خواړه

بشپړ خوږوالی

مسله 05, 2020

بشپړ خوږوالی

ګیتا هارې |لیکوال

مسله 05, 2020


د دودیزو ژمنی خوړو څخه نیولی د اوړي تر څښاکو – جاګري (ګړې) خپل ځای د هندي خوړو منځ کې موندلی. دا خالص خوږوالی د ځان سره روغتیايي ګټې هم لري

کله چې ژمی راشي په هندي پخلنځیونو کې د خلکو پام ګړې ته واوړي، چې ډول ډول خواړه ورڅخه تیاریږي. د ګړې روټۍ (وچه ډوډۍ جې د ګړې څخه ډکه وي)، خاټي میتي فالیان (یو ډول خواږه ګجراتي خواړه چې سره شویو لوبیا سره د کوپرې میدګي او ګړه ګډه وي) یا پتیشاپتا (چې نرۍ وچه ډوډۍ باندې د کوپرې او ګوړې میکس وهي)، د ګوړې څخه تیار شوي خواړه په هندي کورونو عام دي. د اوسپنې او ویټامین څخه غني ګړه د بورې سالم بدیل کیدای شي او په کورونو کې د عامو ناروغیو درملنې لپاره هم کارول کیږي.

چیکي د ګل همیشه بهار دانو څخه هم جوړیږي

دوړه تصفیه شوې بوره او ګوړه د ګنیو کورنۍ پورې تړلي دي خو کله چې بزګر یو ښه فصل واخلي بیا د ګوړې جوړولو فکر نکوي. د یو لیکنې له مخې چې د امریکايي پرهیز انجمن ژورنال کې د 2020 کال د اکتوبر په میاشت کې خپره شوې وه، ډیره بوره د چاغوالي او د اړوندو ناروغیو اصلي لامل دی. په پونه کې د روغتیا

روغتیايي ګټې

د پخوا زمانو راهیسې ګوړه د ذکام ډوله ناروغیو درملنې لپاره کیږي، او په سړه هوا کې د ګوړې خوړل د بدن حرارت تولیدولو مرسته کوي. ګوړه نږدې پر یو ګرام څلو کالوري لري. او د خوړو کالوریو مصرف د حرارت باعث کیږي او بدن ګرم ساتي. د هغه مطالعې له مخې چې په 2018 کال کې د اوسني څیړنې نړیوال ژورنال کې خپره شوه، ګوړه په ټولیز ډول روغتیا ته ګټه لري. د اندورفین ترشح سره مرسته کوي او د خیټې دردونه کموي. کله چې په معتدل او منظم ډول وخوړل شي، د ځګر پاکوالي هم مرسته کوي او زهریات له بدن څخه وباسي. ګوړه په پراخه کچه انټي اکسیډنټ او د جست او سیلینیم په څیر منرالونه لري چې میکروبونو پر وړاندې بدن پیاوړی ساتي. د ویني هیموګلوبین هم ډیروي. د ګوړې اوسپنه او فولیک اسید د وینو سره کرویاتو شمیر په بدن کې نورمال ساتي، او د انمیا ناروغۍ څخه مخنیوی کوي. د پوتاشیمو غني سرچینه ده – داسې منرال چې بدن کې د الکټرولیټ بیلانس ساتي، او د اعضاوو جوړولو او میتابولیزم پیاوړي کولو کې مرسته کوي – ګوړه د فیټنیس شایقین او د وزن کمونکي خوښوي. ګوړه پیچلی کاربوهایدریت لري او د بورې په پرتله بدن د اوږدې مودې لپاره فعال ساتي، ځکه چې بوره ساده کاربوهایدریت لري او ژر د وینې په وسیله جذبیږي.

د ګوړې جوړول

د ګوړې لومړنۍ سرچینه ګني دي، خو د خرما او کوپرې شیرې څخه هم لاسته راځي. د ګوړې کیفیت د ګنيو نوعیت، او د کښت معیارونو، او استعمال شوې ډیراني پارو، د محصول مرحله او د شیرې اخیستلو پروسو او داسې نورو شیانو سره تړاو لري. دودیز او عضوي میتود دقیق او دوامداره دی – د ګني جوس ایستل کیږي او په لوی دیګ کې اچول کیږي، ایشل کیږي او په دوامدار ډول په دیګ کې ګړسه وهل کیږي. ترهغه چې ټینګ پوډري ډوله ماده ترې جوړه شي. وروستی محصول نصواري رنګ لري او د بوري ښه بدیل کیدای شي.

خپل ډولونه وپیژنۍ

د ګني ګوړه په پراخه کچه استعمالیږي. د خرما نرمه ګوړه ډیره خوږه او د غذايي موادو او فایبر څخه غني ده چې هضم کې مرسته کوي او سردردي ښه کوي. خو ترټولو خوږه ګوړه چې په کریستالي شکل جوړیږي او کوپرې تازه شیرې څخه جوړیږي. ګوړه په د سویلي هندوستان په ډیرو دودیزه خوړو کې کارول کیږي. د ممبۍ هلټان نړیوال هوايي ډګر اجرایوي رئیس، دینیش مهاترې وايي: ګوړه په اوړي کې د یخولو لپاره کارول کیږي. د خرما شیره د یخولو خواصو لپاره پیژندل کیږي. د بیلګې په توګه پناکم ښه هضمیدونکی او تازه څښاک چې د ګوړې او زنجبیل څخه لاسته راځي. خواږه لکه پایاسم (د وریجو میکس)، ني اپم (د سویلي هند خواړه چې د وریجو اوړو او ګوړې څخه تیاریږي) او موډاک (مهاراشټرايي خواړه چې د کوپرې او ګوړې څخه تیاریږي) د ګوړې بیلابیل ډولونو څخه تیاریږي.

عصري ډولونه

پداسې حال کې چې د هیواد سرتاسر د هغو اشپزانو شمیر په ډیریدو دی چې غواړي موسمي خواړه تیار کړي، ګوړې هم خپل ځای میندلی دی. د بیلګې په توګه د کلکتې میشته اشپز جومالیا بنرجي معاصر نولن ګورر کیکونه (کوچني اسفنجي کیکونه چې د ګوړې سره پوښل شوي) او د هغه پران (کوچني ماهي) او د خرچنګ غوښه چې په مرچداره ګوړه کې سره شوي وي. د نوې ډیلي اشپز، سبیاساچي ګورای وایي: زه نور خپل پخلنځي کې تصفیه شوې بوره نه کاروم. زه خپل ډیرو خوړو کې ګوړه د خوږوالي لپاره کاروم ځکه چې ګوړه هم خوند او هم تغذیه زیاتوي. ګوړه خپله یو اعلی ډول خواړه دي. که څه د خوږو خوند ډیروي یا روغتیا ته ګټه رسوي او یا ناروغۍ ښه کوي – د ګوړې د استعمال ګټې خورا ډیرې دي. سنیهال مور، د ممبی بهاتیا روغتون پرهیز ورکوونکې وايي: د بدن حیاتي اعضا د عایق کولو په وسیله ساتي او د بدن ګرمي په نورمال ډول ساتي. د خرما ګوړه هضمیدونکي انزایمونو ترشح لامل کیږي او د خیټي روغتیا ته ګټوره ده. څرنګه چې هیواد د کویډ-19 وبا څخه د وتلو حال کې دی، دا غوره خوړه د ژمي په میاشتو یو خدايي فضیلیت دی.

پوران پولي یوه خوندوره هندي ډوډۍ ده چې د غنمو ډوډۍ د بنګال دالو او ګوړې په وسیله پوښل کیږي

ګیتا هارې

تتولى جيتا هاري مسئولية إعداد قوائم صحية من مطبخ ساتفيك للفنادق الفاخرة. وظهرت وصفاتها الغذائية في القصص المرتبطة بالعادات الصحية الغذائية في كبرى الصحف.وحصلت هاري على جوائز “وومن اتشيفرز”. وتقوم هاري بوضع أفكار و كتابة حلقات وتقديم برامج على التلفزيون والمنصات الرقمية.
error: Content is protected !!