همکاري

د چنای تړون

مسله 05, 2019

د چنای تړون

منیش چاند |لیکوال

مسله 05, 2019


د سوداګري کمښت یوځای والی او د اعتماد جوړولو په پام کې نیولو سره، دویمه غیر رسمي ناسته د لومړي وزیر نریندرا موډي او د چین ولسمشر شي جینپینګ ترمنځ په ممالاپورم کې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د اړیکو نوې همکاري پیدا کړه

د اومې پیړۍ په تیږو کې حک شوي د پخواني اثارو او مجسمو بحر غاړه د ټامیل ناډو، چنای په لمنو کې پروت مندري ښار ممالاپورم (مهابالي پورم) کې، د هند او چین مشرانو د اناناس اوبه وڅښلې او خپلې هیلې یې د هند او چین نویو اړیکو لپاره د یوبل سره څرګنده کړې چې د دواړو لورو لپاره به د ګټورې همکارۍ، د پراخه اعتماد او د یوبل اصلي ګټو او هیلو پیژندلو پر بنسټ به ولاړې وي. د لومړي وزیر نریندرا موډي او د چین ولسمشر شي جین پینګ نوې پړاو ته ورسیدې لکه څنګه چې موډي خپل میلمه ته په مهابالي پورم کې د UNESCO نړیوالي میراثي ځای کې د پخوانیو اثارو یو ګروپ ښکاره کړ چې بیا وروسته یې په منظره لرونکي ساحلي مندر کې د شپې ډوډۍ وخوړه.

دواړو د یو نندارتون څخه لیدنه وکړه چې لاسې اوبدلو ماشینونه او د ټامیل ناډو نور لاسي صنایعو هنري کارونه یې درلودل، د کولم یو تفریحي مرکز

نوی خوب

د دویمې غیررسمي ناستې په لومړۍ ورځ د 2019 کال د اکتوبر په 11 لومړي وزیر موډي او ولسمشر شی جین پینګ په ساعتونو په ملي پراختیا خبرې وکړې. د خبرو اترو پام پر دې و چې لومړی وزیر نریندرا موډي پلان د نوي هند جوړلو لپاره تر 2022 کال پورې څه دی، چې د هند د خپلواکۍ 75 کلیزې سره سمون خوري او د شي جین پینګ د چین خوب چې نوې لارې پرانیزي ترڅو د اسیايي ګاونډیو سره همکاري ته پراختیا ورکړي. دې غیر رسمي خبرو اترو د دواړو مشرانو ترمنځ د نمایندګانو تر سطح د اکتوبر په 12 پراخه خبرو ته لاره هواره کړه.

دواړو مشرانو د کریشنا د کوچو توپ څخه لیدنه وکړه، غټه تیږه چې په ډرامټیک ډول د یوې کوچنۍ تپې په میلان کلکه ده

دوه ورځینۍ خبرو په چنای کې په کلک ډول د وهان جذبه بیا را ژوندۍ کړه (د هند او چین لومړۍ غیر رسمي ناسته چې د 2018 کال اپریل میاشت په وهان کې ترسره شوه) هغه چې خپل توپیرونه یې په عاقلانه ډول مدیریت کړل او د خپلو همکارۍ سیمو ته یې په بیلا بیلو برخو کې لکه اقتصاد، استراتیژي او فرهنګ کې پراختیا ورکړه.

د سوداګرۍ کمښت جوړول

د ناستې اصلي لاسته راوړنه دا وه چې هوډ وشو ترڅو لوړپوړي اقتصادي او سوداګریز بحث لپاره یو میکانیزم جوړ شي چې د سوداګري کمښت راټیټ کړي او په اموالو، خدمتونو او پانګونه کې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي. دا میکانیزم به د هند مالیي وزیر نیرماله سیتارامان او د چین مرستیال مشر هو چون هوا تر مشرۍ لاندې وي، که چیرې چین په خپل وعدو عمل وکړي چې خپل مارکیټ د هند درملو او IT خدمتونو پر مخ پرانیزي نو دا میکانیزم به د هند – چین اقتصادي اړیکو لپاره یو مثبت بدلون وي. دا میکانیزم به د هند سره مرسته وکړي ترڅو د 50 ملیارده امریکايي ډالرو په ارزښت د چین سره د سوداګرۍ کمښت راټیټ کړي او هندي شرکتونو ته توان ورکړي چې په چین کې پراخ سوداګریز بازار پیدا کړي.

لومړي وزیر موډي یو لوی په لاس اوبدل شوی وريښمین شال د چین ولسمشر ته د ناستې په وروستۍ ورځ ډالۍ کړ. په دې شال کې د ولسمشر جین پینګ انځور په زرین زري باندې حک شوی چې لاندې روښانه سور وريښم کار شوي او د کایمبیتور میشته ټولنې اوبدونکو جوړ کړی و.

دا میکانیزم به د هند سره مرسته وکړي ترڅو د 50 ملیارده امریکايي ډالرو په ارزښت د چین سره د سوداګرۍ کمښت راټیټ کړي او هندي شرکتونو ته توان ورکړي چې په چین کې پراخ سوداګریز بازار پیدا کړي.

په بدل کې یې د چین ولسمشر ورته یو یادګاري چیني ظرف ورکړ چې د لومړي وزیر موډي انځور ورباندې و

ستراتیژیک باور

د دویمې غیر رسمي ناستې بله ارزښتناکه لاسته راوړنه دا وه چې ستراتیژیکي اړیکي پیاوړې او کلکې کړي ترڅو د دواړو هیوادونو پر اصلي ګټو د ناباورۍ فضا له منځ لاړ شي. او په دې برخه کې، دواړه اړخونو په دې هوکړه وکړه چې د یو بل سره د امنیتي او نظامي همکاريو ته پراختیا ورکړي.

لومړي وزیر موډي او ولسمشر جین پینګ په پانچا راتا (پنځه ګاډۍ) مجتمع، ممالاپورم کې ارامه خبرې اترې وکړې

په اوږد مهاله نظر، دواړه اسیايی ځواکونو د خپل نړیواله همکاري کې د اقلیم بدلون او دوامداره پرمختګ په شمول په څو برخو کې د همکارۍ پراخوالی پر موضوع ګانو بحث وکړ.  د حفاظت اوچت دیوالونو سره، سره بیاهم دواړو هیوادونو هوډ وکړ تر څو داسې ټولشموله او خلاصه سواداګري ترتیب کړي چې د ټولو هیوادونو ګټه ورکې شامله وي.

فرهنګي تړاو

د وهان ناستې وروسته چې پایله یې لوړپوړی هندي – چنایي خلکو او فرهنګي تبادلو میکانیزم و، د چنای ناستې یوه تازه ځواک برابر کړ چې خلک د چټکو همکاریو په زړه کې ځای لري. په دې هکله دواړو خواوو هوکړه وکړه چې هر یو جلا جلا په خپل هیواد کې 35 پروګرامونه جوړ کړي ترڅو د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو 70 کلونه ولمانځي. د بهرنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې وویل: دواړو مشرانو هوډ وکړ چې په 2020 کال کې د هند – چین اړیکو 70 مه کلیزه ولمانځي او دا به د هند – چین فرهنګي او خلکو – خلکو ترمنځ د اړیکو کال وي او دا کال کې  به د اړیکو لا ژورالي باندې نور هم پام وشي.

دواړه مشران د سیمه ایزو هنرکارانو یوې ډلې سره د یو فرهنګي اجرا وروسته انځور ته په تمه دي

بحثونه او نور

دواړو مشرانو دا ارزښتناکه وګڼله چې د دواړو خلکو ترمنځ د فرهنګي پوهې لپاره یو پراخ بحث وکړي.

دواړو هوکړه وکړه چې دوی کولای شي د نړۍ په نورو برخو کې کار وکړي ترڅو د خلکو فرهنګونو او تمدنونو ترمنځ پوهه پراخه کړي.

دواړو د سرحد پوښتنو په شمول په ښو موضوعاتو خپلې نظریې شریکې کړې.

منیش چاند

منیش چاند د انډیا او نړۍ مجلو او انډیا لیک شبکې مشر ایډیټر دی، انډیا لیک شبکه یو سایټ ده چې په نړیوالو چارو مطلبونه لیکي
error: Content is protected !!