د فلم زرین سکرین میراث
د پخوانیو نړیوالو فلمونو او د هندي ډایریکټرانو نامتو کارونو څخه نیولی تر جایزه ګټونکو سیمه ایزو فلمونو چې له هیره ایستل شوې ژبې یې بیرته را ژوندۍ کړي، د هند نړیوالې سینما غونډې د ښې سینما څخه لا ډیرشیان وړاندې کړ
هغه څه چې 50 کاله پخوا په هند کې پیل شو ترڅو غوره نړیوالې سینمایي بیلګې ښکاره کړي خو اوس یې د نړۍ د فلمونو مشهوره نندارتون بڼه ځانته غوره کړې. د هند د نړیوالو فلمونو غونډه IFFI د نومبر په 20 د ګوا، پنجم کې د خپلې 50 کلنۍ غونډې څخه پردې پورته کړې او غونډه یې په شانداره مراسمو پرانیسته او د هند نامتو ستورو امیتابچن او راجنیکنت هم ورکې برخه اخیستې وه. دا غونډه د هند د دولت د نشراتو او معلوماتو وزارت، او د ګوا دولت لخوا جوړه شوې وه. IFFI نه یواځې د آسیا غوره غونډو څخه شمیرل کیږي بلکه خورا ارزښتناکه هم ګڼل کیږي.
ښځې او د هغوی خوبونه
په غونډه کې د 76 هیوادونو څخه د 200 لا ډیر فلمونه نندارې ته وړاندې شول. خو اصلي اړخ یې ډیر شمېر هغه فلمونه ول چې یا یې د ښځې اصلي رول درلود او یا یې د ښځو په اړه کیسه جوړه شوې وه – د نړۍ څخه داسې 50 فلمونه غوره شوي و! دې فلمونو د ښځو غوره کیسې او د هغوی خوبونه بیان کړي. تر ټولو دوه مهم فلمونو – یو (37 ثانیې) د جاپاني ډایریکټر هیکاري او بل یې (د مازدیګر په پنځو کې) د ایرانۍ فلم جوړونکې سمیرا مخملباف و. د ابیشیک شا هیلارو او سمیر ویدوان اناندي ګوپال فلمونو په شمول څو نور فلمونه هم د ښځو په اړه و چې خپل خوبونه یې ریښتیا کړي دي. هیلارو مراټی فلم دی او اناندي ګوپال د هند لومړنۍ ښځینه ډاکټرې، اناندي ګوپال جوشي په ژوند جوړ شوی چې په نولسمه پیړۍ کې یې د پنسلوانیا ښځینه طبي کالج کې زده کړې سرته رسولې وې.

“زه ویاړم چې دلته [IFFI، 2019 کې] یم. زه د هند دولت او د ګوا دولت څخه مننه کوم چې زه یې بللی یم. فلمونه تل د ټولنیز ژوند مهمه برخه وه. په ګوا کې په دې کچه غونډه د ګوا خلکو ته هم خدمت کوي، هغه داچې پوه شي چې په نړۍ کې څه روان دي او مونږ ته ددې فرصت راکړې چې دې خلکو سره وګورو او یوځای شو.”
امیتا بچن د هند فلمي اداکار او د پډما ویسبوشان ګټونکی

“د IFFI موخه ده ترڅو دا ښکاره کړو چې خوشحالۍ او خوښۍ اصلي ریښه د هند څخه ده او دا ان تر نتیا شسترا پورې رسیږي چې 2200 کاله پخوا لیکل شوی. ”
امیت خارې سکرتر،د معلوماتو او نشراتو وزارت، د هند دولت
سیمه ایز پام
غونډې تل د سیمه ایزو هندي فلمونو پراختیا ته وده ورکړې او سږ کال هم دا کار تکرار شو. د غوره هندي فلمونو برخه کې پنځه مراټي فلمونه نندارې ته وړاندې شول چې د سیمه ایزې سینما برخه کې لوړه کچه وه. د هند د سیمه ایزو ژبو ساتلو باندې د څو فلمونو پام و. د شمال ختیځ هند څخه درې فلمونه وړاندې شول چې پخوانۍ ژبې یې نندارې ته وړاندې کړې. ترټوله مشهوره یې د ملي جایزې ګټونکي اسامي فلم جوړونکي، مانجو بورا د ښځو په زهرینه ځمکه کې فلم وه، د پنګچینپا لهجه یې کارولې، چې د له منځه تللو په حال کې ده. نامتو اسامي فلم جوړونکي اوتپال ډوټا بوهوبریتا چې فلم کې ځانګړی شاعري انداز لوبولی او د پرادیپ کُربا لیودو د ګارو/خاسي ژبه یې کارولې.

“ما په خپل کاري ژوند کې ډیر ښه وختونه لرل، دا ډیره ستونزمنه ده چې د یوه کیسه وکړم، ما د ډیرو ښو خلکو، ښو ډایرکټرانو سره کار کړی… زما پیغام دا دي چې لاړ شه او فلمونه وګوره.”
ایزابیلې هپیرټ فرانسوۍ اداکاره

“مونږه د شریکه فلمونو په تولید عادت یو او دا ډیره ښه ده چې د خلکو سره خپل تجربه ګډه کړو. که څه هم مونږ د یو بل څخه لرې یو خو بیا د یوې کورنۍ څخه یو چې په فلمونو پوهیږو.”
ګوران پاسکالیجیویک سربیايي فلمي ډایریکټر، د دود برسیره
شاته لید
د 1950 کلونو او د 1970 کلونو ورستیو ترمنځ، د هند سینما د ډاریکټرانو نوې لیګ پرمختګ وکړ چې فلمونه یې د تجارتي فلمونو په پرتله د کیسو، هنرکارانو او بودیجې له پلوه لوړوالی درلود. د مرینل سین، ادور ګوپالکریشنان، شیام بینګال او ماني کاول غوندې تکړه خلک له دې ډلې څخه دي. یوه ځانګړې برخه پرانیستل شوه، (د هند په سینما کې پخوانۍ څپه)، چې د داسې ډایریکټرانو 12 فلمونه نندارې ته وړاندې شول – په دې غونډه کې د هند 90 فلمونه، 6 نړیوال او 11 اسیایي فلمونه و او ورسره درې غلي فلمونه او موزیک هم مل و.

سږ کال د فلم جوړونې سیالۍ هم وه چې د مانیا لنډ فلم وړوکي فلم سیالۍ په نامه وه. دا غونډه نه یوازې د فلمونو ښودلو بلکه د داسې یوځای په توګه کار کوي چې د غوره نظرونو او بحثونو تبادله ورکې وشي. د ځواکمنو نړیوالو اوازونو په ګډون IFFI د سینما لمړني موخې پوره کولو اجازه ورکړه – چې د ټولنې آینه واوسي، او د ستیاجیت رې خبرې یې بیا تکرار کړې (د سینما خام مواد په خپله ژوند ده).
IFFI 2019: The winners


په میدان کې جذاب
په غور کې
روسیه په IFFI 2019 کې د پام لاندې وه او هغه اته فلمونه ښکاره شول چې د روسي سینما ول او یا یې په نړیوالو فلمونو کې ونډه لرله. او د پام لاندې فلم جوړونکی سږ کال تکاشي میک وه. د جاپان څخه دی او داسې انګیرل کې چې د نړۍ د غوره فلم جوړونکو څخه دی. د میک کار د کورني – ملګرتیا فلمونه دي چې په غونډه کې ښکاره شول.
د خبرو څخه پرته ویل
غلې فلمونه د ژوندی موزیک سره، د سږکال د غونډو نمونه وه او د یو زمان د خوښې فلمونه بڼې لپاره ځانګړې شوې وه. په دې برخه کې درې غلي فلمونه د الفرید هیچکاک بلک میل، د سرګي ایسینتاینس جنګی کښتۍ پوټمکین او GW پبست پانډورا باکس – ښکاره شول.