نویزونه

لوی بدلون

مسله 01, 2020

لوی بدلون

پرامیسواران ایر وایي |لیکوال

مسله 01, 2020


پرامیسواران ایر وایي، دا تل په زړه پورې ده چې په هند کې د دولت پلان شوي تطبیقات ګورو. که څه هم د سواچ بهارت ماموریت بریا چې لومړي وزیر نریندرا موډي په 2014 کې پیل کړ اوس نوی ستندارد شوی. یوازې په پنځه کلونو کې، د نړۍ ترټولو لوی د پاکوالي کمپاین په توګه پیژندل شوی

د 2014 کال اګست په 12 لومړي وزیر نریندرا موډي ملته ته په خطاب کې خپله انديښنه ښکاره کړه چې په هند کې د ازاد هوا رفع حاجت ډیر دی، او د هند لومړی وزیر اول ځل داسې خبر په ملي چوکاټ کې وکړه. هغه خپل بیان کې د پنځه کلن عمل په ترڅ کې دا ستونزه حل کړه. د موخې ترلاسه کولو لپاره یې د سواچ بهارت میشن (SBM) د 2014 کال اکتوبر په 2 پیل کړ. لومړی وزیر موډي خپلو خبرو ته ژمن پاتې شو او په پنځ کلونو کې 550 میلیونه خلکو د ازادې هوا رفع حاجت کولو څخه ډډه وکړه او تر 600 زره کلیو په هیواد کې د آزادې هوا رفع حاجت کولو څخه په بشپړ ډول د پاکي ODF اعلان وکړ. دا یو پراخ حرکت و چې یو میلیارد خلکو ګډون وکړ ترڅو یو پخوانی عادت بدل کړي چې یو وخت ناشونی ښکاره کیده. په نړۍ کې د پاکوالی لوی حرکت په توګه پیژندل کیږي. د ا سفر د شپږو لارښوونکو اصولو پر مټ پر مخ لاړ چې هر لوی بدلیدونکي پروګرام ته په لاره اچول کیدای شي – د ABCDEF د تطبیق تګلاره

A – برابرول

خلکه په بیلابیلو برخو کې کیدای شي د لومړیتوبونو لپاره سیالۍ کې وی. وروسته له هغه چې لومړي وزیر موډی د ماموریت اعلان وکړ د څښلو اوبو او پاکولاي ډيپارټمنټ DDWS باید یوې موخې ته ځان رسولی و چې د ټول اداري ایکوسیسټم پرې موافق وي. د SBM-G سیمه ایز ټیم څو، څو وارې هر ایالت ته سفر وکړ او په مستقیم ډول د ولسوالیو ټولوونکو سره په تماس کې شول هغوی سره یې د زدکړو ورکشاپونو غیر رسمي ناستو او وټزاپ ګروپونو له لارې تماس نیو، ترڅو ډاډمن شي چې پاکوالی د هرچا اوچته موخه ده. د (لومړي وزیر – د ایالت وزیر اعلی – ولسوال)  درې پوړو منځ کې د پخوا څخه چټک اړیکې ټینګې شوې.

B – باور

کله چې د ستونزمن حالت سره مخ کیدل، هغه ټیمونو چې باور نه درلود چې ټاکل شوي موخې ته رسیدلی شي، ډیری وخت نشو کولای چې وهڅول شي. چې په پایله کې به یې ښه کوښښ نه کاوه. د دې لپاره چې SBM غوره لاسته راوړنه ولري، هغوی په مرکز او اړوند ایالتونو کې ټیمونه جوړ کړل چې ځانګړی ځوان مسلکیانو د لږ اداری کارونو او تازه لیدلوري سره کار کاوه، او همدا ډول با تجربه خو ښه قوي بیوروکراتان ول چې د هدف په لاسته راوړلو یې باور دلود او نوې حل لارې یې لټولې.

C – ارتباط ټینګول

اوس SBM داسې یو پروګرام دی چې پایله یې د رویې بدلون دی. په ټولو پوړونو کې ارتباط ساتي – د فقر د لیکې څخه پورته او لاندې، او پراخه او انفرادي – SBM ته اساسي و. نږدې 650،000 د پاکوالي تنکي زلمي اتلان چې سواچهاګراهیس یې ورته ویل وروزل شول، چې دروازه په دروازه ګرځیدل چې د پاکي پیغام خلکو ته ورسوي. د هغې وروسته، SBM کوښښ وکړ چې پاکوالی د رسنیو له لارې ښکلی معرفي کړي، او د بالیوډ ستورو، د سپورت اتلانو او نور بانفوذه اشخاصو څخه په ګټه اخیسته چې دې پروګرام ته پرمختګ ورکړي، او پخواني دود ته د پای ټکی کیږدي.

د سواچتا ژمنه

  • مونږ دا ژمنه کوو چې زه به پاکۍ ته متعهد پاتې کیږم او دې لپاره به خپل وخت ورکوم.
  • زه به کال کې 100 ساعته ورکوم، چط هره اونۍ کې یوازې دوه ساعته کیږي، ترڅو د پاکوالي لپاره په داوطلبانه ډول کار وکړم.
  • نه به زه چټلي بیځایه غورځوم نه به نور پریګدم چې چټلي بیځایه وغورځوي.
  • زه به د پاکوالي لپاره د خپل ځان، خپلې کورنۍ، خپلې ټولنې، خپل کلي او خپل کاري ځای څخه کوښښ پیل کوم.
  • زه پدې باوري یم چې د نړۍ پاک هیوادونو اوسیدونکي نه په خپله چټلي غورځوي او نه نورو ته اجازه ورکوي.
  • پدې کلک باور سره، به زه سواچ بهارت ماموریت پیغام په کلیو او ښاروګوټو کې نورو ته رسوم.
  • زه به 100 نور کسان هڅوم چې زما د ننۍ ژمنې په شان ژمنه وکړي.
  • زه به کوښښ کوم چې 100 ورکړل شوي ساعتونه پاک کاری وکړم.
  • زه ډاډمن یم چې د پاکوالي په خاطر هر اخیستل شوی قدم به زما هیواد پاکوي.

D – ډیموکراسي ته ژمنتیا

د کلونو په تیریدو، SBM څخه یو لوی انقلاب جوړ شو، داسې یو حقیقت چې لومړي وزیر موډي پرې څو ځله ټینګار کړی. هرڅوک ورکې دخیل شو او پاکوالی د هرچا اړوند دی. خلکو خپل تشنابونه جوړ کړل او نور یې وهڅول، ټولنو فعالیتونه پلان کړل او پرمختګ څخه یې نظارت وکړ، او کلیو خپل ځانونه د ازادې هوا رفع حاجت څخه خالي اعلان کړل. ان شرکتونو، NGO ګانو، مدنی ټولنو سازمانونو، او نورو دولتي وزارتونو او ادارو د دې پروګرام عملي کولو کې مرسته وکړه.

E – ارزیابي کول

لکه څنګه چې پرمختګ د توقع څخه ډیر شو، ډیرو د SBM د پرمخت شمیر په ريښتیاوالي باور نه کاوه. نو ځکه، دا نور هم مهمه شو چې دریم اړخ وهڅول شو چې نظارت وکړي ترڅو دا رښتیا ډاډمن شي او دواطلب کارکوونکی لاهم وهڅول شي. د نړیوال بانک، یونیسف، BMGF، او د روغتیا نړیوال سازمان په څیر سازمانونو د پاکوالي تر پوښښ لاندې سیمې او استعمال، بریاوې او د پرمختګ سیمې، او همدارنګه د SBM روغتیايي، اقتصادي او ټولنیز اغیز ارزیابي ګانې وکړې. هندوستان د پاکوالي نړیوال لابراتوار وګرځید.

F – په سم ډول تعقیبول

کله چې د 2019 کال اکتوبر 2 باندې ټولو ایالتونو ځانونه ODF اعلان کړل، لومړي وزیر موډي وویل چې دا یوازې سخته لار وه ختم خو پای ته رسیدلې نده. اوس هم باید ښه پام وشي چې د ODF رویې په پایداره ډول پاتې شي او هیڅوک هم شاته پاتې نشي. پدې وروستیو کې DDWS د راتلونکو 10 کلونو لپاره د پاکوالي ستراتیژي ښکاره کړه، چې ویل شوي موخه یې د ODF څخه ODF پلس ته رسیدل دي، چې د هند کلي باید په پراخ ډول د هر ډول چټلي پاک وي. د هندوستان دولت د خپل کوښښ ته دوام ورکوي چې د خپلو هیوادوالو ته لومړني خدمات ورکړي. لومړي وزیر موډي د خپل دویم دور لومړي خپلواکۍ ورځې وینا کې خپل لوړ هدف اعلان کړ – چې تر 2024 کال پورې به ټولو کورونو ته د پایپ اوبه برابروي. دې موخې ته د رسیدو لپاره د جال جیون ماموریت پیل شو، چې د تطبیق تګلارې پر بنسټ دا کار سرته ورسوي. هیله مندي شته چې دې موخې ته هم په بریا سره ورسیږو!

د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د هندوستان څو سفارتونو د SBM ملاتړ او پرمختګ لپاره د پاکوالي کمپاینونه تنظیم کړل. په بالي، اندونیزیا کې د هندوستان ډیپلوماټیک ماموریت دواطلبان د کثافاتو په ټولو کې د یو ساحل پاکوالي کې برخه اخلي،

پرامیسواران ایر وایي

پرامیسواران ایرد څښلو اوبو او پاکوالي سکرتر دی او د سواچي بهارت ماموریت پر مخ بیايي. په 1981 دورې IAS منصب دار دی، هغه په 2009 کال کې د نړیوال بانک سره یوځای شو او پخوا یې په ویتنام، چین، مصر او لبنان کې کارونه کړي
error: Content is protected !!