لوبې

د بریالیتوب سره نښتل 

مسله 02, 2019

د بریالیتوب سره نښتل 

ملیکا باجج |لیکوال

مسله 02, 2019


د شاه باد، هریانا کوچني ښار څخه نیولی د هند د ښځو هاکي ټیم کپتانۍ پورې، راني رمپال د پیاوړې څخه لا پیاوړي شوه. دا د هغې کیسه ده 

قهرمانان د شپې نه زیږيږي او نه هغوی د لارښوونې کوم لارښود لري او نه کوم ځانګړی جین لری چې هغوی سره په ګټه کې مرسته وکړي. د هند ښځو د هاکی ټیم کپتانې رامي رامپال کیسه د قهرمان کیدو لپاره یو سبق دی. د هغې تعهد، کار پسې کیدل، تمرکز او دیسیپلین دهند د ورزش یوه غوړه څیره جوړه کړه. د یو خاکساره پیل څخه چې پلار یې د هریانا په کوچني ښارشاهباد کې کراچۍ چلوله د آرجونا جایزه ګټونکي شوه، د رامپل کیسه په ریښتیا سره په زړه پورې ده.

رامپال د هندلید سره د خپل کیسې د شریکولو پر مهال وویل چې هغه د شپږو کلونو عمر درلود کله چې لومړي ځل لپاره یې سپورټ پیل کړ. هغې وویل: “زه پرته له هاکی په بل هیڅ څه هم نه پوهیدم. زما په ښار کې هرچا دا سپورت کاوه. زه یوازې 14 کلنه وم، کله چې زه د 2010 کال په نړیوال جام کې د هیواد ملي ټیم ته غوره شوم، په ملي ټیم کې ترټولو کوچنۍ لوبغاړی وم. “

رامپال د خپل سفر په جریان کې د جندر تعصب او ټولنیز فشار سره مخامخ وه، خو هیڅکله یې اجازه ورنکړه چې د هند لپاره د لوبې کولو لپاره خپلې موخې څخه فکر بله خوا کړي. هغه د خپلې کورنۍ څخه جلا اوسیدله او د خپل خوب ریښتیا کولو لپاره یې خپله کار کاوه ترڅو خپل مالي ملاتړ شي. که څه هم نوموړې د نورو همزولو په څیر رسمي زده کړې سرته ونشو رسولای، خو هغې د خپل سفر په ترڅ کې د جنډر تعصبي خبرو ماتولو کې بریالۍ شوه.

رمپال په 2016 کال کې د پخواني ولسمشر پراناب موکرجي څخه د ارجونا جايزه ترلاسه کوي 

د نامتو ارجونا جايزې ترلاسه کولو په وخت د خپأ مننه څرګندوي، ځوانې لاسته راوړونکې اشاره وکړه چې دا ټول کریډیت خپل روزنکي د دروناچاریا جایزې ګټونکي بلدي سنګ ته ورکوي، چې هغه دې ته د بریا په لور روزنه او لارښوونه وکړه او د دې په ټولو بریایوو کې د دې خوا ته ولاړ وو.

رامپال او د ځوانو لوبغاړو ټوله ډله د خپل خوبونه، مهارتونه او د سیمه ایز هند وړتیاوې په لومړي سر کې راوړي. د سپورټ ټیکنالوژۍ، او ښاري زیربنا او سرچینو څخه لرې، دا ماشومان او د هغوی متعهد روزونکي، هغه زیرمې پکار اچوي چې دوی یې لري، ځان لپاره زیربنا جوړوي او د اکاډمیو او احتمالي تمویلوونکو سره د اړیکه نیولو لپاره ډیجیټل شبکې کاروي. دوی د رسنیو د پوښښ نشتوالي په څیر د خنډونو څخه هم ښه خبر دي مګر هیڅ داسې شی نه ښکاري چې دوی د لویو خوبونو لیدلو څځه منع کړي.

رامپال د خپلې لومړنۍ هڅو یادونه کوله او ویې ویل چې ډیری خلکو ورته ویلي چې هغه وخت او پیسې ضایع کوي. هغه پخپله احساس کړی و چې په هندي ورزش کې د بشپړ تعهد او تداوم کموالی شته. خو بیا هم، د هغې پلار او د هغې روزونکي په هر ګام کې د هغې ملاتړ وکړ. رامپال وایي: “دوی په عملي بڼه ماته تمرین راکړ چې د سترګو بند واغوندم او په تمرکز کې پاتې شم. ما د هغه خنډونو سره چې مخامخ شوم په ډیر صبر سره مقابله وکړه. هر هغه څه چې ما غوښتل د هند لپاره ګټل ول او درې ګونې رنګ لیدل په پورته ځای کې و او دې تمې ما سره مرسته وکړه ترڅو خپل ځان وهڅوم. “

راني رامپال د خپل برنزي مډال سره، د 2013 کال په جون کې د ځوانانو هاکي نړیوال کپ د غوړه لوبغاړي په توګه

تکړه لوبغاړې په میدان کې ډیرې تاریخي ورځې لري – د روسیه په کازان کې د قهرماني چلنج ټورنمنټ (2009)، چیرته چې د ټیم سره، رامپال د هند ګټل د څلور ګولو په وهلو سره تیز کړ، او یا د سپینو زرو مډال ګټل د 2009 کال په آسیا کپ کې. هغه په ​​2013 کال کې د کوچنیانو هاکي ورلډ کپ په ترڅ کې د آلمان په مونشن لادباش کې د ټورنمنټ لوبغاړې وټاکل شوه. په دې وروستیو کې، رامپال او د هغې ټیم په 2017 کال کې د جاپان کې کاکامیګهارا کې د اسیا کپ کې چې په 2018 کال کې تمام شو د دویم ځل لپاره د سپینو زرو مډال وګاټه.

پداسې حال کې چې هیواد اوس د هغې ښار شاهباد د هغې په نوم پیژني، او نړیوال لوبغاړي د هند ټیم خورا سخت سیالي مني، رامپال د بس کولو څخه انکار کوي. هغه نورې بریاوې غواړي. هغه د خپل ټیم ​​په اړه ډاډ او په ځان باور لري، او هغه په ​​نږدې راتلونکې کې د دوه موخو ترلاسه کولو لپاره سخت تمرین کوي: د 2020 کال د اولمپیک لپاره وړتیا او د هند لپاره د سرو زرو مډال ګټل.

کپتان نه یواځی په میدان کې د خپل بې څارې مهارتونو سره مرسته کوي بلکه د هند د ښځو هاکي ټیم د ښه والي په لور هم کار کوي. هغه د ځوانو انجونو هاکي لوبغاړو سره په شخصي توګه مشوره کوي او هغوی سره د ملي ټیم سره د یوځای کولو په هڅو کې مرسته کوي. هغه د ځوانو هاکي لوبغاړو په لټون کې د هند سرتاسر په کلیو کې ګرځي.

د امرتسرڅخه د 2018 کال په لیدنه کې رانی رمپال د کلسا هاکي اکاډمي کې ځوانو لوبغاړو ته د هاکي ښوونه کوي.

رامپل د هندوستان د سپورت وزارت نوښت 5 منیټ اور کلیګا هندوستان5-mins aur khelega India ، تابی تو جیتیگا هندوستان tabhi toh jeetega India ، سره هم مرسته کړې ده. چې د سپورت اتحادیې وزیر راجیاوردان سنګ راتور د کیلو هند ځوانانو لوبو پر مهال پیل شو، دا نوښت د ښوونځیو په کچه د سپورت وده کولو لپاره جوړ شوی.

د سپورټ ستوري غواړي چې ښځې مناسب اندام او روغتیا ولري. هغه وایي: “ښځې باید لوبې وکړي. نه یوازې د دې لپاره چې هغوی وغواړي مسلکي لوبغاړي شي بلکه ددې لپاره چې مناسب اندام ولري. زه په ریښتیا سره باور لرم چې مناسب اندام ساتل د خوشحال ژوندانه کلي ده او د هیواد ټولې ښځې باید د ځان لپاره خپل اندامونه مناسب وساتي.”

ملیکا باجج

د نړیوالو رسنیو سوداګر او د سپورټ چلونکی ملکا باجج د ورزش ژورنالیزم په میدان کې یو نامتو نوم دی. د میلبورن پوهنتون څخه فارغ شوی، باجج د هڅونکو میرمنو لپاره پیژندل شوی او ځوانان د ډیجیټل میډیا پلیټونو له لارې پیاوړی کوي. هغې د ماسټرۍ او مخابراتو په برخه کې د لندن پوهنتون څخه خپلې ماسټرې ترسره کړې، چیرته چې هغې 23 کلن عمر کې د خپلې کمپنۍ د جوړولو لپاره پوهه، مهارتونه او باور ترالسه کړ.
error: Content is protected !!