زرینه انجونې
سږکال د هندوستان کرکټ لوبغاړې میتالي راج لومړۍ هندۍ ښځه شوه چې په ټولو فارمټونو کې یې 10,000 لوبې پوره کړې، او هندوستان لومړي وزیر، نریندرا موډي لخوا هم وستایل شوه. د راج په څېر نورې هندۍ ښځینه لوبغاړې هم شته چې هیواد ته یې بریاوې راوړي
لومړي وزیر موډي د خپل وروستي راډیويي پیغام، من کي بات له لارې ملت ته په خطاب کې د میتالي راج، د هندوستان د ښځو کرکټ ټیم کپتانې لاسته راوړنې یادونه وکړه، د کرکټ نړیوالو لوبو کې لومړۍ هندۍ ښځینه کرکټره شوه چې 10,000 منډې یې پوره کړې او همدا راز لومړۍ ښځینه کرکټره شوه چې په نړیوالو یو ورځینۍ (ODI) لوبو کې یې 7,000 منډې پوره کړي. په زړه پورې ډول دواړه لاسته راوړنې یې په مارچ میاشت کې وې، هغه میاشت چې نړۍ د ښځو نړیواله ورځ ورکې لمانځي.

لومړي وزیر موډي په خپل پیغام کې د هندوستان بډمنټن لوبغاړې پ.و. سیندو یادونه هم وکړه چې د مارچ لومړیو کې په سویس اوپن Swiss Open کې یې د سپینو زرو مډال وګاټه. لومړي وزیر وویل: دا په زړه پورې ده چې مونږ د ښځو [نړیواله] ورځ هم په مارچ کې لمانځو او ډیرۍ ښځو هم په همدې میاشت کې مډالونه وګټل او ریکارډونه جوړ کړل. د نړیوالې ویشتنې سپورت فدراسیون (ISSF) نړوال جام چې په 2021 کال کې نوې ډيلي کې ترسره شو، هندوستان د مډال اخیستونکو لیست سر کې و. د سرو زرو مډالونو لیست کې هم هندوستان لومړی و. د ښځو ویشتل – دواړه په 10 مترو او 25 مترو کې – د ټورمنټ پر مهال وځلیدل. منو باکر، یاشسواني سینګ دیسوال، راج سرنوبات او چینکي یداف ښه وځلیدل. باکر په ټولو برخو کې ګټونکی شو. ګنیمت سیکون لومړۍ هندۍ ښځه شوه چې د ښځو سکیټ ویشتلو کې د پوخ عمر لرونکو نړیوال مډال وګاټه، او یو مډال یې په 2018 کال کې هم ګټلی و. او هندوستان د ټوپک ټیم لوبه کې دوه نور مډالونه هم وګټل.
د هندوستان ښځو اندیښنې سره سم د 2021 کال مارچ میاشت انحراف نه، بلکه یوه لویه پروسه شوه چې د هندوستان لوبو اصلي روایت دی. د اپریل میاشت کې ښځینه هندۍ بوکسرانو په 2021 کال Association Internationale de Boxe Amateur یا AIBA کې یوه احساساتي لوبه وکړه او تاریخ یې جوړ کړ. اته هندیان پایلوبې ته ووتل، چې اوه یې ښځې وې. او اوه واړه ټولې د پوډیم سر کې خلاصې شوې. ګیتیکا (48 کیلو)، ناوریم بی بیروجیسانا چانو (51 کیلو)، پونم (57 کیلو)، وینکا (60 کیلو)، اروندتي چودری (69 کیلو)، ټ. سنماچا چانو (75 کیلو) او الفیا پټان (81 کیلو) د بریالیو نوملړ کې وې. د 2017 کال ورته سیالۍ چې ګواهټي کې وشوې، هندوستانۍ ښځو پنځه طلايي مډالونه وګټل. خو 2021 کال سیالۍ چې په پولنډ کې وشوې د هندوستان ټیم اوه طلايي مډالونه وګټل، لومړۍ ټیم شو او د روسیې څخه مخکې شو. د هریانا بوکسره، ګیتیکا د هیواد ځواک کیسه مخته ویوړه. هغې د کوربه هیواد اتله نتالیا کوجویسکا 5-0 په د ښځو 48 کیلو پایلوبه کې ماته کړه. د آسیايي ځوانانو اتله بي بیروجیسانا د منیپور څخه د اروپايي روسۍ سیالې ولیریا لینکوا په ماتولو بریالۍ شوه.

پونم د پيل څخه تیري کوونکی موډ خپل کړ او د خپلې تجربه کارې فرانسوۍ سیالې ستیلاین ګروسي ته یې ماته ورکړه. پر ځای او چټکې سوکوهنې وکولای شول خپل سیال نمره اخیستلو ته پرېنږدې، نو له همدې کبله پونم په آسانۍ سره 5-0 بریا خپله کړه. وینکا د هریانا انجلۍ هم د لید وړ ننداره جوړه کړې وه. هغې د قزاقستان سوکوهونکې ژولدیز شایاخمتوفا داسې ووهله چې د لوبې څارونکي مداخله وکړه، لوبه یې ودروله او هندوستان یې ګټونکی اعلان کړ. د راجستان سوکوهنکې اروندتي د هندوستان لپاره یو بل د سروزور مډال وګاټه. کله چې یې د پولندۍ سوکوهونکې، باربرا مارسینکوسکا څخه په آسانۍ سره 5-0 وګټله. د آسیایي ځوانانو اتله سنامچا د قزاقستان ډانا ډیډې ته 5-0 ماته ورکړه. د مهارشټرا ځوانه لوبغاړې الفیا په پایلوبه کې د اروپایي ځوانانو اتله مالډوا ډاریا کوزوریز ته په 5-0 ماتې ورکولو سره د هندوستان لپاره اوم د سروزرو مډال وګاټه.
د دې برخې متخصصینو له آنده، که چېرې دې ځوان سوکوهونکو ته سمه لارښوونه وشي، دوی د لا پر مخ تللو لپاره ښه ځواک لري او دوی به ښه مخ پر وړاندې لاړ شي. لومړي وزیر موډي تل د سپورت په شمول بیلا بیلو برخو کې هندۍ ښځې هڅولي چې مخ پر وړاندې لاړې شي. په 2014 کال اګست 15مه کې د خپلواکۍ د ورځې پرانیستلو وینا کې وویل چې ښځې د هندوستان پرمختګ کې په مساوي ډول رغنده رول لري او په ویاړ سره یې د هغه 29 ښځو یادونه وکړه چې د 2014 کال مشترک المنافع لوبو کې یې مډالونه ګټلي و. په وروستیو کلونو کې، المپیک کې یوه هندۍ ډله برخه اخلي چې د ښځو او نارینه مساوي ونډه لري، او د راتلونکي 2021 کال توکیو المپیک هم کوم توپیر نه لري.