سینما

د لوبې تمثیل

مسله 01, 2020

د لوبې تمثیل

ارتي کپور سنګ |لیکوال

مسله 01, 2020


په لوبغاړو فلم جوړول سرګرمونکی، الهام بخښونکی او اړوند کار دی. نه یوازې چې لوبې ترویجوي بلکه نه پریګدي چې اتل لوبغاړي د هیره وایستل شي.

د هغه مبارز کیسه د ټول انسانیت لپاره الهام بخښونکې ده چې د ستونزو سره سره یې ځان بریا ته ورساوه. د بریا لپاره د هغه هیله مندي، د کړاونو ډک سفر او په پای کې بریا سره د هغه خوښي ترټولو مشهوره کیسه وه. په دې وروستیو کې، د هند فلمي صنعت د ورزشي فلمونو او ډنګال، باګ میلکا باګ، م.س. ډوني: ناویل شوې کیسه، سره تجربه کوله، ماري کوم، اظهر او سورما د سپورت هغه ژوندي فلمونه دي چې په وروستیو څو کلونو کط بازار ته ایستل شوي. د دې پروژو مالي او په زړه پورې بریا نور فلم جوړونکي هم وهڅول چې دا ډول فلمونه جوړ کړي.

اوچته نمرې

په لوبغاړو فلم جوړول ډاریکټرانو ته اجازه ورکوي چې درې شیان، ډرامه، خوشحالي او اتلولي یا اکشن سره یوځای کړي، او د دې ترڅنګ ښي پیسې ګټي او لیدونکي هم داسې موضوع خوښوي. د هغه عسکر په ژوند جوړ شوی فلم چې ورزش ته یې مخه کړې وه، پان سینګ تومار (2012) او د دې فلم ډایریکټر تیګمانشو ډولیا وایي: ورزشي فلمونه غوره لهزې لري. د ډاریکټر لپاره اسانه ده چې یو کس انتخاب کړي، هغه ته وښايي چې سخت ورزش وکړي او د وطن مینه ورسره اضافه کړي نو یو غوره فلم ورڅخه تیاریږي. او د دې په اړه چې ولې خلک ورزشي فلمونه ته مخ کوي، هغه وویل: ورزشي فلمونه داسې وي چې د هغه مخکښ شخصیت هرچاته معلوم وي، نو که فلم جوړونکی یو ستوری نه وي، دا فلم ورسره مرسته کوي چې د هغه فلم ډیر خلک وګوري.

د هندي کرکټر م.س. ډوني (ښي خوا) سره اداکار سوشانت سینګ راجپوت (کیڼ خوا)

یوه ګټه یې دا هم ده چې د دغو خلکو ځانګړې کیسې د ویلو لپاره انتظار پاتې دي. کیسې ځان نندارې ته وړاندې کوي او پرمختګ یې په هغه چا پورې تړلی چې له وخته مشهوره دی. که مشهوره نه وي، فلمونه ورسره مرسته کوي چې د دې ریښتیني اتلانو کیسې ووایي. د المپیک سروزرو مډال ګټونکي ابینف بینډرا په څیره فلم کې څرګندیدونکی اداکار هرشوردان کپور وايي: د سینما لیدونکي د ژوندي اتلانو څخه ډیر څه خوښوي، دا یې یو دلیل دی چې د سلمان خان او راجنیکنت په څیر ستوري ډیر مشهوره دي، ځکه چې دوی داسې پیژندل شوي چې خپلو فلمونو کې د انسان د ځواک څخه اوچته عملونه کوي. نو کله چې د دوی کیسه د سینما په پرده ښکاره شي اسانه ده چې د دوی اتلولي ورڅخه ښکاره شي. اداکاره پارنیتي چوپرا چې د بډمینټن اتلې سینا نحوال په ژوند جوړ شوي فلم، سینا کې څرګنديږي هم داسې وایي: سینا په خپل پیغلتوب کې ډیر څه لاسته راوړي او د هغې کیسه په ریښتیا سره ماته الهام بخښونکې ده.

رنویر سینګ (کیڼ خوا) په پوره ډول تیار دی چې د هندي کرکټ اتل کاپیل دیف (ښي خوا) په ژوند فلم جوړ کړی او هغه د بریا څخه ډک سفر نندارې ته وړاندې کړي

بل مرستندوی فکتور دا دی چې اتل لوبغاړي عادي خلک دي خو اوچت عزم او جذبه لري. د هغوی کیسې اړوندې دي. اجیت اندهارې، د ویا کام 18 حرکي انځورونو رئیس، چې د هند ورزش څو پروژو ملاتړ کوي، داسې وایي: ماري کوم تر مډالونو ګټلو یوه عادي انجلۍ وه. لیدونکي د هغه وضعیت او کوښښونه پیژني. او په پای کې داسې هیله منځ ته راځي که د ماري کوم په څیر یوه عادي انجلۍ بریا ته رسیږي نو مونږ هم رسیدلی شو.

نوی خوند

داسې یو بحث هم روان دی چې د هند سینما لیدونکو خوند هم بدل شوی او د ورزش په اړه فلمونه د نورو فلمونو په پرتله هغوی ته ارامي ورکوي. اندهارې وايي: اوس بالیوډ د رومانس او انتقام پرته نورو کیسو په لټه کې دی. مونږ یو معیار درلود او اوس زمونږ فلمونو څو معیاري شوي. او اوس فلمونه هغه بحثونه هم نندارې ته اوباسې چې په ټولنه کې روان دي. او د هند منل شوي ورزش کرکټ هاخوا نور خلک هم علاقمند دي چې د میدان څخه د بریا نورې کیسې واوري. د باګ میلکا باګ فلم ډایریکټر، راکیش اومپرکاش مهرا وايي: لیدونکي بدل شوي او غواړی چې نوي شیان وګوری. خلکو حوصله هم ډیره شوې او باندني فکرونو ته ګوري، او د دې کیسه کې نه دي چې چا پورې تړلی دی.

د خوښيو ډک پای

تر ټولو ښه احساس ورکونکی فکتور دی چې فلمونه نور هم په زړه پورې کوي. هرفلم جوړونکی د مناسبې بریا په لټه کې وي. خوښي خو د ورزشي فلم برخه ده، چې لیدونکي په احساساتي ډول ورکې دخیل کیږي. په 2001 کې چې ورزشي فلم – لګان، که څه هم د چا پر ژوند نه و جوړ شوی، بازار ته ووت، سینمايي لیدونکو په پای کې خپله خوښي په پراخ ډول څرګنده کړه. ډیر فلم جوړونکی وايي، چې د لوبغاړي د ژوند یوه داسې برخه شته چې ډیری خلک ورباندې خبر نه وي.

(د کیڼ خوا څخه) هندي اداکاران، انګد بیدي، ډیلیجیټ دوسانج او تاپسي پانو د سورما فلم اعلان پرمهال، چې د هند هاکي لوبغاړي، ساندیپ سینګ پرژوند جوړ شوی.

څومره ډیر هندي لوبغاړي چې میدانونه ګټي د فلم جوړونکو لپاره هومره ډیرې کیسې پیداکیږي چې بیان یې کړي. د ورزشي فلمونو دود د دې ځواک لری چې هغه ننګونې ښکاره کړي چې ډیری خلک ورسره لاس په ګریوان دي، خو په ښه ډول یې ښکاره کوي. داسې ارزښتونو لپاره د ازاده، مقاومت او ماتې نه منونکي هڅو سره د نورو ترڅنګ دریږي. ښه ورزشي فلم خوند او عقل دواړه یوځای کوي. د ورزش په ترویج کې هم مرسته کوي او زرګونه ځوانان هڅوي چې ورزش د خپل مسلک په توګه انتخاب کړي.

ارتي کپور سنګ

آرتي یوه خپلواکه لیکواله ده، په بیلابیلو رسنیو کې نږدې دوه لسیزي تجربه لري. په فلمي زده کړو کې د دوکتورا اخیستلو وروسته اوس هغه د خپل خوښې کار کوي چې نړۍ کې نوې شیان ومومي. هغه په خوړو، سوکالي، فلمونو، سفر، روغتیا او فلمي ستورو لیکنې کوي.
error: Content is protected !!