د نوښت مورچل
د هندوستان دفاعي څیړنې لپاره ترټولو مخکښ سازمان، د دفاعي څیړنې او پراختیا سازمان (DRDO) دومره وده کړې چې د نړۍ د نوښت مهم مرکزونو څخه شمیرل کیږي. د هندي بنسټونو په اړه دې نوې برخه کې، موږ تاسې ته د DRDO وروستي پرمختګونه وړاندې کوو چې دا اداره او هندوستان یې په نړیواله کچه اوچت معرفي کړی
دا یو ستونزمن کار و چې د هندوستان غوره ساینسي بنسټونه، د دفاع ساینس سازمانDSO ، د دفاع تخنیکي پراختیا اداره (DTDE) د تخنیکي پراختیا او تولید ریاست (DTDP) په 1958 کال کې د نوي دفاعي څیړنې او پراختیا سازمان یا DRDO لپاره د لوړې ودې او ظرفیت اوچتولو لپاره یوځای شول. خو د کلونو په تېریدو د ټول هیواد لومړني 10 لابراتوارونو د 50 خورا پرمختللي څیړنیز مرکزونو موجوده شبکه جوړه کړه. په هیواد کې ډیرو ساینسي سازمانونو، چې DRDO یې مخکښ دی، د هندوستان ټیکنالوژیکي خنډونو لرې کولو لپاره نوښتګره حل لارې برابرې کړي دي.
کله چې په 1960 کلونو کې د انډیګو پروژه په لومړي ځل د ځمکې څخه هوا ته د مینځني واټن ویشتونکي توغندیو (SAM) جوړولو لپاره پیل شوه، هغه وخت DRDO نوې جوړه شوې وه. خو، د سپټمبر په 7مه د هایپرسونیک ټیکنالوژي نښه کولو وړونکی (HSTDV) په بریالۍ توګه وتوغاوه د DRDO د بې څارې ودې ثبوت و.
د کلونو په تېرېدو چې سازمان د وسلو سره، برښنایی آلات، وسیله جوړل، پرمختللي محاسبې او تحلیل، ظرفیت جوړونه، اروايي څیړنې، لومړنۍ لیدنې او ان طبي څیړنې تر پوښښ لاندې ونیوې، نوښتونه څو برابره شول. څو ځله غوره نوښتونو هندوستان د دفاع برخه کې د مخکښ هیوادونو ډلې کې رواړی، په زړه پورې دا چې دا نوښتونه په بشپړ ډول داخلي دي. د هندستان د لومړي وزیر نریندرا موډي د ځان بساینې غوښتنه لا پخوا د DRDO کار و، چې د 60 کلونو راهیسې د هندوستان د اردو، سمندري ځواکونو او هوایی ځواک تخنیکي ځواک پیاوړی کوي.
خوندي فضا
د هندوستان د سپوږمکۍ ضد توغندیو (A-SAT) د بریالي ماموریت څخه نږدې یو کال وروسته، دا هیواد اوس هم یوازې د څلورو هیوادونو څخ دی چې داسې وړتیا لري (درې نور یې د امریکا متحده ایالاتونه، روسیه او چین) دي. د هندوستان د نظارت ظرفیت سره، د A-SAT توغندیو دقیقوالی هم د حیرانتیا وړ دی د شاکتي ماموریت په نامه یې بیروني فضا ته د خوندیتوب جال پراخه کړی. ASAT به د مدار څخه بهر شوو سپوږمکیو او د انټرکانټینینټال بالیسټیک توغندیو مخنیوي کې اړین رول ولوبوي. په2016 کال کې د لومړي وزیر موډي د آمر سره سم، د A-SAT توغندیو د جوړولو ټیمونه یو شول او د شاکتي ماموریت په حقیقت بدل شو. د DRDO رئیس، ډاکټر ج. ستیش ریډي وايي: “په لنډ وخت کې د DRDO پلان ته د عمل جامې اغوستل په خپله د ټیکنالوژیو بشپړتیا، ژمنتیا، لیوالتیا او وړتیا ښکاره کوي چې په ټاکلي وخت کې ننګونې ومني”.

د لید څخه وړاندې
د 2019 کال سپتمبر کې، DRDO د هند هوایی ځواک ته توپخانې ته یو بل ډول پرمختللې وسله اضافه کړه، د لید هاخوا هوا څخه هوا ته د توغندي (BVR AAM) بریالۍ آزموینه وشوه چې د اسټرا (وسله) په نامه ونومول شوه. دا د هیواد مشهور جنګی الوتکو، سوخوی 30 MKI کې ځای پر ځای شوي، او کله چې د 8 کیلو متره لوړوالي څخه فیر شي، BVR AAM آسټرا وړتیا لري چې یوازې د 5 متره دقت سره 100 کیلو میتره لرې هدفونه په نښه کړي! د Su30-MKI جنګي الوتکو څه باندې 150 ډوله ازمایښتونو وروسته هوایی نظامي تصویب کړه چې د آسټرا توغندي نصب شي.
د سلاګانو هاخوا
وروستیو کې د DRDO سمه بیلګه دا وه چې د کورنیو تولیدونکو سره د ګډ ژوند ملګرتیا جوړه کړي ترڅو د هندوستان ساینسي ستونزو لپاره حل لارې برابرې شي. د دې څو اړخیزه مشارکتونو اصلي نمونه د سپکو جنګي الوتکو (LCA)، تیجا، سمبالیدل په پوره مډرن او داخلي پرمختللي کاوري جټ ماشینونو دي. HAL (د هندوستان هوايي انجنیري لمیټډ) سره د LCA جوړول د هغه ټیکنالوژي لویه بریا وه چې په هیواد کې نشته، دوی له صفر څخه پیل وکړ او په داخلي تخنیکي پرمختګ کې د ټول هیواد مخکښان دي. په حقیقت کې، د دې الوتکو مهمه ټیکنالوژي، د ځای پر ځای اکسیجن (OBOX) تولید سیسټم چې د اوږده ماموریتونو ترسره کولو پرمهال د اکسیجن تمویل تضمینوي، ان دا ډول اکسیجن په روغتونونو کې د کویډ-19 په ساري ناروغۍ اخته تنفسي ناروغانو ته ورکړل شو.

د کویډ-19 وبا خپرېدو راهیسې، دې ادارې په ملګرتیا کې فعاله ونډه اخیستې ترڅو د کویډ-19 وبا خپریدو پر وړاندې غوره ابتکاري حل لارې پیدا کړي. د مثال په توګه، د “د خوب لیدلو جرئت 2.0” سیالۍ د هندوستان د پخواني ولسمشر او DRDO ساینسپوه ډاکټر APJ عبدالکلام پنځم تلین مراسمو کې د (جولای 27) پیل شوه. دا سیالي د هیواد غوره مبتکرین او د تکنالوژي کمپنیو پیل کوونکو ته بلنه ورکوي ترڅو د دفاعي وړتیاو لوړولو لپاره د سازمان لخوا پیژندل شوو ټیکنالوژیو کې انقلابي نظرونه او مفکورې شریک کړي.
په اوسني وخت کې چې ټول ملت د لومړي وزیر د “اتمانیربار بهارت” او په کورني نوښت او تولید باندې د تاکید غږ ته لبیک وايي، DRDO د لا پرمختللې بدلون لپاره چمتو ده. دا سازمان د لارښود په توګه راپورته شوی چې هیواد په ځان بسیا کړي، د هندوستان حکومت پدې وروستیو کې د 108 بشپړ سیسټمونو لیست خپور کړ چې په هندوستان کې جوړیږي او دې لیست کې کوچنۍ بې پیلوټه الوتکې او ځمکنی موټر، په شپه کې د لید وړتیا آلې وسلې او نور شیان په سترګو کیږي. دا پرمختګ وروسته له هغه رامینځته کیږي چې د DRDO لوی خو د جرئیت ډک حرکت سره په هیواد کې د ساینس پرمختګ او داخلي صنعت سوداګریزو پروسو کې اسانتیا لپاره 450 جواوزونه ته وړیا لاسرسی ورکړ. دا معلومه ده چې په نږدې راتلونکي به DRDO د 7،300 ساینسپوهانو په شمول د خپلو 24،700 کارکوونکو سره په هیواد کې د مخکښو تکنالوژیکي ادارې په توګه راڅرګنده شي.