همکاري

د کرونا ویروس پر وړاندې مقدس جنګ

مسله 02, 2020

د کرونا ویروس پر وړاندې مقدس جنګ

انیل واهدوا |لیکوال

مسله 02, 2020


هندوستان د کویډ- 19 پروړاندې نړیواله جګړه کې فعاله رول لوبولی او په دې برخه کې د لومړي وزیر نریندرا موډي ناسته د سارک مشرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې یو ارزښتناک ګام بلل کیږي. د لومړي وزیر د لارښوونې سره، د بهرنیو چارو وزیر څو داسې کارونه کړي چې د دې جګړې ګټلو څخه ډاډمن شو

د مارچ په منځ کې چې کله د هندوستان لومړي وزیر د نوي کروناویروس (کویډ- 19) وبا پر وړاندې د ګډې مبارزې تګلارې جوړولو لپاره د سویلي آسیا سیمه ایزو همکاریو غړو (سارک) هیوادونو د مشرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د ناستې غوښتنه وکړه، هغه خپل دې کار سره په نړیوالې ډیپلوماسي کې نوی پړاو جوړ کړ. دا ویډیو کنفرانس نه یوازې د ویروس پر وړاندې مبارزه کې لاسته راوړنه وه بلکه د راتلکونکو لوړپوړو ډیپلوماتیکو خبرواترو پیلامه هم شو. د لومړي وزیر موډي دې نوښت سره هندوستان یو ځل بیا هم د سارک هیوادونو مشرۍ رول خپل کړ. د هندوستان پر پولو د نيپال، بوتان، بنګلدیش، مالدیف، سریلانکا او افغانستان خلکو او دودونو یوځای والي ته په کتنه دا یو عملي ډیپلوماټیک اقدام بلل کیږي. د لومړي وزیر موډي نوښت سارک د بهر او دننه څخه د ویروس شیوع پر وړاندې او د اخته کسانو سره د مرستې په پار ځواکمن کړ، د غړو هیوادونو روغتیايي چارواکو ترمنځ د دوامداره همکاري او معلوماتو راکړه ورکړې او د داسې یو طرفه اقداماتو مخنیوی لامل شو چې د سارک نورو هیوادونو ته ضرر ونرسیږي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س.جیشانکار په نوي ډیلي کې د سیشیل هیواد بهرنیو چارو وزیر باري فاوري سره په نوي ډیلي کې د دودیز لاس ورکولو پرځای د تړل شویو لاسونو په بڼه روغبړ کوي

چټک اقدام په پایله کې، د هندوستان دولت د کویډ- 19 ناروغۍ تشخیص، مهار کولو او مخنیوي لپاره یو لړ ګامونه واخیستل. هندوستان تصمیم ونیو چې د مارچ 13 څخه د آپریل 15 پورې، پرته د یوڅو استثنايي کټګوریو د ټولو ویزو ورکړه ودروي. یوبله اعلامیه هم خپره شوه چې هیڅ نړیواله سوداګریزه الوتکه نشي کولي د نړۍ کوم هوايي ډګر څخه د هندوستان یو هوايي ډګر په موخه د مارچ 22 نیټې 0001 بجو څخه وروسته الوتنه وکړي، او له همدې سره یې د هند پولې وتړلې. دا کارونه د لومړي وزیر موډي 21 ورځیني اعلان شوي قرنطین وروسته و، چې بیا د مې 3 پورې وغځول شو. دا د ویروس د انتقال زنځیر ماتولو او د اخته کسانو شمېر ټیټولو لپاره وشو. د مارچ په 19 ملت ته د لومړي وزیر موډي لومړۍ وینا څخه چې هغه د یو ورځې (د جنټا شپې ګرځیدلو بندیز) ولګاه، هغه په دوامداره بڼه د خلکو څخه غوښتي چې د کویډ- 19 د مخنیوي په خاطر ګډ ګامونه پورته کړي. څو اړخیز نوښتونه لومړي وزیر موډي همداراز د سعودي عربستان پادشاه سلمان، د G20 (د 19 هیوادونو او اروپايې اتحادیې ګروپ) اوسني رئیس سره اړیکه ونیوله، چې د غړو هیوادونو ترمنځ د کویډ- 19 کړکیچ لپاره یو انلاین کنفرانس جوړ کړي. د سږ کال مارچ په پای کې د G20 انلاین ناستې په ترڅ کې هوکړه وشوه چې مخ په پرمختګ هیوادونو ته دواړه د اصلی او ګټو پیسو لیږد د کال تر پایه ودروي. دا اټکل شوې چې تر 20 میلیاره امریکايي ډالر به دې سره سپما شي چې خپل روغتیايي سیستم پرې ورغوي او د وبا پر وړاندې مبارزه وکړي. وروسته بیا د G20 هیوادونو د مالیې، سوداګرۍ، کار، ټوریزم او روغتیا وزیرانو هم سره ناستې لرلې.

د هندوستان هوايي ځواک الوتکې کوربه، طبي ټيم او ملاتړی ګروپ د نوي ډیلي څخه د چین، وهان په لوري د حرت څخه وړاندې

هندوستان د هایدرواکسي کلورکین او پرستامول درملو پر صادراتو د 100 څخه ډیر هیوادونو ته محدودیتونه وضع کړل، چې د کویډ- 19 ناروغانو په درملنه کې کارول کیږي. په دې هیوادونو کې د امریکا متحده ایالتونه، روسیه، هسپانیه، برطانیه، برازیل، اردن، مصر، او د سارک او بمسټیک BIMSTEC (د څو اړخیزه تخنیکی او اقتصادي همکاریو لپاره د بنګال خلیج نوښت) ملګري هیوادونه، GCC، لاتینه امریکا او افریقا شامل دي. پداسې حال کې چې نریندرا موډي د نړۍ مشرانو سره هره ورځ بحثونه کوي، ځینې تبادلې هم شوي.

د همدردۍ سمبول په پار د هندوستان بیرغ په سویزرلنډ، زِرمت کې د مټارهارن غره په سر

د حل لارې لټول د اپریل په 7، لومړي وزیر موډي د GCC (د خلیج همکاریو شورا) هیوادونو سره یو لړ مذاکرات بشپړ کړل، پام یې د وبا پروړاندې د جګړې لپاره په ممکنه څواړخیزه همکاریو و. هندوستان تل د جرمني سره په اړیکه کې دی ترڅو د څواړخیزتوب اتحاد جوړ کړي، چې د جرمني لخوا په 2019 کال کې پیل شو او څو هیوادونه ورکې شامل دي. د مارچ په 21، هندوستان په هغه ویډیو کنفرانس کې ګډون وکړ چې د متحده ایالتونو لخوا اوه هندو-پاسفیک هیوادونو – د هندوستان په شمول، د امریکا متحده ایالتونو، آسټرالیا، جاپان، سویلي کوریا، ویتنام او نوي زیلاند لپاره په لاره اچول شوی و – ترڅو د ناروغۍ پروړاندې د مبارزې کړنلارې باندې بحث وکړي او همدا رنګه د ګډې همکارۍ، ګډې مرستې او د اقتصاد بیرته ژوندي کولو هوکړه وکړي. هندوستان د خپلو هیوادوالو لپاره په ایران او ایټالیا کې چې لومړی د وبا مرکزونه ګڼل کیدل، هندي ماموریتونه په دومداره ډول په هغو هیوادونو کې میشتو هندیانو سره په اړیکه کې دي او هغوی ته مشورې ورکړي چې د وبا په جریان کې ټول روغتیايي پروټکولونه په پام کې ونیسي. دواړه هیوادونو ته طبي ټیمونه ولیږدول شول ترڅو هنديان د ویروس لپاره ازمایښت کړي. په ایران کې د هندوستان ماموریت نه یوازې هغوی تخلیه کړل بلکه هغوی ته د قرنطین سهولتونه هم برابر کړل. د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د مارچ په 9 سریناګر ته سفر وکړ او په ایران کې یې د هندي زدکوونکو کورنیو سره وکتل، د هغوي اندیښنې یې واوریدلې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ښیګڼې لپاره یې کوښښونه جریان لري. په شاتګ د هندوستان دولت په سمه توګه مشخص کړه چې د کروناویروس وبا کنټرول یوازې د ګډې عامه-خصوصي-خلکو همکاریو له لارې شونی دی. په هندوستان کې د کروناویروس کړکیچ پروړاندې مرکزي ادارې، د هندوستان طبي څیړنو شورا ټولو لارښوونو او غوره طبي ګامونو اخیستلو په مرسته ټول کوښښونه شوي چې د وبا پروړاندې بریالۍ توګه جګړه وشي. ترڅو چې دا وبا ادامه لری، د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت به د خپلو هیوادلو سره په اړیکه کې وي، د اړتیا پر وخت به د تخلیې نور فرصتونه هم برابر کړي، او د سارک، بیمسټیک او G20 په څیر سازمانونو کې به د هندوستان ډیپلوماتیک کوښښونو ملاتړ کوي، ترڅو د دې کړکیچ پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه ځواکمنه کړي.

انیل واهدوا

انیل واهدوا په ایټالیې، پولنډ، عمان او تايلنډ کې د هند سفیر و. د جولای د 1، 1979 څخه د می 31، 2017، د هند د بهرنیو خدماتو غړی، واهدوا په هانګ کانګ، بیجینګ، جنیوا، وارسا، مسکو، بانکاک او روم کې د هند په ماموریت کې خدمت کړی دی. نوموړی اوس مهال په ډیلي کې د وینوکاننډ نړیوالې بنسټ کې یو لوړ فیلو او کلستر لیډر دی.
error: Content is protected !!