سفر

د یوازیتوب کیسې

مسله 05, 2019

د یوازیتوب کیسې

وینیک سوریا سوامی |لیکوال

مسله 05, 2019


د سپیتي دښتې په یوه لور د لاهول دره د ښکلو نباتاتو سره، د پِن دره د حیواناتو سره په بل لور، په لویدیځ کې یې د کولو دره او په سویل کې یې کناور پرته ده، دا يښه دښته د ځان پیژندلو سفر په خاطر د پیل ښه ځای دی

سپیتي – په هیمچل پردیش کې یوه کوچنۍ دره ده – ښکلې د جنت په څیر ده، د همالیا په واورو پوښل شوو غرونو جلا شوې او د یو بل سره د غرونو لوړو څوکو یوځای شوې. همدا په ذهن کې و چې ما د سپیتي درې ته د نوې ډیلې څخه سفر پیل کړ. زه په لاره کې یوازې وم نو ځکه مې په لاره کې لږ پیژندل شویو ځایونو ته هم سر ورښکاره کړ او مخکې له دې چې بل څوک راته دا ځایونه توضیح کړي ما په خپله ځانته د دې سفر تعریف تجربه حاصله کړه.

د سفر لومړۍ برخه چې 20 – 36 ساعتونو اوږدوالی درلود، زه د نوي ډیلي څخه چاندیګر ته ورسولم. وروسته له هغه زما لومړی تمځای د ریکانګ پیو یا په ساده ډول د پیو ښارګوټی و. دلته د بس ترمینل یوه ساده ساختمان و چې د HRTC (د هیمچل سړک ټرانسپورټ ادارې) کارکوونکو په تبسم سره ټکټونه خرڅول. د بالیوډ لوحو سره چې هر کنج کې وې پاس د سپیتې درې په ښکلې او ښایسته منظره کې پورته شو. لکه څنګه چې سړک پورته کیده، شین ځایونه په نصواري بدل شول، د غرونو څوکې نږدې شوې او هوا په کمیدو شوه. د ځنګل ښکلې تپې پر بې حاصله غرونو بدلې شوې او دومره لوړوالی یې درلود چې د ځمکې او آسمان ترمنځ ټول شیان کمرنګه او جال جال ښکاریدل. د غرونو په غاړه کله، کله کوچني سپین او زرین ټکي ښکاره کیدل چې کله نږدې شول د بودايي مذهب زدکوونکي ول، او د دوی له جملې یو زوان په رضاکارانه ډول زما د سفر لارښود شو، چې د تبتي مهندسۍ ځانګړې فلسه یې تشریح کوله! که څه هم ما داسې ځای ته سفر درلود چې ډیری ورته د ژوندکولو لپاره سخت ځای وایي خو زه پوهه شوم چې د سیمه ایزو خلکو مینې سره زه ډاډمنه شوم. د ښوونځۍ په یونیفورم کې د ماشومانو څخه نیولی تر پنډتاونو چې زیړ رنګه کالي یې اغوستي وه، هرچا د مرستې او لارښونې وړاندیز کاوه. د بس شپږ ساعته سفر وروسته ما تصمیم ونیو چې د ناکو په کوچني کلي کې شپه تیره کړمه. د جهیل په غاړه د خټین کورونو څخه جوړ کلی د مندر په نامه نومول شوی، ناکو یو ښکلی ځای و. که څه هم ناکو د سفرکوونکو لپاره ټولې اړتیاوې لرلې خو د وخت کمښت له امله ډیره پاتې نشوم. د درې لومړي ملګري مې په ناکو څخه و چې تراوسه ورسره اړیکه لرم.

: یوه کوچنی پول چې د تیلینګ کلی د پِن درې ملي پارک له لارې د اصلي سړک سره نښلوي

سبا سهار وختي د سپیتي اداري مرکز، کزا په لور وخوځیدم، چې د درې په څیر ژوند تجربه کړم، ما هوډ وکړ چې سیمه ایزه لارۍ کې ځان پرځای کړم او تر کزا د لارې پر سر هر کلي کې تم کیده. زه په لاره چانګو او سومدو کې دمه شوم چې زمونږ د لارې ملګرو به د خوراک اوڅښاک لپاره لږ څه را اخیستل او CAPF لیوا پرسونلو سره چې هلته ګمارل شوي ول خبرې کولې. لکه څنګه چې موټر په مندرنو کې ودریده، پنډتان راتلل چې خپل سامان د لارۍ څخه واخلي او ما سره به یې په خوښۍ خبرې کولې، چې د ساده ژوند په اړه په ډیر څه پوهه شوم. په تبو کې 1000 کلنه عبادتخانه د لیدو ځای و. د نورو عبادتخانو خلاف تبو ګمپا د ټیټو مندرونو سره د بودایز خاکسره لیدلوری وړاندې کوي.

د کلیدي ګمپا عبادتخانې ښکلې منظره د لمر پریوتو پر وخت  چې د بحر سطح څخه 4166 متره لوړوالی لري

زه د ماښام په اته بجو کزا ته ورسیدم او د موسټاچ لیلې په لور روان شوم، چې د یوې اونۍ لپاره زما کور و. زه هلته د روهیت سره اشنا شوم چې د ځای مالک او د لاهول څخه و. هغه ماته کلک شو او د بحر غاړې نبات  Sea buckthorn ځانګړی چای یې راکړ چې د هغې سیمې سره تړاو لري، او زه ډیره آرامه کړم. زه چې کله د شپې ګرمې ډوډۍ ته کښیناستم، زه پوهه شوم چې د نړۍ لوړې او یخې دښتې سفر به د بدلیدونکي اقلیم سره به خورا ننګونکی وي، خوښیانې یې بې جوړې وې – د ګرم چای څښل او په د بحرسطحې څخه 3800 متره لوړه ارتفاع کې په  کمپله تاو شوې ناسته، او د هغو خلکو سره خندل چې یوه اونۍ مخکې مې نه پیژندل، خو زه یې و منلم او د خپل زړونه او کورونه یې راته پرانیستل. بله ورځ مې چې خپلې سترګې د سهار رڼا ته خلاصې کړې چې د سپیتي لوړو څوکو ماته ښکته کتلې. د لیلیې په منځ کې هرچا کوښښ کاوه چې د ښې هوا څخه په ګټه اخیستلو تر بل چا د سیلانیانو ډیر ځایونه وګوري. ما ځانته جلا لیدلوری درلود د ګرم چای پيالې سره لاړم او د سهار ډوډۍ مې وخوړه او بیا روهیت راسره مل شو، هغه مالک چې د ملګرتیا کلک تړاو ورسره لرم. هغه ماته وړاندیز وکړ چې د پن درې ملي پارک وګورم چې 70 کیلومتره لرې او خیر دې ویسې خپل 72 Enfield یې راته د هغه ورځې لپاره راکړ. ما چې 50 کلن ښامار چلوه، او خپل سفر مې پیل کړ، دا زما د ژوند ښکلی سفر و. د پن درې څوکې د سپیتي پر خلاف پر رنګارنګ ګلانو پوښل شوې وې، او ډیر په زړه پورې ځای و. د موټر لاره د موډ کلیو پورې تللې وه، ما بیا خپل موټر سایکل هلته تم کړ او د پن بابا پاس ته پیاده لاړم چې ورزش وکړم.

 50 کلن ښامار چلوه، او خپل سفر مې پیل کړ، دا زما د ژوند ښکلی سفر و. د پن درې څوکې د سپیتي پر خلاف پر رنګارنګ ګلانو پوښل شوې وې، او ډیر په زړه پورې ځای و. د موټر لاره د موډ کلیو پورې تللې وه، ما بیا خپل موټر سایکل هلته تم کړ او د پن بابا پاس ته پیاده لاړم چې ورزش وکړم.

په هیکیم کې پوسته خانه. چې 14576 فوټه لوړوالي کې پروت دی، او د نړۍ ترټولو لوړه پوسته خانه ده چې کارونه ورکې روان دي

که څخه هم په 4000 متره لوړوالي کې د هوا کمښت د یو ساعت څخه لږ وخت کې د تنفس لپاره وارخصا کړم، خو ما چانس پیدا کړ چې همالیايي ایبیکس (د سیمې اړوندې ښکر لرونکې اوزې دي) وګورم. یوازې ومې کولای شو چې یو انځور یې واخلم او بیا لاړه په شاوخوا غرونو کې وختله.

بیرته په راتګ کې د کزا څخه تیره شوم او خپلې لارې ته مې دوام ورکړ ترڅو د هیکیم کلي ته ورسیدم. چې د کزا څخه 25 کیلومتره لرې پروت دی، هیکیم د نړۍ ترټولو لوړه پوسته خانه لري چې لوړوالی یې 15000 فوټو ته رسیږي. لکه څنګه چې بیرته په بادلرونکي سړک کزا ته ښکته کیدم، ماښام نږدې و او دا غرونه د دې ښکلي ځای ساتلو څخه ستړې ښکاره کیدل او دلته وه پردې ښه ساتل شوي سړک باندې، چې له غرونو تیر شوی و او د مازدیګر لمر په لویدو و، پوهه شوم چې د ډیرو خلکو لپاره دا لنډې جوړې شوې لارې څومره ارزښت لري ترڅو خپل فرهنګ سره تړلي پاتې (که څه هم لرې اوسي) او خپل ژوند وکړي.

په سبا ورځ یې، په سپیتي کې د ګرځیدو لپاره ما یو سکوټر کرا کړ. زه لومړۍ په کیګمپا کې تم شومه، چې د سپیتې درې لوی مندر دی او زه یې د عبادت ځای ته ننوتلم، ګرم ځای چې د عبادت سندرې ورکې ویل کیدې، زه ارامه کړم. د کیګمپا پنډتانو ماته د ارمۍ یو پخوانۍ کوټه پرانیسته. چې یوازې یې د کوچنیو کړکۍ ګانو څخه د لمر رڼا لرله، د یوګا دا ارامه کوټې د خپل روح ارامۍ لپاره پو پوره ډول غوره ځایونه دي.

د پن درې ملي پارک کې هغه سړک چې د موډ کلي څخه اخوا روان دی. موډ د نورو ډیرو همالیايي سیمو په څیر لري پرتې اوبه شوي شنه ځایونه دي چې د تیږو غرونو منځ کې پرتې دي

کله چې ما دا سفر پیل کړ، ما د ځان سره فکر کاوه خدای خبر که د ویلو لپاره ښه کیسه ولرم، که څه هم شپه د روهیت د خوړو په لوی میز ناسته وم، زه پوهه شوم چې هر هغه څه چې د کیسې لپاره غواړم ولیکم زه باید پاس وګورم، او د سفر کیسو یو ژوند و!

How to reach

Via Shimla

Spiti Valley is accesible through Reckong Peo all year round via NH 44 and NH 5 that connect the international border with China.
State transport busses run once daily from Chandigarh to Reckong Peo and from Peo to Kaza.

Nearest Airport: Shimla

Nearest rail head: Shimla

Via Manali

Kaza is also accessible through the Rohtang Pass via Manali. Although state transport busses do not run on this route, it is fairly popular among adventure and off-roading enthusiasts. Rohtang Pass is open  from June till October, as there is a chance of the roads being snowed in throughout winter. On this route, you will also have to cross the mighty Kunzum Pass at
4,551 m that serves as a connection between the twin valleys of Lahaul and Spiti.

Nearest airport: Bhuntar (Kullu)

Nearest rail head: Chandigarh

څه باید وګورو

د پِن درې ملي پارک

د لوړو څوکو منځ کې پروت دی، د پن درې ملي پارک د نباتاتو او څارویو بیلابیل ډولونه لري او د سپیتي وچو ځایونو لپاره د ښه راغلاست ارامښت دی. د موډ کلي پورې د موټر سړک تللی دی، چې د پارک پوله ده.

د کزا څخه واټن: 49 کیلومتر

د کي عبادتخانه

په سیمه ایزه لهجه ورته (کي ګمپا) وايي، د سپیتي لویه عبادتخانه ده او د مخروطي تپې شاوخوا جوړه شوې. د ځانګړې جوړښت له کبله دا ټوله بنا د یو اوسپنیز کانکریټ بنا په څیر ښکاري. ګمپا نږدې د 350 پنډتانو او زده کوونکو کور دی.

د کزا څخه واټن: 16 کیلومتره

د چندرتال جهیل

په 4270 متره لوړوالي کې یو یخچالي جهیل دی او د سړک پر سر د منالي – کزا لاره کې پروت دی او د شاوخوا لوړو غرونو ښکلی او ښایسته عکس په کریستالي پاکو اوبو کې ښکاره کوي. د جذابه تجربې لپاره یوه شپه بیرون په ستورو روښانه آسمان لاندې تیره کړئ. او 10 – 12 کیلومتره غره ختل غواړي ترڅو جهیل ته ورسیږئ.

د کزا څخه واټن:85 کیلومتره

وینیک سوریا سوامی

وینایک سوریا سوامي یو ډیلي میشته ژورنالیست دی. هغه په میخانیک انجنیري کې لسانس لري او د هند بحري ځواکونو سره یې د کښتۍ جوړونکي په توګه کار کړی. د ځوانۍ څخه هغه د نور کارونو ترڅنګ لیکوال هم دی، هغه خپل مسلک ژورنالیزم ته واړاوه ترڅو د لیکوالۍ او سفر لپاره خپله مینه ښکاره کړي.
error: Content is protected !!