سفر

د لیدلو ځایونه

مسله 03, 2021

د لیدلو ځایونه

شرابستي ملک |لیکوال

مسله 03, 2021


باراني موسمونه یوازې د ګرمي څخه مخنیوی نه کوي بلکه طبیعت او د طبیعت اړوند ټولو عناصرو ته ژوند ورکوي. پداسې حال کې چې هندوستان د سږکال بارانونو ته ښه راغلاست وایي، مونږ د هیواد بیلابیلو برخو ښکلي آبشارانو ته یوه کتنه لرو

دود ساګر، ګوا

د هندوستان یو زړه راښکونکی ځای دود ساګر دی. چې د ګوا سنګیوم ولسوالۍ کې موقعیت لري، دې ښکلي آبشار کې د منډوي سیند اوبه د 309.9 متره (1,017 فوټه) لوړوالي څخه ښکته غورځي او ښکلې منظره جوړوي. کله چې اوبه له دومره لوړوالي غورځيږي، اوبه په هوا کې سپین څاڅکي خوریږي د فوم په بڼه لکه د شیدو، چې له همدې کبله ورته دودساګر وايي (دود په هندي کې شیدو ته وایي). آبشار ته تللي سړکونه د ځنګلونو ریاست لخوا ساتل کیږي، چې د ننوتلو او کمرو وړلو لپاره فیس هم اخلي. آبشار ته کیدای شي پلی یا د اوسپنې پټلۍ په وسیله لاړ شئ. خوو یو خام سړک هم تللی، خو بیا هم لیدونکي باید نږدې یو کیلومټر واټن پلي لاړ شي چې د آبشار بیخ ته ورسیږي.

د دوادار (دواندار) آبشار، مادیا پردیش

د مادیا پردیش ایالت جبالپور ولسوالۍ بداغت ښارګوټي کې موقعیت لري، د دواندار آبشار چې 30 متره (98.4 فوټه) لوړوالی لري د اوبو غورځیدلو سره دود ډوله ښکاري (دوان هندي کې دود او دار روانېدو ته وايي). دا آبشار د نارمدا سیند څخه سرچینه اخلي. که څه هم د کال هر وخت کې د تګ ځای دی، خو ښه وخت یې د نارمدا مهوتسافا میله (د سپتمبر-اکتوبر پر مهال) ده. د آبشار شاوخوا سیمې د میلې لپاره مساعدې دي. او د کښتیو چلولو لپاره ځای هم لري.

د ګیرا آبشار، ګجرات

د ګجرات ایالت ډنګ ولسوالۍ کې موقعیت لري، د ګیرا آبشار د بارانونو پیل سره ژوندی کیږي. په ولسوالۍ کې د لیدلو وړ ځای دی، دا آبشار د 30 متره (98.4 فوټه) لوړوالي څخه اوبه د امبیکا سیند ته غورځوي. د آبشار شاوخوا سیمه د میلو لپاره برابره ده. د واګای ښارګوټي څخه 3 کیلومتره لرې پروت دی، او د تګ لپاره د سړک لاره لري.

د جاګ آبشار، کرناټکا

د کرناټکا ایالت شیموګا ولسوالۍ کې د لیدلو وړ ځای دی، د جاګ آبشار 253 متره (830 فوټه) لوړوالي څخه په سوري کې راغورځیږي چې د هندوستان ترټولو لوړ آبشار ګڼل کیږي. دا آبشار د شروتي سیند څخه سرچینه اخلي او شاوخوا تل شنه ځنګلونه دي. د لیدونکو لپاره د عمومي دخولي دروازه او پارکینګ سیمې څخه، او د نظارت بنګله څخه د لیدلو ځایونه شته. خلک کولای شي چې په 1,400 پله زینه لاندې آبشار ته کوز شي. په 2020 کال اکتوبر میاشت کې د خبرونو راپورنو له مخې، د جاګ مدیریه چارواکي د آبشار په اوږدو کې یو زیپلاین (د نصب شوي کیبل کې ځوړند ځان راخوشې کیدل) جوړوي.

د سوچیپارا آبشار، کیرالا

سوچيپارا د کیرالا ایالت د ویاناد ولسوالۍ طبيعې ښکلا ټوټه ده. د 198.12 متره (650 فوټه) لوړ آبشار ګردچاپير ګڼ ځنګلونه دي. د ملیلم ژبه کې د آبشار نوم د ستنو شانته تیږو معنی لري، چې د ابشار بیخ کې د تیرو تیږو څخه اخیستل شوی. دې اوبو یو طبیعې حوض جوړ کړی چې لیدونکي هلته لامبلی شي. د آبشار سر ته رسیدلو لپاره، لیدونکي باید د نا همواره ځمکو څخه تیر شي او په ډبرو پلې لاړ شي.

د بیم نالا آبشار، سیکیم

د بیوما آبشار په نامه هم یادیږي، او خلک ورته د امیتابچن آبشار (د لوړوالي په مناسبت چې 275 متره یا 900 فوټه دی) هم وایي، په سیکیم کې لوړ دی او ښکلې منظره لري. دا آبشار د شمالي سیکیم چونګتانګ څخه یمتانګ درې تللې سړک نیمه لاره کې موقعیت لري.

د چیتراکوت آبشار، چتیسګر

د ایالت باستر ولسوالۍ کې د ایندراوتي سیند پر سر، د چیتراکوت آبشار یو جادويي آبشار دی. د باراني ورځو پرمهال اوبه سور رنګه وي او د اوړي سپوږمۍ والا شپو کې سپینې ځلیږي. 300 متره پراخوالی لري، ویل کیږي چې د هندوستان پراخه آبشار دی، او 27.3 متره (90 فوټه) لوړوالی لري. د آبشار چاپیره سیمه د میلې مشهوره ځای دی. که څه هم دا آبشار د باراني موسمونو پرمهال د خپل ښه وخت کې دی، خو لیدونکي ټول کال ورڅخه خوند اخلي.

د نوه سنګي تیانګ آبشار، میګالیا

که څه هم د سهرا (پخوا د چتراپونجي په نامه یادېده) لوړې ارتفاع لرنکی ښارګوټی د هندوستان ترټولو لنده سیمه ده، او د هیواد ښکلی آبشار هم دلته موقعیت لري – نوه سنګي تیانګ. دا آبشار 300 متره (983 فوټه) لوړوالی لري او خاسي شنو ځنګلي تپو منځ کې د چونې ډبرو پر سر د ګاڼې په بڼه ښکاري. په اوه برخو ویشل شوی او له همدې کبله ورت د اوو خویندو آبشار هم وايي، او د هندوستان دریم لوړ آبشار دی. د آبشار غوره ځایونو کې د موسمای کلی او سهرا ایکو پارک راځي چې نږدې پراته دي.

د تلاکونا آبشار، اندار پردیش

دا آبشار 82.2 متر (270 فوټه) لوړوالی لري او د اندارپردیش ایالت لوړ آبشار دی. او تلګو ژبه کې (ټالا) د سر په معنی او (کونا) د تپې په معنی ده. او د سیشاچلم تپو څخه سرچینه اخلي او چیتور په سري وینکاتیسوارا ملي پارک کې په زړه پورې چاپیریال لري. ځايي خلک باوري دي چې د دې آبشار اوبه د درملنې ځانګړتیاوې لري.

د هوګیناکل آبشار، ټامیل ناډو-کرناټکا

د هوګیناکل آبشار د ډبرو، اوبو، غبار او طبیعي ښکلا زړه راښکونکی ګډ ترکیب دی. د کرناټکا-ټامیل ناډو پر پوله پروت دی او د کاوري سیند څخه سرچینه اخلي. هوګیناکل په کنډا کې د (دود ډوله ډبرو) معنی لري، څرنګه چې اوبه په پیاوړتیا سره لاندې غورځیږي او غبار بڼه جوړوي داسې ښکاري چې د ډبرو څخه دود اوچتیږي. که څه هم دا آبشار د کال په اوږدو کې سیلانیان لري، خو د باراني موسمونو وروسته ښه ښکلا لري. د پریزل یا کوراکل په نامه ځايي جوړې شوې کښتیو کې زړه راښکونکی سفر د دې ځای غوره تجربه کیدای شي.

شرابستي ملک

د هندي انسټیټیوت د ټولیز اطلاعاتو څخه فارغه ده، هغې د MYCityLinks، د باهوبانیشوار ځايي کوچنۍ ورځپاڼې او The Pioneer مجلې سره کار کړی. هغه د موسیقي څخه خوند اخلي، د کتاب ټولونکې ده او مینه لری چې د سفرونو، موسیقي او نورو موضوعاتو په اړه لیکنې وکړي چې هغې ته په زړه پورې وي.
error: Content is protected !!