خواړه

ساړه (کیدونکي) خواړه

مسله 03, 2020

ساړه (کیدونکي) خواړه

کاویتا دیوګن |لیکوال

مسله 03, 2020


د اوړي موسم ډیر ضعیفوونکی موسم وي. کله چې د ګرمي موسم پیل شي، نو ارزښتناکه ده چې دننه څخه خپل وجود سوړ وساتو. لیکوالې کاویتا دیوګن دا بیان کړې ده چې د هیواد په دودیز خواړه څرنګه د انسان بدن ګرمي په نورماله بڼه ساتي

د اوړي په موسم کې ډیری خلک د ګرمي رفع کولو لپاره ایسکریم یا ساړه څښاک ته مخه کوي. خو ایا دا د ګرمي رفع کولو دا لاره سالمه چاره ده؟ د لومړني سوړوالي اغیز سره بدن په چټکۍ سره ګرمي تولیدوې چې هغه یخ خواړه هضم کړي. د هند دودیز عملي پرهیزونو پر بنسټ، پرځای یې د کیلې یا هیندوانې خوړل، زمونږ د بدن حرارت کچه د هضم وخت کې په زړه پورې ډول راښکته کوي، چې د سوړ څښاک غوره روغتیايي بدیل کیدلی شي. د دودیزه هندي خوړو نورمونو پر بنسټ، په اوړي کې باید هغه خواړه وخوړل شي چې د الکالین عناصرو او اوبو کچه یې لوړه وي چې هم د بدن اوبو کموالي پروړاندې کار وکړي او هم د اوړي ګرمي رفع کړي.

په زړه پورې خواږه

ګل قند (د ګلاب ګل پاڼو څخه جوړ شوي خواړه) کیدای شي د پخواني فارس څخه هندوستان ته راغلي وي، خو اوس د دویزه خوړو عادتونو ارزښتناکه برخه ده. ځکه چې ساړه کیدونکي ځانګړتیاوې لري، داسې ویل کیږي چې د اوړي ګرمي لپاره ځانګړي خواړه دي. چې د خوشبویه ګلاب پاڼو او بورې څخه جوړیږي، ګل قند نه یوازې بدن یخ ساتي، بلکه د ګرمۍ اړوند ستونزې لکه تبه، دردونه او رنج کموي. د هضم لپاره هم خورا ښه دي په هضم کې مرسته کوي او د معدې ګرموالی او تیزاب کموي. په اوړي کې د بدن دوه ستونزو ډیره خوله او د بدن بد بوی لرې کولو سره سره، وینه صافوي، او د بدن څخه د ذهریاتو لرېوالي کې مرسته کوي.

ګل قند، د ګلاب ګل پاڼو خواږه خواړه چې هندوستان کې مشهوره دي، د بدن حرارت ټیټ ساتلو کې مرسته کوي

سابه او میوې

ډیری سابه د بدن حرارت کچه ټیټه ساتي، خو ځینې یې ډیر ګټور دي ځکه چې ډیرې اوبه لري. د بادرنګ، ملي سرخک، کاهو، کدوګک او پالک په څیر سابه د اوړي لپاره مناسب دي او په اسانۍ سره دخوړو سره یوځای کیدلی شي. بادرنګ تنوع لرونکی سابه دي او د سلاد جوړولو او یا د څښلو اوبو سره یوځای خوړل کیدای شي. میوې هم د اوړي ګرمي اراموي د ناریال، خرما، لیمو، خټکي، مالتې او اناناس په څیر میوې هم باید د خوړو په روزمره پلان کې شامل وي. هندي بېل چې د تیږې مڼې په نامه هم یادېږي هم ګرمي رفع کولی شي او همدارنګه د اوړي لمر د اوبو ضایع کولو اغیز معکوس کولی شي. په معمول ډول د شربت یا ګرم چای په څیر کارول کیږي چې د وچ بېل ټوټې په چای کې وي. همدا پایلې د ام پانا څخه هم اخیستلای شو، ام پانا د خام ام بخار شوی مغز یا یو ګیلاس کوکم (ګارسینیا انډیکا) جوس دی. کوکم د ډکن ځمکې اصلي میوه ده، او د اوړي موسم ګټور څښاک دی چې د طبیعي بورې سره خوند کوي.

د بریا لار

که تاسې د درې-څلور ساعتونو لپاره خوراک کړی نه وي، نو ستاسې د وینې ګلوکوز کچه به ښکته کیږي، نو ان کمه اندازه تغذیوي خواړه ستاسو مغز او بدن ته اړینه انرژي ورکوي

په سم ډول څښاک وکړئ

ځان باید ډاډمن کړئ چې هره ورځ د 7 څخه تر 8 ګیلاسه اوبه څښئ، او هیڅکله پرته د یو ګیلاس اوبه څښلو ګرمي ته مه وځئ. متکې کا پانې (د خټین ګړي اوبه) ښه نظر دی ځکه چې خاوره اړین مینرالونه اضافه کوي او میکروب له منځه وړي، او د دې تر څنګ اوبه هم یخې ساتي. تاسو کولای شئ ان د مسو ګړی وکاروئ، هغه هم اوبه یخې ساتي او ستاسې د بدن درملنې سره مرسته کوي او ذهن مو اراموي (هو، مس د مغزو لپاره هم ګټور دي). جلجیره (جوس چې د زیرې له دانو څخه تیاریږي) د نعنا ډیرو پاڼو سره جوړیږي او د اوړي ګرمي لرې کولو لپاره هم ګټور دی. څرنګه چې دودیزه هندي خواړه څو ایورویدي اصول لري، د اوړې موسم ګڼ شمېر خواړه په طبیعي ډول یخ کوونکي دي. د پخواني ساینس سره په ترکیب لکه د ورځ وروستي خواړه د لمرپریواته وخت کې، او د مرچ لرونکو او غوړو خوړو او همدا ډول د کفائین، څخه ځان ساتنه نه یوازې موږ سره مرسته کوي چې د اوړي ګرمي سره مبارزه وکړو بلکه زمونږ بدن سالم ساتي.

ګارسینا انډیکا یا کوکم، په پراخه کچه په هندوستان کې کارول کیږي ځکه چې بدن یخ ساتي او ډیري ګټې لري

کاویتا دیوګن

کاویتا دیوګن یوه ډیلي مېشته تغذیه کوونکې، د وزن مدیریت مشاوره او روغتیايي لیکواله ده. هغې څو کتابونه لکلي چې د پرهیز اسانه چلونه یې ښودلي چې یو کس سالم او ښکلی ژوند ولري. د هغې وروستی کتاب، دخوړو سره یې سم کړئ – په بشپړ ډول د غوره خوړو په ګټو خبرې کوي.
error: Content is protected !!