لوبې

د جګړې هنر

مسله 01, 2021

د جګړې هنر

ابیشیک دوبې |لیکوال

مسله 01, 2021


د هندوستان رزمي هنرونو د وخت په تیریدو خپل ځای بایللی. هو د دولت او ځینو افرادو لخوا هڅونې وکولای شو چې خوندي او مشهوره شي

هندوستان د رزمي هنرونو اوږد تاریخ لري، او د ځینو بڼو تاریخ یې ان زرګونه کلونو ته رسیږي. پداسې حال کې چې د ختیځې آسیا ځیني رزمي هنرونه خورا منل شوي، داسې باور شته چې د ډیریو تاریخ بوډي دارما، د هندوستان بودایي پنډیت ته رسیږي، چې د یوه داستان له مخې هغه په شپږمه میلادي پیړۍ کې شاولین کونګ فو جوړه او هندۍ یوګا یې تدریس کوله. زمونږ د فرهنګ او میراث اصلي برخې په توګه، د هندي رزمي هنرونو بڼو اوس نه یوازې په هیواد کې دننه بلکه په نړیواله کچه د خلکو پام ځان ته اړولی دی.د 2020 کال اکتوبر میاشت کې لومړي وزیر نریندرا موډي د خپل مشهور راډیويې پروګرام، من کې بات له لارې هندي سیمه ایزو لوبو، په ځانګړي ډول ملکمب او د هندوستان څخه بهر د هغه پرمختګ څرنګوالي ته اشاره وکړه. لومړي وزیر موډي وویل: اوسمهال زمونږ دودیزه ملکمب لوبه په څو هیوادونو کې مشهوره ده. کله چې چینمې پتنکار او پرادنیا پتنکار د خپل کور څخه د امریکا متحده ایالتونو کې د ملکمب تدریس پيل کړ، هغوی دا سوچ هم نه درلود چې دوی به دومره بریالي شي. اوس د امریکا متحده ایالتونو ډیرو ځایونو کې د ملکمب روزنیز مرکزونه دي چې هلته ډیر ځوانان د ملکمب زدکړه کې برخه اخلي.لاندې د هندي رزمي لوبو څو ډولونه دي چې اوسمهال په نړۍ کې خپل ځای لري.

په نوې ډیلي کې د سپورټ ملي ورځ په مناسبت د فیټ هندوستان پیل سره د 2019 کال اګست میاشت 29 د ملکمب اجرا

ملکمب

ملکمب یو دودیزه هندي لوبه ده چې تاریخ یې دولسمې پیړۍ ته رسیږي. داسې ویل کیږي چې د مهاراشټرا څخه پیل شوې. د مله کلیمه د غیږه نیونکي په معنی دا او کمب یا کم د مراټي ژبه کې د پایې په معنی ده. نو له همدې کبله ملکمب هغه لوبه ده چې لوبغاړی د پایې پر وړاندې غیږه نیسي. د 1135 م کال یو متن، مناسولهاس، داسې یوه لوبه ذکر کړې چې غیږه نیونکي د پایې سره لوبې کوي ترڅو خپل غښتلتیا او وضعیت وساتي. په نولسمه پیړۍ کې بالامبات داد دیودار، د مراټا پادشاه پیشوا باجیراو II د ورزش لارښود، دا لوبه بیرته ژوندۍ کړه، او د هغه اردو ته یې و پیژندله ترڅو د عسکرو غښتلتیا کچه لوړه شي. په دې لوبه کې غیږه نیونکی تاویږي، ځان کشوي او په پایه باندې خپل تعادل سادي ترڅو چټک، او غښتلی بدن ولري. دوه ډوله ملکمب شته – د رسۍ ملکمب چې د پایې پرځای د رسۍ څخه کار اخلي او ځوړند ملکمب، چې ټول عملونه په ځوړند ډول پرپایه یا رسۍ اجرا کیږي.

کالاريپایاتو

کله چې په 2017 کال کې د هندوستان دولت د لومړي وزیر نریندرا موډي تر مشرۍ لاندې د هیواد څلورمه لوړه جایزه، پډما شري 76 کلنې مینکشي اما ته ورکوله، یوازې یوه اویا کلنه ونه ستایل شوه. بلکه دې سره د هندوستان رزمي هنرونو بڼه کالاریپایاتو ستاینه وشوه چې کوچنۍ مینکشي اما په کراره د لسیزو راهیسې ورته کار کاوه. هغې د وړکتوب، آن پنځه کلنۍ څخه یې د کیرالا کوژیکود ولسوالۍ، کاداتند کالاري سنګم کې کالاریپایاتو تمرین کاوه. هغهې د 150 څخه تر 200 زدکوونکي پرته له کوم قیمت څخه وروزل.د رزمي هنرونو دا پخوانۍ بڼه چې د کیرالا څخه سرچینه اخیستې، د نړۍ علمي او پخواني سپورتونو څخ شمیرل کیږي. دا بڼه لومړي وخت کې تمرین کوونکي ته وده ورکوي چې د ذهن او بدن ترمنځ بشپړ هماهنګي وکړي. خو کالاریپایاتو په روغتیايي تمرینونو او په تیلو غوړولو درملنه مخ ته ځي.د کالاریپایاتو تمرین د تیلو مساج سره پیلیږي چې ټول بدن غوړوي ترڅو بدن نرم شي. د جمپ وهلو، منډې او او ځوړندیدل د دې بڼې اصلي برخه ده. د تورې، نیزې، ګرزونو، غشي او لیندۍ په څیر وسلو درسونه هم ورکول کیږي. د کیرالا مرکزونو برسیره، په نوي ډیلي کې د کالاري کینډرم مرکز هم زلمیانو ته په دې بڼه کې درس ورکوي. دا مرکز چې د هندوستان فرهنګي اړیکو شورا (ICCR) لخوا پیژندل شوی د نړۍ بیلابیلو برخو څخه د زدکوونکو نښلولو لپاره انلاین ورکشاپونه دایروي.

ویل کیږي چې کالاریپایاتو د کیرالا څخه سرچینه اخیستې، او د نړۍ د لرغونو رزمي هنرونو له جملې شمیرل کیږي

سیلمبم

سیلمبم د رزمي هنرونو بله لوبه ده چې په راژوندۍ کیدو ده. د ځاني دفاع لرغونو تخنیکونو څخه ګڼل کیږي، بیلابیلې وسلې او حرکات دې لوبه کې کارول کیږي. د سنګم ادبیاتو (د ټامیل ژبې لرغونې لیکلې بڼه) پر بنسټ، سیلمبم د څلورمې میلادې پيړۍ راهیسې شته.د سیلمبم کلیمه د ټامیل (سیلم) یعنې تپې او کاناډه (بامبو) یعنې د بامبو لرګي څخه اخیستل شوې ده. په دودیز ډول د سیلمبم لوبه کې وسلې کاریدلې چې د اوسني کیرالال کورینجي تپو ځانګړي بامبو لرګیو څخه جوړیدلې. اوس دا هنر کې د مارو (د هوسۍ ښکرونو څه جوړې شوې)، ارول (لور)، ساوکو (قمچینه)، وال (توره)، کاټي (چاقو)، کتري (پل)، سورول کتري (برابره توره) او سیدیکوچي (سوټي) په څیر وسلې کاریږي.په دودیز ډول، عسکر به په دا بڼه روزل کیدل ځکه سیلمبم د بدن توان او همغږي ډیروي. او همدا راز د یو کس اراموالي او تمرکز پیاوړی کوي. نن ورځ د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه خلک دا لوبه کوي او څو بیلابیل سازمانونه د دې لوبې پراختیا لپاره کار کوي، چې یو یې د سیلمبم نړیوال سازمان دی، د نړۍ په کچه ټورنمنټونه او ورکشاپونه دایروي. د سیلمبم لومړنی نړیوال جام د 2019 کال اکتوبر میاشت کې د مالیزیا، کیده ښار کې ترسره شو.

سیلمبم د سویلي هندوستان څخه د لرګیو جنګ دودیز هنر ګڼل کیږي

تنګ تا

تنګ تا یا هوین لالونګ یو ډول لرغونی منیپوري رزمي لوبه ده چې د تنګ (تورې) او تا (نیزې) کارولو سره پیژندل کیږي. د تنګ تا تاریخ اولسمې پیړۍ ته رسیږي. او درې بیلابیلې بڼې لري. لومړنی ډول یې روحاني دی. دویمه بڼه یې د تورې او نیزې سره د نڅا اجرا ده، او دریم ډول یې د ریښتیني جګړې جنګي تخنیکونه دي. تنګ تا تورې، نیزې او خنجر په شمول د ډول، ډول وسلو کارول دي، خو توره د دې لوبې اصلي برخه جوړوي. د روزنې لپاره د تورې سلګونه بیلابیل تمرینونه ترسره کیږي. خو تنګ تا یوازې د جګړې مهارت نه دی. د فزیکي کنټرول او تنفسي پوهې تخنیکونو پراخه برخه ده. نن تنګ تا نه یوازې د رزمي هنرونو بلکه په تیاتر او نڅا اجراګانو کې کارول کیږي. تیر کال د هندوستان دولت اعلان وکړ چې د هنري رزمونو دا بڼه به د 2021 کیلو انډیا زلمیانو لوبو برخه شي، چې د هریانا پنچکولا کې دایریږي.د هندوستان متنوع فرهنګ د هیواد غني تاریخ او کیسو کې ریښې ځغلولي دي. دې ګنج څخه د هنري رزمونو دودیزه بڼو الهام اخیستی چې تر اوسه د هیواد لرې پرتو سیمو کې موجود دي. د دولت او افرادو هڅو سره دا رزمي هنرونه کولای شي نه یوازې په هیواد کې بلکه د نړۍ په کچه د معاصر ژوند برخه وګرځي، چې مونږ ته د فزیکي غښتلتیا او ذهني توازن درس راکوي.

ابیشیک دوبې

ابیشیک دوبې د هند وتلی سپورتي ژورنالست دی، چې د 15 کلونو راهیسي په نړیوال سپورت باندې خپرونې لري. هغه د درې غوره کتابونو لیکوال دی او اوس دهندوستان دولتي خپرونې، پرسار بهارتی سپورت، ملي سلاکار دی.
error: Content is protected !!