پرمختګ

د روانې اوبو بریا

مسله 03, 2021

د روانې اوبو بریا

بهارت لال |لیکوال

مسله 03, 2021


په کلیو کې ښځو ته د اوبو کیفیت څخه د نظارت په اړه روزنه ورکړل شوې چې د ساحې ازمایښت کڅوړه وکاروي

د ګجرات ماډل

څرنګه چې هندوستان کې اوبه یوه دولتي موضوع ده، ایالتي دولتونو ته هدایت ورکړل شوی چې د اوبو سم مدیریت لپاره قانونونه جوړ کړي. د لومړي وزیر غږ په خلکو د اوبو خوندي ساتلو دلیل د موډي ایالتي وزارت پر مهال د ګجرات اوبو مدیریت ته رسیږي. کله چې د 2001 کال اکتوبر میاشت کې د ایالت وزیر شو، هغه د اوبو مدیریت پراختیا لپاره څو نوښتونه په لاره واچول ترڅو د اوبو د لوړې تقاضا ستونزې حل کړي. د خلکو ګډون په دې حل لارو کې د اوبو خوندي ساتلو او مدیریت کې شامل و، لکه د باران اوبه زیرمه کول، د علمي پلان او نظارت لاندې مصنوعي چارج کول، د شته کانالانو سیستم پیاوړي کول او د نوي بندونو جوړول، د بیلګې په توګه: د سردار سرور بند. موډي همدا راز بزګرانو ته د اوبو خوندي ساتنه او د اوبو او پاکوالي مدیریت سازمان جوړولو کې پوهنه ورکړه ترڅو په کلیو کې د اوبو د لیږد داسې سیستمونه جوړ کړي چې ټولنه یې په خپله مدیریت کوي. په ګجرات کې د اوبو ګډ مدیریت پلان ډیر بریالی و. په 2017 کال کې د 2004 کال په پرتله ګجرات د ځمکنۍ اوبو زیرمې 50 سلنه ډیرې چارج شوې وې او له هماغه مهال په دوامداره ډول د لا ښه کیدو په حال کي دي. د 2001 کال راهیسې، د ایالت کرنیز تولیدات 255 سلنه ډیر شوي. نن ورځ په ګجرات کې د 83 سلنه څخه ډیرې کلیوالې کورنۍ د اوبو نل لري او 76 سلنه څخه ډیرې کورنۍ په منظم ډول د خپل د اوبو خدمتونو پیسې ورکوي.

د سیلو میتود ماتول

د 2019 کال په لومړنیو کې لومړي وزیر موډي په ملي کچه د جل شاکتي وزارت جوړ کړ چې ټول وزارتونه او ریاستونه یې د یوه چتر لاندې یوځای کړ. دې ګډې طرحې د اوبو مدیریت برخه کې د اوبو شتون ډیروالي باندې پام وکړ؛ چې د ځمکنۍ اوبو کمښت یې معکوس کړ؛ د اوبو ګټور استعمال ته یې پراختیا ورکړه؛ او هر کورنۍ ته یې د څښلو اوبو لیږد خدمت رسونه ښه کړه؛ د ابو کیفیت ستونزې یې حل کړې او د سواچ بهارت ماموریت له لارې یې د خلاصې هوا حاجت رفع کولو ته د پای ټکی کیښود.

د ګجرات په ډانټیواده کې د اوبو تصفیې کارخونه او د پاکو اوبو زیرمه

د 2019 کال اګست پر 15، لومړي وزیر موډي د جل جیوان لوی ماموریت (JJM) پیل کړ چې تر 2024 کال پورې هر کلیوالې کورنۍ ته د څښلو اوبو نل کور ته ورسوي. د دې ماموریت د 2020-21 کال بودیجه 500.11 میلیارده هندي روپۍ وه. په 18 میاشتو موده کې یې 70.3 میلیونه کورونو ته د نل اوبه ورسولې چې 38.15 سلنه ډیروالی و. لومړي وزیر موډي وویل: ”یوازې یو نیم کال وړاندې په هیواد کې د 190 میلیونه کورونو څخه یوازې 35 میلیونه کورونو د څښلو لپاره د نل اوبه لرلي. د جل جیوان ماموریت پیل څخه وروسته په دومره لنډه موده کې اوس 40 میلیونه نوې کورنۍ د څښلو لپاره د نل اوبو ته لاسرسی لري. “د جل جیوان ماموریت د اوبو رسولو لپاره ټولیزه طرحه لري د اوبو د زیرمو پایداري، د اوبو رسول، د خړو اوبو تصفیه او بیا استعمال، او د اوبو کارونو عملیات او ساتنه په علمي توګه نظر کې نیسي. هرکلی د پنځه کلونو لپاره یوځل یو پلان جوړوي چې ورته د کلي عملي پلان (VAP) ویل کیږي او دا ټول جزئیات ورکې شامل دي. بودیجه د څو کلیوالو پروګرامونو له لارې د هرکلي په کچه جلا جلا ځانګړې کیږي.

نړیوالې وبا مونږ ته وښوله چې اوبه د عامې روغتیا او تولید لپاره یوه اړینه ماده ده. د اوبو خوندي ساتلو لپاره د لومړي وزیر پر وخت غږ د ټولو دخیلو خواوو هڅه راپارولي چې عملي ګامونه اوچت کړي. دا ځواک چې د څو دولتي نوښتونو له لارې جوړ شوی دساتنې اړتیا لري چې اوبه تل موجوده وي او خرابې نه شي لکه یاجورویدا کې چې ویل شوي: امیتام واپاها؛ امیرتاسیا انتاریتای (اوبه دې تل موجوده وي او له منځه دې وې نه وړل شي).

بهارت لال

بهارت لال اضافي سکرتر او د جل جیوان ملي ماموریت رئیس دی. دا مقاله د څښلو اوبو او پاکوالي ديپارتمنت رئیس، منوج کمار ساهو؛ او د هندوستان دولت، جل شاکتي وزارت، د اوبو څښلو او پاکوالي دیپارتمنت، مرستیال سلاکار، ا. مورالیداران په ګډه لیکلې ده.
error: Content is protected !!