بریالیتوب

کمول، بیا ځلي کارول، ریسایکل کول

مسله 02, 2021

کمول، بیا ځلي کارول، ریسایکل کول

شرابستي ملک |لیکوال

مسله 02, 2021


د لومړي وزیر نریندرا موډي تر مشرۍ لاندې دولت، د پاک چاپیریال او پایداره پراختیا لپاره لوی ګامونه اخیستي. د چاپیریال نړیوالې ورځ (د جون 5) په مناسبت یو څو نوښتي اقدامونو ته کتنه کوو چې خځلو څخه د سامان الات تولیدوي او د دولت نوښت سره سم پر مخ روان دي

له 2014 کال راهیسې چې لومړي وزیر نریندرا موډي په کار پیل کړی، یوه موخه یې دا وه چې هندوستان په یو پاک هیواد بدل کړي. او د موخې لاسته راوړلو لپاره هغه څو پروګرامونه او نوښتونه په لاره اچولي چې ترټولو مخکښ یې سواچ بهارت ابیان (د پاک هندوستان ماموریت) دی. د دولت یو بل وتلی نوښت، نمامي ګنګا پروګرام دی چې د ګنګا سیند پاکوالی او چټلي مخنیوی کوي او د ګنګا سیند خوندي ساتنې لپاره په لاره اچول شوی دی.

At Phool’s factory, based in Kanpur, flowers collected from temples and River Ganges (over 2.5 tons daily) in and around Kanpur are manually segregated by women before being processed into incense sticks and vermicompost
د فول فابریکه کې، چې کانپور کې موقعیت لري، ګلان د پروسس کیدو څخه وړاندې په لاس جلا کیږي

پداسې حال کې چې دولت د پاکوالي لپاره ماموریتونه جوړ کړي، یو شمیر شرکتونه او نوښتونه هم شته چې په خپل ځای نه یوازې د چاپیریال پاکوالي کې برخه اخلي بلکه په ګټور ډول هغه توکي ریسایکل کوي، چې د ځمکې پر مخ او اوبو کې د حیواناتو ژوند ته ضرر رسوي. د هندوستان څخه د پایداره پرمختګ یو څو بیلګې شته چې د (خځلو څخه غوره ګټې) عبارت له سره تعریفوي او په دې پروسه کې د کار فرصتونه هم جوړیږي.

د روحانیت خوشبويي

په هندویزم کې یوه کرښه (تیرا توجکو ارپان یعنې څه چې د خدای وي بیرته هغه ته ګرځي). فول، یوه کانپور میشته کمپنۍ په همدې فلسفه هغه ګلان ریسایکل کوی چې مندرونو ته راوړل شوي وي او بیا د لرګیو په وسیل د ګنګا سیند کې غوټه شوي وي.د فول نظریه چې هندي کې د ګل په معنی ده په 2015 کال کې د انکیت اګروال څخه اخیستل شوې وه چې ویې لیدل یوه لارۍ ګلان په سیند کې غورځول کیږي چې د نږدې مندرونو څخه راټول شوي و. څنګه چې ګلان اوبو ته ورسیدل رنګونه یې له منځه ولاړل. په څیړنه کې و موندل چې دا ګلان د کیمیاوي پارو په مرسته روزل شوي و. او له همدې امله مې دا تصمیم ونیو چې دا پاک ګلان په عضوي تولیداتو کې وکارول شي.

Incense sticks are hand-rolled and dipped in a range of essential oils, including lavender, jasmine, Indian rose, oudh and citronella;
د ګلانو پاتې شونو څخه جوړ شوي رولونه د یاسمن، بنفش، هندي ګلاب او هندي سنبل په غوړو کې غوټه کیږي

وروسته له هغه چې ګلان را ټول شي، په لاس جلا کیږي. او بیا په ګلانو باندې بایکولیم شیندل کیږي چې کیمیاوي پاتې شونې ورڅخه لرې کړي. او بیا ګلان وینځل کیږي او پاڼې یې شکیږي او د لمر په وسیله وچیږي. او د ګلانو وچې پاڼې پوډر کیږي او د طبیعي نباتاتو دانې ورسره ګډیږي او بیا د لرګیو په څیر لوله کیږي او وچیږي. دا لرګي په پای کې وړاندې له بسته بندي په ځانګړو غوړیو کې غوټه کوي.هره ورځ، د فول کمپني 2.5 ټنه ګلان د کانپور او شاوخوا مندرونو څخه راټولوي. دا ګلان نه یوازې رول کیږي بلکه پوډري رنګونه او ویرمي کامپوزټ ورڅخه جوړوي.

ټول تاو او پیچ شوي او اوبدل شوي

ډیری وخت داسې ویل کيږي چې ځینې غوره مفکورې په ناخوښو وختونو کې زیږيږي. او غوره بیلګه یې ناندان بهاټ د ایکو کاري کمپنۍ بنسټ ایښودونکی دی چې پلاستیکي خځلو څخه ښکلي په لاس اوبدل شوي تارونه جوړوي. د سفر کولو یو هڅاند کس چې د هیواد شمالي برخو ته یې ډیر سفرونه لرلي، او د ختلو پر وخت یې د سیلانیانو څخه پاتې شوو پلاستیکي خځلو ته پام شوی. د هر ډول خځلو ډیری برخه پلاستیک جوړوي. بهاټ اشاره وکړه: چې ما تصمیم ونیو چې دې پلاستیکونو په اړه یو څه وکړم چې هیڅوک یې نه ریسایکل کوي. بهاټ د 2020 کال سپتمبر میاشت کې د ایکوکاري بنسټ کیښود. راټول شوی پلاستیک په پاکوونکي تیزابو وینځي او وچیږي، او بیا په لاس باندې اوږدې پټیو په څیر د خپل پلنوالي او رنګ له مخې پرې کیږي. او بیا دا پټۍ په چرخه تاویږي او رول ترې جوړیږي. او وروستی برخه یې په دودیزه الاجي باندې د تارونو څخه د کپړو اوبدل دي. بهاټ وايي: چې د دې کپړې ځانګړنه داده چې په بشپړه ډول د لرې غورځول شویو موادو څخه جوړه شوي. کله چې په رول باندې پلاستیک پټۍ استعمالوو، د دې پټیو اوبدلو لپاره بیا د هغه ریسایکل شوي تارونو څخه کار اخلو چې پلاستیکي بوتلونو څخه جوړ شوي. بیا دا کپړه د خوښې اندازو باندې قیچي کیږي چې د یوګا او نورو شیانو لپاره ورڅخه بکسې، جیبي بکسک، سر میزي او د میز پوښونه جوړیږي.

 Plastic wrappers collected by Pune-based brand Ecokaari are manually segregated by colour and thickness before being processed
د پونه میشته برنډ ایکوکاري هنرکاران ډول، ډول بکسې د پلاستیکي خځلو جوړې شوې کپړو څخه ډیزاینوي

دا کمپنۍ چې پونه کې موقعیت لري، ډول ډول خځلو، ان یو بار مصرف پلاستیکي کڅوړو، د خوړو پلاستیکي پوښونو او پخواني غږیز او ویډیويي کیسټونو څخه کار اخلي. بهاټ وايي، چې مونږ د خلکو څخه پیسې هم اخلو چې د پلاستیک څخه جلا چاپیریال لیدلوری لري.د پلاستیکي خځلو کارولو سره سره، ایکوکاري د الاجي او چرخې په وسیله د اوبدلو دودیز صنعت هم ژوندی ساتلی. بهاټ وايي چې: دا ښکلې هڅه ده چې د الاجي میراث اینده نسلونو ته پاتې شي.

د هرڅه لپاره یو استعمال

د کموالي، بیا کارولو او ریسایکل خبره کیدای شي د 1990 لسیزې کارتون نندارې یوه مشهوره خبره وي، خو د ګجرات میشته 27 کلن بینیش دیسای لپاره یو ارزښت دی. یو مخترغ او ټولنیز ایکو نوښتګر په توګه هغه د 11 کلنۍ را پدې خوا د خځلو څخه پایداره او استعمال وړ تولیدات جوړ کړي.نن ورځ د خپل وروستۍ اختراع – 2.0 خښتې په خاطر سرلیکې جوړوي. دا خښتې د ایسته اچول شویو ماسکونو څخه داسې وخت کې جوړیږي چې هندوستان او نړۍ په ټولیز ډول د کرونا خځلو سره لاس په ګریوان ده.دې ستونزې ته د حل لارې لټولو لپاره هغه د ماسکونو تولیدي مواد مطالعه کړل، چې نا اوبدل شوی فایبر دی. بیا هغه یو څو ماسکونه واخیستل او وړاندې د تجربو پیل څخه یې د ضد عفونیت یو سطل کې غوټه کړل ترڅو د چسپي موادو سم ترکیب پیدا کړي چې وروستی تولید ښه کلک وي. د ایکو الیکټریک ټکنالوژي بنسټ ایوښودونکي، دیسای اشاره وکړه: بریالی ترکیب یې 52 سلنه ماسکونه/PPE، 45 سلنه کاغذي خځلې او 3 سلنه سریښ و.

Ecokaari uses traditional handlooms to create sustainable and durable fabrics with upcycled plastic;
ایکوکاري د دودیزه الاجي څخه په ګټه اخیستلو د پلاستیک خځلو څخه پایداره کپړې جوړي

د تجربې بریا وروسته، دیسای د ښاروالۍ او سیمه ایز خدماتي شرکتونو سره په سورت او والساد کې په اړیکه شو ترڅو د PPE خځلو راټولو لپاره ایکو بکسونه کیږدي. وروسته له هغه چې دا مواد په سم ډول ضد عفوني شي بیا ټوټه، ټوټه کیږي او بیا د کاغذونو خځلې چې د کاغذ صنعتي کمپنیو څخه اخیستل کیږي او ځانګړی سریښ چې خپل لب کې یې جوړوي، دا ټول یو ځای مخلوط کوي. دیسای وايي: دا مخلوط د شپږ ساعتونو لپاره پریښودل کیږي او بیا په قالب کې اچول کیږي. او قالبونه د څو ورځو لپاره پریښودل کیږي چې وچ شي. د دې خښتو غوره برخ دا ده چې خلک یې په اسانۍ پیرلی شي، هره خښته 2.8 هندي روپۍ ارزښت لري.

In 2012, Desai received a certificate of appreciation from PM Modi (then Chief Minister of Gujarat) for constructing houses and lavatories with his ingenious P-bricks
په 2012 کال کې دیسای د لومړي وزیر موډي (د هغه وخت ګجرات وزیر اعلی) څخه د خپل P-خښتو څخه د کورونو او تشنابونو جوړولو لپاره ستاینلیک ترلاسه کړ

خو دا لومړی ځل نه دی چې دیسای د خځلو څخه خښتې جوړوي. د 2010 شاوخوا کې یو جلا ډول خښته د کاغذونو خځلو، ژاولو، عضوي سريښو او صنعتي پاتې شونو څخه جوړه کړه. دې ورته د P-خښته ویله او د ګجرات، مهاراشټرا او اندرا پردیش سیمو کې د 10,000 تشنابونو جوړولو لپاره وکارول شوه. د دې برسیره د دیسای اختراع ګانې یوازې چاپيریال دوسته خښتې نه دې، هغه په خپله وايي: د لږ R&D او څو تجربو سره زما ټیم او زه کولای شو هر ډول خځلې په یو ډول ګټور تولید بدل کړو. د خځلو څخه جوړ شوي تولیدات د ګروپونو او زیوراتو څخه نیولی تر دیوالي ساعتونو پورې بیلا بیل ډولونه لري.دا درې اقتصادي نوښتونه دي چې نه یوازې د لومړي وزیر موډي پاک هندوستان ماموریت لیدلوري سره مرسته کوي، بلکه په هندوستان کې جوړ شوي یا اتمانیربار بهارت نوښت موخو سره هم سمون خوري.

شرابستي ملک

د هندي انسټیټیوت د ټولیز اطلاعاتو څخه فارغه ده، هغې د MYCityLinks، د باهوبانیشوار ځايي کوچنۍ ورځپاڼې او The Pioneer مجلې سره کار کړی. هغه د موسیقي څخه خوند اخلي، د کتاب ټولونکې ده او مینه لری چې د سفرونو، موسیقي او نورو موضوعاتو په اړه لیکنې وکړي چې هغې ته په زړه پورې وي.
error: Content is protected !!