واک
د 900 میلیونو ثبت شوي رایه ورکوونکو سره، د پان هند د ټاکنو پروسه په اطمینان سره د اتلولۍ دنده ده. یوه پراخه بریا د نوي هند لپاره د دولت په لید لوري کې د رایه ورکوونکو باور په ګوته کوي
د 2019م کال مې میاشت به پرته له شکه د هند د سیاست په تاریخ کې د اوبو د څپې په توګه یاد پاتې شي. د هند د ټاکنو په تاریخ کې، دا یوازې دریم ځل دی چې یو سیاسي ګوند د بشپړ اکثریت سره دوه پرله پسې دورو ګټلو کې بریالي کیږي. او همدارنګه په دې اساس لومړی وزیر نریندرا موډي لومړنی او یوازینی لومړی وزیر دی چې د هند له خپلواکۍ وروسته زیږیدلی او په دفتر کې د دوه پرله پسې دورو لپاره پاتې کیږي. د ټاکنو د کمپاین په جریان کې، لومړي وزیر په خپله رهبري وکړه، د خپل حکومت تګلاره، لاسته راوړنو او پالیسیو باندې یې خبرې وکړې. د کمپاین توجه د تروریزم په وړاندې د متجاوزه پالیسۍ دریځ، یو پاک او زیارکښه انځور، او د هند لپاره د یو پیاوړي او اوچتیدونکي ځواک په توګه یوه لیدلوري باندې تمرکز کوي چې ځوانان او هیله لرونکې پرته د دین، جنیسیت او مذهب اختلافه دندو ته جذب کړي.
خو دا یوازې وچ حقایق دي. د سړک پر سر ولاړ سړي ته دا د غوره حکومتداري، یو ښه اقتصاد او غوره راتلونکي په معنی دي.

نن، د یو قوي مشر په مشرۍ، چې د حکومت غوڅ اکثریت یې ملاتړ کوي، هند چمتو دی چې نوي سفر ته دوام ورکړي. د یو باثباته حکومت، چټک وده کونکي اقتصاد او ځوان نفوس سره (15 ملیونه رایه ورکوونکي چې د 17 لوک سبا جوړولو لپاره په عمومي ټاکنو کې برخه اخیستې د 18 او 19 کلونو ترمنځ یې عمر درلود)، نوی هند د ټول سرعت سره د مخ پر وړاندې تګ په څنډه کې دی.
ثبات او اقتصاد
ان کله چې هند د دې وروستیو ټولټاکنو په درشل کې و، د مالي پالیسۍ کارپوهانو د پیاوړي یو – ګوندي حکومت لپاره دعا کوله. یو ګوندی حکومت، لکه څنګه چې پخوا ثابت شوی، د هیواد پالیسي جوړولو پروسه ګړندۍ کوي. د اداري بدلونونو څخه نیولی تر زیربنایی پروژو او دفاع څخه تر مالي پورې، پیاوړې مشرتابه په بېلابېلو سکتورونو کې د تصمیم نیونې پروسه ساده کوي.
پداسې حال کې چې د لومړي وزیر مودي د پام وړ بریا ممکن د هند اقتصادي ننګونو لپاره د شپې درملنه ونلري، خو کارپوهان وايي چې دا به خامخا هغه سوری بند کړي چې د هند اقتصاد ضعیفه کوي. پایلې لا وختي ښکاره کیدو باندې پیل کړی. د نوي حکومت د لوړې وروسته په یوه میاشت کې یو شمیر نړیوالو شرکتونو او پانګوالو چې تیار ولاړ ول، په هیواد کې یې د پانګونې پروسه پیل کړه. روپۍ پیاوړې کیږي، د ثابتې تګلارو رامینځته کولو، د اقتصادي فعالیتونو ډیریدل او په پایله کې د دندو فرصتونو برابرولو سره پیاوړې کیږي. لکه څنګه چې موږ اتحادي بودیجه ولیده، چې د اتحادي مالیې وزیر نرملا سیتارامان لخوا وړاندې شوه، قوي اقتصادي پالیسۍ جوړول هڅول شوي، د ریفارمونو اسانه راوړلو لپاره مناسب چاپیریال په پام کې نیول شوی.

بودیجه د حکومت اراده ښکاره کوي چې مالي پلان ته یې غاړه ایښې، سیسټم د فساد څخه پاکوي پداسې حال کې چې د داسې تصمیمونو مخنیوی کوي چې د خلکو ذهنونو کې پروپاګند جوړوي، نو په دې توګه د خپل دوامداره او ټول شموله ودې پلان سره ادامه ورکوي.
په مهمو ساحو لکه زیربنا – سړکونو، بریښنا، اوبو رسول او داسې نورو باندې تمرکز کول – بودیجه په نورو مهمه سکتورونو لکه ښوونه او روزنه، د تشبث نوښتګري، انلاین زیربنا او ټیکنالوژي، د پیسو ډیجیټلي ورکړه او د سوداګرۍ اسانوالی باندې هم ډیر ټینګار کوي.
د ښځو د ځواک وده
نوی حکومت د لومړي وزیر موډي د خنثی جنسیت ټولنې لیدلوري استازیتوب کوي، چې د ټولو لپاره په مساوي دریځ تمرکز کوي. په نوي ټاکل شوي حکومت کې به پرته له شکه د ښځو پیاوړې کیدل به د مرکزي پالیسیو له جملې څخه وي – ځکه چې د 716 ښځینه نوماندانو څخه 78 ښځې پارلمان ته بریالۍ شوې چې د لاک سبا تاریخ لوړه شمېره ده. لومړي وزیر نریندرا موډي د پارلمان په مرکزي صالون کې د خپل بریا وینا کې په خپله دا تائید کړه چې وویل: ښځو په دې ټاکنو که ښه رول لوبلوی نه وي نو په مساویانه ډول ښي دي. د هند لومړي وزیر د ښځو پیاوړتیا و د (رکشا کاواچ) یعنې ساتل شوې زغره په څیر وستایله. د لومړي وزیر موډي په حکومت کې ډیری مهمې ادارې د میرمنو مشرانو لخوا رهبري کیږي: نرملا سیتارامان د مالیې وزیرې په توګه، سمریتي ایراني د ټوکر او ښځو او ماشومانو پراختیا وزیرې په توګه، او هارسیمرات کاور بدال د خوړو پروسس د وزیرې په حیث کار کوي.

د پیاوړې کولو باور
لومړي وزیر موډي د تیرې دورې په جریان کې په 2014م کال کې د هغه حکومت داسې پروګرامونه پیل کړ چې په 2019 کال کې د ده د بریا لامل شو. د ټولنې پرمختیا غوره برنامې لکه د سواچ بھارت ماموریت او بیټي بچو بیټي پاډاؤ د خلکو د هغوی د تفکر چلند بدلون لپاره یوه هڅه ده. د هند ټولو څنډو څخه یې په بې څارې ډول ملاتړ وشو. د ایوشمان بهارت (د روغتیا پاملرنې پروګرام) څخه نیولی تر PM-AWAS (د عامه کورونو برنامه) یوجانا PM-KISAN (د کوچنیو بزګرانو لپاره اقتصادي ملاتړ) یواجانا، هغه برنامې چې د ټولنې هره برخه یې پوښلې او د دولت مثبت انځور یې څرګند کړی. د ټولنې غریب خلکو لپاره د بیمې برنامې نږدې ټولو غریبانو ته ورسید، او د دولت شعار (وده د ټولو لپاره) یې د خلکو کورونو ته ورساوه.

په حقیقت کې ، د حکومت ترټولو لویه برنه دلومړي وزیر کیسان سامان نیدي یوجنا، چې کروندګرو ته د ګټې د تضمین ژمنه کوي، په وروستیو کې د نړیوال سوداګرۍ سازمان کې آسټرالیا او اروپایيي اتحادیې وستایه. دواړو آسټرالیا او اروپایي اتحادیې وویل چې دا ډول برنامو ته باید په هند کې پراختیا ورکړل شي ترڅو ډیرو محصولاتو ته پوښښ ورکړي.

لومړي وزیر موډي د ښاري سناریو په هکله تل دا ویلي چې د لومړي وزیر اواس یوجانا او ځیرک ښارونو په څیر نوښتونو هند ته ښکلا ورکړې. لومړي وزیر تایید کړه چې د بی جه پی تر مشرۍ لاندې د موډي حکومت په لومړۍ دوره کې جوړې شوې پالیسۍ د ښاري پراختیا بدل کړه چې په پایله کې یې د ملیونونو خلکو ژوند بدل شو. لومړي وزیر موډي زیاته کړه چې دې نوښت په پانګونه، چټکوالي، د ټکنالوژي استعمال او عامه ګډون کې ډیروالی راوړی، او ویې ویل: موږ د ښاري زیربناوو لا پراخوالي ته ژمن یو. د ټولو لپاره د هستوګنځي د هیلو پوره کولو لپاره هیڅ تیږه پرته له خوځیدو نه پریښودل کیږي، چې په ملیونونو هیلې به خپل مراد ته ورسیږي. که چیرې په 2014 کال کې، د (سواچ بهارت) پاک هند او د هند په کلیو کې د هستوګنې ښه کولو باندې تمرکز و، نو په 2019 کال کې پرته له کوم ځنډه دا کار روان وساتل شي. بودیجې د ټولنیز صرافۍ مرکز په شمول، یو څو د ټولنې اسودګي پروګرامونه وړاندیز کړي چې د بریښنايي پیسې ټولو له لارې ټولنیزو شبکو او رضاکارانه سازمانونو سره مرسته وکړي، او بل وړاندیز شوی د (کلي، غریبانو تسکین او کروندګرو) پروګرام دی. د بودیجې پام هرې کورنۍ ته تر 2022م کال پورې د (یوجاوالا او پردان منتري سهاج بیجلي هر ګر یوجانا) پروګرامونو له لارې د ګاز پیپونو سهولت برابرول دي. د دولت لپاره همدا کال یو هدف دی چې 19.5 کورونه په کلیوال هند کې جوړ او تسلیم کړي، ترټولو ډیر د بحث لاندې پروګرام (جل شاکتي ابیان) دی چې د (هر ګر جال) هر کور ته اوبو باندې تمرکز کوي. او د دې لپاره دولت لا وختي 1592 بلاکه د هند سرتاسر په 256 ولسوالیو کې په نښه کړي چې د اوبو نشتوالي سره مخ دي.

مخ په وړاندې لاره
کله چې لومړي وزیر موډي په دې وروستیو کې خپل لید لوری اعلان کړ چې د سړي سر عاید لوړولو، مصرف لوړولو او تولیداتو ډیروالي له لارې به د هند اقتصاد دوه چنده، پنځه ټریلیون ډالرو ته نږدې کړي، شکمنو ورته خپلې ابرو ګانې پورته کړې. خو لکه څنګه چې هغه تشریح کړه، چې په کلک عزم او زیار ایستلو دا ناشونې نه ده.
بې له شکه چې د حکومت لیدلوری د پام وړ اصلاحاتو ته اړتیا دا باید په قوي عزم د ستونزو څخه ووځي چې په اقتصادي راتلونکي کې د دید وړ دي.حکومت په پام کې لري چې د بانکدارۍ سکتور د نه اجرا وړ شتمنۍ په ګوته کړي، ترڅو د صادراتو کچه لوړه کړي، د هر ډول کرنیز بحران سره مبارزه وکړي او د مالي هوښیارتیا قرباني کولو پرته د زیربنا په پراختیا کې عامه پانګوونه ډیره کړي. دا د د مالیې جوړښت ساده کولو ته اړتیا لری ترڅو د سوداګرۍ اسانتیا او د مالیې پراخه شبکه ولري، هغه پلانونه چې د اوسني تائید شوي GST (د اجناسو او خدمتونو مالیه) لایحې سره یو ځای حرکت کوي.

د یو ملیون رای ورکولو مرکزونو سره ، د 2.33 میلیونه د رای ورکولو محلونه، 1.63 میلیونه د کنټرول واحدونه، 1.74 میلیونه VVPATS (د رایه ورکوونکو تائید وړ د تفشی کاغذونه)، او 11 میلیونه کارکوونکي او نږدې 729 میلیونه ښځې رایه ورکوونکي، د 2019 کال هندي ټولټاکنې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لویې ټولټاکنې ګڼل کیږي. لومړي وزیر موډي ته د یو دور ټاکل شوي ماموریت واک ورکړل شو. مګر پدې وروستیو کې اعلان شوي مالي او عامه پالیسیو او د اوساکا G20 غونډې کې د هند مثبت نړیوال ډیپلوماتیک دریځ په ګډه څرګنده کړه چې حکومت په سمه لاره روان دی، لکه څنګه چې هیواد پداسې حال کې د نوي هند جوړول غواړی چې هیواد د خپلواکۍ 75 کلیزې ته نږدې کیږي.