خواړه

زیړې ریښې

مسله 01, 2021

زیړې ریښې

ګیتا هارې |لیکوال

مسله 01, 2021


که څه د روغتیايي ګټو زیرمه یا د خوړو د رنګ، خوند او ترکیب وي – د زعفرانو ریښو سیال نشو موندلای. دا مساله چې جمو او کشمیر کې تولیدیږي، په وروستیو لومړي وزیر نریندرا موډي د خپل میاشتني راډیوي پیغام من کي بات کې وستایل. ګیتا هاري په ورځني ژوند کې د زعفران څو ډوله استعمال ته لنډه کتنه کوي

د نړۍ ګران بیه مساله زعفران ده، (کروکاس ساتیوس) چې په مشهوره بڼه ورته کیسر وایي، د زعفران نیلي رنګه ګل زرین تارونه دي. د لوړ ارزښت دلیل یې دا دی چې د زعفران ټولول ډیر ستونزمن کار دی او په بشپړ ډول په لاس سرته رسیږي. ځانګړی خوند لري چې تعریف یې ستونزمن دی؛ ښکلی بوی لري. او کله چې خوړو کې واچول شي، خوړو ته ښایسته رنګ او خوند ورکوي.که څه داسې هم ویل کیږي چې دا څلور زره کلنه مساله لومړی په یونان کې کښت کیدله، خو اوس یې یو اصلي تولیدونکی هندوستان دی، د جمو او کشمیر کاریوا (تپې) یې ځانګړی ځای دی. همدا راز د کشمیري زعفران کیفیت هم غوره دی چې د جفرافیايي نښو ثبت ادارې لخوا ورته په 2020 کال کې جفرافیايي نښه GI ورکړل شوه. لومړي وزیر نریندرا موډي ملت ته په خپله د 2020 کال جنوري میاشت میشاتني پیغام (من کې بات) کې د کشمیري زعفرانو ستاینه وکړه او ځانګړي یې وبلل او همدارنګه یې اشاره وکړه چې: قوي خوشبويي، ځانګړی رنګ لري او تارونه یې اوږده او ډبل دي، چې طبي ارزښت یې لوړوي. دا د جمو او کشمیر غني فرهنګي میراث نمایندګي کوي. که مونږ د کیفیت په تړاو خبرې وکړو، کشمیري زعفران خورا ځانګړي دي او د نورو هیوادونو زعفران سره ډیر توپیر لري.

کورني جوړ شوی د زعفرانو آیسکریم چې له پاسه یې پسته شیندل شوې؛

روغتیايي ګټې

د دې بوټې روغتیايي ګټې پخواني مصر او روم معلومې کړې وې. د درملو لپاره د امریکا متحده ایالتونو ملي کتابتون یو خپرې شوې مقالې له مخې، کروسین، په اوبو کې نارنجي رنګه حل کیدونکي کروتین، چې د زعفران ترکیب دی، د دې ځواک لري چې د سرطان ناروغۍ، د ویني کموالي ناروغۍ او د نرم نسج تومور په شمول د انسان بدن ځینې مضره حجرې مړې کړي. د مهاراشټرا، نشیک کې د ویویدا روغتیايي کلي سر طبیب ډاکټر شکیل وايي: د بایوتکنالوژي معلوماتو لپاره د متحده ایالتونو ملي مرکز لخوا خپره شوي څیړنه کې، زعفران لومړی د افسردګي لرې کولو لپاره کارول کیده خو د میرګي، هاضمي ستونزو او تبې درملنې لپاره هم کارول کیږي. د پونه، شیلیم کې د یو روغتیايی مرکز، ډارانا تغذیوي او پرهیزونو، مشره پرانتي بولاپرګدا وايي: زعفران د کروتیناید او زعفرانل په شمول د 150 څخه ډیر کوچیني مرکبونه لري. د ویټامیڼ B څخه غني دی او د سیروتونین هورمون ډیروالي کې مرسته کوي.روغتیايي متخصصین په دې باور دي چې زعفران د زعفرانل او پیکروکروسین په څیر داې انټي-اکسیډنټونه لري چې بې خوبي کچه ټیټوي. د منګانیز موجودیت، یو تغذیوي ترکیب دی او د ظریف اراموالي خواص لري، چې خوب راولي.زعفران د کروسیتین په نامه یو مرکب هم لري، چې د ویني کلسترول کچه کنټرول کې ساتي، چې له همدې کبله د زړه اړوند ناروغیو لپاره ګټور تمامیږي. خو لکه د ټولو ښه شیانو په څیر زعفران هم باید په محدوده پیمانه وخوړل شي.

هلدي دوده یا زردچوبه شیدې، یو ډول مشهوره هندي روغتیايي څښاک، په دویز ډول پر سر زعفران لري؛

په خوړو کې استعمال

زعفران په پراخه کچه بیلابیلو خوړو کې کارول کیږي. اشپزان باوري دي چې د زعفرانو استعمال خوړو ته د نارنجي رنګ سره ښه خوند هم ورکوي لکه زعفراني مرغ (یو ډول چرګ چې خوشبویه هندي مسالو کې پخیږي چې زعفران یې اصلي ترکیب دی) او د شاهي ټوکډه (د کوچو غوړیو کې سره شوي ډوډۍ چې په ټینګو خوږو شیدو کې غوټه کیږی) یا راس ملای (د پنیرو کوچني هوار کیکونه چې ټینګو شیدو کې وهل کیږي) په څیر خوږو کې زعفران کارول کیږي. په خوړو کې یوازې د زعفران څو تارنه کولی شي چې د خوړو خوند د خوندور څخه اعلی ته رسیږي.زعفران په شیدې او وریجو والا خوړو کې د اصلي ترکیب په توګه کارول کیږي لکه د زرد چوبې جوس، بیریاني، پلو او هغه خواړه چې ترکیب کې غوښه لري. د زعفرانو په کارولو روښنايي اچولو سره، نیلیش لیمایې، آل بوټ پخلنځیو مخکښ سرآشپز وايي: په دودیز ډول زعفران لږ سره کیږي چې خپل غوړ وباسي او بیا په ګرمو اوبو یا شیدو کې کیښودل کیږي. زه دا طریقه کارو چې خپل زعفران او ادرک قورمې ته خوند، رنګ او ځانګړتیا ورکړم. د ممبی یو هوټل، The Resort سر آشپز وايي: زعفران په اوبو کې کیږده او بیا یې په غوښه ووهه ترڅو ښه خوند او رنګ وباسي.دا به ښه وي چې زعفران یواځې وکارول شي او ډیرې نورې مسالې نه وي. سر اشپز لیمایې اشاره وکړه: دا باید یواځې او پای کې وکارول شي. که چیرې د نورو مسالو سره ګډ شي، خوند یې ورکیږي. خو زعفران د ادرک، لیمو کبلې او هیلو سره غوره ترکیب دی.زعفران د پخلنځیي نورو ترکیباتو څخه غوره شی دی؛ دا ټول کاره دی. د روغتیايي ګټو څخه نیولی د خوړو خوند پورې ټول لري – دا په ریښتیني ډول سیال نه لري. د لومړي وزیر موډي پیغام چې د جمو او کشمیر تولید شوي زعفران وپيرۍ، به نه یواځې د زعفران کښتکوونکو سره مرسته وکړي بلکه د اتمانیربهار بهارت لیدلوری به عملي کړي.

د ماهي غوښه او د وریجو سلاد د زعفران سره

ګیتا هارې

تتولى جيتا هاري مسئولية إعداد قوائم صحية من مطبخ ساتفيك للفنادق الفاخرة. وظهرت وصفاتها الغذائية في القصص المرتبطة بالعادات الصحية الغذائية في كبرى الصحف.وحصلت هاري على جوائز “وومن اتشيفرز”. وتقوم هاري بوضع أفكار و كتابة حلقات وتقديم برامج على التلفزيون والمنصات الرقمية.
error: Content is protected !!