میراث

د یوګا زده کړې

مسله 05, 2019

د یوګا زده کړې

ډاکټر راستوګی د |لیکوال

مسله 05, 2019


یوګا د هند د بنسټ ډبره په نړیوالې روغتیايي نقشه کې کیښوده او د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه زرګونه نور خلک هم غواړي چې دې لرغوني پوهې په اړه لا ډیر څه زده کړي. دلته په هیواد کې یو څو دودیزې ادارې شته چې د یوګا ټریننګونو او څیړنو اسانتیاوې برابروي.

یوګا د عمومي روغتیا لرغونې هندي پوهه ده، د هند شپږو غوره فلسفو له جملې شمیرل کیږي. په وروستیو کې یوګا د ساتنې، پراختیايي او معالجوي روغتیايی پاملرنې له کبله نړیوال شهرت موندلی. د یوګا سره علاقه د بیلابیلو ګټو لکه د روحي فشار کموالی او عمومی روغتیاله کبله ده. او د هیواد د بیلو برخو څخه خلک ورسره علاقه ښکاره کوي ان ځوانان هم ورکې شامل دي. په سلګونه شایقین د نړۍ بیلو برخو څخه هند ته سفر کوي ترڅو دا لرغونې پوهه زده کړې چې د عمومي روغتیا لپاره یو منظم او ټولشموله ډیسیپلیني حرکتونو مجموعه ده. پداسې حال کې چې څو ادارې شته چې د هیواد دننه یا بهر د یوګا برخه کې کار کوي خو ځینې یې د یادولو وړ دي چې نه یوازې د یوګا د دود څخه ساتنه کوي بلکه د یوګا فلسفو ته عصري – ورځیني تړاو ورکوي.

ختیځ او شمال ختیځ

د سري راما کریشنا ماموریت، کلکته (لویدیځ بنګال): سوامي ویویکنندا د دې ماموریت بنسټ په 1897 کې کيښود. دا ماموریت په هند کې روغتیايي، مصیبت ځپلو سره مرستو، سیمه ایز مدیریت، قبیلوي ښه والي، لومړنۍ او عالي زدکړو او فرهنګي پرمختګ برخو کې کارونه کوي.

سوامي نیرانجان (مرکز کې د خولې سره) د آسټرالیا او نورې نړۍ څخه د نورو سوامیانو سره د مانګروف غره اشرم (آسټرالیا) کې قدم وهي. سوامي نیرانجنندا سرسواتي د بِهار یوګا ښوونځۍ رئیس پاتې شوی و.

په بِهار کې د یوګا ښوونځۍ، مونګار (بِهار): په 1963 کال کې یې سوامي ستیاننده سرسوتي د یوګا او هندي فرهنګ پراختیا لپاره بنسټ کیښود. نن ورځ د بِهار یوګا ښوونځۍ د یوګا د زدکړو مشهوره مرکز دی. هلته د روغتیايي مدیریت زده کړې، د سنسیا ټریننګ زدکړې، د یوګا سدانا پر مختللي زدکړې او د ساده ژوند مهارتونه ښودل کیږي.

اومچل یوګاشرم، ګواهتي (آسام): په 1929 کال کې یې سوامي شیواننده سرسواتي مهاراج بنسټ کیښود. دا انسټیټیوټ د ساینس له پلوه منل شوې څیړنې د یوګا په برخه کې ترسره کوي.

لویدیځ

د رماني اینګر د یوګا یادګاري انسټیټیوټ، پونه (مهاراشټرا): په 1975 کې یې د یوګا ګورو ب. ک. س. اینګر بنسټ کیښود، دا انسټیټیوټ داسې انګیرل کیږي چې د یوګا مشهوره سټایل اینګر، زړه وي. دا انسټیټیوټ د یوګا برخې کې زدکړې ورکوي او د شرایطو وړ استادان د اینګر یوګا نړۍ کې ترویجوي.

د یوګا انسټیټیوټ، سنتاکروز، ممبس (مهارشټرا): په هند کې د یوګا ترټولو پخوانی مرکز دی، په 1918 کې یې شري یوګیندراجي د یوګا لیدلوري ترویج لپاره بنسټ ایښی. د یوګا زده کوونکو او استادانو دواړو لپاره څو د زدکړو پروګرامونه لري، د هند دولت، د ایوش AYUSH وزارت لخوا پیژندل کیږي. او زدکړې په دواړو ژبو انګلیسي او هندي کیږي.   

د ویپاسانا نړیواله اکاډمي، چې د ډاماګیري په نامه هم یادیږي، د ویپاسانا د ذهني سوکالۍ مرکز دی چې مهاراشټرا، نسیک په ایګاتپوری کې پروت دی. دا په هند کې د ویپاسانا د ذهني سوکالۍ لومړی مرکز و، چې د تخنیک درس یې ورکاوه او س. ن. ګوینکا لخوا یې په ایګاتپوري کې ډبره کيښودل شوه.

کیولیداما، لوناولا، پونه (مهارشټرا): په 1924 کال کې یې سوامي کولاینندا بنسټ کیښود، دا انسټیټیوټ د ساینس پوهه او لیدلوری د یوګا دودونو سره یوځای کوي. او د دولت لخوا پیژندل شوی کالج لري چې هلته د یوګا لنډمهاله او اوږدمهاله زدکړې کیږي، او سند ورکول کیږي. او استادانو ته هم لنډمهاله درسونه ورکوي. 

سویل

د سري اوروبیندو اشرم، پودو چیري (ټامیل ناډو): په 1926 کې سرې اوروبیندو یې بنسټ ایښی، چې د آزداۍ جنګیالی، فلیسوف، یوګي، ګورو او شاعر و، دا اشرم د اوروفیلي اوسیدونکو لپاره په دوامداره ډول د یوګا تمرینونه دایروي، او د یوګا د تمرین یو مرکز لري چې اوروموډ ورته وایي او د یوګا بیلابیلو ډولونو کې زدکړې ورکوي.

په ارولي کې د ‌ذهني آرامۍ مرکز یوه منظره. پوډوچیري د سري اروبیندو د اوسېدو ځای و او اوس د سري اروبیندو اشرم عملیاتي کمپ دی

شمال

پتنجالي یوګپیت، هاریدوار (اوترکنډ):بابا رامدیف یې په 2006 کال کې بنسټ ایښی، پتنجالي یوګپیت د هند د یوګا تر ټولو لوی انسټیټیوټ دی. چې د مهاریشي پتنجالي په نامه نومول شوی، د انسټیټیوټ موخه داده چې تمرین ورکړي او د یوګا او ایورویدا برخه کې څیړنه وکړي.

د سدانا مندر ټرسټ، دیهرادون (اوترکنډ): په 1966 کال کې سوامي راما د سدانا مندر ټرسټ او د همالیا د یوګا پوهې او فلسفې نړیوال انسټیټیوټ بنسټ ایښی. د همالیا د غرونو په غارونو کې یې دودیز تمرین کړی و، هغه د اوپانشاد او بودايي نوټونو درس ورکاوه او همدارنګه ېې د تبتي فلسفو زدکړه هم کړې وه.   

د ژوند ټولنې الهيات (سوانندا اشرم)، ریشیکیش (اوترکنډ): ): په 1936 کال کې یې شیوانندا بنسټ کیښود، چې د طب زده کوونکی و او سنیاساشراما سره د سوامي ویشوانندا سرسواتي د لارښونې لاندې یوځای شو. هغه د ژوند ټولنې الهیاتو او یوګا ویدنتا اکاډمي بنسټ کیښود.

کریشنا ماچاریا یوګا مندرم، چنای (ټامیل ناډو): دا د ټ. ک. و. ډیسيکاچار لخوا په 1976 کې د کریشناماچریا په نامه جوړ شو، چې د یوګا یو هندی ښوونکی، د ایورویدایي معالج او عالم و.

په تیره لسیزه کې، یوګا په اونۍ کې د یوځل تمرین څخه یو روغتیايي ژوند باندې بدل شو. او دا انسټیټیوټونه ډیر زیار باسي ترڅو داسې کورسونه جوړ کړي چې د ټولو عمر لرونکو زده کوونکو ته په زړه پورې وي.

ښکاره عقل

د یوګا زدکړې او څیړنې لپاره نړیوال مرکز، پوډوچیري:سوامي ګیتانندا ګیري د دې مرکز بنسټ په 1967 کې کیښود. انسټیټیوټ د یوګا روزونکو لپاره په باقاعده ډول د روزنې کورسونه دایروي او په ټوله نړۍ کې څانګې لری. icyer.com

د ویپاسانا یوګا څیړنې انسټیټیوټ، ایګاتپوري (مهاراشټرا): په 1985 کې د س. ن. ګوینکا لخوا ډبره کیښودل شوه. د ویپاسانا د څیړنې انسټیټیوټ د ویپاسانا تمرین لپاره د نړۍ لوی مرکز دی، چې د کال په اوږدو کې 10 ورځیني ذهني کورسونه لري. انسټیټیوټ کې د اوږدمهاله کورسونو مرکز هم شته، او هم داما تپوانا هم شته چې پرمختللي اوږدمهاله کورسونه لري او درس ورکوي.

سوامي ویویکانندا یوګا انوسندانا سمستانا، بنګلور (کرناټکا): په 2002 کال کې یې ډاکټر ح. ر. ناجیندرا بنسټ ایښی، د یوګا د څیړنې پرمختللی انسټیټیوټ دی. د انسټیټیوټ جوړولو موخه دا ده چې د یوګا تمرینونو شاته علمي شواهد مستند کړي او پرې پوه شي، چې لومړی یې د ارویادما سره 25 کاله پخوا د و. ک. یوګا په توګه پیل کړ، اوس د یوګا منل شوی پوهنتون دی، چې د ذهني او طب له پلوه د یوګا لسانس او ماسټري درسونه ورکوي.

د مورارجي دیسای د یوګا ملي انسټیټیوټ، نوی ډیلي: په 1970 کال کې د ایوش وزارت لخوا بنسټ کیښودل شو، دا انیسټیټیوټ په هند کې د یوګا ترټولو مشهوره تعلمي او څیړنیز مرکز دی. دا انسټیټیوټ د یوګا فلسفې ته پرختګ ورکوي او او په دې موضوع کې روزنې پرختللو څیړنو زمینه برابروي. د یوګا پوهنه کې د یوګا بنسټ، پرختللې زده کړې او دواړه ډیپلومه او سند ورکوي.

ډاکټر راستوګی د

ډاکټر راستوګی د نوې ډیلي د ایوش AYUSH وزارت لاندې، د یوګا څیړنې او طبېعي روغتیا د مرکزي شورا معاون دی. هغه په سوریا نمسکار او د روغتيايي ژوند اصول په څیر موضوعاتو باندې څو کتابونه لیکلي دي
error: Content is protected !!