خواړه

د بدن مصونیت مو لوړ کړئ

مسله 02, 2020

د بدن مصونیت مو لوړ کړئ

ګیتا هارې |لیکوال

مسله 02, 2020


د پخوا وختونو راهیسې دودیز درمل او بوټي په هندي خوړو کې د مصونیت لوړوالي لپاره کارول کیږي. دې ته یوه کتنه لرو چې څرنګه دا ترکیبات نه یوازې زمونږ د خوړو خوند برابروي، بلکه روغتیا ته هم ګټور دي

د پخواني هندي متن پر بنسټ (اشودام اوچایاتي سروام)، چې معنی یې: خواړه بشپړ درمل او جوړونکي دي. په دودیز ډول هندي خوړو کې ترکاري او مساله د تغذیوي ګټو او د هغوي ځواک پر بنسټ استعمالیږي چې زمونږ د بدن معافیت سیستم پیاوړی کړي ترڅو مونږه د دردونو او میکروبونو څخه ژغوري. همدا یې یو دلیل دی چې مونږ باید په برابر ډول درمل او بوټي د خپل ورځینیو خوړو پلان کې وکاروو چې زمونږ د بدن معافیت سیستم لوړ کړي. کورکمن، زعفران، لونگ، دارچین، بادیان، ادرک او اوږه خورا ډیرې ځانګړتیاوې لري. د نعنا، تولسي (د هندویزم سپیڅلی ریحان)، او د نیم او مورینګا ونو پاڼو په څیر بوټي ویل کیږي چې څو روغتیايي ګټې لري.

د بیلګې په توګه کورکمن – چې د هندي مسالو عام ډول دی – ان په ټولو خوړو کې اچول کیږي. نه یوازې خوړو ته طلایی رنګ ورکوي بلکه ضد عفوني ځانګړتیاوې هم لري او د شته هضمي ستونزو کچه هم ټیټوي. مونږ ته ډیر وخت مورګانو ګرمې شیدې د کورکمن سره راکولې چې وچ ټوخی، ستونی درد ښه کړي او وینه د زهرو څخه پاکه کړي، او دې سره زمونږ د بدن مصونیت لوړ کړي. اوس دا څښاک ډیر ښو قهوه خونو کې د کورکمن شربت په نامه شته. ادرک هم همداراز ورته ګټې لري.

د ستویک یو ډول خواړه چې پنیر د تورو غنمو اوړو (کتو کا آته) سره ښه سره شوي

د ګټورو بوټو ډیرې داسې بیلګې شته چې خوړو سره اضافه کیږي چې خواړه خوندور کوي او روغتیا ته هم ګټې لري. د بیلګې په توګه د مورینګا پاڼې او میوې (د طبلې لرګې ونه) په شمالي هند کې قورمه کې اچول کیږي ترڅو باکتریایي دردونه دوا کړي. د نیم پاڼو ځانګړې چتني د ګوډي پډوا میله کې په مهارشټرا کې جوړیږي. نیم ثابته کړې چې بې اشتهاي، تبه دوا کړي او قلبي ځواک لوړ کړي.

په ممبی کې د بهاتیا روغتون د غذايي ریژیم برخې آمره، ډاکټر پوجا تاکر وايي: د تلسي بوټي طبي ازمايښتونو په انسانانو ښوولې چې د سرایت ضد، میکروب ضد، د پړسوب ضد او ملاریا ضد ځانګړی ترکیب لري. کولی شي د ویني لوړ فشار، مفصلي دردونه او افسردګي ټیټه کړي. د صرعې ضد، د سوزش ضد، د هیپاتو خونديتوب، د معدې زخم ضد او د نفس تنګي ضد عمل کوي.

اسافویدا بادګینه، پړسیدلې خیټه او د هاضمي تحریکي حرکتونه IBS ښه کوي پداسې حال کې چې شنبلیله اوږد مهاله ناروغۍ لکه شکر کنټرولوي. شنه زیره او نور بوټي د معاصرو درملو پرځای د هاضمي ښه والي په خاطر په خوړو کې استعمالیږي، د هاضمې سره مرسته کوي او خوړو مسمومه کیدلو د چک کولو لپاره هم استعمالیږي. مرچ د اړیني غذايي بڅرکو جذب ته وده ورکوي او د خیټي روغتیا ښه کوي. د مرچو جوس کله کله په ډیرو هندي کورونو کې د ذکام پر ضد استعمالیږي.

د سویلي هندوستان دودیز خواړه، چې د کیلو پاڼو پر سر خوړل کیږي، داسې ویل کیږي چې د مسالو څخه غنی دي او د ډیرو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د سویلي هندوستان جوهري خواړه لکه سمبر (د نخودو قورمه د سبو سره)، رسام (صافه ترخه شوربا) او ان قورمې هم دې مسالو سره خوندورې کیږي. ګجرات کې د خوښې خواړه کیچیدي – وریجې او نخود د لږو مسالو لکه زیره او ادرک سره تیاریږي. کیچیدي ډیری وخت د پرهیز کولو فشار کموي او د هاضمې سیستم د خپل ساده ترکیباتو سره ښه کوي. د فزیکي ځواکمنتیا لپاره د راجستان تیار شوي څو وچ او پوډر شوي مرواري دودونه ښه درملنه کړې. دا خواړه یقیني کوي چې د وچ ایالت ډیرو برخو کې ستاسو بدن د ګرمي توان ولري. مهاراشټرا بیا خپل مکمل خواړه اوسل/میسل لري، چې د څو ډوله بوټو څخه ټولیږي او د پروتینونو غذايي جوړښت دی. د لیمو او ستروس میوو ازاده استعمال د ویټامین سي کافی اندازه برابروي او د مهارشټرا شاوخوا ګرم او مرطوب چاپیریال کې د بدن دفاعي ځواک لوړوي.

د ازادیراجتا یا نیم پاڼې ډیرې او ناباوره روغتیايي ګټې لري.

پنجابي خواړه په مشهوره ډول د مسالو خوندور بویونه او بوټي په خپل خوړو کې په پراخه کچه استعمالوي. په کشمیري خوړو کې ډیر بادیان، پاڼې او زعفران کارول کیږي. ډاکټر تاکر د زعفران په ګټو روښنايي اچوي: د سوزش کمولو سره نفس تنګي درملنه کې مرسته کوي. ازمایښتونو ښکاره کړې چې زعفران زهر کموي او په مستقیم ډول نفست تنګي ټیټوي. نامتو غوښې خواړه، روغن جوش د مستو سره او ډول ډول مسالو سره د کلسترول ټیټولو یوه ښه پرهیز دی. پداسې حال کې چې تازه، د کور پخلی خورې ذهني پراختیا پیدا کوئ او فشار، نارامي، او سر دردی له منځه ځي. متخصصین وايي، هغه خواړه چې په څلور، پنځو ساعتونو کې هضم شي، غوره دي. دا په زړه پورې ده چې ان نن ورځ، د ستویک خوړو پخوانی برابر فکر، تازه پخلی د ګیډۍ ترکاريو او مسالو سره په نړۍ کې، روغتیا ته ترټولو ګټور ګڼل کیږي.

ګیتا هارې

تتولى جيتا هاري مسئولية إعداد قوائم صحية من مطبخ ساتفيك للفنادق الفاخرة. وظهرت وصفاتها الغذائية في القصص المرتبطة بالعادات الصحية الغذائية في كبرى الصحف.وحصلت هاري على جوائز “وومن اتشيفرز”. وتقوم هاري بوضع أفكار و كتابة حلقات وتقديم برامج على التلفزيون والمنصات الرقمية.
error: Content is protected !!