورسیده

د اسامي پنډت او دیني-ټولنیز اصلاحګر سریمانتا شکردیف او د هغه شاګرد مداف دیوا

لخوا پر مخ وړل کیږي، دې دیني حرکت د معبد مرکزونو یو هنري او کلتوري بنسټ کیښود

په کرایه شوي موټربایک باندې جزیرې ته خلک اوښتل او همدارنګه په هر معبد کې خلکو خوښي کوله. په بوګپور کې چې د جزیرې تر ټولو پخوانی معبد دی او په 1528 کې شنکرادیف جوړ کړی، مونږ د دعا هال کې بورګیت (روحاني سندره) واوریده چې د ګارمور معبد کې یې جریان لره

. په لوړه باندې د اهام پادشاهانو یو اوږد سړک جوړ کړی (ورته ګار وایي) او په کنج (مور) کې پای ته رسیږی او په همدې ډول نوم یې ګارامور کیږي. یو یونیاتي چې د اني (چې د نیلوفر بوټي) او اتي (اوچتې ځمکې) څخه اخیستل شوی په 1653 کې یې د اهام پادشاه جیاواجا سینګ بنسټ کیښود. چې اوس یو اوداسین (بې جوړې) معبد دی، ځوان هلکان نقش شوي ول او د جنکیانو په څیر یې کالي اغوستي و د اپاسارا نریتیا (د ماشومانو نڅا) اجرا وکړي. پالنام (روحاني دعا)، ګیان بیان (سندرې او نڅا) په څیر اجرا ګانې هم وې چې د دشواتري نتریا څخه یې کول او تار کارول ول او د دې ترخوا د زړو خلکو نڅا خاګندرانات لیکراو هم و. شانکردیف د مجولي لومړۍ سترا په 16مې پیړۍ کې په لویدیځه برخه کې جوړ کړ. او نوم یې بیلګوري کیښودل شو وروسته له هغه چې هلته هغه د بلګوا یا بایل ونه کښینوله. بلګوري له ډیره وخته رژیدلې ده. وروسته له هغه چې ناتون کمالبري او دکینپت مو ولیدل، مونږ سماګوري ته د سهار په وخت راغلو چې یوه د لیدو وړ منظره وګورو.

مشهور ماسک جوړونکی او هنري کارګر هیم چندرا ګوسوامي د بهونا لپاره ماسکونه چمتو کوي؛

ټول تالار د خلکو څخه ډک و او خلکو خپلې غاړې د ډول اوازونو او موزیک ته خواځاوه چې د ګوسوامي او د هغې ډلې راتګ اعلان وشو. په یوه لهزه کې جادو پیل شوه او د مجولي ماسکونه ژوندي شول لکه څنګه چې پیړیو پخوا له مونږ څخه ول. دې ټولو خلکو ننداره کوله او شیطانانو خپل ظلم نندارې ته وړاندې کړی او ماشومان ډار شوي ول د خپلو مورګانو غیږو ته ننوتل.

درې ډوله ماسکونه دي – موخه بهونا، چې مخ

پټوي، لږه لویه لوټوکی او لویه کو چې سر او تنه لري

د سیند د غاړې دودیزې جونګړې د مجولي په ټاپو کې

په خپل کښتۍ کې سپاره د براماپوترا خړې اوبه مو ولیدې چې د سیند غاړو ته یې موجونه رسیدل. دې موجداره اوبو ځلا کوله او روښنایي یې لرلهدا یو یاداوري وه ددې لپاره چې دا د خطر سره مخ میراث څخه ساتنه وشي.

انوراګ ملک او پریا ګنپتي

پ رسنیو کې لکه اعلاناتو، راډیو، فلم او انټرنیټ کې د کار کولو وروسته انوراګ ملیک او پریا ګنپتي دواړو خپلې دندې پريښودې ترڅو د سفر په لیکنو کې مهارت او تخصص پیدا کړي. په بنګلور کې دواړه د ریډ سکرب ټراول او میډیا په نامه د سیلانيانو سفر او حل لارو یوه کمپنۍ لري.
error: Content is protected !!