پرسونا

رې (Ray) یو غیر معمولي فلم جوړونکی

مسله 02, 2021

رې (Ray) یو غیر معمولي فلم جوړونکی

اشوک ویشونات |لیکوال

مسله 02, 2021


ستیاجیت رې ( د مې 2، 1921 – د اپریل 23، 1992) نه یوازې د خپل فلم جوړونې بلکه د ځینې غوره بنګالي ادبیاتو شخصیتونو جوړولو لپاره به تل په یادونو کې پاتې وي. وتلی فلم جوړونکی آشوک ویسوانتان د ستیاجیت ژوند کار او لاسته راوړنو ته ژوره کتنه کوي

ځینې خلک استثنايی دي د دوی ځانګړتیا د دوی په توپیر کې نه ده بلکه دوی په خپلو لاسته راوړنو بسنه نه کوي. ستیاجیت رې د لویدیځ بنګال فلم جوړونکی په څو برخو کې رسیدلی کس و. هغه خپل هنر ته دومره ژمن و چې د خپل لیاقت تایید یې له هیره وتلی و. رې په اسانۍ سره د هندوستان د تاریخ غوره ډایریکټر بللی شو، او د نړۍ اغیزمنو فلم جوړونکو کتار کې راځي، چې په 1991 کال کې یې د خپل غوره کار لپاره د اوسکار جایزه وګټله. هغه د وینیس او برلین فلمي لمانځنو په شمول څو نړیوالو فلمي غونډو جایزې ترلاسه کړي او همداراز په 1982 کال کې په 10 غوره ډایریکټرانو کې نوماند شو او د کینز Cannes جایزه یې واخیسته.ده د پردې د مخ لیکوال، انځور اخیستونکي، موسیقۍ کمپوزر او ډیزانر په توګه د فلم جوړونې ځینې مهارتونه درلودل. همداراز ښه وتلی لیکوال، مترجم شاعر، د نثرونو لیکوال، سندرغاړی او د توپوګرافي ماهر انسان و!

An archival image of Satyajit Ray
د ستیاجیت رې یو آرشیفي انځور

دا ډیر ستونزمن کار دی چې رې ته د ډایریکټر په سترګه وګورو ځکه چې هغه یواځینی ډاریکټر و چې په بیلا بیلو بڼو یې مختلف کارونه کړي دي. د یوې هنري کورنۍ څخه و، او نیکونو یې په زړه پورې نقش لرونکې پردې جوړولې. د هغه نیکه اوپندراکیشور رای چودري یو لیکوال ادیب، پرنټ کوونکی او نقاش و، او پلار یې، سوکومر رې یو نامتو شاعر و او بې معنی بیتونو سره یې ډیره مینه درلوده. د ستیاجیت ګوپي ګاین باغ باین (1968) فلم چې د نیکه پر کیسه جوړ شوی چې د کلي دوه اندیښمن کسان ول او د روحونو پادشاه لخوا یې هیله پوره شوه او سندرغاړي ترې جوړ شول. رې د کلکتې په پریزیډنسي کالج (د نن ورخ پریزیډنسي پوهنتون) کې خپلې زدکړې کړې وي. او بیا یې خپلو زدکړو ته ویسوا بهارتي شانتنکتن کې ادامه ورکړه چې هلته یې داسې چاپيریال کې د نقاشي فرصتونه پیدا کړل چې هلته نندالال بوز او بینوديبهاري موکوپډیای په څیر خلک روزل شوي ول.د سینما لپاره د هغه سفر هغه مهال پیل شو چې د خپل خوښۍ لپاره یې د فلمونو متنونه لیکل او بیا وروسته یې د محتاط سینمايي لیکوال سوبراتا میترا په مرسته د پتر پنچالي فلم (د بنګالي لیکوال، بیبوشان بندوپډیای د پترپنچالي داستان پر بنسټ) متن لیکنه باندې کار پیل کړ.

Noted British film director Lindsay Anderson (extreme left), renowned Japanese film producer Madame Kawakita (centre) and Satyajit Ray at a reception hosted by the Indian Documentary Producers’ Association at the Third International Film Festival in New Delhi in 1965
وتلي برتانیوي ډایریکټر لنډسي انډرسن (کیڼ خواته لومړی)، نامتو جاپاني فلم تولیدونکي مډامې کاواکیتا (منځ) او ستیاجیت رې د هندوستان وتلو تولیدونکو ټولنې په کوربتوب یوه غونډه کې د فلمونو دریم نړیواله لمانځنې پر مهال، د 1965 کال، نوی ډیلي

په حقیقت کې د اپو درې ګونې فلمونه پتر پنچالي (1955)، اپاراجیتو (1956) او اپور سنسار (1959) د لیدنې وړ، حقیقت ته نږدې، د ادبیاتو تر سیورې لاندې جوړ شوي فلمونه دي. د اوسپنې پټلۍ ګاډو، سیمه ایز بنګال، د بنارس په زړه پورې ښار، او د پخوانۍ کلکتې دوه ګونې اړخ چې د پراختیا پرمهال و، جترا (د لویدیځ بنګال فولکور تیاتر) انځورونه – ټول د درې فلمونو معاصر هنر دی. رې د اپو درې ګونې فلمونو او ورسته د اشاني سانکیت (1973) فلم کې د بندوپډیای لیکنو څخه ګټه اخیستې. رې یواځې د بندوپډیای لیکنو څخه نه بلکه د جلساګر (1958) فلم د وتلي بنګالي داستان لیکونکي تارشانکار بندوپډیای او د پراټیډواني (1970) فلم د نامتو بنګالي لیکوال سونیل ګنګوپډیای لکنې دي.ځینې وختونه د رې کمره ټولنز تحلیل خدماتو او د عصر لپاره د روحیه بدول په توګه کار کوي لکه د چارلوټا (1964)، د لاسونو نیونه لکه جانا آریانا (1975) او یا د آشاني سانکیت فلم کې د میلو ډرامې نندارې کې بند پاتې کیدل خلکو ته وړاندې کړي.ستیاجیت رې یو ښاري څلور ګونی هم لري – آرینیر دی راتري (1969)، پراټیدوانډي، سیمابډا (1971) او جانا آرانیا – چې په ټولیز چاپیریال کې د اصلي بڼې لټلو لپاره یوه تګلاره بلل کیږي. سره لدې چې ځوانانو منځ کې بیکاري ډیره وه فلم جوړونکي وکولای شو د 1970 کلونو ګرمه بڼه ښکاره کړي.که څه هم د رې ټول سینمايي کارونه انطباقي نه ول. رې په خپله هم ځینې فلمونه لکه کاچین جونګا (1962)، نایاک (1966)، اګانتوک (1991) او شکه پروشاکا (1990) او د سیمنايي هنري کتابونه لکه د بیشوی چلاچیترا، زمونږ فلمونه، د هغوی فلمونه او د ایکي بول شوټیڼګ تر نامه لاندې لیکلي. رې د نوبل جایزې ګټونکي ربیندرانات تاګور په څیر یو پیاوړی هنرکار و. دی نقاش، لیکوال، د موسیقۍ کمپوزر، فلم ډاریکټر، سینماتوګرافر او د فانټونو جوړونکی (لکه رې رومان) هیڅکله شاته پاتې نش؛ هیڅکله یې خپل کسانو ته اجازه ورنکړه چې نور تقلید کړي. هغه د خوښۍ یو ښکلی انداز درلود، کیدای شي د پلار څخه ورته میراث پاتې و، او بحثونه یې تل بې بیلګې و. په پای کې که یوه هغه څه چې رې د نورو څخه جلا کوي هغه د ده څو نړیوالې جایزې (په شمول دې د برلین پرله پسې 1964 او 1965 د سپینو زرو جایزې) ندي هغه د ده موسیقي ده. د ده په سینماتوګرافي او ایډیتنګ، او د ده په بحثونو کې د موسیقۍ یو ځانګړی انداز هم شته چې روحانیت ته نږدې دی! د غږونو دا کیفیت په رښتیا چې ځانګړی دی او د رې د سازمان دقیق کارکرد دی. د سلسله ډیزاین سمه بڼه لري، ان د اوازونو او ایډیټ برخه کې ځانګړی او معلوم انداز لري.

Ray at the opening night of the Cannes Film Festival on May 15, 1982, France
کې (د برلین د فلمونو نړیواله غونډه)، د 1982 کال د مې میاشت 15، فرانسه

د چرلوټا فلم پر بنسټ، چې د نشتنانیر(ماته شوې ځاله) په نامه د ټاګور لخوا جوړ شوی. نمایشنامه یوه اوږده سلسله ده چې د لاندې څیزونو څخه جوړه شوې: د امال څخه یو خط (د چارو د کاکا خسر زوی) په کوچني میز زړونه د لارې موندلو یوه رساله ایښې او د چارو خپلوي امل سره ښکاره کوي؛ بوپاتي (د چارو میړه) چې خط په لټه کې دی او وړاندې له وتلو د امل لاسوهنو په اړه د بیچارګي وینا؛ او بیا خط ته د چارو لاسرسی او د هغه لوستل چې د تشنج احساس یې وکړ او په ژړا شوه په چیغو یې خپله مینه د امل لپاره ښکاره کړه. پدې وخت کې د بوپاتي یو څه یې له هیره وتلې وي او ناڅاپه بیرته ګرځي چې د چارو د مینې پیغام اوري. او د خورا افسردګي او ژور فکر سره په خلاص دهیلیز کې ګرځي.کله چې هغه د بې باورۍ او دوه فکرۍ څخه ډکې صحنې ته راځي، چارو د ډار او ګناګار په توګه چې له ورایه معلومیږي، هغه سره مخ کیږي او ورته وايي چې راځه دننه راشه. بوپاتي دننوځي او رې وړاندې له دې دا لهزه بندي چې د چارو او بوپاتي لاسونه سره یو شي، نو له همدې د ماتې شوې ځالې انځور ښکاره کیږي.د رې د ظریف کار بڼو بیان لپاره خبرې کمې دي، ځکه چې امکان نه لري د رې مغلق کارکرد باندې دې په دومره اساني رڼا واچول شي.

Left: Ray received the Golden Lion, the highest award accorded to a film at the Venice Film Festival, for his film Aparajito, on September 9, 1957; Right: An archival image of Ray at his home in Kolkata
کیڼ: په 1957 کال سپتمبر 9 کې رې ته د اپاراجیتو فلم لپاره د وینیس فلمي غونډه کې ترټولو معتبره جایزه، د سروزرو زمری ورکړ؛ ښي: په خپل کور کلکته کې د رې یو آرشیفي انځور

رې همدا راز یو وتلی لیکوال هم و، او له همدې کبله یې د بنګالي ادبیاتو څو مینه ناک شخصیتونه لیکلي و – فیلوده (یو څارنوال)، لعل موهان ګنګولي یا جاتایو (یو په زړه پورې داستان نویس او د فیلوده ملګری)، پروفیسور شانکو (یو ساینسپوه او مخترع) او تاریني خورو (د مینې ډک کاکا چې د غیرطبیعي عناصرو داستان لکلو سره یې مینه درلوده). د رې کیسې او شخصیتونه یې بنګلدیش کې هم شهرت لري. په حقیقت کې د رې نیکونو کور د بنګلدیش میمینسینګ ولسوالۍ ماسوا کلي کې موقعیت لري. تیرکال، د هندوستان د فلمونو ټولنو فدراسیون (FFSI) تصمیم ونیو چې د دغه ځانګړي ځای د بیا جوړولو لپاره یو نړیوال حرکت پیل کړي.رې د شک پرته یوه پیاوړی شخصیت و. هغه څو برخو کې کار کاوه خو هیڅکله د نوي شي زدکړې مخالف نه و. او د دې سربیره د کلاسیک ډیزاین لید وړتیا وکولای شو دې څخه یو هنري شخصیت جوړ کړي. د تاګور په دود کې، رې په ډیرو پراخو برخو کې کار وکړ خو خپلې ريښو سره تړلی پاتې شو.

اشوک ویشونات

اشوک ویشونات یو ملي او نړیوال جایزه ګټونکی فلم جوړونکی دی چې اوسمهال په کلکته کې د ستیاجیت رې فلم او تلویزیون انسټیټیوټ (SRFTI) د پروفیسور او رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
error: Content is protected !!