د لویې همالیه لاسته راوړنه
د نړۍ ترټولو اوږد لوړ ارتفاع لرونکی تونل په همالیه کې، د اتل تونل یو انجنیري شاهکار دی او په وروستیو کې د لومړي وزیر موډي لخوا پرانیستل شو. مونږ د تونل ستراتیژيک اهمت ته ژوره کتنه کوو
د 2020 کال د اکتوبر په 3، د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي د نړۍ لوړې ارتفاع لرونکی سړک تونل پرانیست – د اتل تونل – د هیمچل پردیش روتانګ کنډو کې، چې تپه اي ښار منالي به د لهاول سپيتي درې سره ونښلوي. دا تونل چې د انجنیري شاهکار دی، په همالیه غرونو کې د هندوستان سرحدي زیربنا یوه مهمه برخه ده. د لډاک اتحادي سیمې پلازمینې، لیه او وړاندې نورو سیمو سره د هر ډول هوا نښلولو موخه کې یو ګام پرمختګ دی، او د هیواد دفاع لپاره خورا ارزښتناکه دی.
د حیرت وړ ارقام
9.02 کیلومتره اوږد تونل چې 3000 متره ارتفاع کې د همالیه غرونو ختیځ پیر پنجال لړۍ کې موقعیت لري، د لیه – منالي پر لویه لار کې واقع شوی دی. د لهاول ښکلې سیمه کې د کیلان شمال ته، دارچه پورې لاره نښلوي. وړاندې له دې چې تونل د تګ راتګ پرمه پرانیستل شي، دا سیمه به نږدې د شپږ میاشتو لپاره یوازې پاتې کیدله ځکه چې د روتانګ کنډو د نومبر څځه تر مې پورې په واورو پوښلی وي. هرکال چارواکو زیار ګاله چې واوره لرې کړي او لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیزي. دا تونل همدا رنګ د منالي او لیه 472 کیلومتره لاره 46 کیلومتره نوره هم لنډوي، چې د روتانګ کنډو څخه د تیریدلو وخت د دوه ساعتونو څخه 15 دقعو ته کموي. دا پروژه د دفاع وزارت د سرحد سړکونو سازمان (BRO) لخوا تطبیق شوه. د BRO پرسونلو سربېره د اتل تونل کې د اتریش، کرواسي، ترکیه، هنګري او فلپین په شمول د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه متخصصینو کار کړی دی.

ننګونې
دا تونل د پخواني هندي لومړي وزیر اتل بیهاري واجپايي په نامه نومول شوی ځکه چې د هغه وخت ادارې دا پروژه په 2000 کال کې پیل کړه. د اتل بیهاري واجپايي دولت د 2000 کال د جون میاشت کې هوډ وکړ چې تونل جوړ کړي، او د تونل سویلي برخې ته د رسیدو سړک د بنسټ تیږه په د 2002 مې کې کیښودل شوه. خو پروژه د تمې څخه کراره پرمخ روانه وه ځکه چې انجنیران څو ننګونو سره مخ شول. د لوړې ارتفاع او شدید اقلیمي وضعیت ننګونې، په ځانګړي ډول په یخو میاشتو کې د کار زمینه برابره نه وه. د ژمي میاشتو کې د ډیرې واورې او شدید طوفان له امله د تونل شمالي برخه د لاسرسي وړ نه وه، چې د پروژې کارونه یې ټکني کړل. انجنیرانو یوازې د سویلي پلوه کولای شول چې تونل کیندنه وکړي. لویه ستونزه یې ان د همالیه بې ثباته جیولوژيکي وضعیت او ورسره د زلزلې فعالیت چې د ځمکې او واورې ښوېدلو لامل کیږي. تونل ته د رسیدلو پورې د واورې ښویدلو 46 ځایونو څخه تیریږو. د دې څخه خلاصون لپاره انجنیرانو د اتریش تونل کیندنې نوی میتود وکاروه – یو ډول پرمختللی تکنالوژي چې د همالیه سیمه کې د تونل کیندنې لپاره مناسب ده. د اوه کاله کیندنې وروسته، د دواړو خواوو څخه د 2017 کال اکتوبر کې کیندل سره ونښتل. د دې جوړولو کې د تښتولو یو ایمیرجنسی تونل هم دی چې په اصلي تونل کې جوړ شوی او همدا راز د واورې ښویدلو مخنیوي لپاره 18 ځایه ساختمانونه جوړ شوي دي. د مهالویش له مخې باید تونل د 2020 کال مې کې بشپړ شوی و، خو د کوید– 19 وبا له امله د تونل کارونه په سپتمبر کې بشپړ شو.
یوه خوندي پوله
د اتل تونل د هندوستان د پولې مهمه برخه ګڼل کیږي چې د وروستیو کلونو د پولې زیربناوو له جملې څخه ګڼل کیږي. د نښلولو ټول اختیارات لري لکه سړکونه، د اوسپنې پټلۍ او هوايي ډګرونه. د پروژې اغیز او انجنیري څخه د هندوستان د نورو دفاعي او پراختیايي زیربنايي پلانونو ارزونه په مثبت ډول کیږي. دا تونل چې ستراتیژيک اهمیت لري، مونږ ته ډاډ راکوي چې په چټکي او سرعت سره سلاګانې، خوراکي توکي او نور لوجیستیکي مواد د کال هر وخت کې په لډاک کې میشته عسکرو ته ورسوي. او مرسته کوي چې په چټکي سره پرسونل هلته استخدام کړو.
د سیمه ایزو سره مرسته
نوی سړک سیمه ایزو اوسیدوکو ته د ژوند اسانتیاوې او روغتیايي اسانتیاوې برابروي. د لهاول او سپیتي درې اوسیدونکي د ژمي موسم کې د هیواد نورو برخو څخه د شپږ میاشتو مودې لپاره د ډیرې واورې له امله بند پاتې کیږي. تونل به د لهاول درې او لډاک سیمې لپاره د ټوریزم (سیلانیانو) فرصتونه هم برابر کړي. د هیمچل پردیش دولت له وړاندې د سیلانیانو جذب لپاره پلانونه جوړ کړي، لکه د تونل په پیل او پای کې بريښنايي بسونه او رستورانتونو تنظیم. داسې پلانونه هم شته چې د لهاول–سپیتي دره کې ژمني لوبې تنظیم شي. تونل به خپله د سیلانیانو د جذب ځای وي، لکه څرنګه چې د سیلانیانو له هجوم څخه ښکاره شوه چې د پرانیستلو وروسته هلته ولاړل ترڅو د انجنیري دا شاهکار څخه لیدنه وکړي.