د خدایانو هنري کارونه
داسې انګیرل کیږي چې د نقاشي یو لرغونی بڼه، پټاچیټرا د اودیشه په پوري کې د جګنات مندر بنسټ کیښودلو سره پیل شوې. بهاګیاسري ساهو او شربستي امیندیتا ملک دې دودیزو هنري بڼو ظرافت ته اشاره کوي چې د پوري ولسوالۍ راګوراجپور کلي میراث سره یې ريښې تړلي دي
هندوستان د غني او متنوع میراث څخه برخمن دی چې ان هر کلی یې د خپل بیان لپاره ځانګړې جلا هنري بڼې لري – د بیهار مدوباني نقاشي او مهاراشټرا وارلي هنر څخه نیولی د راجستان میناتوري نقاشي، دا ټولې د غني میراث ځانګړې هنري بڼې دي. خو د دوی په منځ کې یوه لرغونې، سیمه ایزه او ښکلې بڼه د اودیشې پټاچیترا بڼه ده، چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي په خپل راډیویي پیغام، (من کي بات) کې د هغه یادونه وکړه.د اودیشه، پوري ولسوالۍ یوه کوچني کلي، راګوراجپور کې د پټاچیترا ريښې موندل کیږي. راګوراجپور د هیواد یو له هغو کلیو څخه دی چې هر وګړی یې دودیز کسب کوي. په کلي کې هر کور یوه هنري سټوډیو لري. هغه څه چې د پټاچیټرا هنر د نورو څخه جلا کوي ځانګړی انداز، ظریف کار او د یوې پيړۍ راپاتې شوی میراث دی.داستانونو کې راځي چې د پټاچیټرا هنر د جګنات مندر بنسټ کیښدلو سره په پوري کې پیل شو، دا یې دلیل هم دی چې د پټاچیټرا نقاشي یو انځور د جګنات مندر یا تیاباډیا ده. دا هنر تل د هندي داستانونو کیسو د ښکلي رنګه انځورنو تر اغیز لاندې تللی چې خلکو ته د هنري نقاشۍ له لارې وړاندې کیږي.

دا ځايي هنر چې نوم یې د سانسکریت کلیمو (پټا) د کالي یا نقاشۍ کپړې او (چیټرا) نقاشي څخه اخیستل شوی، چیټراکار (نقاشان په سیمه ایزه بڼه په دې نوم یادیږي) لپاره یو بوښت کار دی چې پایداره پاملرنه ورته کوي. د پټا سره شروع کیږي چې په اوبو کې پاتې شوې دانې میده کیږي، د اوبو سره ګډیږي او په خټین لوښي کې ایشول کیږي ترڅو د خمیرې په څیر مخلوط ترې جوړ شي. چیټرکاران دا مخلوط د دوه کتان تکو نښلولو لپاره کاروي او د خټو پوډر ورباندې څو ځله وهي ترڅو کلک شي، او بیا دې کپړې ته نرم پالش ورکوي ترڅو د نقاشۍ لپاره تیارې شي.د چیټراکارانو لپاره دا رښتیا ده چې د هغوی ریښې د طبیعت سره نښتي، نو له همدې کبله د طبیعي سرچینو څخه خپل نقاشۍ لپاره رنګونه اخلي. سپین رنګ د صدف پوښ پوډر، تور رنګ د ډیا (ځمکمنی ګروپ بوټی) دودې، سور رنګ یا د هینګولا (یو ډول منرال) یا ګیرو (خاوره) او زیړ رنګ د هاریتل په نامه (یو ډول تیږې) څخه اخیستل کیږي. ان د نقاشي برسونه هم هنرکاران په خپله جوړوي.

هر ډول نقاشي ځانګړی سټایل لري، او د پټاچیټرا نقاشي سټایل هم په ځانګړو شکلونو ولاړ دی. د (پټا چیټرا – تیر او حال وخت) تر عنوان لاندې یو مضمون چې د اودیشه دولت خپور کړ، هلته راغلي و چې: د انسان شکلونه د مخامخ څخ ښودل کیږي، که څه هم مخونه او پښې د بغل څخه ښکاره کیږي، خو اوږدې شوې سترګې د مخامخ څخه ښکاره کیږي. ورته ویښتان، کالي، ښکلا، ږیرې او بریتونه د بیلابیلو شخصیتونو لپاره کارول کیږي. هغه ځانګړي او ظریفه نقاشي چې د پټا په ځۍ ښکاره کیږي د کسب یو بله ځانګړتیا بلل کیږي.

د پټا چیټرا هنر چې په دودیز ډول په یوې کپړې نقاشي کیدله اوس یې ډیره لاره وهلې. او نن دا نقاشي د ښکلا په سامان لکه بوتلونو، لوښو، تیږو او ګروپونو (څراغونو)، او همدا راز د وريښمو په ټوټو ترسره کیږي.پټاچیټرا نه یوازې د وخت ازموینه ورکړې بلکه یو ریښتینی احساس دی، او راګوراجپور د دې هنر ساتونکي او رایج کوونکي په توګه خپلې دنده ترسره کړې. د هندي هنر ټولنې چې د ملت سیمه ایزو کارونو کې یې ځانګړې علاقه لري، د پټاچیټرا هنرکاران هڅوي چې خپل کار او مهارت ته پراختیا ورکړي ترڅو سیمه ایز او نړیوال بازارونو ته لار پیدا کړي، چې دې سره به د لومړي وزیر موډي، اتمانیر بهارت او د سیمه ایزو لپاره غږ (Vocal for Local) ته هم کار شوی وي.