د هندي لوبو سامان داستان
هندوستان د لوبو سامان جوړولو غني میراث لري. د هیواد لومړي مجازي لوبو سامان پروګرام کې پیل د هندوستان لومړي وزیر د ماشومانو پرمختګ کې د دودیزه هندي لوبو سامان ارزښتناکه رول په اړه وویل او د لوبو سامان جوړولو ټولنې وهڅولې ترڅو خپل کسب پرمخ ویسې. مونږ تاسې ته د ټول هیواد څخه یو څو لږ پیژندل شوي سیمه ایز د لوبو سامانونه وړاندې کوو
ساینسپوه او د ماشومانو لوبو سامانونو مخترع، ارویند ګپتا باور دی چې: د لوبو سامان سره د ماشوم ترټولو غوره کار د هغه څیز ماتول دي. ارویند ګپتا په 2018 کال کې د پوهې لپاره ځانګړو کارونو له امله د پډما شري جایزه وګټله. د ماشومانو د لوبو سامان د ماشومتبو غوره برخه ده. د تصمیم نیونې پیاوړتیا ته پراختیا ورکوي او همدا راز د یو ماشوم پیژندنې ځواک ته وده ورکوي. داسې باور کیږي چې د لوبو هندي سامانونو تاریخ تیر 5000 کلونو ته رسیږي، او همداراز ماشوم د هیواد بې شمېره فرهنګ، دودونو او ټولنو سره بلدوي.د هندي سیمه ایزو لوبو سامانونو ارزښت او په هندي سیمه ایز اقتصاد کې د لوبې سامان جوړونې په اړه لومړي وزیر نریندرا موډي په مجازي ډول د هیواد لوبو سامان جوړولو لومړي پروګرام پرانیستغونډې پر مهال وویل: زمونږ (هندي) لوبو سامان د هندي ژوند برخې بیا کاروي او ریسایکل کوي. د هند د لوبو ډیری سامانونه د طبیعي او ایکو-دوستانه موادو څخه جوړ شوي. په دو استعمال شوي رنګونه طبیعي دي او روغتیا ته تاوان نه لري. لومړي وزیر موډي همداراز د خپل پرانستغونډې وینا کې پر تولیدوونکو تاکید وکړ چې خپلو تولیداتو کې د پلاستیک استعمال کم او د ریسایکل وړ مواد ډیر کړي.

د لوبو سامان سره ټول ملت علاقه وي، او یو ملت یې ترشا ولاړ ترڅو د لوبو داسې سامان تولید او نندارې ته وړاندې شي چې د خلکو د ودې او خوښۍ سبب وګرځي. نن په ډیرو ټولنو کې د لوبو سامانونه او ګیمونه په فابریکو کې تولیدیږي، چې دې سره نړیواله ټولنې صنعتي کیدو په لور مخ کوي. پخوا، د لوبو سامان او ګیمونه د ماشومانو، کورنیو او سیمه ایزو هنرکارانو لخوا جوړیدل. خو نن د لوبو ډیر سامان په پراخه کچه صنعتي بڼه باندې تولیدي خو بیا هم د ګوتو په شمار هنرکاران شته چې د خپل دودنو او رواجونو ريښې یې ساتلې او د لوبو سامان جوړولو سره یې خپل ځانګړی هویت خوندي کړی. تاسې یو څو لږ پیژندل شوي د ماشومانو د لوبو سامان په لاندې ډول وړاندې کوو.
د کونډپلي د لوبو سامان
د اندراپردیش یو فرهنګي نښه، د کونډپلي د لوبو سامان بلل کیږي – په ډیر ظرافت د لاس په وسیله لرګی کې حکاکي کیږي بیا رنګیږي – او د هماغه کلي نوم باندې یادیږي چې څلور پيړۍ وړاندې له هغه ځایه سرچینه اخیستې وه. د لوبو دا سامان بیلابیلې بڼې لري لکه د ترانسپورت اړوند لارۍ، ریکشاګانې، ګاډۍ، کراچۍ، د هندویزم داستانونو کیسې او د کلیوال ژوند انځورونه، حیونات او مرغان ورکې شامل دي. د ډاساوترام (د ویشنو لس بڼو) سیټ د کونډپلي د لوبو سامان مشهوره ډول دی.
د اشاریکانډي تیراکوټا ګوډیانې
د آسام دوبري ولسوالۍ کې یو کلی لرې پروت دی چې د تیراکوټا ګوډیانې لپاره نوم لري. د دودیزه سامان په مرسته هنرکاران په ماهرانه ډول د خپل خدایانو، حیواناتو، مرغانو مجسمې او د ورځیني ژوند اسباب جوړوي. د اشاریکانډي ترټولو مشهوره ډول د هاتیما پتول په نامه (پټول په آسامي کې د ګوډي په نامه دی). هاتیما پتول چې د فرهنګي ارزښت سمبول نښه ده د یو مور ښکارندویې کوي چې د فیل په څیر اوږده غوږونه لري او ماشوم خپل لاسونو کې غیږ کې نیسي، او په ځیني ډیزاینونو کې یو بغل کې یې ماشوم وي او بل بغل کې یې پرادیپاني (خټین څراغ) یې بل بغل کې وي.

د چناپټنا د لوبو سامان
د کرناټکا د چناپټنا ښارګوټي په زړه پورې تولید دی، داسې ویل کیږي چې دې غوره لوبو سامان تاریخ د سویلي هندوستان ځواکمن پادشاه، ټیپو سلطان (1782 -1799) دورې ته رسیږي. په دودیز ډول د لوبو دا سامانونه د عاج لرګیو څخه جوړیدل خو اوس د کلونو په تیریدو د ربړ، چنار، د سپین صندل لرګي، سبر او ناجو ونو لرګيو څخه هم کار اخلي. دا د لوبو سامانونه چې په لاس حک کیږي او ښوی رنګ ورکول کیږي، ځینې یې پوهنیزه بڼه هم لري. هنرکاران په چناپټنا چې د ګمبګله اورو یا د لوبو ښارګوټي په نامه هم یادیږې، د ریل پټلۍ واګونوه او اسونه جوړوي او دې سره د کار سامان لکه قلم کیښودلو ځای او د شمع کیښودلو ځای جوړوي.
د تنجاور ګوډیانې
د تنجاور ګوډیانو ځانګړې بڼه د هغوی خوځیدونکي سرونه دي، چې له همدې کبله ټامیل کې ورته تنجاور تلیاټي بومامي وايي، چې د سر خوځیدونکې تنجار ګوډي په معنی ده. د ټامیل ناډو تنجاور ښارګوټي څخه يې سرچینه اخیستې، دا ګوډیانې په د خټې، د مرمر تیږې او وکس موادو څخه د بهارتانتیام او کتکالی نڅاګرو کوچنۍ مجسمې جوړوي. د تنجاور ګوډیانې چاغ او کلوله مجسمې هم لري چې د پاچا او ملکې په بڼه جوړې شوي، او د تنجاور شاهي کورنۍ دور ښکاره کوي. او همدا راز د لوبو سامان ځانګړتیا ده چې په 2008 کال کې یې ځان ته جغرافیايي پيژندنه (GI tag) اخیستی.

د نتونګرام ګوډیانې
د ګوډیانو دا ځانګړی ډول چې د لرګیو څخه جوړيږي او د لویدیځ بنګال، بورډوان ولسوالۍ نتونګرام کلي څخه یې سرچینه اخیستې، همدې کلې په نامه یادیږي. د نتونګرام ګوډیانو تاریخ پنځلسمې او شپاړسمې پیړیو ته رسیږي چې د بکتي حرکت بنګال کې زور اخیستی و. که څه هم د نتونګرام ګوډیانې د کریشنا، د هغه د ژوند ملګرې رادا او پوځ ګوډیانې لري چې د بوردوان وخت پاچاهۍ څخه اغیزمن شوی، د دوی نامتو تولید خورا په ځانګړي کنګ مرغانو جوړه ده.د هندوستان د لوبو سامان نه یوازې د مستۍ لپاره کارول کیږي بلکه د پوهې استفاده هم ورڅخه کیږي. او د لومړي وزیر موډي په مشرۍ دولت هیڅ کوښښ څخه هم نه لاس په سر کیږي ترڅو د هندي لوبو سامانونه مشهوره کړي او سیمه ایز کسبګر وهڅوي چې خپل هنري میراث کارونه پر مخ ویسې. په رښتیا سره، د لوبو سامان یو د 24 سکتورونو څخه دی چې هندوستان یې غواړي په ځان بسیا شي او واردات کم شي. د دې لپاره کار کولو کې هیواد د 20 سلنه څخه په 2020 کال کې 60 سلنه ته مالیه اوچته کړه او د کیفیت کنترول سیستم یې جوړ کړ، چې له مخې به یې د 14 کلن څخه ټیټ عمر لرونکي کس لپاره ټول د لوبو سامانونه او اړوند مواد باید د هندوستان د معیارونو دفتر لخوا تائید شي.د دولت او د ډیزاین ملي انسټیټیوټ په څیر د انسټیټیوټونو ملاتړ سره، به د هندوستان د لوبو سامان جوړولو صنعت نه یوازې وده وکړي بلکه دې سره به د لومړي وزیر د اتمانیربار بهارت ، په هندوستان کې جوړ شوی او د سیمه ایزو لپاره غږ ماموریتونو تګلارو سره هم سمون خوري