هنر

د موادو هنر

مسله 03, 2019

د موادو هنر

جورجینا مډاکس |لیکوال

مسله 03, 2019


د هندي نندارتون غرفه د وینیس 58 نندارتون کې په 10 غورو کې راغله، چې دې سره د هیواد خپل ځای په نړیوال معاصر خلاقیت کې ټینګ کړ

مهاتما ګاندي هیڅکله وینیس ته تللی نه و. آن تر 2019 م کال پورې نه و تللی خو هندي هنرکارانو تل پاتې رومانټیک ایټالوي ښار وینیس ته سفر وکړ ترڅو د ګاندیجي د سولې او د نه تاوتریخوالي فلسفې څخه الهام اخیستل شوي هنري کارونه هلته ترسره کړي. سږکال د اتو کلونو وقفې وروسته، د هند ښکاره کول د وینیس نندارتون کې چې د نړۍ ترټولو لوی او مشهوره هنري نندارتون دی، هلته یواځې د فکري خلاقیت لپاره نه بلکه د ګاندي فلسفې ښکاره کولو لپاره وستایل شو. په حقیقت کې د 90 هیوادونو غرفو په منځ کې د فایننشل ټایمز او artsy.net ویب پاڼې لخوا د امریکا متحده آیالتونو، سویتزرلنډ، پولنډ او تازه کاري هیواد ګانا سره د غوره 10 غرفو په لړ کې راغی، دا زمونږ د خلاقیت او ګاندیجي افکارو په اړه د ډیرو ویاندویي کوي.

دوینیسپه 58م نندارتون کې (د نومبر تر 24 مه) د هند رسمي غرفه اته هندي هنرکارانو هریو نندلال باس، مقبول فدا حسین، جیتیش کلات او اتول دودیا ښکاره کوله. پرته له دوی نور معاصر هنرکاران لکه ګوري ګیل، شیلپا ګوپتا او سوهم ګوپتا، چا چې نړیوال شهرت ګټلی د دوی کارونه د نندارتون اصلي برخې په توګه نندارې ته وړاندې شوي ول چې د رالف لګاف، امریکايي ښایسته کوونکي لخوا ښایسته شوي وو. رالف لګاف د نندارتون تر شا د 2019 کال د نندارتون اصلي سړی و. هند په لومړي ځل د یوې ملي غرفې سره په 2011 م کال کې خپل کار پيل کړ، چې لږ تر لږه 116 کاله وروسته د دې غونډې د لومړي پیل څخه وروسته و! په 1931 م کال کې، ګاندي روم ته لاړ او خپل ملګري ته یې په خط کې لیکلي و چې هغه موسولیني (د ایټالیا لومړی وزیر، بنیتو موسولیني) د یو معما په توګه وپیژانده. ګاندي د آدولف هتلر په اړه هم خط لیکلی و. د تاریخ دا څنډه جیتیش کلات د خپل هنري کار سره راژوندۍ کړې وه چې په ښکلي انداز سره د لیک بڼه ورکړې وه، چې د وینیس په نندارتون کې یو د هندي غرفې یو اصلي نندارې ته وړاندې شوی اثر و. لیک يه یوه دود وهلي سکرین د ګاندي کلیمې او لاسلیک د پراجکت کولو له لارې ښکاره کولې چې لیکل کیدې، چې لیدونکی یې د تاریخ شاهد کیده.

GR Iranna poses with his artwork featuring hundreds of padukas or holy slippers. Padukas are worn by monks and other holy acolytes, and reflect the principle of peace and non-violence

د هند غرفه د معاصر هنرونو ملي البوم، چې د کمیشنر رول یې درلود، او د هند د دولت د کلتور وزارت د هندي صنایعو کنفدراسیون CII چې د همکارانو په توګه ورسره برخه لرله، د دوی د ګډو کوښښونو پایله وه. د روبینا کرود لخوا تنظیم شوي ول چې د کرن نادار د هنر موزیم KNMA لوړ رتبه تنظیموونکې ده. کرود وویل چې ما دا نندارتون داسې تصور کړی نه وو چې دا ګاندي خبرې د مستند په شکل ښکاره کړي، یا هغه د آرشیفونو څخه بېرته راوباسي، او اضافه یې کړه چې د ګاندي انځور/موجودیت په وخت پورې اړوند نه دی. هغه د هر بحران یا ناهیلیتوب په وختونو کې د عامه خلکو ضمیر ته بېرته راګرځي. هغه داسې یو موضوع نه ده چې یواځې په احساس یا ذهن کې پاتې شي. بلکه د معاصر انعکاس موضوع ده. زه ډیره لېواله وم چې د هغه د عمل اړخونو، د هغه کسب مفکورې، د کارګرو عزت او په خپلو پښو دریدلو ټینګار ته نظر واچوم.

یو لیدونکی د شکونتلا کلکارني هنري کارونو څخه د وینیس په نندارتون کې انځورونه اخلي. هغه بې نومه کار چې د بدنونو، قفسونو او زره ګانو له پروژې څخه دوه مجسمې، اوه انځورونه او نور سامان نندارې ته وړاندې کړی. دا کار د ګاندي د ستیج جوړښت سره تړاو لري چې د بانګس د لرګیو څخه جوړ شوی و او له هغه ځایه به یې د ملت خلکو ته بیانونه ورکول

سږ کال په نندارتون کې د هند ونډه اخیستل راحتي ښه راغلاست په توګه راځي او دهندي هنر سره د مینې انګیزه به ژوندۍ کړي، چې ډیر اوږد وخت لپاره یې د هنر په نړیوالو غونډو کې تیت حضور درلود. شنای جاوري، د نیویارک د هنر ښاري موزیم MET کې د جنوبی آسیا برخې معاون تنظیموونکی وایي چې دا د هند لپاره په زړه پورې وخت دی، چې په نړیوالو موزیمونو لکه MET په نیو یارک کې نندارې ته وړاندې کړي، د بېلګې په توګه، documenta د معاصر هنرونو یو نندارتون دی چې هر پنځه کاله وروسته د جرمني په کسل کې جوړیږي، او اوس د وینیس نندارتون دی. جاوري هندي هنرکارانو ته وده ورکوي او MET د مرحومې نسرین محمدي هندۍ هنرکارې پخواني اثارو ته لید لپاره یو نندارتون جوړ کړی و او دا مهال د مجسمه سازې مریناليني موکرجي لپاره یې ځانته نندارتون جوړ کړی.

یوه لیدونکي د جیتیش کلات تورې کوټې تجربه د وینیس په نندارتون کې لرله. چې نوم یې لیک و، دې کوټه کې یو لیک ښکاره کیده. څو اونۍ وړاندې له دې چې جرمني په پولند یرغل وکړي او دویمه نړیواله جګړه پیل شي، مهاتما ګاندي آدولف هتلر د 1939م کال د جولای په میاشت کې یو لیک لیکلی و. په دې لیک کې ګاندي د هتلر څخه د سولې غوښتنه کړې وه او تاکید یې ورباندې کړي و چې انسانیت ته بدبختي کمه کړي.

لکه څنګه چې د هند غرفه یواځې یو بل ځل نندارې ته وړاندې شوې وه، تنظیموونکي ټیم په زړه پورې کار کړی و چې په 530 متره مربع ځای کې یې د اته هندي هنرکارانو کارونه نندارې ته وړاندې کړي و. کرود وایي چې مونږ داسې فضا جوړه کړه چې روانه وي او ښکاره شویو کارونو خپل ښکلا څرګندوله، چې د غرفې فضا یې د مفکورې له پلوه انعکاس کوونکې جوړه کړې وه. ما نه غوښتل د دې ځای متوازن ډیزان ولرم، ما  غوښتل چې ډیر کنجونه او ناڅاپي پیښې ولري.

جیتیش کلات د خپل کار تاریخ د لیک تر شا ښکاره کړ. کلات وایي: هر لیدونکی بیلابیل شخصي، ټولنیز او تاریخي تجربې پداسې ډول کار ته راوړي چې په یو قسم د هغه معنی کې بدلون راولي. دا لیک د هغه درې عامه اطلاعي کارونو په څیر و چې د تاریخ انعکاس یې کاوه چې کیدای شي اوس د بیا فکر کولو لپاره بېرته ترې هدف واخیستل شي.  هغه وایي چې دا کار یو تاریخي لیکنه ده چې د عبور وړ وچ دود پردې باندې د شعاع په وسیله پراجکت کیدله، یوه مختصره لیک چې ګاندې آدلف هیتلر د جرمنی رهبر ته په 1939 م کال کې لیکلی وه او تاکید یې درلود چې د جرمني رهبر د تاوتریخوالي څخه لاس په سر شي. کلات وایي: د حیرت یو احساس شته چې څه ډول ګاندي خپل خبرې بیان کړي دي، د سولې اصلي استدالال کوونکي په توګه د تاریخي لهزې څخه را څرګند شوی. هغه زیاته کړه: چې د ګاندي د نورو حرکتونو او تجربو په څیر دا لیک داسې ښکاري چې د خپل اړوندې نیټې او مقصود اخیستونکې څخه وړاندې رسیدلییو لیک په داسې بڼه لیکل شوی چې هر چاته، په هر وخت کې او هر ځای کې راجع دی.

کرود او دهغې تنظیمي ټیم د آتول دودیا ماتې شوې څانګې یې ځکه غوره کړې چې نړیوال غږ یې وباله او د تاوتریخوالي پر بحث تاویږي. دودیا وایي چې د خواشینۍ ځای دا دی چې زما کار تر اوسه اړوند دی او تاوتریخوالی لا هم روان دی. دا تاسیسات نهه د لرګیو المارۍ او د انځورونو چوکاټونه چې په لاس رنګ شوي، د بدن مصنوعي غړي، اسباب، پیدا شوي شیان او نور یادګاري شیان لري.

په ورته رګ کې، هنر کارې جي آر ایرانا بیرته د خپل 2010 کال کار نندارې ته وړاندې کړ چې مقدسې څپلۍ دي. د دې تاسیس نوم نافو، یو کنډایي کلیمه ده چې د زمزمې کولو په معنی دی او انګلیسي کې د یوبل سره په معنی دی. ایرانا وایي: دا یو سمبولیک کار دی کله چې موږ ټول متحد یو او د یو دلیل لپاره ټول سره په کلکه ودریږو. دې کار کې سلګونه څپلۍ ښکاره شوي چې په دیوالونو کې میخ دي او خلک یې ګوري کله چې د چت لاندې او دیوالونو څخه تیریږي. په هند کې دا څپلۍ پنډتان او نور مذهبیان په پښو کوي، د سولې او نه تاوتریخوالي پیغامه لري. هرې څپلۍ سره د قیچي په څیر یو شی نښتی چې مسلک یا دین یې بیانوي. ایرانا وایي: دا د هریو یواځیتوب لپاره دی او ښکاره کوي چې کله مونږ سره یوځای یو نو مونږ یو بې څاری هویت لرو. شګې په څپلۍ کې ددې ښکارندویي کوي چې هغه خلکو په پښو کړي چې د بحر خواته یې قدم واهه او دا ګاندي هغې مظاهري ته اشاره کوي چې ډانډي ته لاړ ترڅو د برطانوي هند سخت او بی رحمانه قانون پر ضد مظاهره وکړي.

مرحومه رومانه حسین د خپل ارزښتناکه کار په وسیله ننداره کې ښکاره شوه: ټوټې. دا د یو مات شوي ظرف یا خاورې ټوټې دي چې د تاوان د چوپتیا خبرې کوي، او په آینو باندې لوڅې ایښودل شوي. پداسې حال کې چې بل حسین، مقبول فدا حسین د خپل نقاشی، زمین له لارې ښکاره شو. زمین داسې یو تاریخي کار دی چې د هند پخوانی طبیعت بیلابېلې هندي عقیدو یو ځای کولو باندې فکرونه ټولوي.

دا غرفه ځکه لا نور هم اړونده تړاو درلود چې تیر کال د ګاندي 150 مه کلیزه هند ولمانځله او د هغه فلسفې د نن ورځې تاوتریخوالي څخه ډکه نړۍ کې ريښتیا شوې. کرود وایي: چې دا نندارتون کوښښ کوي چې ګاندي ارزښتونو تړاو د نن معاصرې نړۍ سره پیدا کړي. او زیاته یې کړه چې له بده مرغه نن هم مونږ د هغه ریښتیني تجربو ته اړتیا لرو چې مونږ ته لارښوونه وکړي!

جورجینا مډاکس

جورجینا مډاکس د هنر یوه ستره لیکواله او تنظیموونکې چې په بیلابیلو لید-هنري پروژو کې کار کوي. هغه اوس مهال د هندي ایکسپریس سره د لوړ پوړي معاون ایډیټرې په توګه کار کوي.
error: Content is protected !!