بریالیتوب

د ستورو ویشت

مسله 04, 2019

د ستورو ویشت

اشیتا ګویل |لیکوال

مسله 04, 2019


ګوزڼ وهلي لامبوزن څخه نیولی تر کوڼ ګلف لوبغاړي پورې او د بلیډ رنر څخه نیولی تر داسې کس چې دوه اندامونه یې قطع دي او د معیوبینو د حقوقو فعال هم دی، تاسې ته د داسې غیرت او میړانې څلور کیسې لرو.

زمونږ وړتیا دا نه ثابتوي چې مونږ څوک یو خو زمونږ تصمیمونه او انتخاب یې کوي. کله چې عادي ژوند د بدمرغیو ښکار شيځینې د خپل ارمانونو ته د رسیدو څخه نهیلۍ لاره غوره کوي، او ځیني نور ننګونو ته د زینې په سترګه ګوري چې ستورو ته ځان ورسوي او لا وړاندې لاړ شي. مونږ د داسې لاسته راوړونکو څلو کیسو ته ګورو چې د ژوند ستونزو سره یې مقابله کړې او په بریا ورڅخه وتلي، او خپل برخو کې یې الهام اخیستونکې بیلګې له ځانه پریخي او دایې ثابته کړې چې د دوی معیوبیت له ځانه سره جلا وړتیا لري.

لاس په سر کیدل

د کارګیل جګړې پخوانی عسکر، د هند لومړی بلیډ رنر، او د الهام اخیستونکو خبرو کوونکیجګړن ډي پي سنګ د میړانې او غیرت یوه غوره کیسه جوړه کړې. په 1999 کال کې د کارګیل جګړې پرمهال هغه په یوه چاودیدونکي بم برابر شو. کله چې ورته وویل شو چې پښه یې ګنګرین څخه اغیزمنه شوي او باید قطع شي، هغه ته دا کار یوه ننګونه وه. جګړن سینګ وايي: ما غوښتل چې وګورم د یوې پښې والا خلکو څرنګه ژوند کاوه. زه په دې باوري یم چې خدای یواځې هغه خلک امتحانوي چې پیاوړي وي او د دې توان لري چې نه یوازې د امتحان سره مبارزه کوي بلکه بریالي ترې هم راوځي.

په ایالتي او ملي اتلولیو کې د غوره بریاوو څخه وروسته
بالاخره شمس الم شیخ اسیايي لوبو ته وړ وپیژندل شو

سینګ 14 کاله وروسته منډه پیل کړه پیل کړه او هیڅکله یې شاته ونه کتل. او 18 د ځغاستې لیګونه یې په بریا سره تکمیل کړل او د تشویق او هڅې څو سمینارونه یې دایر کړل چې زلمي ځوانان وهڅوي. کله چې د راجیستان په کوټه کې زده کوونکو د ځان وژنې لړۍ روانه وه، سینګ په فعاله ډول د هغوي په لارښوونه کې ونډه واخیسته.  سینګ وویل: زه چې کله منډه وهم زه د خپل تیغ اغیز پخ ځمکه احساسوم او زه د هغه د نښتلو سرعت لپاره منډه وهم خو کله چې ودریږم ټول ځان مې ستړی وي او نښې یې پاتې وي. نن سینګ د خپلو څلورو جوړ شویو ریکارډونو په اړه په ویاړ سره خبرې کوي چې د لیمکا کتاب کې ثبت شوي، یو ریکارډ یې په لوړو څوکو لومړی منډې وهونکی دی چط تیغ سره یې منډه وهلې. د 2019 کال د مارچ په میاشت د هند لومړی جګړه ځپلی شو چې د هند اردو تمرین لاندې یې د طیارې څخه ځان وغورځاوه.

جګړن ډي پي سینګ د خپل سخت تمرین حال کې چې د منډو سیالیو لپاره ځان چمتو کوي

په جرات سره لوبغاړی

په داسې حال کې چې سلګونه کمرو انځورنیونه کوله او د 43 هیوادونو څخه زرګونه کسانو سیل کاوه، چې شمس الم شیخ ګوزڼ وهلی لوبغاړی، خپل ځان بریا ته ورساوه او د جاکارتا 2018 کال اسیايي سیالیو ته وړ وپیژندل شود دې سناریو تصور ګران دی چې اته کاله وړاندې سره پرتله شي، چې هغه مهال یې په ممبی کې د ګوزڼ وهلو مرکز کې لوبیده. هغه وایي: په 2010 کې چې کله زما د ملا تیر تومور ثابت شو او زه په ځای پروت شوم نو د نړیوالې کراټې اتل کیدو ټول ارمانونه مې له منځه لاړل، چې ما خپل ډیر ژوند د هغه لپاره تمرین کاوه. هغه زیاته کړه: په مرکز کې مې راجرام چاګ، یو هندی ولید چې په 1988 کال کې په یواځیتوب د انګلیسي سیند څخه په لامبو وهلو تیر شوی. زه حیران شوم چې د معیوبیت پرڅوکۍ ناست کس هم داسې کار کولی شي. او دې کار زما زړه ته هیله وروبخښله.

شمس الم شيخ خپل مډالونو ښکاره کوي، په داسې حال کې چې دا کس د ګوزڼ وهلو لامبووهونکو لخوا د اوږدې لامبو وهلو ریکارډ جوړوي

له هغې ورځې راهیسې د شيخ د لامبو روزنې سفر پیل شو. وروسته د ایالتي او ملي بریایو څخه هغه اسیايی لوبو ته لار وموندله. هغه د ګوزڼ وهلي کس لخوا د خلاص سمندر د اوږدې لامبو وهلو ریکارډ جوړ کړی. نن، شیخ نورو ته د الهام اخیستلو او هڅولو لپاره یوه غوره بیلګه ده او نړۍ بیلو برخو ته سفرونه لري ترسو معیوب خلک پیاوړي کړي.

د باور بدلون

دیکشا داګر شاوخوا شپږ کلنه وه چې د خپلې کوڼوالي ستونزې څخه خبره شوه. خو دې غیرتمنې انجلۍ دا شاوخواته خوره چوپتیا پرینخوده چې دې ته خنډ شي. پرځای یې، هغې دا د یوې وسیلې په توګه وکاراوه او د غوره لید باخبره کیدو او پام لپاره یې ورڅخه ګټه واخیستهچې دواړه د ګلف لوبغاړو لپاره اړین دي. هغه ترټولو کوچنۍ انجلۍ شوه چې د 2019 د ښځو اروپايي سفر سیالۍ یې وګټله، هغه په ګلف کولو کې خپل ځان لپاره ځای جوړ کړ.

په 2017 کال کې د ترکیې د کڼو په المپیک کې دیکشا داګر د هند لپاره د سپینو زرو مډ
ال وګاټه. هغې همدارنګه د اماتور په توګه د هند د ښځو د ګلف انجمن سیالۍ هم وګټله..

خو دا کار اسانه نه و، د حریانه روهتک څخه دا 19 کلنه وایي: ما تل مینه لرله چې ګلف وکړم خو څوک نه و چې ماته تمرین راکړي، نو زما پلار حاضر شو چې ما سره مرسته وکړي. په 2017 کال کې د ترکیې د کڼو په المپیک کې داګر د هند لپاره د سپینو زرو مډال وګاټه. هغه د اماتور په توګه د هند د ښځو د ګلف انجمن هم وګاټه. په 20 هیوادونو کې د 60 سیالیو وروسته اوس تیاری نیسي چې د 2020 توکیو المپیک لوبو کې خپل نوی سفر پیل کړي.

دیکشا داګر د خپل یو تمرین پر مهال

مبارزه وکړئاو تاسې به ژوندي پاتې شئ

د راجستان په بیکنیر ښار کې په یوه ماسپښین 13 کلنې مالویکا ایر د خپل پلار ګراج کې ګرځیدله چې داسې وی شی پیدا کړي ترڅو خپل څیرې پطلون وګنډي. هغه لږ پوهیدله چې څو میاشتې وړاندې د وسلې یوه ډیپو انفجار کړی و او په ګاونډ کې یې پرچې پرتې وې. هغه څه چې دې انجلۍ اوچت کړی و یو ګرینډ و چې د فشار سره وچاودید او دواړه لاسونه یې قطع شول.

اوس، ایر نه یوازې دوکتورا لري او ملي جایزه ګډونکي ده، بلکه
په نړیواله کچه پیژندل شوې خبرې کونکې او د معلولیت حقوقو فعاله هم ده

دا کار په 2002 کال کې شوی و، اوس، ایر نه یوازې دوکتورا  لري او ملي جایزه ګډونکي ده، بلکه په نړیواله کچه پیژندل شوې وینا کونکې او د معلولیت حقوقو فعاله هم ده. د هغې هڅې د ناري شکتي پراسکر سره پیژندل شوي، چې د ښځو ځواکمنتیا لپاره د پام وړ مرسته کولو لپاره اوچت ملکي ویاړ دی. هغه وايي: هره ورځ چې زه پاسیږم زه د نوې ننګونې سره مخ کیږم. د لاسرسي وړ فیشن لوی مدافع وکیله ایر دا ښکاره کړه چې خوبونه د جادو له لارې حقیقت نه اوړي. بلکه یو کس باید خوله تویه کړي، عزم وکړي او زحمت وګالي ترڅو ناممکن لاس ته راوړي!

مالویکا ایر د ولسمشر رام نات کوینډ څخه د ناري شکتي جایزې ترلاسه کولو پر مهال

اشیتا ګویل

ایشیتا ګویل نوې ډیلۍ میشته خبریاله ده. د هندي ایکسپریس سره د لنډ مهال کار کولو وروسته، هغه په فعاله ډول اوس د هند میراث او اوسنیو چارو په بیلابیلو برخو لیکنې کوي.
error: Content is protected !!