پرسونا

د مخکښ کس افسانه

مسله 03, 2020

د مخکښ کس افسانه

ارتي کپور سنګ |لیکوال

مسله 03, 2020


عرفان خان په آسانۍ سره غیر دودیز رول لوبولی، هغه نه یوازې د خپل لوبې ښکلي انداز لپاره مشهوره دی بلکه غورا خاکساره انسان هم دی. څرنګه چې بې وخته مرګ د هغه صعود درولی، نو ځکه مونږ د پډما شري لاسته راوړونکي دې اداکار کارکرد ته بیا کتنه کوو

هرڅوک پوهیده چې عرفان خان د سرطان په بې درمانه ناروغۍ اخته دی، خو کله چې هغه ویډیويي پیغام خپور کړ ترڅو د خپل وروستي فلم، انګریزي میډیم، لپاره تبلیغات وکړي، نو مینوالو یې تمه پیدا شوه چې هغه به بیا د سپینو زرو په سکرین ښکاره شي. خو کله چې د هغه د مرکز اوازه د کویډ – 19 په وبا کې خپره شوه، په زړونو درنده پریوته. داسې انګیرل کیده چې یو لوی ماتم وي. هیڅ کومه تماشه نه وه، ملي ماتم نه و خو تشه یې د حس وړ وه.

د تل لپاره تماشه جوړونکی

کله چې د هغه ملګرو د فلمونو څخه لاسته راوړل شوو پیسو ټولولو په هوس کې وه او میلیونونه یې شمېرل، صاحب زاده عرفان علي خان (د هغه اصلي نوم) په هندوستان او بهر کې غیر دودیز او ستونزمن رولونو لوبولو باندې پیل وکړ. د هالیود فلمونو سره یې چې کار کړی – د مایکل وینټرباټم پیاوړی زړه (2007)، چې د وال سټریټ ژورنال سویلي آسیا خبریال ډانیل پیرل د وژنې پر بنسټ جوړ شوی وو چې هلته د انجیلینا جولي سره په ګډه د فلم ستوری و، د میرا نیر همنومی (2006) او بیا په 2008 کال کې د ډني بایل سلم ډاګ میلیونر فلمونو – د هندی فلمي صنعت هاخوا ورته شهرت ورکړ، او په هره لمانځغونډه کې به دی حاضر و ځکه چې د سوداګریزې سینما نړۍ کې پیژندل شوی کس و. دواړو نړیوالو او هندي لیدونکو ښه پیژنده، هغه په سکرین باندې بیلابیل شخصیتونه په غوره بڼه لوبولي دي.

عرفان (اداکار خپل تخلص د پخواني دین او شجرې پریښودلو نښې په توګه لرې کړ)، په پراخه کچې د عام وګړي ستوري په توګه پيژندل کیده، هغه د 2020 کال د اپریل په 29 مه د سرطان ناروغۍ سره د دوه کلونو جګړې وروسته ومړ

هغه په 2011 کال کې د پډما شري جایزه وګټله، چط د هندوستان ترټولو څلورمه لوړه جایزه ده. په رښتیا سره ډیر کم اداکاران دي چې د عرفان په څیر څو ډوله فلمونو کې ښه لوبیدلی وي. د مړینې په مناسبت یې BBC هغه (په هالیود فلمونو کې ترټولو غوره لوبیدلی هندي اداکار) په توګه وستایه. نږدې د 80 فلمونو پخوانی سرتیری، ډیر خلک لا هم خبر نه دي چې هغه د خپل عمر په دریمه لسیزه کې نږدې وه اداکاري پریږدي – وروسته له هغه چې د تلویزیون پروګرامونو یوه لسیزه ګټوره نه وه. د هغه ترټولو ارزښتناکه موخه د خپلې مور خوښ ساتل و چې هغه هم د ده د مړینې څخه یوه اونۍ وړاندې مړه شوه. وروسته له هغه چې په 1987 کال کې هغه د ډرامې ملي ښوونځۍ څخه فارغ شو، خان ممبی ته کډه شو، چې هلته یې په څو تلویزوني سیریالونو کې کار وکړ. په تلویزیون کې د هغه کله، کله ښکاره کیدل هغه ته په ستونزمن ژوند کې لږ ګټور و. د ډرامې په ښښونځۍ کې هغه خپل راتلونکې میرمنې سره اشنا شوی و – چې لیکواله سوتاپا سیکدار ده. هغه یادوي چې: هغه تل غور کاوه. زما په یاد دي چې هغه به کله کور ته راته، هغه به سیده د خوب ځای ته تلو، په فرش کښیناسته، او کتاب یې لوست. د خپل مختلف کارونو سره بلدتیا په خاطر پیژندل شوی عرفان هر رول په سټایل سره لوبولی شو. خو هغه هیڅکله د سوداګری او موازي سینما منځ کې توپیر نه کاوه. کیدای شي همدا یې دلیل وي، سربیره پردې چې بالیوډ کې بریالی و خو بیا هم هالیوډ کې د ننګونو څخه ډکو پروژو کې څرګندیده.

د هغه خپل ګروپ

عرفان غوښتل چې په لوی سکرین ښکاره شي. د هغه مشهوره کار کوچنی رول و – ان یوه صحنه – د میرا نیر نامتو سلام بمبی 1988 فلم و. د یو لسیزې سلګونه بې علاقې رولونو  او ګڼ شمیر ناکامه فلمونو وروسته، هرڅه بدل شول چې کله ورته د لندن اوسیدونکي آصف کپاډیا د واریر (جنګیالي) فلم کې ورته مخکښ رول ورکړ، چې په هیمچل پردیش او راجستان کې ډک شو. په 2001 کې فلم بازار ته ووت او په څو فلمي لمانځغونډو کې وستایل شو، چې په ګرده نړۍ کې یې د عرفان خان څیره خلکو ته وپیژندله.

کړی، عرفان او کلي مکډونالډ د یوې لنډې مودې څخه خوند اخلي،

پای

د عرفان په وینا، هغه غوښتل داسې فلمونو کې کار وکړي چې اوږد اغیز ولري، چې د ورستۍ صحنې وروسته هم ورسره خبرې کولې او بیرته راتللې. هغه وویل چې هغه داسې فلمونو ته ترجیح ورکوله چې د لیدونکو سره اوږدمهاله اړیکه جوړه کړي. دې غوره اداکار یو ځل وویل: زه د یو روح په توګه چې د غوره والي په لټه کې دی، خوښ او راضي یم او داسې کس یم چې تراوسه د خپل موجودیت او د ژوند معجزو سره ارام نه یم. کیدای شي همدا نظریه وه چې تل یې عرفان هڅاوه ترڅو یو سینمايي نابغه شی او هر رول ولوبوي.

ارتي کپور سنګ

آرتي یوه خپلواکه لیکواله ده، په بیلابیلو رسنیو کې نږدې دوه لسیزي تجربه لري. په فلمي زده کړو کې د دوکتورا اخیستلو وروسته اوس هغه د خپل خوښې کار کوي چې نړۍ کې نوې شیان ومومي. هغه په خوړو، سوکالي، فلمونو، سفر، روغتیا او فلمي ستورو لیکنې کوي.
error: Content is protected !!