د لمریزې روښنايي یووالي ځواک
د سولر نړیوال یووالی چې د هندوستان لخوا پر مخ وړل کیږي، د نړۍ په کچه د سولر انرژي استعمال ته وده ورکوي. پخوانی سفیر انیل وادوا د دې ګروپ د اغیزمنتیا تحلیل کوي
د اقلیم بدلون زمونږ د وخت تر ټولو لویه ننګونه بلل کیږي. پداسې حال کې چې نړیواله ټوله د دې په لټه کې ده ترڅو ژر ترژره دا ناوړه اغیز له منځه یوسې، له همدې کبله هندوستان د سولر نړیوال یووالي (ISA) نوښت لارې ته واچاوه، چې لومړي وار سره یې 122 هغه هیوادونه ترموخې لاندې نیولي چې ګرم دي، ډیر لمر لري او په پراخه کچه د پاکې لمریزې بریښنا تولید وړتیا لري. دا کار پر تیلو او نفتو تړاو مخنیوی کوي او همدا راز دې سره تلپاتې پرمختګ 7 موخه (SDG 7) هم پوره کیږي، چې موخه یې د 2030 کال پورې د ټولو لپاره د تهیه وړ، د اعتماد وړ، تل پاتې او عصري انرژي لاسرسی دی.
یو لیدلوری
دا مبتکرانه نظر چې د لومړي وزیر موډي لخوا د لمریز هیوادونو یا سوریا پوترا (د لمر زامن) لپاره مطرح شوې په ګډه توګه د موډي او د فرانسې پخواني ولسمشر فرانسوا هالندې لخوا د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس، COP -21 د 2015 کال نومبر میاشت، پاریس کې په لاره واچول شو، دا لوی نوښت به د پاریس هوکړه هم عملي کړي. دا یو څو دولتي پیمان سازمان دی چې مرکز یې په ګوروګرام هندوستان کې دی چې دا هوکړه 87 لاسلیکونه لري او 67 هیوادونه ورکې برخه اخیستې. د ISA بریالي پيل او مخ پر ودې نړیوال پیمان کیږي چې د ملګرو ملتونو ټول غړي هیوادونه کولی شي خپل غړیتوپ ترلاسه کړي.
لاره
د ISA انقلاب د یوې طرحې څخه عملي کیدو په لور تر ټولو په ژر وخت کې وشو چې د چټک عمل لپاره په لاره اچول شوی و. دا هوکړه چې د علاقې وړ هیوادونه پراخه ګډون سره د بحثونه لپاره په المغرب، مراکش کې د 2016 کال نومبر کې پرانستل شو. د ISA بنسټي ناستې کنفرانس د 2018 کال مارچ کې د فرانسې ولسمشر او د 22 نورو هیوادونو مشرانو په ګډون سره په نوي ډیلي کې ونیول شو، چې لومړي وزیر موډي د ISA لپاره لس تصمیمونه ونیلو. د ISA لومړۍ عمومي ناسته د 2018 کال اکتوبر میاشت کې په نوي ډیلي کې وشوه، چې د لومړي وزیر موډي او د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتیریس لخوا پرانیستل شوه.

د ملګرو ملتونو سرمنشی ناستې خپل وینا کې د ISA نوښت هرکلی وکړ او وویل چې د وخت تقاضا ده او د نړیوالې انرژي راتلونکي سناریو ښکارندويي کوي دا پداسې حال کې ده چې د 2030 کال پورې د یو تریلیون امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کیږي او 1000 ګیګا واټه سولری بریښنا به تولیدوي. د ISA هوکړې چوکاټ د ملګرو ملتونو سره د نړیوال پیمان په توګه ثبت دی او دې سازمان د IRENA، نړیوال بانک، د آسیایي پراختیا بانک، UNEP، او UNDP په شمول د څو نورو څو اړخیزو بنسټونو سره د همکارۍ اړیکي جوړې کړي دي.
ISA په فعال او چټک ډول د سولري انرژي کارولو ته وده ورکوي چې د تخمینونو پر بنسټ تر اوسه د نړۍ 2.8 سلنه بريښنا سولري بريښنا ده. د هندوستان دولت د بریښنا وزارت وزیر آر. ک. سینګ، د دولت د نوې او د بیا نوې کیدلو وړ انرژۍ وزارت وزیر او د دولت د مهارتونو پراختیا او نوښت وزارت وزیر د وینا پر بنسټ د پنځه میلیارده امریکايي ډالو په ارزښت د سولر انرژي عملي کولو لپاره یو ځواکمن پایپ لاین په لاره اچول شوی ترڅو د ISA غړو هیوادونو بريښنا، اوبه لګونه، د څښلو اوبه او د تولید انرژي اړتیاوې پوره کړي، چې تر اوسه د انرژي څخه محروم پاتې دي.
اغیز
ISA د خپلو موخو پوره کولو لپاره د دولتونو او سازمانونو سره اړیکې جوړوي ترڅو د نړۍ ګوټ ګوټ کې اغیزمنې پروژې ولري. د کویډ -19 وبا پر مهال ISA د ISA CARES نوښت سره ځواب ورکړ چې په روغتیايي سکتور کې د سولر انرژي څخه ګټه واخیستل شي. دا نوښت هوډ وکړ چې د موخې لاندې غړو هیوادونو ولسوالیو کې لږترلږه یو روغتیايي مرکز د سولر په بریښنا سمبال کړي. د ISA دریمه عمومي ناسته چې په مجازي بڼه د 2020 کال د اکتوبر پر 14مه جوړه شوه، او د 34 غړو هیوادونو وزیرانو ورکې ګډون کړی و، هندوستان او فرانسه بیا ځلي د راتلونکي دوه کلنې دورې لپاره په ترتیبي ډول د ISA رئیس او مرستیال په توګه وټاکل شول. هندوستان به کوښښ وکړي چې د ISA نورو غړو هیوادونو سره کار وکړي ترڅو د لومړي وزیر موډي لیدلوري باندې پوه شي، چې د خپلواکۍ ورځې بیان کې یې د 2020 کال اګست کې بیا تکرار کړ او ویل چې یو لمر یو جهان او یو شکبه (OSOWOG) لرو چې د څو هیوادونو څخه جوړه شبکه ده او د نړۍ ګوټ ګوټ ته د سولر بريښنا رسوي.
