د بلوک ټاپه کولو هنر
هندي ډیزاینران د بلوک ټاپه کولو پخواني کسب ژوندي کولو لپاره نوې لار پرانیزي او دا په نوي ډیزاین او تولید کې کاروي، او ورسره مرسته کوی چې د راجستان د کلیو فرهنګي میراث وساتي
باګرو چې د جیپور څخه 30 کیلومتره لرې پروت دی، ارزښتناکه هندي ښارګوټی دی، چې د کورونو پر سر باد لګیږي او دروازې یې نه تړل کیږي او هلته ګاونډیان د یوې کورنۍ په څیر ژوند کوي. خو هغه څه چې په باګرو کې تر سترګو کیږی د ټوکرو رنګارنګه ښکلا ده چې کورونه او کوڅې ورباندې ښایسته شوي او د دې ټوکر ښکلی سیوری او چاپ د بامونو او دیوالونو څخه ځړند وي، ترڅو لمر ته وچ شي. دا د د هند لاسي بلوک چاپ مشهوره دود، باګرو دچاپ مرکزي ځای دی. دلته ورکشاپونو کې چې د چپا ټولنې غړو په کورنیو کې دي، د دې تخنیک کار روان دی، دوی کتان او کله وریښمین ټوکر په لاس حک شوي لرګیو بلوکونو باندې ټاپه کوي، دا بلوکونه په رنګونو کې غوټه کیږي، دا یو 300 کلن هنر دی چې د نیکونو ورته پاتې دی. دې ته ورته هنر په بل کوچني ښارګوټي کې کارول کیږي چې د باګرو څخه 30 کیلومتره لرې پروت دی.

نن دا دود د ډیزاینرانو ډیر خوښ دی او په بیلابیلو رنګونو او تخنیکونو سره ورباندې تجربې کوي، ترڅو نوښتې فیشني لیکې او دکور ښکلا جوړه کړي. ډیلي میشته فیشن ډیزاینره نیکي مهاجان چې د هنر برخه کې ډیر کار کړی، وايي: د اوړي په موسم کې به دا د کتان نرمې تکې د ښکلي ټاپو سره د راجستان او د نوي ډیلي مغل شاهي کورنیو اغوستل. خو هغه پښیماني ښکاره کوي لکه څنګه چې دا تخنیک ډیر کارګر او وخت ته اړتیا لري، پرنټرونو پکار پیل وکړ چې یو وار سره د تکې ډیره برخه ټاپه کوي او خلکو کمپیوټري پرنټرونو ته مخه کړه.
مهاجان، چې د هند لوی ښارونو او ان د امریکا بازارانو ته پیرل کوي. د ښځو او نارینه بلوک ټاپه شوې جامې د 26 کلونو راهیسې جوړوي. مهاجان وايي: په دې تخنیک کې ټاپه کوونکي یو مربع شکله د بوټانو قطی اخلي چې نیم د اوبو ډک وي، او یو اوږده ټوټه چرم اخلي چې په هغه باندې څو کتاره ټوټي کیږدي ترڅو ښه ډبل شي. او بیا هغه ته د خټې، جست او رنګ مخلوط ورکوي. هغه اضافه کوي چې: مونږ د خټې سره ټاپه لږو، او کله چې دا کار وشو بیا تکې ته حرارت ورکوو، او بیا یې مینځو چې رنګ او خټه ورڅخه لرې شي، نو رنګ بدلیږي – یعنې که توره تکه وي او مونږ غواړو سور رنګ ورکړو، خټه، جست، او رنګ یو بل سره یوځای کیږي او په سور بدلیږي. مهاجان وايي چې د هغه د خټې استعمال یو راز دی، هغه وايي: مونږ خام مواد خلکو ته نه ښکاره کوو. او همدا راز حرارت هم رنګ بدلوي. د اوړي په 40 درجو سانتي ګراد کې ټاپه شوی رنګ د ژمې 6 درجه سانتي ګراد کې ټاپه شوي رنګ سره توپیر لري. سیمه ایز خلک وايي چې سنګانر دوامداره ډول تازه اوبه لرلې، او ټاپه کوونکو د ټاپه کولو او مینځلو لپاره ورڅخه ګټه اخیسته. خو باګرو چې د اوبو کمښت سره مخ وه، ټاپه کوونکو خټه کاروله. دا ټول طبیعي عناصر هر ټوټه د یوبل څخه په توپیر جلا کوي.

هغه اضافه کړه: مونږ په خپل مخکینۍ ټولګه کې د سانګانیري بلوک ټاپه د نورو هنرونو او تجربو سره په ټوټه کې یوځای کړل. د بیلګې په ډول، په یو ساري کې مو د اندراپردیش کلمکاري د بلوک ټاپې سره په وريښمین جارجیت تکه کې وکاروه. د مشهوره ډیزاینرې اشا ګاتم په ټول شویو ټوټو کې هم ورته ویاړ لیدل کیږي، چې پلورنځۍ یې نوې ډیلي کې ده او د ښکلو ټاپه شوي ساری ګانو، لهنګاګانو او انارکلیو څخه ډکه ده. د مور او زوی همکاري اشا ګپتا او ګاتم ګپتا، دا کمپنۍ د راجستان څخه 25 کارکوونکو ته د کار زمینه برابره کړې. ګاتم وايي: مونږ د ښکلا یو لوی ټیم هم لرو چې د مونږ سره کار کوي. دا کسبه کاران نه یوازې مونږ لپاره ځانګړې ډیزاینونه تیاروي، بلکه زمونږ د ډیزاین معلومات هم ورسره مرسته کوي.
په جیپور کې چې ډیری داسې ټاپه شوي تکې خرڅیږي، ان شاهي کورنۍ دې خلکو سره یوځای شوي چې دا میراث ژوندی وساتي. دوه ډیزاینرانو د سیکر ولسوالۍ اجمیر او ډانټا ته نږدې دباریا پخوانیو شاهي کورنیو څخه پدې وروستیو کې خپله ټولګه د شاهي کیسې نندارتون کې واندورا کې نندارې ته وړاندې کړ. د باریا جیکریتي سینګ چې په نوې ډیلي، جیپور، ممبی او اندور کې دکانونه لري، د 1000 لرګیو بلوکو زیرمه لري، او د 20 کلونو راهیسې خپل کور کې دننه، جیپور کې د 35 هنرکارانو سره په تکو باندې ټاپې لګوي. سینګ وايي: زه غواړم چې د خپل هیواد دا ځانګړي کسب ژوندی وساتم. زه همداراز ځوان هلکان روزم چې هغوي هم علاقمند شي او دا کسب ژوندی پاتې شي.

د ډانټا ریچا راجیا لکشمي وايي چې غواړي خپل کار د دودونو سره سم روان کړي. راجیا لکشمي وايي: په اساسي ډول چې د بلوکو ټاپې په سپینو ټوکرو لګیدلې زما تکې هم سپینې دي. زه تکو ته رنګ نه ورکوم – زه د بلوکونو سره ورته رنګ ورکوم. ډیزاینره وايي: زه د خپل بلوکونه خپله ډیزاینوم، زه دودیز ډیزاین د هندي کلاګانو او ماڼیو سره ګډ کاروم. د راجستان بلوک ټاپې نه یوازې د تکو ښایست ده بلکه یو فرهنګي میراث دی چې باید د راتلونکو نسلونو لپاره وساتل شي. په مننه د ډیزاینرانو څخه چې نوښت ورکې راوړي، او په لاس ټاپه شوي محصول تقاضا هم لوړيګي او د نړۍ ګوټ، ګوټ کې پیرودونکي د هنرکارانو مهارت ته احساساتي کیږي، داسې ښکاري چې د سنګانیر او باګرو بلوک ټاپه کوونکي به دا ډیزاین د ډیرو راتلونکو کلونو لپاره ژوندی وساتي.