میراث

هغه دودونه چې ریښې لري

مسله 02, 2020

هغه دودونه چې ریښې لري

ګیتا هارې |لیکوال

مسله 02, 2020


د یوګا او ایورویدا څخه تر واستو شسترا او د اهیماسا فلسفو، د لرغوني هندوستان پوهه د پخوا وختونو راهیسې د ژوند عصري تګلارې باندې اغیز کړی. دلته د پخوا یو څو نسخې شته، ترڅو یو کس د برابر، باخبره او سالم ژوند درلودلو لپاره هغه عملي کړي.

وروسته له دې چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هندوستان سفر څخه امریکا ته ستون شو، ټوله نړۍ یې د خپل اعلان سره حیرانه کړه چې د روغبړ هندۍ لاره غوره ده ځکه چې لاسونه تړلې وې او ټولنیز واټن مراعات کیږي او د کویډ – 19 ویروس سرایت نه به مخنیوی وکړي. د نمستې (یا نمسکار) کلیمه یو دودیز روغبړ دی او د راګ ویدا په شمول په څو پخوانیو هندي متنونو کې یې یادونه شوې. ویداس وایې چې (نماها) یا خدای ته د رکوع کولو عمل ټول کبرونه له منځه وړي. ساینسپوهان وایي چې کله مونږ نمسکار کې خپل لاسونه ټول ونیسو، څو د فشار نقطې زمونږ د پنجې او ګوتو، د سترګو، غوږونو او مغزونو سره نښتي او ورباندې فشار واردیږي، او مرسته کوي، چا سره چې روغبړ کوو هغه کس مو د ډیر وخت لپاره په یاد کې پاتې شي.

نه یوازې نمستې، د پخواني هندي ارزښتونو څو فلسفې چې زمونږ نیکونو کارولې، اوس اړوند دي. اوس پام په دودیز تنفسي تمرینونو دی کوم چې د یوګا برخه دي، طبي روزونکي په ټوله نړۍ کې د تنفسي سیستم ځواکمنتیا لپاره د کنټرول شوي تنفس مشوره ورکوي.

د آیرلند لومړی وزیر لیو وردکار (کیڼ) او متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوبل سره د نمستې په انداز روغبړ کوي

د پاکوالي تشریفات

بل مثال چې ذهن ته راځي، سمدستي کور ته د ننوتلو سره د لاسونو او پښو مینځل دي. په ځینو کورنیو کې، بوټان د کور دروازه کې ایستل کیږي او هلته لاسونه او پښې مینځل کیږي. ان زمونږ مشرانو مونږ ته ویل چې د جنازې څخه د ستنیدو وروسته مخکې له دې چې یو څیز لمس کړو باید په بشپړ ډول شاور وکړو. دا د خلکو پخوانی دود دی چې د بهر څخه د ستنیدو وروسته او کور ته د ننوتلو وړاندې خپل لاسونه او پښې و مینځي. په هندي کلیو کې، د هر کور انګړ دروازې سره د اوبو نل یا لوښي د اوبو څخه ډک ایښی وي چې څوک خپل ځان پاک کړي. د دې کار منطقي موخه په دې وروستیو کې هم عملي کیدونکې ده – مونږ کیدای شي د چټلو او غیر صحي سیمه ایزو خلکو سره تماس کې شوي یو، د ډیرو بیګانه وو سره سولیدلي یو یا د هوا څخه کوم میکروب مو بدن سره نښتی وي او کیدای شي زمونږ د لاسونو او پښو له لاري میکروب زمونږ بدن ته رسیدلی وي. د ځان مینځل او کاليو مینځل زمونږ پاکوالی یقیني کوي او میکروب نه پریږدي چې زمونږ چاپيریال کې خواره شي.

ډیرو ارزونو ښکاره کړې چې د باکتریايي او ساري ناروغیو ودې موده د یو څخه تر 14 ورځو وخت نیسي. دا موده هغه وخت دی چې یو کس په ناروغۍ اخته کیږي او بیا د علایمو ښکارندویې کوي. آیا دا د تعجب وړ نده چې زمونږ نیکونو پخوا د ورته ورځو لپاره احتیاطي تدابیر نیول. د هندوانو ترمنځ د 10 ورځو قرنطین د ناروغ کورنۍ لپاره حتمي و. دې مودې سوکالۍ ته د جلا شوي روح رسیدلو نوم هم ورکول شوی. د عصري طب له نظره، دې مودې ته د نورو خوندي ساتنې موده ویل کیدای شي، ترڅو هغوی وګوري که کومه ناروغي یا میکروب شته یا له منځه تللې. نن ورځ، د وخت محدودیت مونږ اړ باسې چې ساینس او ژور فکر څخه لاس ته راغلې دې پروسې څخه لاس په سر شو.

په ارونچل پردیش کې د اپاتاني قبیلې مشران د بامبو څخه ځایونه جوړ کړي چې کور ته د ننوتلو څخه وړاندې او سهار د مینځلو لپاره کارول کیږي

سم خوراک

که د سابو خوراک په هندوستان کې رایج دی د اهیمسا یا نه تاوتریخوالي له کبله دی –ژوندي موجوداتو ته د ضرر نه رسولو فکر. هندو حکیم، پتنجالي په خپل یوګا سوترا کې چې 400 م کې ترکیب شوی، وایې: د اهیمسا سره ژوند وحشي ځناور اهلي کوي او د بدکاره جنايي ضررونو پیښې ټیټوي. هغه وايي چې د نړیوالې اړینې همدردۍ لپاره دا یوه نېکه لار ده.

د هند سرتاسر کورونه په دودیز ډول یا نل لري یا لوښی لري چې کور ته د ننوتلو وړاندې خپل ځان ومینځي، ماشومان مسجد ته د ننوتلو څخه وړاندې خپل لاسونه

ژوندي مثالونه

بله پخوانۍ فلسفه واستو سوترا ده – د خواوو او جهتونو سیستماتیک او دقیقه مطالعه ترڅو په چاپیریال او د اوسیدلو ځای کې مثبت حرکتونه او د روغتیا احساس پیدا کړي. دا د طبیعیت پنځه عناصرو برابروالي سره سروکار لري – هوا، اوبه، اور، ځمکه او فضا – ترڅو د لوړې ګټې اعتدال برابر کړو. د بیلګې په توګه، د پخلي کولو په وخت ښه لوری مخ په ختیځ ده ترڅو د سهار لمر ماورای بنفش وړانګو ته اجازه ورکړي د خوړو مضره میکروبونه له منځه یوسي.

په نن ورځني عصر کې مونږ د ژوند عصریتوب او معاصر ارزښتونو ته پام کوو، زمونږ ځیرکتیا له مونږ سره مرسته کړې ترڅو د هغو دودیز عملونو اسانه او ځیرکې لارې چارې پیدا کړو چې تر ډیرو وروستیو کارول کیدې، او یوازې د مذهبي ارزښت په سترګه لیدل کیده. دا اړینه ده چې دا دودیز عادتونه په یاد ولرو، او د خپل ورځني ژوند سره یې ګډ کړو ځکه چې هغه د علمي ارزښتونو او منطق ریښي لري چې سالم او عامیانه ژوند ته پراختیا ورکوي.

ګیتا هارې

تتولى جيتا هاري مسئولية إعداد قوائم صحية من مطبخ ساتفيك للفنادق الفاخرة. وظهرت وصفاتها الغذائية في القصص المرتبطة بالعادات الصحية الغذائية في كبرى الصحف.وحصلت هاري على جوائز “وومن اتشيفرز”. وتقوم هاري بوضع أفكار و كتابة حلقات وتقديم برامج على التلفزيون والمنصات الرقمية.
error: Content is protected !!