لوبې

لوبه پیل ده

مسله 02, 2020

لوبه پیل ده

ابیشیک دوبې |لیکوال

مسله 02, 2020


د تختو لوبو څخه نیولی چې د ذهن ستراتیژیک ځواک پیاوړی کوي، تر هغو چې یاد پیاوړی کوي، هندي دودیزې لوبې یوازې د ساعت تیرولو په پار نه دي. ابیشیک دوبې ځینو لوبو ته کتنه کوي چې بیرته په معاصر دور کې استعمالیږي، ان د معاصر دور لوبغاړو پام یې ځان ته اړولی

لرغوني هندي حماسې ډیرې دي چې د ساعت تیري لوبو بڼه لري چې د هغه وخت خلک یې په خیالي ډول خوښ ساتلي خو ستراتیژیک ننوګونو سره یې هم مخ کړي. لکه د چوسار لوبه، ډیری وخت ورته د مشهوره تخته اي لډو لوبې نیکه ویل کیږي. څلور کسان په تخته لوبه کوي، لوبه کې په ستراتیژیک ډول د مارکرو حرکت شامل دی – چې هر لوبغاړي ته څلور دانې ورکول کیږي. داسې یوه لوبه ده چې ان په هندي حماسه، مهابراتا کې یې یادونه شوې. نوې بڼه یې لډو، اوس په انلاین ډول ډیره مشهوره لوبه ده چې انلاین ډول زرګونه لوبې هر وخت کوربه کیږي. تاریخپوهان وايي چې ورته د کمسایيي لوبي په پخواني هند کې مشهوره وې. د هرپان دور څو پاتې شونو محلونو کې – مستطیل ډوله کمسايي کیندل شوي.

د ادو پولي اتم پخوانی ستراتیژيکه لوبه، د نښو سره چې د زمریانو او اوزو نمایندګي کوي،

بله مشهوره لوبه سطرنج ده، داسې باور شته چې هندوستان کې اختراع شوې. متخصصین وايي چې اصل کې ورته اشتپډه (64 مربع) وايي. او لوبه به پرته د تورو او سپینو مربع ګانو څخه په کمسايي باندې د سطرنج پر تخته کیدله. ځینې وايي چې چتورانګا (څلور اړخه) د سطرنج اصلي لوبه وه. په سانسکریت کې، چتور د څلور او انګا د اندام په معنی ده، دا یو اردو څلور شاخونو سمبول و. لکه د پخوا وختونو اردو په څیر، لوبې د فیل، ګاډیو، اسونو او عسکرو په څیر ټوټې لرلې، او ډیری وخت د جنګ ستراتیژیو مخته وړلو لپاره لوبول کیده. ورته دودیزه لوبه چې نن یې هم خلک کوي کټم ویلایتو ده. د ټِک – ټَک – ټو تغیر دی، دا لوبه به د پوستکو، سکو یا تیږو سره کیدله!

په منځني دور کې د قطعو لوبه هم مشهوره وه. یو مثال یې ګنجیفه ده، چې د مغلو دوران کې ښه مشهوره وه. په تاریخي ریکارډونو کې یې پیل 1300 م کال ښودل شوی، دا په لاس رنګ شوې قطعې د نن ورځې قطعو لوبو پیل و. اکثره لوبې داسې جوړې شوې وې چې ذهن او مهارتونو ته وده ورکړي. د ټامیل ناډو څو سیمه ایزې لوبې چې د ذهني پیاوړتیا او لید مهارتونو پیاوړتیا لپاره جوړې شوي – پلن کولي اتم او ادو پولي اتم (چې کرناټکا کې ورته هولي ګټا او اندرا پردیش کې ورته پولي جودم وايي) یې دوه ډوله دي. لومړۍ چې د اوه کوچنیو پيالو سره د تختو دوه قطارو او داسې شیانو ته اړتیا لري چې سکو ته ورته وي (تیږي، د غلې دانې یا پوستکي)، په دوه یا څلور لوبغاړو لوبول کیږي، دویم ډول یې د اوزو او پړانګانو پرنمایندګي د سکو په شمول په زړه پورې قوانین لري! په زړه پورې یې دا ده چې ډیري داسې داخلي لوبې اوس بیرته په انلاین بڼه پیدا شوي.

سیمه ایز خوند

هندوستان همداراز د څو بیروني لوبو د زوکړې ځای هم دی، چې د نړۍ ګوټ، ګوټ کې په بیلا بیلو نومونو یادیږي. هغه لوبه چې د اسام کربي انګلانګ ولسوالۍ ورته ډوپ کیل وايي، نوره نړۍ ورته نیول او وارول وايي. هغه کلیدي عنصر چې دواړه شیان سره جلا کوي د ټوټو توپ – چې واریږي او نیول کیږي. داسې نقل شوې چې اصل کې، ښځو د ترکاري څخه ټوټې راتاوولې او د توپ په څیر یې استعمالوله! دا ډیری وخت لیدل شوې چې دودیزې لوبې سیمه ایز ترکیبات کاروي.

یو مناسب مثال یې د ګیلي-ډنډا (چوچ او ډۍ یا ډنډه کلک) لوبه ده، چې ان نن هم په سیمه ایز هند کې مشهوره ده. د لرګیو دوه ټوټو او یوه تیږې یا ګرد څیز سره لوبه کیږي، او دوه یا ډیر کسان کولی شي دا لوبه وکړي. د دې لوبو ښکلا داده چې د فوټبال او بوکسینګ په څیر عصري لوبې شته، دودیزه لوبې تر اوسه د هیواد ورځیني ژوند پورې تړاو لري. د بیلګې په توګه د میزورام انسوکناور، یوه لوبه چې برخه اخیستونکی کوښښ کوي یو بل د نیول شوي بامبو یا لرګي په وسیله بیرون ټیل وهي. په شمالي هند کې مونږ د کوشتې (پهلواني یا غیږه نیونې)، سور (د نیولو بیرونۍ لوبه چې د شمالي هند ایودیا شاوخوا سیمو کې خلک لوبه کوي) او سقې (د رزمي هنرونو یو دول چې د کشمیر څخه یې سرچینه اخیستې) په څیر دودیزه لوبې لیدل کیږي. نن چې مونږ شاته ګورو ترڅو د حال لپاره حل لاره پیدا کړو، دا دودیزه لوبې او د هغوی تړاو نور هم ارزښت پیدا کوي. دولت او شخصي سازمانونه ګامونه اخلي ترڅو دا لوبې خوندي وساتي. پداسې حال کې چې د تختې لوبې په ډیجیټلي بڼه بیرته پیدا شوي، د ښوونځیو څخه غوښتل شوي چې ماشومانو ته د سلامبام، ملاکمب، او ګټکا په څیر پخوانۍ بیروني لوبې زده کړې.

ځوان هلکان د دودیزې ګیلي ډنډا لوبې څخه خوند اخلي، توتروک کلی، د نوبرې دره، لډاک

ابیشیک دوبې

ابیشیک دوبې د هند وتلی سپورتي ژورنالست دی، چې د 15 کلونو راهیسي په نړیوال سپورت باندې خپرونې لري. هغه د درې غوره کتابونو لیکوال دی او اوس دهندوستان دولتي خپرونې، پرسار بهارتی سپورت، ملي سلاکار دی.
error: Content is protected !!