میراث

د پخواني صنعتونو ساتنه

Issue 06

د پخواني صنعتونو ساتنه

د مالینګ ګومبو |لیکوال

Issue 06


مان شوګو د ارونچل پردیش کاغذ جوړونې 1000 کلن دود ته لومړي وزیر نریندرا موډي خپأ میاشتني راډیويي پيغام سره نوی ژون وبخښه. سیمه ایز قهرمان ملینګ ګومبو چې لومړي وزیر د دود خوندي ساتلو لپاره وستایه، مونږ د لرغوني صنعت پر یو سفر وړي

ارونچل پردیش د لاسي صنایعو غني دود، هنري بڼې او طبیعې سرچینې لري، چې د کلیوال صنعت پراختیا وړتیا لري او کولای شي د سیمه ایز اقتصاد وده کې مرسته وکړي. دا ایالت همدا راز څو قبیلوي ټولنو لکه وانګچو، ناکته، تنګسا، سینګفو، خامپتي، میشمي، ایډي، ګالو، پډما مینیانګ، ممبا، اپاتني، تګین، اکا، میجيو، شیردوکپین او مونپا کور دی، چې هره ټولنه ځانته جلا فرهنګ، ژبه، دودونه او رواجونه لري. د عمرونو راهیسې ځیني صنعتونه یوازې همدو ټولنو پورې تړلي پاتې شوي او ایله اوس نړۍ ته ښکاره کیږي.مونیول تاوانګ چې د ارونچل پردیش سرحدي ولسوالۍ ده او د تبت او بوتان سره پوله لري، هلته د مونپا قبیله اوسیږي. سره له دې چې دا ولسوالۍ لرې پرته ده او ساحه یې هواره نه ده خو بیا هم د سیلانیانو لپاره نامتو ځای دی. په اقتصادي برخه کې د قدر وړ پرمختګونه لري او ورته وخت کې خپل دودیز مهارتونه یې هم ژوندي ساتلي.یو دودیز کسب چې وروستیو کې لومړي وزیر نریندرا موډي ورباندې په خپل میاشتني راډیويي پیغام، من کي بات کې رڼايي واچوله، د مان شوګو جوړولو هنر دی، چې د یو سیمه ایز بوټي شوګو شینګ څخه د لاس په وسیله کاغذ جوړول دي. لکه څنګه چې لومړي وزیر اشاره وکړه، مان شوګو یوازې یو فرهنګي میراث نه بلکه یو پایداره عمل دی چې دوه اړخیزه ګټې لري – چاپیریال خوندي ساتي او ورته وخت کې د دندو فصتونه جوړوي.

An elderly woman from Arunachal Pradesh’s
د ارونچل پردیش، منپا ټولنې یوه زړه ښځه د تونګ په یوه مندر کې د دعا څرخ تاووي

تاریخ

د مونپا قبیلې، سیمه ایز کاغذ تولید دا هنر چې زر کلن تاریخ لري، د ځايي بوټي، شوګو شینګ (Daphne papyracea) پوستکی د کاغذ تولید لپاره کاروي. د یوې ستونزمنې پروسې له لارې د بوټي پوستکی په کاغذ اړول کیږي چې ډیر خلک اوس دا کار نه کوي. ډیریو دا کار پریښی، د موکتو کلی چې د تاوانګ ولسوالۍ کې د 10,800 فوټه په لوړوالي پروت دی، د شوګو شینګ بوټي ځنګلونه لري، او یو څو محدود کسان اوس دا کسب کوي. په دودیز ډول دا لاسي تولید شوی کاغذ په بودايي مندرونو کې د دیني لیکنو، متنونو، دعاګانو پوسټرونو، او د پوسټرو ډنډو او د دعاګانو څرخونو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي. مان شوګو نه یوازې په سیمه ایز مندرونو بلکه د تبت، بوتان، چین او جاپان په څیر نورو هیوادونو کې یې هم تقاضا لرله. په پخوانیو وختونو کې، کاغذ د منترا، سوترا او بودايي داستانونو لیکلو لپاره کارول کیده. اوس هم د هنري کارونو او خانګړو ډالیو لپاره کارول کیږي.

پروسه

د کاغذ تولید یو سیستماتیک پروسه ده او د پیړیو پخوا دودونه لري. د مارچ او اپریل میاشتو کې د بوټي پوستکي راټولیږي او دا کار د دیسمبر تر پایه د ګلانو موسم پورې دوام کوي. په هغه وخت کې چې بوټی ګل او میوه کوي، پوستکی یې نه راټولیږي ترڅو بوټی وکولای شي ځان بیرته راژوندی کړي.بارک چې د کال په لومړنیو کې راټولیږي د کال تر پایه د کاغذ جوړولو په موخه کارول کیږي. د 1.5 کیلو بارک لپاره شاوخوا څلور یا پنځه بوټي په کار دي، چې د بوټي اندازې پورې تړاو لري. د یو بوټي بارک څخه لږ ترلږه دوه پاڼې کاغذ (چې طول یې 62 سانتي متره او عرض یې 51 سانتي متره وي جوړيږي). وروسته له دې چې بارک ټول شي بیرونی سطح یې توږل کیږي او نرمه داخلي خوا یې ښه وینځل کیږي او لمر ته وچیږي. بارک بیا د ایرو اوبو کې غوټه کیږي او ټوټه، ټوټه کیږي او بیا ایشل کیږي. پاتې شونې یې خمیره کیږي او بیا د کاغذ پاڼو په ډول هواریږي. دا ټوله پروسه چې په لاس مخ ته وړل کیږي، ځانګړی کاغذ ترې لاس ته راځي چې زیږه سطح لري. د کاغذ مخ نرموالی په وچوالي پورې اړه لري – په عموم ډول د کاغذ یو مخ لکه کالی او بل مخ یې لږ زیږه دی چې د تارونو په څیر جوړښت لري. که چیرې د هوا حالت مناسب وي په یوه ورځ کې کیدای شي 100 پاڼې کاغذ جوړ او وچ شي.

Local women artisans working on the pressing machine at the centre.
په مرکز کې سیمه ایزې ښځې د پریس ماشین باندې کار کوي

ننګونې او حل لارې

مان شوګو د لرګي پرته یو ځنګلي تولید (NTFP) دی چې د کیمیاوي موادو پرته په طبیعي ډول جوړیږي. ساده کاغذ ته په پرتلې، مان شوګو اوږد عمر او دوام لري، او ویل کیږي چې کششي پياوړتیا یې ډیره ده. دې سره هغه پوهه او دودونه هم نښتې چې د سرچینو محتاطانه استعمال او د بیلابیلو دودونو خوندي ساتلو لپاره خورا ارزښت لري.د توانګ میشته رضاکار سازمان، د ټولنیزې ښیګڼې لپاره د ځوانانو کار دې ځانګړي فرهنګي میراث ساتنې لپاره کار کوي. او همداراز د خادي او کلیوال صنعت کمیسیون (KVIC) او کومارپا لاسي کاغذ ملي انسټیټیوټ (KNHPI) لخوا هم کوښښونه شوي. خو ځینې خنډونه هم شته، ترټولو مهم ډول یې دا دی چې ټولنې نه غواړي د دوی ځنګلي تولید د کلي څخه بهر شي. حل لاره کیدای شي د بوټي کښینولو لپاره هڅول او مناسب مارکیټ موندل وي. شوګوشینګ مهم سیمه ایز بوټی دی چې پوستکی یې د کاغذ جوړولو، تنه یې د اورلګید، او ګل یې د عطر جوړولو لپاره کارول کیږي. دا بوټی په سرپټ ځایونو کې وده کولای شي، له همدې کبله خلک هم کولای شي دا بوټی وکري، اورلګید په توګه هم لرګي ولري او پاڼې یې په کرنیزو مځکو کې د ډیران په توګه وکاروي. نو تر یوه حده به په ملي ځنګلونو فشار هم کم شي. دې کاغذ لپاره یو سیمه ایز مارکیټ هم شته دا کاغذ په ورځیني دعاګانو او چکې تاوولو لپاره کارول کیږي. او د چین او جاپان په څیر هیوادونو کې نړیوال بازار هم لري چې هلته خلک ورباندې متنونه لیکي. جاپاني هنرکاران دا کاغذونه د خطاطي لپاره کاروي.د دې بوټې پلان شوی کښت او بازار موندنه کولای شي د مونپا قومونو سره مالي مرسته وکړي او همداراز دا چاپیریال دوسته تکنالوژي کولای شي د دوامداره تولیدي سیسټم په توګه وکارول شي. او پرته له دې چې د غرنۍ سیمې ایکولوژیکه ښیرازي له منځه ویسې، د ټولنیز اقتصاد پراختیا لامل هم کیدای شي. کله چې دا کاغذ د اخیستلو وړ وي، هنرکاران به خپلو کارونو کې ورڅخه ګټه پورته کوي. خو د اقتصادي اړخ پرته د دې 1000 کلن دود ساتنه مهمه ده، یو ژوندی میراث دی چې د پخوانیو ټولنو فرهنګ سره تړاو لري.

د مالینګ ګومبو

د مالینګ ګومبو په نامه یو حقوقي وکیل د توانګ د ټولنیزې ښیګڼې لپاره د ځوانانو اقدام رئیس دی. لومړي وزیر نریندرا موډي دا سړی د شوګو کاغذ هنر ساتلو، خوندي کولو او پراختیايي کوښښونو لپاره پیژندلی چې غواړي دا سیمه ایز کسب ژوندی وساتي
error: Content is protected !!