د BIMSTEC وړتیا
BIMSTEC د سیمه ییزو همکاریو لپاره د یو نوې ماشین په توګه راڅرګند شوی دی. د هند پخوانۍ سفیر انیل وادوا داسې انګیري چې 2019 ولې د دې سازمان لپاره یو مهم کال دی
د بنګال د ساحل نوښت د څو اړخیزه سکټوري د تخنیکي او اقتصادي همکاریو لپاره (BIMSTEC) یو سازمان دی چې بنګلادیش، هند، سريلانکا، تايلنډ، میانمار، بوتان او نیپال سره یوځای کوي. د دې سیمه ایزې ادارې موخه دا ده چې د سویل او سویل ختیځې آسیا ترمنځ واټن کم کړي، او د سیمه ییزو سرچینو او جغرافيائی ګټو څخه د کار اخیستنې او د نړیوال کولو اغیزې له لارې د غړو هېوادونو احتمالي پیاوړتیا ډیره کړي. BIMSTEC د تیرو دوو لسیزو راهیسې په فعاله توګه سیمه ییزې همکارۍ ته وده ورکړې ده، په حقیقت کې، د 2014 کال د اګست څخه په ډاکه کې یو دايمي دفتر فعاله دی. BIMSTEC په ډیرۍ سره د SAARC بدیل لیدل کیږي چې په تیرو کلونو کې ګڼ شمیر خنډونه لرل. BIMSTEC د سکټور په تړاو تنظیم شوی سازمان دی او په 2008 کال کې یې د همکاریو، سوداګرۍ او پانګونې تمرکز سیمې، د طبي او بوش سیاحت پیاوړتیا، تکنالوژی، انرژي، ترانسپورت او ارتباط، سیاحت، ماهيريري، کرنه، عامه روغتیا، غربت کمولو، د تروریزم سره مبارزه او سیمه ایز جرم، چاپیریال او د طبیعي پیښو اداره، کلتوري همکارۍ، د خلکو ترمنځ اړیکې او د اقلیم بدلون 15 سکټوره اضافه کړل. د څلورو غونډو، او په 2016 کې د مشرانو بیرته راګرځیدلو پایله دا ده چې د BIMSTEC نوې چوکاټ لپاره کار پیل شوی دی، کوم چې تر اوسه پورې د بنګکاک 1997 کال په اعلامیه روان و. دا 2019 کال د سازمان لپاره یو مهم کال جوړوي. د 2018 اګست په میاشت کې څلورمه غونډه د ځینو مهمو پرېکړو په ترسره کولو سره چې د داخلي کاري کمیټې ترتیب کول د داخلي سرمشریزې دورې په اوږدولو لارښوونې ، او د پروسیجرونو اصول چمتو کول شامل ول پای ته ورسیدله. سکرتریت ته پاملرنه وشوه، د نورو مالي او بشري سرچینو ژمنه وشوه او همدارنګه د سازمان د فعالیتونو همغږي کولو، څارونکي او تطبیق کوونکي په توګه د رول د لوړوالي ژمنه شوې ده. غړي هیوادونه به د تايلنډ وړاندیز ومني چې په پنځو برخو کې چې اړیکي، سوداګرۍ او پانګونې، د خلکو او خلکو اړیکې، امنیت، او ساینس او ټکنالوجۍ ده، تمرکز وکړي ترڅو سازمان ته ګټه ورسیږي.

پداسې حال کې چې په تیره غونډه کې د منځي اړیکو په اړه تفاهم لیک لاسلیک شو، دې سازمان د تیرو 14 کلونو راهیسې د وړیا سوداګریز تړون په اړه خبرې کولې، او تر اوسه بیاد د BIMSTEC انرژي مرکز تاسیس کړي سره له دې چې په 2009 کال موافقې ته رسیدلي ول. د موټرو وسایطو هوکړه لیک او د ساحل کیښتیو تړون لاهم په پام کې نیول کیږي، چې دواړه د نښلولو لپاره خورا ارزښت لري. دغه سازمان د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې ښه کار کړی دی – د ملي امنیت سلاکارانو او اردو مشرانو کلنۍ غونډې ترسره کیږي، او په راتلونکي کې به د کورنیو وزیرانو غونډې هم پیل کړي. د سوداګرۍ او اقتصادي غونډو بیا ژوندي کول او د پوهنتونونو، فرهنګي سازمانونو، رسنیو او د پارلماني غونډي پله لست کې دي.
د بنګال ساحل سیمې چې د سازمان غړي دي، لوی ځانګړی اقتصادي زونونه لري او د دوی د ساتنې لپاره په نسبي ډول ضعیفه بحري وړتیا لري. نو په دې برخه کط د هند په څیر هیوادونه کولی شي د وړتیاوو او پیاوړتیا له لارې د بحري او ساحل ساتونکي په ډیرولو د ساحې خبرداري او پیاوړتیا ته وده ورکړي چطرته چې بحري ځواک یا ساحلي ګاردانو ته اړتیا وي، او د سیمه اییزو معلوماتو شریکولو مرکزونو ISCs جوړول چې د سنګاپور معلوماتو شریکول مرکز سره برابر وي. د همکارۍ پیاوړتیا ته اړتیا ده تر څو د تروریزم، افراطي تاوتریخوالي او افراطیت سره مبارزه وشي، او همکاري باید په ژوره کچه وي ترڅو د ډول، ډول دودیزو او غیر دودیزو امنیتي ګواښونو سره په جامع ډول مقابله وشي.

د BIMSTEC ترانسپورت، زیربنا او لوجستیک مطالعهBTILS چې په 2000 لسیزه کې ترسره شوي او د آسیا پرمختیایي بانک لخوا تمویل شوي، 160 پروژې ې د نښلولو ډیروالې لپاره به نښه کړې، چې 65 یې لومړیتوب لري. درې اړخیزه لویه لاره، د کلدان څو موډه پروژه، او بنګلادیش، بوتان، هند او د نیپال موټرو تړون ارزښتناکه پروژې دي. دا ټول پوهاوي ته نږدې دي که څه هم د لرې والې ننګونو پاتې دي. د سوداګرۍ، سیاحت او پانګې اچونې ډیروالي لپاره، او د انرژۍ د همغږۍ او همکارۍ لپاره، BIMSTEC هیوادونه باید په ټولو بڼو او بعدونو کې اړیکې جوړې کړي – فزیکي اړیکي د ځمکې، سمندر او هوا، ډیجیټلي اړیکې. د بودایی ارتباط پیاوړتیا له لارې، د سرحدی ټولنو زونونو سره نښلول، د فرهنګي هنر فورمونو او سینما نښلول باید و هڅول شي. د سمندري سرچینو شتون لکه د ماهیانو شتون د آبي اقتصاد په ګډ پراختیا کې سیمه ایز فرصتونه وړاندې کوي، او د غرونو اقتصاد ته وده ورکول په ځانګړې توګه د بوتان په څیر هیوادونو کې.

د یوې فعالې سیمه ییزې ادارې په توګه راښکاره کیدلو لپاره، غړي هیوادونه باید د سوداګرۍ اسانتیاو ګامونه پورته کړي، خپل ملي تخنیکي وسیلې سره برابرې کړي، د سویل او سویلي آسیا نښلول د سیمه اییزې پیاوړتیا او د ارزښت زنځیرونو جوړولو له لارې او د سیمې هیوادونو لخوا پانګوونې لپاره صنعتي پارکونه جوړ کړي. د سمندر له لارې سوداګري او د سازمان هیوادونو ترمنځ د ساحل لیږد باید تل پاتې تنظیم شي، شمال ختیځ هند نښلول له نورو برخو سره، د څو ماډله ترانسپورت ډیر رایج کول، او د ساحلي او سرحدي اقتصادي زونونو جوړول. هند باید هغه فزیکي ارتباطي پروژې چې په سیمه کې ترسره کوي – لکه درې اړخیزه لویه لاره چې د میانمار له لارې هند تایلنډ سره نښلوي، او د کلدان څو ماډله پروژه چې د شمال ختیځ هند ایالتونه د میانمار سره نښلوي ژر تر ژره بشپړې کړي. د سازمان غړي هیوادونه باید د سرحد اخوا دبریښنا سوداګرۍ وکړي، په سیمه کې د اوبو بریښنا وړتیا او د میانمار او بنګلادیش په څیر هیوادونو کې د ګاز او پطرولیم موجودیت ته په کتو سره د BIMSTEC انرژي شبکه او د سیمه ایز تجدید وړ انرژي همکارۍ لپاره لار هوارولو باندې زور واچوي.
لکه څرنګه چې لومړي وزیر نریندرا موډي په کتمندو کې وویل، په سویلي آسیا کې سیمه ایزه نښلیدل باید پر مخ لاړ شي “د SAARC له لارې یا کومه بله لار زموږ د ټولو تر منځ یا د ځینو ترمنځ” – BIMSTEC د خپلو غړو ترمنځ د همکاری لپاره نوي فرصتونه پرانیزي. هندوستان، د سازمان لپاره د یو مهم مرسته کونکي په توګه، ډیر پام ته اړتیا لري، د دې لپاره چې د سیاسي زور نشتوالی، د مالي سرچینو شتون او د دې سازمان په فعالیت کې د سوداګری او مدني ټولنې ګډون کې مرسته وکړي، چې دا سازمان د سیمه ییزو همکاریو لپاره د یوې نوې ماشین په توګه را څرګند شوی دی.