د دوه ملګرو ګاونډیو کیسه
د 2020 کال د ډیسمبر په 17 د لومړي وزیر نریندرا موډي او د هغه بنګلدیشي سیال شیخ حسینه مجازي ناسته، د 1971 کال جګړې د بریا ورځ لمانځنې په مناسبت وه. د ناستې پرمهال، دواړو مشرانو د ژورو اړیکو لیدلوري لپاره خپل تعهد بیا تکرار کړ
هرکال، بنګلدیش او هندوستان د ډیسمبر 16 د بې جوی دیبوش یا بریا ورځ په توګه لمانځي ترڅو د 1971 جګړې پای لمانځي. په دې ورځ د پاکستان اردو د هندوستان اردو او موکتي ګډې قوماندې ته تسلیم شوه. دا تاریخي تسلیمي د یوې کړکیچنې جګړې پای و چې بلاخره د بنګلدیش د ظهور لامل شو. د خپلواکۍ لپاره د بنګلدیش ټینګ عزم په سویلي آسیا کې خورا ارزښتناکه جیوپولیتیکه قضیه وه. بنګلدیش دا کال د خپل خپلواکۍ زرین کال په توګه لمانځي. دا کال همدا راز د پاکستان پر وړاندې په 1971 کال جګړه کې د هندوستان د بریا 50 کلونه کیږي چې د یو اوږد کال (سوارنیم ویجې وارش) په توګه لمانځل کیږي. دواړه هندوستان او بنګلدیش په یو پراخه پلان کار کړی چې یو لړ فعالیتونه او پروګرامونه برابر کړي ترڅو په ګډه د بنګلدیش زیږدونکې بریا ولمانځي. په وروستیو کلونو کې د بنګلدیش–هندوستان د اړیکو ښه والی د دواړ هیوادونو د مشرتابه تعهد پورې اړوند ده چې غواړي ژورې اړیکې او د همکارۍ نوې برخې ولري. کله چې د بنګلدیش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه او د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي د 2020 کال د ډیسمبر په 17 مجازي ناسته لرله، په دې ټینګار وشو چې د ګاونډیانو پیاوړې اړیکو جوړولو تګلاره د ګډ تاریخ، فرهنګ، ژبې او نورو ځانګړو ګډ شیانو او د همکارۍ ځانګړنو پورې تړلي وي. هغوی تاکید وکړ چې د بنګلدیش او هندوستان ترمنځ د ورورۍ اړیکې دي، او دا اړیکي د حاکمیت، برابري، اعتماد او پوهې همکارۍ پایله ده چې د ستراتیژیکې ملګرتیا لامل کیږي. د ګاونډ په لومړیتوب کې تګلارې له مخې، هندوستان په ښه نیت د بنګلدیش سره اړیکې جوړې کړې. د هندوستان–بنګلدیش دوه اړخیزه اړیکې داسې یو مرحلې ته رسیدلې چې د څو بیلابیلو برخو همکارۍ اغیزمن پرمختګ رامنځته کړی. ګډ مشورتي کمیسیون د 2020 کال د سپتمبر میاشت کې د خپل شپږمې ناستې په ترڅ کې د دې پروسې پلې کولو لارښونې ورکړې.

د وروستۍ ناستې پرمهال، دواړو لومړي وزیرانو د اوسپنې پټلۍ پنځم نښلول د هالدیباري، لویدیځ بنګال او چیلاهاتي په بنګلدیش کې پرانیست. د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ لارې په بشپړه توګه د پاکستان لخوا د هندوستان او پاکستان 1965 جګړه کې پرې شوې وې. کله چې بنګلدیش په 1971 کې خپلواکي لاسته راوړه د اوسپنې پټلۍ ځینې لارې بیرته جوړې شوې، خو دې پروسې په وروستیو کلونو کې ډیر مینوال پیدا کړي ځکه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اموالو لیږد او مسافرینو تګ راتګ ډیر شوی. په داسې حال کې د سوداګریزې ټولنې تقاضا ده ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ د لیږد او سفر خرڅ کم کړي، چې ټوریزم او سوداګري د کویډ وبا څخه وړاندې حالت ته رسیږي او د تعداد یې ډیریږي. هندوستان ته د سیل لپاره د بنګلدیش څخه زښت ډیر خلک راځي. په پایله کې دواړه هیوادونه اوس د پولې هاخوا نښلولو اوسپنې پټلۍ پروژې باندې کار کوي چې په پوله به بیروبار کم کړي او د زحمتونو پرته به په لږ وخت کې اموال او مسافرین د پولې څخه هاخوا تیریدلای شي. څو ډوله نښلول د دواړو هیوادونو لپاره د لومړیتوب یوه بله برخه ده. د سیند لارې د پولې هاخوا تیریدلو لپاره د وخت په تیریدو پراخه شوې. په پوله باندې 54 سیندونه دي ها خوا تیریږي او کوم ځای کې چې د تیریدو وړ وي د د جزیرې اوبو سوداګرۍ او تګ راتګ پيمان پروتوکول (PIWTT) لاندې د سیند له لارې له پولې تیریدی شي. د اموالو لیږد د کلکتې څخه اګرتالا ته د چتانګانګ بندر له لارې، د سونامورا داکوندي د سیند له لارې به د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري اسانه شي. د ګنګا سیند (په بنګلدیش کې پډما) یوه برخه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیند د پولې یوه برخه جوړوي.
سیند خم او پيچ شوی، بنګلدیش ته تللی او بیرته د بنګلدیش راجشاهي ولسوالۍ له لارې هندوستان ننوځي. دا ماهي نیونکو او د سیند له لارې مسافرینو تلونکو ته یوه ستونزه جوړوي، ځکه چې هغوی باید د نړیوالې پولې څخه تیر شي. هندوستان د بنګلدیش معصوم تیریدلو پیشنهاد سره هوکړه وکړه چې د سیند له لارې سفر پر مهال به کښتۍ ګانې کولی شي هندوستان ته ننوځي او بیرته بنګلدیش ننوځي، پرته له دې چې د نړیوالې پولې تیریدو رسمي پروسې لاندې راشي.
BBIN (بنګلدیش، بوتان، هندوستان او نیپال) د موټرو هوکړه (MVA) د پروسې پای ته انتظار باسي. دا به د هیوادونو ترمنځ د موټرو تګ راتګ سره خورا ډیره مرسته وکړي. د هیلي (لویدیځ بنګال) څخه د مهیندرا ګنج (میګالیا) پورې د بنګلدیش له لارې د سړک نښلولو بله پروژه پلان شوې. بنګلدیش و غوښتل چې د هندوستان–میانمار–تایلنډ درې ګوني سړک کې ګډون وکړي چې هندوستان به د ASEAN هیوادونو سره ونښلوي. بنګلدیش او هندوستان د 4097 کیلومتره په اوږدوالي اوږد ځمکنۍ ګډه پوله لري. د پولې په اوږدو ډیر ځایونه شته چې سیند نړیواله پوله جوړه کړې وي. لکه څرنګه چې سیندونه په دلتايي سیمه کې غواړي لاره بدله کړي، د ثابتې پولې ننګونه د ګډې پولې کنفرانس کې تر بحث لاندې ونیول شوه. د ځمکنۍ پولې هوکړې وروسته په 2014 کال کې د پلې کولو تدابیرو او د سیند غاړو پولو نقشې تیارولو باندې کار پیل شوی. د پولې هاخوا غیرمشروع فعالیتونو مخنیوي لپاره د هندوستان دولت د خپل د پولې په ځینو برخو جال نصب کړی دی. د پولې هاخوا غیر مشروع فعالیتونو له امله د هندوستان پولې ساتلو امنیتي ځواکونو (BSF) او هغو خلکو ترمنځ نښتې شوي چې په غیر قانوني توګه له پولې تیریدل او قاچاق یې کاوه. دې جال د غیر قانوني فعالیتونو کچه د پولې پر غاړه کمه کړې او دواړو هیوادونو هوکړه وکړه چې د جال بشپړیدلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د هندوستان، تریپورا پر پوله جال ونیسي. د پولې مدیریت مناسب پلان (CBMP) د دواړو خواوو ساتونکي ځواکمن کړي ترڅو د انسانانو قاچاق او د سلاګانو، مخدره توکو او جعلي پیسو قاچاق مخنیوي وکړي او کچه یې ټیټه کړي. د پولې پر غاړه د ځمکني بندرونو له لارې د خلکو قانوني حرکت اسانتیاوو برابرول ساده شوي دي.

په داسې حال کې چې دواړه هیوادونه د وبا سره لاس په ګریبان دي، د روغتیايي پاملرنې برخې ته د دوه اړخیزې همکارۍ لیست کې لومړیتوب ورکړل شوی دی. په دې برخه کې د همکارۍ ډیر کار شته، په ځانګړي ډول د زدکړې، د طبي تجهیزاتو تولید او درمل جوړونه برخه کې. د ډیرې مودې څخه د بنګلدیش اوسیدونکو ته دا اسانتیا شته چې هندوستان ته د درملنې لپاره راشي. لومړي وزیر موډي د بنګلدیش لومړۍ وزیره حسینه ته ډاډ ورکړ چې د بنګلدیش هیواد ته به د هغه واکسین رسولو کې لومړيتوب ورکول کیږي چې هندوستان کې جوړیږي. د #VaccineMaitri نوښت سره، د هندوستان دولت د 2021 کال جنوري میاشت کې بنګلدیش ته په هندوستان کې جوړشوي د کویډ-19 واکسین دوه میلیون دوزه تحفه ورکړل. او ورپسې یې د سوداګریز هوکړې له لارې د هندوستان څخه د Covishield واکسین پنځه میلیون دوزه وپیرل. د هندوستان – بنګلدیش د زدکړې او فرهنګي تبادله اوږد او غني تاریخ لري. د دواړو هیوادونو ګډ فرهنګ به په ښه توګه د یو کال اوږ جشن په ترڅ کې د بنګلدیش د خپلواکۍ او د سل کلن بنګابندو شیخ مجیب الرحمن (چې د ملت پلار لقب ورکړل شوی) زوکړې په مناسبت تیار شوي جشن کې ښکاره شي. ګډه لمانځنه کې د بنګابندو او مهاتما ګاندي په یاد د هندوستان او بنګلدیش لخوا د هغوی په ویاړ ټاپې جوړیږي. د دې دواړو رهبرانو پر ژوند یو ډیجیټلي نندارتون اوس په نوې ډیلي کې جوړ شوی او وروسته به د نړۍ بیلا بیلو برخو ته ورسیږي. بنګلدیش د هندوستان لوی پراختیايي ملګری دی، او هندوستان همدا راز بنګلدیش ته د 10 میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت مرستې او کریډیټ ورکړي دي. همدا راز په سویلي آسیا کې بنګلدیش د هندوستان لوی سوداګریز ملګری دی چې د معاملاتو بشپړ حجم یې 10 میلیارده امریکايي ډالرو پورې رسیږي. دواړه خوايې غواړي چې د سوداګرۍ اسانتیا لپاره د مالیې خنډونه او نورې ستونزې لرې کړي. بنګلدیش د هندوستان څخه صادر شویو اړینو خوارکي توکو لپاره ښه مارکیټ دی. له بل پلوه د تکو او کپړو سکتور کې د بنګلدیش لپاره مهم دی ځکه چې د بنګلدیش تیار کالي 80 سلنه صادرات جوړوي. دواړه هیوادونه د جامع دوه اړخیزه اقتصادي ملګرتیا هوکړې (CEPA) باندې کار کوي چې د دواړو خواوو سوداګري به ورسره لا ډیره ښه شي.
د دوه اړخیزې همکارۍ کلیدي برخه د انرژي سکتور دی. د بنګلدیش انرژي کموالی د هندوستان بریښنا پوره کاوه. شخصي شرکتونو د بریښنا دوه فابریکې جوړې کړي چې بنګلدیش ته انرژي صادر کړي. د هندوستان څخه بنګلدیش ته د پطرولیم تولیداتو او مایع پایپلاین د تطبیق په حال کې دی. د دواړو هیوادونو په ګټه، دوی غواړي چې پاکې انرژي ته مخ کړي او ډیر پام یې په ګټورې او د بیا نوي کیدو وړ انرژۍ سچینو باندې دی چې د بوتان او نیپال سره هم په پاکې انرژي نیمه سیمه ایزه همکاري او همغږي لري. بنګلدیش ته د شاوخوا یو میلیون کډوالو راتګ، چې په زوره د برما راکینه ایالت څخه ایستل شوي و، د دوه اړخیزه اندیښنې موضوع وه او هندوستان د بنګلدیش سخا ته درناوی وکړ چې د دې کډوالو کوربه شو. هندوستان کډوالو سره بشردوستانه مرستې وکړې. هندوستان او بنګلدیش هوکړه وکړه چې د کډوالو چټک بیرته تګ کې یو بل سره همکاري وکړي. په نړیواله کچه دواړو هیوادونو په ډیرو موضوعاتو لکه د ملګرو ملتونو امنیت شورا اصلاحات، د اقلیم بدلون، د پایداره پرمختګ موخې (SDGs) او د کډوالو حقوقو خوندي کولو کې یو ډول نظر درلود. بنګلدیش او هندوستان په کراره خو احتیاط سره د ګډې همکارۍ داسې بنسټ جوړ کړی چې په ټولو برخو سره همغږی وي. د هندوستان لپاره، بنګلدیش د ختیځ تګلارې عمل لپاره یوه کلکه پایه ده چې د اسین ASEAN هیوادونو او هندو–پاسفیک سیمې نورو هیوادونو سره پراخ نښلود او ژورې اړیکې ډاډمنوي. د کویډ–وروسته وخت کې، د نړیوالو ځواکونو روانه بڼه، د بنګلدیش او هندوستان د اړیکو جوړول، چې د سویلي اسیا نښلود او همکاري به د سیمې خلکو اقتصادي پراختیا او نیکمرغي لویې موخې لپاره لا نوره هم پیاوړې شي.