انځورونه

د اوو خویندو رازونه

مسله 01, 2020

د اوو خویندو رازونه

د هند لید |لیکوال

مسله 01, 2020


د هندوستان ترټولو په زړه پورې او ښکلي جهیلونه په شمالختیځ سرحدونو کې پراته دي. تاسو د ښکلو چمنونو سیل کوئ ترڅو چې د اوو ایالتونو تیریږئ او د سیمې تر ټولو ښکلو جهیلونو او د هغوي نیک سلوکه اوسیدونکو ته رسیږئ

د اومیام جهیل

د اوبو دا ښکلی ډنډ چې په سیمه ایزه ژبه ورته باراپاني وايي، د ایالت ترټولو لوی مصنوعي جهیل دی. د جهیل په غاړه د اومیام ورزشي کامپلکس دی، چې سیلانیان او لیدونکي د اوبو لوبې کولی شي.

د سفرکوونکو د پام وړ ټکی: دا جهیل د ایالت پایتخت شیلانګ څخه د ګواهاتي – شیلانګ لوی سړک پر سر یو ساعت موټر کې واټن (17 کیلومتره) لري.

د تسومګو جهیل

د چانګو جهیل هم ورته وايي، دا په ختیځ سیکیم کې د یخبندان یو نادر جهیل دی. دا جهیل چې د ژمي په اوږدو یخ وهلی پاتې کیږي او په پسرلي کې بیرته ژوندی کیږي، شاوخوا یې ورسره ګلان غوړيږي، سیمه ایزو خلکو لپاره مقدس جهیل ګڼل کیږي.

د سفرکوونکو د پام وړ ټکی: د ایالت پایتخت ګنګټونک 38 کیلومتره (90 دقیقې د موټر لاره) د جهیل څخه واټن لري.

سنګستار تسو

د شونګا-تسر جهیل په نامه هم یاديږي او اوس ورته د مدوري جهی هم وايي، دا د ارونچل پردیش ایالت د تاونګ ولسوالۍ تر ټولو مشهوره د اوبو ډنډ دی. دا جهیل د 1950 کال زلزلې وروسته د سیلابونو او شاوخوا په واورو پوښل شوو غرونو د اوبو په وسیله جوړ شوی دی.

د سفرکوونکو د پام وړ ټکی: تاونګ د ایالت پایتخت ایتاناګر څخه یو ورځ (448 کیلومتره) سفر لري.

داوکي

د داوکي ښارګوټی په میګالیا کې د اومنګاټ سیند په غاړه کې پروت دی، دې سیند ته د داوکي سیند هم وایي. که څه هم جهیل نه دی خو بیا هم د دې سیند ښکلا، پاکې اوبه لکه د زمرد په څیر شنې د دې ارزښت لري چې یادې شي.

د سفرکوونکو د پام وړ ټکی: داوکي دوه نیم ساعته په موټر کې (83 کیلومتره) د ایالت پایتخت شیلانګ څخه واټن لري.

د لوکتک جهیل

مویرنګ ته نږدې منیپور کې موقعیت لري، د کیبول لماجو ملي پارک برخه ده، چې په نړۍ کې یواځینی معلق ملي پارک دی. ماهی نیونکي د فومډیس په نامه معلق جزیرو کې ژوند کوي، او د فومسنګز په نامه کوټې ځانګړې منظره لري.

د سفرکوونکو د پام وړ ټکی: د ایالت پایتخت امفال څخه جهیل ته دوه ساعته د موټر لاره (52 کیلومتره) ده.

د ګورودونګمار جهیل

په سیکیم کې د بحر سطح څخه 17،800 فوټه ارتفاع کې پروت دی، د نړۍ ترټولو لوړ جهیل دی. د ګورو پډما-سمبوا په نامه نومول شوی، چې ویل کیږي د تبتي بودایزم جوړونکی و، سیمه ایز خلک او سفر کوونکي یې یو شان احترام کوي.

د سفرکوونکو د پام وړ ټکی: دا جهیل د ایالت پایتخت ګنګټک څخه اته ساعته (نږدې 187 کیلومتره) لرې پروت دی.

د چاندوبي جهیل

په آسام کې موقعیت لری، دا ښکلی جهیل په سیمه کې د ګارو تپو په پیل کې پروت دی. داسې ویل کیږي چې دې سیمه کې د زلزلې له امله جوړ شوی، د چاندوبي غاړې په ډک ځنګلونو پوښل شوې چې ارامه کلیو او د سیمه ایز حیواناتو کور دی.

د سفرکوونکو د پام وړ ټکی: د ایالت پایتخه ګواټي څخه 46 کیلومتره (د موټر دوه ساعته) لرې پروت دی

د سونبیل جهیل

د اسام په کارینګنج ولسوالۍ کې موقعیت لري، سونبیل (یا شون بیل) د ایالت یو ترټولو پراخه لمدو ځمکو څخه ده. د دې جهیل ځانګړیتوب دا دی چې د ژمي په موسم کې، اوبه کوچنیو جهیلونو او کروندو ته د شولو لپاره تاووي.

د سفرکوونکو د پام وړ ټکی: د ایالت پایتخت ډیسپور د دې جهیل څخه 326 کیلو متره (نږدې د موټر نه ساعته) واټن لري.

د رودراساګر جهیل

د تویجیلیکما په نامه هم یادیږي، دا په تریپورا کې موقعیت لری او دې سیمې ته د دومداره استمال او ساتلو لپاره ملي ارزښت ورکړل شوی. په زړه پورې بڼه یې نیرمحل دی، یو ښکلې ماڼې چې د جهیل شمالي غاړه کې ودانه شوې، چې تریپورا شاهي اوړي اوسیدونکو لپاره د اوسیدو ځای وي.

د سفرکوونکو د پام وړ ټکی: دا جهیل په میلاګر کې موقعیت لري، چې د تريپورا پایتخت، اګرتالا څخه 53 کیلومتره لرې پروت دی (په موټر کې د یو ساعت څخه لږ ډیره لار ده).

error: Content is protected !!